وبا یا ټولنیونه
وبا یا ټولنیونه (pandemic) (چې د یوناني کلیمې πᾶν، پان، "ټول" او δῆμος، ډیموس، "ځايي وګړي" 'خلک' نه اخیستل شوې ده) یوه ټولنیوونکې (epidemic) ساري ناروغي ده چې په یوه ستره سیمه کې خپرېږي، د بېلګې په توګه: په ګڼو لویو وچو یا ټوله نړۍ کې او د پام وړ شمېر کسان ککړوي. یوه پراخه ځايي ناروغي چې یو ثابت شمېر وګړي ککړوي، وبا نه بلل کېږي. هغه پراخه ځايي ناروغي چې یو ثابت شمېر وګړي ککړوي، لکه د موسمي انفلونزا بیاراګرځېدنه معمولاً استثنا بلل کېږي، ځکه په نړۍ کې په سترو سیمو کې هممهاله پېښېږي، خو توپیر يې دا دی چې په نړۍ کې سرایت نه کوي.
د بشرد تاریخ په اوږدو کې، یو شمېر ټولنیوونکې ناروغۍ، لکه: شری( چیچک) رامنځته شوې دي. په تاریخ کې ثبت شوې تر ټولو مرګونې وبا په ۱۴مه پېړۍ کې 'تور مرګ' وه (چې طاعون هم بلل کېږي) او د اټکل له مخې، له ۷۵ میلیونه نه تر۲۰۰ میلیونه انسانان يې مړه کړي دي. دا اصطلاح تراوسه کارول شوې نه ده، خو د راتلونکو وباوو لپاره کارول شوې ده، لکه: د ۱۹۱۸زکال انفلونزا وبا (هسپانوۍ انفلونزا). [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
وروستۍ وباوې دغه وې: توبرکلوز، روسۍ انفلونزا، هسپانوۍ انفلونزا، آسیايۍ انفلونزا، کولرا، هانګ کانګ انفلونزا، اچ آی وي(اېډز) او کووېډ۱۹. [۸][۹]
پېژندنه
[سمول]وبا یوه ټولنیوونکې ناروغي ده چې له نړیوالو پولو اوړي او معمولاً په نړیواله کچه خلک ککړوي. یوه ناروغي یا ناجوړي یوازې په دې وبا نه ده چې پراخه ده یا ډېری خلک وژني، بلکې دا باید عفوني هم وي. د بېلګې په توګه: ډېری مرګونه، د سرطان له لاسه دي، خو وبا نه بلل کېږي، ځکه دا ناروغي ساري (د بېلګې په توګه په اسانۍ د لېږد وړ) نه ده او نه هم په اسانۍ سره عفوني ده. [۱۰][۱۱]
ارزونه
[سمول]پړاوونه
[سمول]وړاندې له دې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د هغه بهیر د تشرېح لپاره یوه شپږ-پړاویزه ډلبندي وکړه چې له مخې يې د انفلونزا نوی ویروس په انسانانو کې د څو لومړنیو انتانونو نه وروسته په یوه وبا واوښت. دا چاره هغه مهال پیل کېږي چې ډېری ژوي په یوه ویروس ککړ شي او چې په یو څو قضیو کې انسانان د ژویو له خوا ککړشي، بیا هغه پړاو ته ورننوځي چې ویروس په نېغ ډول د انسانانو تر منځ لېږدېږي او پای یې هغه پړاو دی چې کله په انسانانو کې د ویروس انتانونه په ټوله نړۍ کې خپرېږي. د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ میاشت کې، د روغتیا نړیوال سازمان ویاند په ډاګه کړه چې "د [یوې وبا لپاره] رسمي ډلبنډۍ نشته". [۱۲]
د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د انفلونزا وبا پړاوونو تشرېح
لومړی پړاو | دویم پړاو | درېیم پړاو | څلورم پړاو | پنځم پړاو | شپږم پړاو | له اوج نه وروسته | ممکنه نوې څپه | له وبا نه وروسته |
د وبا نامعلومه شونتیا |
|
|
|
— | — | — | ||
|
|
|
— | — | — | — | — | — |
— | (انساني وبا ګواښ ګڼل کېږي) |
|
د ټولنو په کچه تلپاتی خپراوی شته. |
|
|
|
|
|
|
