هربرټ سپېنسر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هربرټ سپېنسر
(انګلیسي: Herbert Spencer د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هربرټ سپېنسر
هربرټ سپېنسر

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۷ اپرېل ۱۸۲۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
مړینه 8 ډيسمبر 1903 (83 کاله)[۱۴][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۹][۱۱][۱۵][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده فیلسوف[۱۶]
ارواپوه
خبريال
ليکوال[۱۷]
بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان)  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي[۱۸][۱۹]  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۲۰][۲۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه بوټپوهنه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی اېکونومېسټ  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک ازاداندي
پوزیټویزم
د ګټې اصالت  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
هربرټ سپېنسر
هربرټ سپېنسر

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هربرت سپنسر (۲۷ اپرېل ۱۸۲۰ – ۸ ډسمبر ۱۹۰۳ زکال) انګلیسي فیلسوف، بیولوژي پوه، انسان پېژندونکی او ټولن پېژندونکی و چې د ټولنیز ډاروینېزم د فرضیې له امله چې له مخې یې پیاوړي فزیکي ځواکونه تاریخ جوړوي، مشهور شو. سپنسر د ژوند پوهنې په اصولو کې د چارلز ډاروین د ډولونو د اصل (On the Origin of Species) په نامه کتاب له لوستلو وروسته د «غوره بقا» عبارت (۱۸۶۴ زکال) ابداع کړ. دغه اصطلاح په کلکه توګه سره د طبیعي انتخاب وړاندیز کوي، خو سپنسر تکامل د ټولن پوهنې او د اخلاقو د قلمرو پراختیا بولي او له همدې امله له لامارکېزم څخه ملاتړ کوي. [۲۲][۲۳]

سپنسر د فزیکي نړۍ، بیولوژیکي اورګانېزمونو، انساني ذهن او انساني کلتور او ټولنو د مخکې تلونکې ودې په توګه د تکامل ټول شموله مفهوم رامنځته کړ. هغه د یو عالم په توګه د اخلاقو، دین، انسان پوهنې، اقتصاد، سیاسي نظریې، فلسفې، ادبیاتو، نجوم، ژوند پوهنې، ټولن پوهنې او ارواه پوهنې په ګډون د موضوعاتو په پراخه طیف کې ونډه لرله.

هغه د خپل ژوند په اوږدو کې په ځانګړې توګه په انګلیسي ژب ویونکو علمي کړیو کې فوق العاده ځایګی خپل کړ. «یوازې بل انګلیسي فیلسوف چې دغه ډول محبوبیت یې درلود ،په شلمه پېړۍ کې برتراند راسل و». سپنسر «د نوولسمې پېړۍ په وروستۍ لسیزه کې تر ټولو مشهور اروپايي روڼ آندی و»، خو د هغه نفوذ له ۱۹۰۰ زکال وروسته ډېر زیات راکم شو: تالکوت پارسونز په ۱۹۳۷ زکال کې پوښتنه کوي چې: «اوس څوک سپنسر لولي؟».[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

سپنسر د ۱۸۲۰ زکال د اپرېل په ۲۷ مه د انګلنډ په داربي سیمه کې وزېږېد، هغه د ویلیام جورج سپنسر (په عام ډول په جورج پېژندل کېده) زوی و. د سپنسر پلار د دین مخالف و چې له میتودېزم څخه کواکرېزم ته اوښتی و او داسې ښکاري چې د واک له ټولو ډولونو سره د هغه مخالفت د هغه زوی ته هم لېږدېدلی و. هغه داسې یو ښوونځی اداره کاوه چې د یوهان هاینریش د ترقي غوښتونکو روزنیزو لارو چارو پر بنسټ جوړ شوی و او هم  یې د داربي فلسفي ټولنې د منشي په توګه خدمت کاوه؛ هغه ټولنه چې په ۱۷۸۳ زکال کې د چارلز داروین د نیکه اراسموس داروین له خوا یې بنسټ اېښودل شوی و.[۲۸]

