هينري وارډ بيچر
هينري وارډ بيچر | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
تعلیم | Amherst پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
لاسليک | |
سمول |
هينري وارډ بيچر (۲۴ جون ۱۸۱۳ – ۸ مارچ ۱۸۸۷) يو امريکايي ټولنپال مذهبي مشر، ټولنيز سمونپال او ويناوال و چې د مريتوب د ختمولو د خوځښت په ملاتړ، د خدای پر مينه ټينګار او په ۱۸۷۵ز کال کې د زنا د محاکمې له امله يې شهرت موندلی و. له عيسی مسيح سره پر مينه د هغه بلاغي (ويناوالۍ) ټينګار هغه څه دي چې تر اوسه يې د مسيحيت مرکزي جريان تر اغېز لاندې دی.
هنري وارډ بيچر د «لايمين بيچر» زوی و، پلار يې يو کالوينيسټ (مسيحي مذهبي فرقه ده) مذهبي مشر و چې په خپل وخت کې يو له مشهورو مبشرينو (د مسيحيت مبلغ) وګرځېد، د هغه ګڼ ورونه خوېندې مشهور استادان او فعالين شول. تر ټولو زيات د يادولو وړ يې «بيچر سټو» ده، چا چې د مريتوب د ختمولو په اړوند د خپل ناول « Uncle Tom's Cabin» له امله شهرت تر لاسه کړ. هينري وارډ بيچر د «انډيانا» په «انډياناپولس» او «لارنسبرګ» کې د پادري په توګه تر خدمت مخکې، په ۱۸۳۴ز کال کې د «ايمهرسټ» کالج څخه فارغ او په ۱۸۳۷ز کال کې د «لين» الاهياتو له ښوونځي فارغ شو.
په ۱۸۴۷ز کال کې، بيچر د نيويارک د بروکلين په «پلای ماوت» کليسا کې لومړی کشيش وټاکل شو. هغه ډېر ژر د ويناوالۍ په حلقه کې د خپلې نا اشنا ويناوالۍ طريقې له امله شهرت خپل کړ، په کوم څه کې چې هغه طنز، لهجې او عاميانه ژبې څخه کار اخيست. د کيشيش د دندې په اوږدو کې، هغه د الاهياتو داسې اند درلود چې د خدای پر مينه يې پر هر څه د پاسه ټينګار کاوه. په ټولنيز سمون، په ځانګړي ډول د مريتوب د ختمولو په خوځښت کې هم د هغه لېوالتيا وده وکړه. په هغو کلونو کې چې کورنۍ جګړې ته يې لاره هواره کړه، هغه د دې لپاره پيسې راټولولې چې زنداني مريان وپيري او وسلې – کوم ته چې د بيچر اینجيلونو نوم ورکړل شوی و، د مريتوب ختمولو هغو پلويانو ته واستوي چې په کنساس کې يې جګړه کوله. هغه د کورنۍ جګړې پر مهال اروپا ته ولاړ او د اتحاديې په ملاتړ يې ويناوې کولې.
