ويکيپېډيا:بنډارځای/وړانديزونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
 خبرونه تخنيک تگلاره وړانديزونه لارښود بېلابېل 
دا د پښتو ويکيپېډيا د وړانديزونو مخ دی. دلته تاسې يوازې د پښتو ويکيپېډيا په اړه خپل نوي وړانديزونه ورګډولی شئ. د دې موضوع څخه دباندې وتلې خبرې به لري شي.
« پخواني مخونه, 1

که پښتو ويکيپېډيا د خپلې پښتو ليکبڼې څښتنه شي، ډېره به ښه وي![سمول]

که پښتو ويکيپېډيا د خپلې پښتو ليکبڼې څښتنه شي، ډېره به ښه وي! که څوک په دې اړه اقدام کولی شي، نو هيله لرم چې خپله مرسته دې له مونږ نه سپموي شاه زمان پټان (خبرې اترې) ۱۲:۴۵, ۱۹ نومبر ۲۰۲۳ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)

پښتو ويکيپېډيا کې اجماع يا جرګې ته اړتيا ده![سمول]

هيله ده چې ټول کارنان سره په ګډه يوه ټولنه يا جرګه جوړه کړو او په ګډه په دې باندې کار وکړو چې څنګه او په څه ډول پښتو ويکيپېډيا پرمخ يوسو. شاه زمان پټان (خبرې اترې) ۱۲:۴۷, ۱۹ نومبر ۲۰۲۳ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)

پښتو ويکيپېډيا لا زياتو پازوالانو او اجماع (ټولمنلې) ته اړتيا لري[سمول]

اوسمهال په پښتو ويکيپېډيا کې يو پازوال دی، د دې لپاره چې پښتو ويکيپېډيا په لا ښه توګه پرمخ ولاړه شي، لازمه ده چې د پازوالانو شمېر زيات شي، نو په دې برخه کې اجماع ته اړتيا ده، ترڅو نور وړ اشخاص وټاکل شي، چې دا کار له جرګې کولو پرته ناشونی دی، نو له تاسو ټولو هيله لرم چې په ګډه سره رايوځای شوی، لومړی [[ويکيپېډيا:ټولمنلې]] اجماع جوړه کړو او له هغې وروسته په ياده برخه کې خپل فعاليتونه په کار واچوو. شاه زمان پټان (خبرې اترې) ۱۲:۲۷, ۲۶ نومبر ۲۰۲۳ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)