سپنسر د تجربي علومو په برخه کې له خپل پلار زده کړه وکړه، په داسې حال کې چې د داربي فلسفي ټولنې غړو هغه د ژوندانه د تکامل له داروین مخکې مفاهیمو په ځانګړې توګه د اراسموس داروین او ژان باپتیست لامارک له مفاهیمو سره بلد کړ. کاکا یې کشیش توماس سپنسر چې باث ته نږدې د هینټون چارتر هاوس ځای ناستی و؛ هغه ته یې د ریاضي او فزیک او همدارنګه په دومره کچه د لاتین په برخه کې رسمي زده کړې ورکړې چې کولای یې شو د یو شمېر مقالاتونو متنونه وژباړي. توماس سپنسر همدارنګه د خپل وراره په فکر کې د ازادې سوداګرۍ او د شمېرو مخالف سیاسي نظریات حک کړل. له دې پرته سپنسر یو په خپله زده کوونکی و چې خپله ډېره پوهه یې له لوستلو او له ملګرو او خپلوانو سره له خبرو اترو ترلاسه کړې وه. [۲۹][۳۰]

لیکنې[سمول]

سپنسر د «ټولنیز ستاتیک» په نامه خپل لومړی اثر (۱۸۵۱ زکال) هغه مهال خپور کړ، چې له ۱۸۴۸ زکال څخه یې ۱۸۵۳ زکال پورې د «اکونومیست» په نامه د ازادۍ سوداګرۍ د مجلې د فرعي مسئول مدیر په توګه کار کاوه. هغه وړاندوینه وکړه چې بشریت به بالاخره په بشپړ ډول په ټولنه کې د ژوندانه له الزاماتو سره همغږی شي او پایله به یې هم د دولت له منځه تلل وي. د دغه اثر چاپ کوونکی جان چپمن هغه خپل سالون ته معرفي کړ چې په کې د پلازمینې ګڼ شمېر مخکښو راډیکال متفکرینو لکه جان ستورات میل، هریت مارتینو، جورج هنري لویس او مری آن ایوانز (جورج الیوت) چې بیا یې ورسره لنډه عاشقانه اړیکه لرله؛ هم ونډه لرله. خپله سپنسر بیولوژي پوه توماس هنری هاکسلی دغه سالون ته ور معرفي کړ چې بیا وروسته د «بولداګ ډاروین» په نوم یې شهرت وموند او د سپنسر د ټول عمر ملګری شو. له دې سره له ایوانز او لویس سره د هغه ملګرتیا د دې لامل شوه، څو هغه د جان ستورات میل د منطقي سیستم او د اګوست کنت له مثبت پالنې سره بلد شي او له هغو د خپل ژوند په مسیر کې کار واخلي.هغه په کلکه سره له کامټ سره مخالف و.[۳۱]

د ارواه پوهنې د اصولو په نامه د سپنسر دویم کتاب چې په ۱۸۵۵ زکال کې خپور شو، د ایوانز او لویس سره د هغه د ملګرتیا پایله وه چې په کې یې د ارواه پوهنې فیزیولوژیکي بنسټونه و ارزول. دغه کتاب په دغه بنیادي فرضیې تکیه لرله چې د انسان ذهن د طبیعي قوانینو تابع دی او کېدلای شي دغه قوانین د عمومي ژوند پوهنې په اډانه کې کشف شي. [۳۲]