له جګړې وروسته بيچر د ټولنيز سمون د هڅو ملاتړ وکړ، لکه د ښځو د رايې ورکولو حق او د نشه يې توکو مخنيوی. هغه همدا راز د چارلس ډاروين د تکامل نظريې ملاتړ هم وکړ او ويې ويل چې دا د عيسايي عقايدو سره په مخالفت کې نه ده. د هغه په اړه په پراخه کچه داسې اوازې خپرې شوې چې ګوندې هغه زناکار دی او په ۱۸۷۲ز کال کې «وډهل» او «کلافلن ويکلي» له «اليزابت ريچارډ ټيلټن» سره د هغه د اړيکې په اړه يوه لیکنه خپره کړه، څوک چې د هغه د ملګري او پخواني همکار «تيوډور ټلټن» مېرمن وه. په ۱۸۷۴ز کال کې، ټيلټن د بيچر پر ضد د جرمي خبرو اترو د تور عريضه وکړه. له دې وروسته د محاکمې په پايله کې منصفه پلاوی د هغه په اړه پرېکړه کې ژر بريالی نه شو او دا هغه محاکمه وه چې په هغه پېړۍ کې يې په ډېره زياته پیمانه خبرونه خپاره شوي وو.[۱]
په ۱۸۶۳ز کال کې د هغه د پلار له مړينې وروسته، بيچر بې شکه «په ټول هېواد کې تر ټولو زیات مشهور مبلغ» و. د ولسي پاملرنې په برخه کې د بيچر د اوږدې مودې دندې له امله ژوندليک ليکونکې «ډيبي ايپل ګيټ» د هغه ژوندليک ته چې دې ليکلی و، د امريکا تر ټولو مشهور سړي نوم ورکړ.[۲][۳]
د ژوند لومړي کلونه
[سمول]بيچر د کانکټيکټ په «ليچفيلډ» کې زېږېدلی و، د بوسټن د يو پريسبيټرين مبشر د ۱۳ بچيانو څخه په اتم شمېره کې و. د هغه په خوېندو وروڼو کې لیکواله هيريټ بيچر سټو، تعليم پوهه کاترين بيچر او توماس کي. بيچر، همدا راز فعالين هر يو چارليس بيچر او ايزابيلا بيچر هوکر شامل وو، د هغه پلار «په امریکا کې له بل هر سړي د زياتو دماغ پلار» په نوم شهرت پيدا کړ. د بيچر مور «روکسانا× هغه مهال مړه شو چې هينري درې کلن و او د هغه پلار له «هيريټ پوټر» سره واده وکړ، څوک چې هينري د «سختې» او د خفګان د بريدونو ښکار شوې په توګه تشريح کړې ده. بيچر همدا راز د ماساچوسټ په «ويتينزويل» کې د يو څه وخت لپاره د ښوونځي استادي هم کړې.[۴][۵]
د بيچر کور د «د ټوکو ټکالو او جديت يو نا اشنا او په زړه پورې ګډوله وه». دا کورنۍ بې وزله وه او لايمين بيچرد سينما، نڅا، ډېرو افسانو او د کليزو يا کرسمس په مراسمو بنديزونو لګولو سره خپلو بچيانو ته «د دعاييه ناستو، درسونو او مذهبي خدماتو يو دروند مهال ويش» ورکړی و. د دې کورنۍ په مصروفيتونو کې د کيسو ويل او پلار ته غوږ اېښودل شامل وو، کله به چې هغه سرينده غږوله.[۶][۷][۸]
له ماشومتوب څخه په خبرو کې د بيچر ژبه بندېده. هغه د ځيرکو «بچير» ماشومانو په منځ کې يو کم هوښیار او کم ژمن بلل کېدو. هغه ته د کمزوري فعالیت له امله سزاوې ورکول شوې وې، لکه دې ته اړ کېدل چې د انجونو په برخه کې د څو ساعتونو لپاره کېني او د «ډنس» خولۍ په سر کړي (ښونځيو کې له کاغذ جوړه خولۍ چې د سپکاوي لپاره کارېده). په څوارلس کلنۍ کې، هغه د «ماونټ پليسنټ کلاسيکل انسټيټيوټ» کې د ويناوالۍ روزنه پيل کړه، کومه چې د «مساچوسټس» په «ايمهرسټ» کې د ليليې يو ښوونځی و، په دې ځای کې نوموړي له يو سمايرنا يوناني «کانسټينټاين فونډولایک نيول» سره وليدل. دوی يو ځای په ایمهرسټ کالج کې زده کړې وکړې، دلته يې د ژوند تر پايه د ملګرتيا او ورورولۍ د مينې پاللو د ژمنې تړون لاسلیک کړ. د ۱۸۴۸ز کال د اکتوبر په شا او خوا کې يونان ته له ستنېدو وروسته فونډولايک د کولرا ناروغۍ له امله مړ شو او بيچر په خپل درېيم زوی د هغه نوم کېښود.[۹][۱۰][۱۱]