د ۲۰۰۹ز کال په مۍ میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیايي خوندیتوب او ژوندچاپېریال چارسمبالي مرستیال مشر ډاکټر کېچي فوکوډا په یوه مجازي رسنیز کنفرانس کې وویل: "د وبا یا ټولنیونې په اړه یو اسانه فکر دا دی...چې ووایو: وبا یعنې چې په ټوله نړۍ کې خپرېږي. بیا ښايي تاسو له خپله ځانه وپوښتئ: نړیواله خپرېدا څه معنا؟ نړیواله خپرېدا په دې معنا چې، موږ هم د خپرېدو عامل وینو... او بیا د ویروس په خپرېدو سربېره د ناروغي فعالیتونه هم وینو."[۱۳]
د احتمالي انفلونزا د وبا لپاره د پلان جوړولو پر مهال، د روغتیا نړیوال سازمان په ۱۹۹۹ز کال کې د وبا لپاره د چمتووالي لارښود اړوند یو سند خپور کړ چې په ۲۰۰۵ز او ۲۰۰۹ز کال بیا له سره وکتل شو. په دې سند کې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د وبا د پړاوونو تشرېح او د پړاوونو پر بنسټ د عمده کړنو تر عنوان لاندې په یوه فرعي یادښت کې پړاوونه او بیا د هر پړاو لپاره مناسب اقدامات ورپېژندل شوي وو. د ۲۰۰۹ز کال په سمونه کې يې چې بیا د همدغه کال په فبرورۍ میاشت کې وروستی شو، وبا او د هغو پړاوونو تشرېح چې د هغې د اعلانولو لامل کېږي شامله شوې ده. هغه مهال د ۲۰۰۹ز کال H1N1 ویروس پر وبا نه په هغه سند کې بحث شوی و او نه یادونه ترې شوه وه. د دې سند ټولې نسخې انفلونزا ته اشاره کوي. پړاوونه د ناروغۍ د خپرېدو پر بنسټ تعریف شوي دي، سختيو او وفیاتو ته يې د روغتیا نړیوال سازمان په اوسني تعریف کې اشاره نه ده شوې، که څه هم دا عاملونه وړاندې له دې په کې ځای پر ځای شوي وو. [۱۴][۱۵][۱۶]
په ۲۰۱۴ز کال کې، د متحده ایالتونو د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکزونو د وبا وقفو چوکاټ تر عنوان لاندې د روغتیا نړیوال سازمان د وبا پړاوونو لپاره یو متشابه چوکاټ وروپېژانده. په دې کې دوه وړاندې له وبا زماني ځنډونه( وقفې).[۱۷]
- پلټنه او ګروېږنه
- پېژندنه
او څلور وبايي زماني وقفې شاملې وې.
- پیل
- چټکتیا
- ورو کېدل
- چمتووالی
په دې کې د زماني وقفو د پېژندلو یو جدول هم راځي او د روغتیا نړیوال سازمان د ټولنیونې پړاوونو سره سمون ورکوي.
شدت
[سمول]په ۲۰۱۰ز کال کې په ټوله امریکا کې د انفلونزا د فرضي مړینو د پېښې مرګ نسبت او د عفونت ټولېزو پېښو د بېلابېلو کمیتونو اټکلونه. د مړینې غورچاڼ شوې اټکلي شمېرې د تورې کرښې په وسیله د پېښې مرګ نسبت او د ټولېزو پېښو د اړونده ترکیب سره ښودل کېږي. د پېښې مرګ نسبت د کلینیکي شدت اندازې یوه بېلګه ده او د عفونت ټولیزې پېښې د وبا شدت ارزونې په چوکاټ کې د لېږدوړتیا د کچې یوه نمونه ده. [۱۸][۱۹]
د انفلونزا مخکینو ټولنیونو او د انفلونزا مخکنیو موسمونو درج شوې بېلګې. رنګه خطونه په ۲۰۱۰ز کال کې په امریکا کې د انفلونزا د متناظرو فرضي مړینو ښودنه کوي اوهماغه مخکیني شکل ته ورته رنګي مقیاس لري. [۲۰][۲۱]
په ۲۰۱۴ز کال کې، د متحده ایالتونو د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکزونو د ټولنیونو د شدت د ارزونې په موخه د وبا شدت ارزونې چوکاټ جوړ کړ. د وبا شدت ارزونې چوکاټ، د ۲۰۰۷ز کال د خطي وبا شدت شاخص ځای ونیو او د ټولنیونې د شدت او تکامل د ارزونې موخه يې د ناروغۍ ٪۳۰ خپراوی وانګېره او د پېښې مړینې نرخ کچه يې واخیسته.