په ۱۸۷۰ زکال کې د سپنسر د هڅو له امله چې ځان د یو لیکوال په توګه تثبیت کړي، هغه د خپل دوران په مشهور فیلسوف واوښت. د نوموړي د ژوندانه پر مهال آثارو یې په پراخه کچه لوستونکي لرل او تر ۱۸۶۹ زکال پورې هغه د خپلو کتابونو د پلور او په ویکټوریايي دوره یي نشریاتو کې د منظمې ونډې له امله چې په دریو ټوکو کې مقالې راغونډول کېدې؛ د خپل ژوندانه لګښتونه پوره کول. د هغه آثار په آلماني، ایټالوي، هسپانوي، فرانسوي، روسي، جاپاني، چینايي او همدارنګه په ګڼ شمېر نورو ژبو وژباړل شول او په ټوله اروپا او شمالي امریکا کې یې جوایز وګټل. هغه همدارنګه په لندن کې د Athenaeum په نامه د هنر او علومو په برخه کې د مخکښو کسانو د انحصاري کلپ او اکس کلپ چې د ۹ کسانو د ډوډۍ خوړلو کلپ و او د توماس هنري هاکسلی له خوا تاسیس شوی و؛ غړیتوب ترلاسه کړ. دغه کسانو به په میاشت کې یوځل غونډه کوله او د ویکټوریایي عصر مخکښ متفکرین په کې شامل و (درې له هغو د سلطنتي ټولنې د مشرانو په توګه ټاکل کېدل).[۳۳][۳۴][۳۵]

وروستی ژوند[سمول]

د سپنسر د ژوند وروستۍ لسیزه د هغه د مخ پر ودې یوازیتوب او ځانته کېدو له مخې ځانګړې کېږي. هغه هېڅکله واده ونکړ او له ۱۸۵۵ زکال وروسته یو دایمي هیپوکندری و چې له داسې ناختمېدونکو دردونو او ناروغیو یې شکایت کاوه چې هغه مهال هېڅ طبیب نشو کولای هغه تشخیص کړي. په ۱۸۹۰ مه لسیزه کې د هغه ډېرو لوستونکو هغه ته شا کړه، دا په داسې حال کې وه چې ډېر ملګري یې مړه شوي و او هغه د خپل هغه پرمختګ په اړه چې دی یې د خپل فلسفي سیسټم په مرکزي قطعه اړولی و؛ په شک کې شوی و. د هغه د ژوند وروستي کلونه هغه کلونه و چې د هغه سیاسي نظریات هم په مخ پر ودې توګه محافظه کاره شوي و. په داسې حال کې چې د ده ټولنیز ستاتیک یو راډیکال دیموکات کار و او د ښځو په رایو ورکولو (آن د ماشومانو) او د اشرافو د واکمنۍ د له منځه تلو په موخه یې د ځمکو په ملي کېدو باور درلود، خو په ۱۸۸۰ زکال کې هغه د ښځو د رایو ورکولو یو له شدیدو مخالفینو څخه شو او د ځمکو د مالکینو د آزادۍ او مالکیت څخه د دفاع له ډلې سره مل شو هغو چې د ویلیام ګلادستون په دولت کې یې د سوسیالېزم د عناصرو (لکه د ویلیام هارکورت) د واکمنېدو څرګندونه کوله – په پراخه کچه د ویلیام ګلادستون له نظریاتو سره مخالف و. په دغه دوره کې د سپنسر سیاسي نظریات د دولت پر ضد کس (The Man Versus the State) په نامه د هغه په مشهور اثر کې بیان شول.[۳۶][۳۷]

د سپنسر د مخ پر زیاتېدونکې محافظه کارۍ استثنا له دې امله وه چې هغه د خپل ژوند په اوږدو کې د امپریالېزم او ملیتیارېزم یو له سختو مخالفینو څخه پاتې شو. له بویر جګړې څخه د هغه انتقاد ډېر سخت و او په بریتانیا کې یې د هغه د محبوبیت له کمښت سره مرسته وکړه.[۳۸]

نوموړی په ۱۸۸۳ زکال کې د امریکايي فلسفي ټولنې د غړي په توګه وټاکل شو. [۳۹]

سرچينې[سمول]