په ايمهرست کې د خپلو کلونو د تېرولو پر مهال، بيچر د خپلې عامې وينا لومړۍ ازموينه درلوده او هغه سمندر ته د تګ خپل لومړی خوب څنډې ته کېښود او په مذهبي اړخ کې شامل شو. نوموړي د خپلې راتلونکې مېرمنې «یونس بلارډ» سره وليدل، څوک چې د يو مشهور ډاکټر لور وه او دوی د ۱۸۳۲ز کال د جنورۍ په دويمه نېټه کوژدن وکړه. هغه د «فرينولوجي» (هغه علم چې د دماغو د پیاوړتيا د معلومولو لپاره انساني کوپړۍ مطالعه کوي) په شبهه علم کې هم ليوالتيا پيدا کړه، دا هغه هڅه وه چې د شخصيت خصوصيات د انسان د کوپړۍ له ځانګړتياوو سره وتړي، نوموړي له «اورسن سکواير فاولر» سره ملګرتيا پیدا کړه، څوک چې د دې اند تر ټولو مشهور امريکايي ملاتړی شو.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
بيچر په ۱۸۳۴ز کال کې د ايمهرسټ کالج څخه فارغ شو او بيا يې د «اوهايوو» له سنسنياټي څخه د باندې په «لين» الاهياتو ښوونځي کې زده کړې وکړې. د لین مشري د بيچر پلار کوله، څوک چې د ماريکا تر ټولو مشهور مبلغ وګرځېد. د زده کوونکي هسته د مريتوب د پوښتنې په اړوند سره وېشل شوې وه، ايا په کرار کرار د ازادۍ د يوې بڼې ملاتړ دې وشي، لکه لايمين بيچر چې کول، يا د سملاسي ازادۍ غوښتنه وښيي. بيچر په دې لانجه کې تر ډېره بريده روښانه دريځ درلود، د سخت دريځو زده کوونکو سره يې خواخوږي وه، خو نه يې غوښتل چې د خپل پلار څخه دفاع وکړي. هغه په ۱۸۳۷ز کال کې فارغ شو.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
د مذهبي چارو لومړي وختونه
[سمول]د ۱۸۳۷ز کال د اګست په درېیمه نېټه، بيچر له «يونس بلارډ» سره واده وکړ او دواړه د انډيانا کوچني او بې وزله ښار «لانسبرګ» ته وکوچېدل، په دې ځای کې بېچر ته د پريسبيټيرين کليسا د لومړي کشيش د دنندې پر مخ وړلو وړانديز شوی و. نوموړي په ملي کچه په لومړي ځل خپل شهرت هغه مهال تر لاسه کړ، کله چې هغه د پريسبيټيرينزم د «نوي مکتب فکر» او «زاړه مکتب فکر» تر منځ د درز په پيدا کولو کې ښکېل شو، کوم چې د اصلي ګناه او مريتوب د موضوع پر سر سره وېشل شوي وو؛ د هينري پلار لیمن د نوي مکتب فکر يو مخکښ ملاتړی و. له دې امله چې هينري د نوي مکتب فکر پر دريځ ولاړ و، د زاړه مکتب فکر واکمنو پريسبيټريانو د کشيش په توګه د هغه له ټاکلو سره مخالفت وکړ، د دې لانجې په پايله کې لويديځ پريسبيټيرين کليسا په سيالو مذهبي ټولنو ووېشله.[۲۲][۲۳][۲۴]