له تاریخي اړخه، د ټولنیونې د شدت کچه اخیسته د پېښې مړینې کچې پر بنسټ وه، خو ښايي د پېښې مړینې کچه په لاندې دلیلونو وبا ته د غبرګون پر مهال د وبا د شدت د کچې اخیستنې لپاره کافي نه وي:
- مړینه ښايي څو اونۍ د پېښو نه شاته پاتې وي، چې له امله يې د پېښې-مړینې کچه ټیټه ارزول کېږي.
- ښايي د پېښو ټولټال شمېره معلومه نه وي، چې له امله يې د پېښې-مړینې کچه له حده لوړه ارزول کېږي.[۲۲]
- د ټول نفوس لپاره د واحدې پېښې-مړینې کچه ښايي پر زیانمنونکو وګړو يې اغېز له سترګو پناه کړي، لکه: ماشومان، مشران، د مزمنو ناجوړیو درلودونکي او د مشخصو نژادي او توکمي لږه کیو ټولنو غړي.
- یوازې مړینه ښايي د وبا بشپړې اغېزې راونه ښيي، لکه ناسوبتیا او د روغتیايي پاملرنې چوپړتیاووغوښتنه.
یوازې د پېښې-مړینې کچې اندازې د محدودیتونو په پام کې نیولو لپاره، د وبا شدت ارزونې چوکاټ په دوو اړخونو کې د ناروغي د خپراوي شدت اندازه کوي: په ککړو شویو وګړو کې د ناروغۍ کلینیکي شدت او په ټول نفوس کې د عفونت د لېږد وړتیا. [۲۳]
سرچینې
[سمول]- ↑ ABC/Reuters (29 January 2008). "Black death 'discriminated' between victims (ABC News in Science)". Australian Broadcasting Corporation. Archived from the original on 20 December 2016. نه اخيستل شوی 3 November 2008.
- ↑ "Black Death's Gene Code Cracked". Wired. 3 October 2001. Archived from the original on 26 April 2015. نه اخيستل شوی 12 February 2015.
- ↑ "Health: De-coding the Black Death". BBC. 3 October 2001. Archived from the original on 7 July 2017. نه اخيستل شوی 3 November 2008.
- ↑ DeLeo FR, Hinnebusch BJ (September 2005). "A plague upon the phagocytes". Nature Medicine. 11 (9): 927–928. doi:10.1038/nm0905-927. PMID 16145573. S2CID 31060258.
- ↑ 1918 Pandemics (H1N1 virus). Centers for Disease Control and Prevention. Retrieved 18 April 2020.
- ↑ Rosenwald, Michael S. (7 April 2020). "History's deadliest pandemics, from ancient Rome to modern America". The Washington Post. Archived from the original on 7 April 2020. نه اخيستل شوی 11 April 2020.
- ↑ "Weekly Virological Update on 05 August 2010". World Health Organization (WHO). 5 August 2010. Archived from the original on 7 August 2015. نه اخيستل شوی 8 April 2020.
- ↑ Wingfield, Tom; Cuevas, Luis E.; MacPherson, Peter; Millington, Kerry A.; Squire, S. Bertel (1 June 2020). "Tackling two pandemics: a plea on World Tuberculosis Day". The Lancet Respiratory Medicine. 8 (6): 536–538. doi:10.1016/S2213-2600(20)30151-X. PMC 7118542. PMID 32220280.
- ↑ Roychoudhury, Shubhadeep; Das, Anandan; Sengupta, Pallav; Dutta, Sulagna; Roychoudhury, Shatabhisha; Choudhury, Arun Paul; Ahmed, A. B. Fuzayel; Bhattacharjee, Saumendra; Slama, Petr (January 2020). "Viral Pandemics of the Last Four Decades: Pathophysiology, Health Impacts and Perspectives". International Journal of Environmental Research and Public Health (په انګليسي). 17 (24): 9411. doi:10.3390/ijerph17249411. PMC 7765415. PMID 33333995.
- ↑ Porta, Miquel, ed. (2008). Dictionary of Epidemiology. Oxford University Press. p. 179. ISBN 978-0-19-531449-6. نه اخيستل شوی 14 September 2012.