  1. دوتنه: Hugh Samuel Roger Elliot — نشرونه لخوا د: Dictionary of National Biography, second supplement
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11999027x — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Herbert-Spencer — subject named as: Herbert Spencer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6qj7kph — subject named as: Herbert Spencer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2609 — subject named as: Herbert Spencer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/118717 — subject named as: Herbert Spencer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/spencer-herbert — subject named as: Herbert Spencer — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/spencer-herbert — subject named as: Herbert Spencer — دوتنه: Ivan Lapshin او Nikolay Ivanovich Kareyev — سرليک: Спенсер, Герберт — نشرونه لخوا د: Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume XXXI, 1900
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/spencer-herbert — subject named as: Herbert Spencer — سرليک: Spencer, Herbert — نشرونه لخوا د: Encyclopædia Britannica 11th edition
  10. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0063903.xml — subject named as: Herbert Spencer — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3932 — subject named as: Herbert Spencer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  12. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=57390 — subject named as: Herbert Spencer — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/herbert-spencer — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
  14. دوتنه: Hugh Samuel Roger Elliot — نشرونه لخوا د: Dictionary of National Biography, second supplement — ارزښت: Death at Brighton at the age of eighty-three on 8 Dec. 1903 was a welcome relief from his sufferings.
  15. Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/2372 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
  16. https://cs.isabart.org/person/152611 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  17. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  18. پیوستون : 27074806  — خپرونکی: OCLC, Inc. — منښتلیک: Open Data Commons Attribution License
  19. پیوستون : 11999027x  — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  20. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11999027x — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  21. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/40798819
  22. "Letter 5145 – Darwin, C. R. to Wallace, A. R., 5 July (1866)". Darwin Correspondence Project. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Maurice E. Stucke. "Better Competition Advocacy" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۰۷. Herbert Spencer in his Principles of Biology of 1864, vol. 1, p. 444, wrote "This survival of the fittest, which I have here sought to express in mechanical terms, is that which Mr. Darwin has called 'natural selection', or the preservation of favoured races in the struggle for life." الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Riggenbach, Jeff (24 April 2011) The Real William Graham Sumner Archived 2014-11-10 at the Wayback Machine., Mises Institute
  24. Richards, Peter (4 November 2010) Herbert Spencer: Social Darwinist or Libertarian Prophet? Archived 2014-09-14 at the Wayback Machine., Mises Institute
  25. Thomas Eriksen and FinnNielsen, A history of anthropology (2001) p. 37
  26. "Spencer became the most famous philosopher of his time," says Henry L. Tischler, Introduction to Sociology (2010) p. 12
  27. Talcott Parsons, The Structure of Social Action (1937; New York: Free Press, 1968), p. 3; quoting from C. Crane Brinton, English Political Thought in the Nineteenth Century (London: Benn, 1933).
  28. "Spencer, Herbert | Internet Encyclopedia of Philosophy". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Duncan, Life and Letters of Herbert Spencer pp. 53–55
  30. Rev. Thomas Spencer (14 October 1796 – 26 January. 1853) – See: http://www.oxforddnb.com/view/article/26138/?back=,36208
  31. Duncan, Life and Letters of Herbert Spencer p. 113
  32. In 1844, Spencer published three articles on phrenology in The Zoist: A Journal of Cerebral Physiology & Mesmerism, and Their Applications to Human Welfare: "A New View of the Functions of Imitation and Benevolence" (Vol.1, No.4, (January 1844), pp. 369–385); "On the Situation of the Organ of Amativeness" (Vol.2, No.6, (July 1844), pp. 186–189); and "A Theory concerning the Organ of Wonder" (Vol.2, No.7, (October 1844), pp. 316–325).
  33. Duncan, Life and Letters of Herbert Spencer p. 75
  34. Duncan, Life and Letters of Herbert Spencer p. 497
  35. Duncan, Life and Letters of Herbert Spencer p. 537
  36. Steven Shapin (Aug 13, 2007). "Man with a plan". newyorker.com (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۳۰ اپرېل ۲۰۱۵. A lifelong hypochondriac, he had come for his health, to reinvigorate his “greatly disordered nervous system,” and he withstood all inducements to what he called “social excitement.” الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. M. Francis (2014). Recension of Herbert Spencer's life. Routledge. د کتاب پاڼي 7–8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1317493464. مؤرشف من الأصل في ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۸ – عبر ndpr.nd.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Duncan, Life and Letters of Herbert Spencer p. 464
  39. "APS Member History". search.amphilsoc.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)