که څه هم د هنري بيچر «لارنسبرګ» کليسا له ساينوډ (مذهبي ټولنه) څخه خپله خپلواکي اعلان کړه، څو هغه د دې کليسا د کشيش په توګه راستون کړي، د ۱۸۳۷ز کال له بحران وروسته بې وزلۍ هغه اړ کړ چې نوې دنده وګوري. په ۱۸۳۹ز کال کې «بينکر سمويل ميرل» «بيچر» ته د انډيانابولس څخه د ليدنې بلنه ورکړه، او هغه ته د ۱۸۳۹ز کال د مۍ مياشتې په ديارلسمه نېټه د پريسبيټرين دويمې کليسا د پادري د دندې وړانديز وشو. د خپل مهال د نورو ليکوالانو لپاره غېر عادي وه، خو بيچر به د دعوت پر مهال په خپلو ويناوو کې له طنز، ټوکو او غېر رسمي ژبې کار اخيست، تر څنګ يې کليواله ژبه او لهجه هم کاروله. د هغه تبليغ ستره بريا وه، له دويمې پريسبيټيرين څخه يې د ښار ستره کليسا جوړه کړه، هغه همدا راز په نږدې «ټيري هوټ» کې د تبليغ د يوې بريالۍ مذهبي غونډې (هغه غونډه چې خلک مسيحي دين منلو او د ګناه اعتراف ته رابولي) مشري وکړه. په هر حال، د زیات پور له امله بيچر يو ځل بيا اړ شو چې په ۱۸۴۷ز کال کې د نوې دندې په لټه کې شي، هغه د سوداګر «هينري باون» دا بلنه ومنله چې د نيويارک په بروکلين کې د يوې نوې «پلای ماوت» ټولنيزې کليسا مشري ومني. په ملي کچه د بيچر شهرت مخ په وده و هغه د درسونو حلقې ته لاره پیدا کړه، په هېواد کې يو له تر ټولو مشهورو ويناوالو وګرځېد او په دې اړوند يې زيات فيس (مزد) تر لاسه کاوه.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ Henry Ward Beecher (1885). Evolution and Religion. Pilgrim Press.
- ↑ Scharnhorst, Gary (2008). Kate Field : the many lives of a nineteenth-century American journalist. Syracuse, N.Y.: Syracuse University Press. p. 47. ISBN 978-0815608745.
- ↑ Michel Kazin (July 16, 2006). "The Gospel of Love". The New York Times. نه اخيستل شوی May 18, 2013.
- ↑ Applegate 2006، مم. 29–31.
- ↑ Applegate 2006، م. 264.
- ↑ Applegate 2006، مم. 28–29.
- ↑ Applegate 2006، مم. 19–20, 27–28.
- ↑ Applegate 2006، م. 28.
- ↑ Hibben, Paxton; Lewis, Sinclair, Henry Ward Beecher: An American Portrait, Kessinger Publishing, 2003, p. 32
- ↑ Goldsmith 1999، م. 9.
- ↑ Applegate 2006، م. 42.
- ↑ Wikisource:Appletons' Cyclopædia of American Biography/Beecher, Lyman
- ↑ Benfey 2008، م. 68.
- ↑ Applegate 2006، مم. 84, 90.
- ↑ Applegate 2006، مم. 69–71.
- ↑ Applegate 2006، مم. 96–97.
- ↑ "Henry Ward Beecher". Columbia Electronic Encyclopedia, 6th Edition. (2013). Columbia University Press.
- ↑ Applegate 2006، م. 134.
- ↑ Applegate 2006، م. 118.
- ↑ Applegate 2006، مم. 104–05, 115–18.
- ↑ Applegate 2006، م. 110.
- ↑ Applegate 2006، مم. 154–56.
- ↑ Applegate 2006، مم. 121–22.
- ↑ Applegate 2006، مم. 141–150.
- ↑ Applegate 2006، م. 218.
- ↑ Applegate 2006، مم. 193–96.
- ↑ Applegate 2006، مم. 166, 174–76, 179.
- ↑ Applegate 2006، م. 173.
- ↑ Applegate 2006، مم. 160–61.
- ↑ Applegate 2006، م. 157.