Jump to content

هزاره جات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هزارهستان (رومي شوې بڼه: Hazāristān)، يا هزاره جات (رومي شوې بڼه: Hazārajāt) د افغانستان په مرکزي لوړو کې يوه ډېره غرنۍ سيمه ده، چې د بابا د غرونو تر منځ د هندوکش په لوېدیځو څنډو کې پرته ده. دا سیمه د هزاره قوم ټاټوبی دی چې د دې سیمي اکثریت نفوس تشکیلوي. هزاره جات په یوه توکمیزه او مذهبي سیمه دلالت کوي. [۱][۲]

هزاره جات اساساً د بامیانو، دایکندي، غور او د غزني، اروزګان، پروان، میدان وردګو او نورو ولایتونو څخه را منځ ته شوی دی. په هزاره جاتو کې تر ټولو زیات نفوس لرونکي ښارونه بامیان، یکاولنګ (بامیان)، نیلي (دایکندي)، لعل و سرجنګل (غور)، سنګ ماشه (غزنی)، ګیزاب (ارزګان) او بهسود (میدان وردګو) دي. د کابل، ارغنداب، هلمند، فراه، هريرو، مرغاب، بلخ او کندز سيندونه له هزاره جاتو څخه سرچينه اخلي.

ریښه پونه او کارول

[سمول]

په لومړي ځل د "هزاره" نوم په شپاړسمه پېړۍ کې د بابرنامې په کتاب کې را څرګند شو چې د مغل سترواک بابر له خوا لیکل شوی. په ۱۳۳۳ کال کې، کله چې مشهور جغرافيه پوه ابن بطوطه خراسان ته ورسېد، د هېواد ګوټ ګوټ ته يې سفرونه وکړل، خو د هزارستان په نوم يې کوم ځای نه دی ثبت کړی.[۳]

هزاره وګړي او د شاوخوا سیمو خلک د هزاره ګانو د تاریخي ځمکو د تشخیص لپاره د "هزاره جات" یا "هزارستان" نومونه کاروي. "هزاره جات" د "هزاره" او او دري پسوند د "جات" ترکیب دی. د جات پسوند په جنوبي، مرکزي او لوېدیځه اسیا کې د ځمکې سره د ترکیبي کلمې د جوړولو لپاره کارول کېږي.[۴][۵][۶]

عرب جغرافیه پوه مقدسي (۹۴۵/۹۴۶ - ۹۹۱)  هزاره جاتو ته د "غرجستان" یا "غرج الشار" ("غرج" د "غره" معنی) نوم ورکړ چې د ملکانو له خوا اداره کېده.[۷][۸]

جغرافیه

[سمول]

نقشه اخیستنه

[سمول]

هزاره جات د افغانستان په مرکزي لوړو، د کوه بابا د غرونو او د هندوکش د لوېدیځو څنډو تر منځ پراته دي. د دې سیمې پولې د تاریخ په اوږدو ضیمه او بدلې شوې دي. خو د دې سیمې فزیکي حدود په شمال کې د بامیانو حوزې، په سویل کې د هلمند سیند سرچینو، په لویدیځ کې فیروزکوه، او په ختیځ  کې د د اونی کڼدو ته رسېږي. سیمه ایزه خاوره یې غرنۍ ده او د سفید کوه او سیاه کوه غرونو په لور غزېدلې ده، چې هلته لوړې څوکې د ۱۵۰۰۰ فوټه (۴۶۰۰ متره) او ۱۷۰۰۰ فوټه (۵۲۰۰ متر) تر منځ لوړوالي ته رسېږي. د بابا غره لړۍ دواړو خواوو ته پرله پسې درې لري. د دې لړۍ شمال خوا یې په تونده بڼه ښکته کېږي، چې له ټیټو غونډیو او کوچنیو نیمه وچو میدانونو سره یوځای کیږي، پداسې حال کې چې سویل خوا د هلمند درې او د بهسودو غرنۍ ولسوالۍ ته غځېږي. [۹][۱۰]

شمال لوېديځ هزاره جات د غور ولسوالي تر پوښښ لاندې راولي، چې د خپلو غرنيو استحکاماتو له امله اوږد شهرت لري. د لسمې پېړۍ جغرافيه پوه استخري ليکلي چې غرنۍ غور "يوازينۍ سيمه وه چې د اسلامي سيمو له خوا محاصره وه او تر اوسه هم د کفارو په لاس کې وه". د اسلام د منلو په وړاندې د غور د اوسېدونکو اوږد مقاومت دې سیمې ته د ته په سخت لاس رسي دلالت کوي. د ځینو مسافرینو په وینا، ټوله سیمه د یوې کلا په څېر ده چې د منځنۍ آسیا په لوړو کې پرته ده: له هر لوري سیمې ته د رسیدو لپاره باید له لوړو او تندو غرونو تېر شئ. د غور د اوسېدونکو ژبه د د هوارو سیمو د اوسېدونکو له ژبې سره دومره توپير لري چې د دواړو تر منځ ژباړونکي ته اړتیا وي. [۱۱][۱۲]

د هزاره جاتو شمال ختیځه برخه د لرغوني بامیانو سیمه ده، چې د بودیزم مرکز او د ورېښمو د لارې مهم کاروانسرای و. دا ښار ۷۵۰۰ فوټه (۲۳۰۰ متر) لوړوالی لري، چې شمال لوري ته د هندوکش او سوېل لوري ته د بابا غره له خوا کلابند شوی دی. هزاره جات د خراسان (کوشان) د لوی جغرافيائی یوه سیمې ګڼل کېده، چې خلاصو پولو یې د کاسپین سمندر او آکسوس سیند ترمنځ پراخه سیمه پوښلې وه او د اوسني شمالي ایران او افغانستان زیاتر برخه یې هم تر پوښښ لاندې وه. [۱۳]