- ↑ A. M., Dumar (2009). Swine Flu: What You Need to Know. Wildside Press LLC. p. 7. ISBN 978-1434458322.
- ↑ "WHO says it no longer uses 'pandemic' category, but virus still emergency" (په انګليسي). Reuters. 24 February 2020. Archived from the original on 18 March 2020.
- ↑ "WHO press conference on 2009 pandemic influenza" (PDF). World Health Organization. 26 May 2009. نه اخيستل شوی 26 August 2010.
- ↑ "Pandemic influenza preparedness and response" (PDF). World Health Organization. Archived from the original (PDF) on 13 May 2011.
- ↑ "WHO pandemic phase descriptions and main actions by phase" (PDF). Archived from the original (PDF) on 10 September 2011.
- ↑ "A whole industry is waiting for an epidemic". Der Spiegel. 21 July 2009. نه اخيستل شوی 26 August 2010.
- ↑ Holloway, Rachel; Rasmussen, Sonja A.; Zaza, Stephanie; Cox, Nancy J.; Jernigan, Daniel B. (26 September 2014). "Updated Preparedness and Response Framework for Influenza Pandemics" (PDF). Morbidity and Mortality Weekly Report. Center for Surveillance, Epidemiology, and Laboratory Services, Centers for Disease Control and Prevention. 63 (RR-6): 1–18. ISSN 1057-5987. PMID 25254666. نه اخيستل شوی 10 May 2020.
- ↑ Holloway, Rachel; Rasmussen, Sonja A.; Zaza, Stephanie; Cox, Nancy J.; Jernigan, Daniel B. (26 September 2014). "Updated Preparedness and Response Framework for Influenza Pandemics" (PDF). Morbidity and Mortality Weekly Report. Center for Surveillance, Epidemiology, and Laboratory Services, Centers for Disease Control and Prevention. 63 (RR-6): 1–18. ISSN 1057-5987. PMID 25254666. نه اخيستل شوی 10 May 2020.
- ↑ Qualls, Noreen; Levitt, Alexandra; Kanade, Neha; Wright-Jegede, Narue; Dopson, Stephanie; Biggerstaff, Matthew; Reed, Carrie; Uzicanin, Amra (21 April 2017). "Community Mitigation Guidelines to Prevent Pandemic Influenza — United States, 2017" (PDF). Morbidity and Mortality Weekly Report (په انګليسي). Center for Surveillance, Epidemiology, and Laboratory Services, Centers for Disease Control and Prevention. 66 (RR-1): 1–34. doi:10.15585/mmwr.rr6601a1. ISSN 1057-5987. PMC 5837128. PMID 28426646.
- ↑ Interim Pre-Pandemic Planning Guidance: Community Strategy for Pandemic Influenza Mitigation in the United States (PDF). Centers for Disease Control and Prevention. February 2007. p. 9.
- ↑ Reed, Carrie; Biggerstaff, Matthew; Finelli, Lyn; Koonin, Lisa M.; Beauvais, Denise; Uzicanin, Amra; Plummer, Andrew; Bresee, Joe; Redd, Stephen C.; Jernigan, Daniel B. (January 2013). "Novel framework for assessing epidemiologic effects of influenza epidemics and pandemics". Emerging Infectious Diseases. 19 (1): 85–91. doi:10.3201/eid1901.120124. ISSN 1080-6059. PMC 3557974. PMID 23260039.
- ↑ Rajgor, Dimple D.; Lee, Meng Har; Archuleta, Sophia; Bagdasarian, Natasha; Quek, Swee Chye (27 March 2020). "The many estimates of the COVID-19 case fatality rate". The Lancet Infectious Diseases. Elsevier Ltd. 20 (7): 776–777. doi:10.1016/S1473-3099(20)30244-9. PMC 7270047. PMID 32224313.
- ↑ Reed, Carrie; Biggerstaff, Matthew; Finelli, Lyn; Koonin, Lisa M.; Beauvais, Denise; Uzicanin, Amra; Plummer, Andrew; Bresee, Joe; Redd, Stephen C.; Jernigan, Daniel B. (January 2013). "Novel framework for assessing epidemiologic effects of influenza epidemics and pandemics". Emerging Infectious Diseases. 19 (1): 85–91. doi:10.3201/eid1901.120124. ISSN 1080-6059. PMC 3557974. PMID 23260039.