اقلیم

[سمول]

هزاره جات یوه غرنۍ سیمه ده او د غرنیو کڼدونو یوه لرۍ یې د ختیځې څنډې په اوږدو کې غځېدلې ده. له دې ډلې یو د سالنګ کنډو دی په کال کې شپږ میاشتې د واورې له امله بند وي. بل یې د شیبر کنډو دی چې په خپله په ټیټه ارتفاع کې، په کال کې یوازې دوه میاشتې د واورې له امله بنده وي. بامیان د سیمې سړه برخه ده چې سخت ژمی لري.[۱۴][۱۵]

هزاره جات د هغو سیندونو سرچینه ده چې له کابل، ارغنداب، هلمند، هريرو، مرغاب، بلخ او کندز څخه تېرېږي. د پسرلي او دوبي په میاشتو کې په افغانستان کې تر ټولو زرغون څړځایونه په کې پراته دي. طبیعي جهيلونه، شنې درې او غارونه په باميانو کې لېدل کېږي. [۱۶][۱۷]

تاریخچه

[سمول]

مخکې له دې چې صفاریان دا سیمه په اسلام مشرفه کړي او د خپلې سترواکۍ خه یې کړي، په پرله پسې توګه د هخامنشیانو، سلیوکیانو، موریایانو، کوشانانیانو او هپتالیانو له خوا اداره کېده. ورپسې د غزنویانو او غوریانو تر واک لاندې وه چې وروسته د ډهلي د سلطنت لاس ته ولوېده. په دیارلسمه پېړۍ کې د چنګیز خان او د هغه د مغلي لښکرو تر یرغل لاندې راغله. په راتلونکو لسیزو کې، قرلقیان د یوې سیمه ایزې کورنۍ په بڼه راڅرګند شول چې د څو لسیزو په اوږدو کې خپل اختیاره واکمني را منځ ته کړه.  وروسته دا سیمه د تیموریانو، د مغل سترواکۍ او دراني سترواکۍ برخه شوه. د هزاره جات تر واک لاندې راوستل، په ځانګړې توګه د بامیانو کلا، د یرغلګرو لپاره ستونزمنه ثابته شوې وه او "ماتې مفوهم یې ځانه ته غوره کړ". [۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې

[سمول]
  1. DISAPPEARING PEOPLES?: INDIGENOUS GROUPS AND ETHNIC MINORITIES IN SOUTH AND CENTRAL ASIA, p.156 ("Some people prefer to call the area Hazaristan, using the more modern "istan" ending.")
  2. Khazeni, Arash. "HAZĀRA i. Historical geography of Hazārajāt". Encyclopedia Iranica. نه اخيستل شوی September 15, 2011.
  3. Battuta, Ibn (2004). Travels in Asia and Africa, 1325–1354 (reprint, illustrated ed.). Routledge. p. 179. ISBN 978-0-415-34473-9. نه اخيستل شوی 2010-09-10.
  4. Bellew, H.W. (1880). The Races of Afghanistan: Being a Brief Account of the Principal Nations Inhabiting that Country. Calcutta: Thacker, Spink & Co. p. 114.
  5. Mousavi, S. A. (1998). "1: Who are the Hazaras?". The Hazaras of Afghanistan: an historical, sultural, economic and political study. Abingdon: Routledge (خپور شوی 2018). ISBN 9781136800160. نه اخيستل شوی 26 January 2020. Hazarajat is a composite name made up of Hazara and the Farsi-Arabic plural suffix, jat [...].
  6. Mousavi, S.A. (1998). The Hazaras of Afghanistan: An Historical, Cultural, Economic and Political Study. Richmond, Surrey UK: Curzon Press. p. 34. ISBN 0-7007-0630-5.
  7. Ḥamd-Allah Mostawfi, Nozhat al-qolub, tr. Guy Le Strange, London 1919. pp 415–16
  8. S. A. Mousavi, The Hazaras of Afghanistan, London, 1998, p. 39.
  9. Khazeni, Arash. "HAZĀRA i. Historical geography of Hazārajāt". Encyclopedia Iranica. نه اخيستل شوی September 15, 2011.
  10. Wilfred Thesiger "The Hazaras of Central Afghanistan," The Geographical Journal 71/3, 1955, pp. 313.
  11. W. Barthold, An Historical Geography of Iran, Princeton, 1984, p. 51.
  12. W. Barthold, An Historical Geography of Iran, Princeton, 1984, p. 52.
  13. Khazeni, Arash. "HAZĀRA i. Historical geography of Hazārajāt". Encyclopedia Iranica. نه اخيستل شوی September 15, 2011.
  14. Anonymous, Ḥodud al-ʿālam, tr. Minorsky, London, 1937; reprinted, 1982, p. 105.
  15. Johannes Humlum, La geographie de l'Afghanistan, Copenhagen, 1959, p. 64 Archived 2023-05-20 at the Wayback Machine..
  16. Ḥamd-Allah Mostawfi, Nozhat al-qolub, tr. Guy Le Strange, London 1919, p. 212
  17. S. A. Mousavi, The Hazaras of Afghanistan, London, 1998, p. 71.
  18. W. Barthold, An Historical Geography of Iran, Princeton, 1984, p. 82
  19. J. P. Ferrier, Caravan Journeys and Wanderings in Persia, Afghanistan, Turkestan, and Beloochistan, London, 1856, p. 221
  20. "Johannes Humlum, La geographie de l'Afghanistan, Copenhagen, 1959, p. 87". Archived from the original on 2023-05-20. نه اخيستل شوی 2023-05-20. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)