لویدیځه جبهه (لومړۍ نړیواله جګړه)
لویدیځه جبهه د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې د جګړې له اصلي صحنو څخه وه. د ۱۹۱۴ کال په اګست کې د المان پوځ پر لوکزامبورګ او بلجيم له برید سره لویدیځه جبهه پرانیسته او ورپسې يې په فرانسه کې د مهمو صنعتي سیمو پوځي کنترول ترلاسه کړ. د المان پرمختګ د مارن له جګړې سره ودول شو. تر سمندر پورې سیالۍ په نوم یرغل وروسته دواړو لورو د سیمې په اوږدو کې پیاوړي سنګري خندقونه وکیندل چې له شمالي سمندر څخه یې له فرانسې سره د سوئیس تر سرحد پورې دوام درلود، چې موقعیت یې د ۱۹۱۷ کال له لومړیو او بیا له ۱۹۱۸ کال پرته چندان بدلون ونه کړ.
په دغه جبهه کې د ۱۹۱۵ او ۱۹۱۷ کلونو تر منځ څو بریدونه وشول. دغې بریدونو له پراخو توپخانهیي بمباریو او د پليو پوځيانو له پراخو پرمختګونو څخه کار اخیست. سنګرونو، د ماشیني وسلو ځای پرځای کولو، اغزنو تارونو او توپخانو څو ځله د بریدونو او ځوابي بریدونو په بهیر کې سخت زیانونه پېښ کړل او هېڅ د پاموړ پرمختګ په کې ونه شو. د دغو بریدونو تر منځ تر ټولو ډېر لګښت لرونکو بریدونو له ډلې څخه په ۱۹۱۶ کال کې د ورډون جګړه چې د ګډو تلفاتو شمېر یې ۷۰۰۰۰۰ تنه و، په ۱۹۱۶ کال کې د سومه جګړه چې د تلفاتو شمېر یو ملیون تنه و او په ۱۹۱۷ کال کې د پساندل جګړه چې د تلفاتو شمېر یې ۴۸۷۰۰۰ و یادولی شو.
په لویديځه جبهه کې د مورچل جګړې د پای ته رسولو لپاره دواړو لورو د زهرجن ګاز، الوتکې او ټانګ په ګډون نوې تېکنالوژي امتحان کړه. د غوره تخنیکونو غوره کول او په لویدیځ کې د پوځيانو متراکمه کمزوري په ۱۹۱۸ کال کې د خوځښت د بېرته راستنېدو لامل شوه. د المان پسرلني عملیات په ۱۹۱۸ کال کې له بریست-لیتوفسک تړون سره ممکن شول چې د روسیې او رومانیا پر وړاندې یې په ختيځه جبهه کې د مرکزي قدرتونو جګړه پای ته ورسوله. د المان پوځ د لنډو او سختو «توپاني» بمباریو او نفوذي تخنیکونو له کارولو سره نږدې ۱۰۰ کیلومتره (۶۰ مایله) د لویدیځ لور ته حرکت وکړ چې له ۱۹۱۴ کال څخه د دواړو لورو تر ټولو ژور پرمختګ و، خو پایله یې پرېکنده نه وه. [۱][۲]
د ۱۹۱۸ کال د سل ورځنیو عملیاتو په جریان کې د متحدینو نه ودرېدونکي پرمختګ د المان د لښکر د ناڅاپي سقوط لامل شو او الماني قومندانان یې په دې قانع کړل چې ماته حتمي ده. د المان دولت د ۱۹۱۸ کال د نوامبر د ۱۱مې په اوربند کې تسلیم شو او د سولې شرایط په ۱۹۱۹ کال کې له ورسای تړون سره حل او فصل شول.
۱۹۱۴
[سمول]د جګړې پلانونه- د سرحدونو جګړه
[سمول]لویدیځه جبهه هغه ځای وه چې د فرانسې، آلمان او اروپا تر ټولو ځواکمن پوځي ځواکونه هلته سره مخامخ شول او هلته د لومړۍ نړیوالې جګړې پرېکړه شوې وه. د جګړې په پیل کې د المان پوځ په لویدیځ کې له اوو ساحوي لښکرو او په ختيځ کې له یو لښکر سره د شلیفن پلان تعدیل شوې نسخه پلې کړه، چې د بېپرې بلجیم له طریقه د مشترک سرحد په بهیر کې له چټک حرکت سره د فرانسې له دفاعي کرښو څخه تېر او ورپسې پر فرانسې د یرغل لپاره بېرته راوګرځېد او د المان په پوله کې یې د فرانسوي پوځ د محاصرې او په لومه کې اچولو هڅه وکړه. د بلجیم بېطرفي په ۱۸۳۹ کال کې د لندن تړون تضمین کړې وه. دا چاره د دې لامل شوه چې بریتانیا د اګست په ۴مه په نیمه شپه کې د خپل ضرب الاجل له پای ته رسېدو سره جګړې ته مخه کړي. د الماني جنرالانو الکساندر فون کلارک اوکارل فون بولو په قومانده کې لښکرو د ۱۹۱۴ کال د اګست په ۴مه پر بلجیم برید وکړ. لوکزامبورګ له مخالفت پرته د اګست په ۲یمه اشغال شوی و. په بلجیم کې لومړنۍ جګړه لیاژ وه دا هغه محاصره وه چې د اګست له ۵ څخه تر ۱۶مې پورې یې دوام وکړ. لیاژ له دفاعي پلوه ښه پیاوړی و او د بولو په قومانده کې الماني پوځ يې د خپل مقاومت له سطحې سره حیران کړل. د المان درندې توپخانې وکولی شوی د څو ورځو په بهیر کې اصلي کلاوې ونړوي. د لياژ تر سقوط وروسته د بلېجیم ډېری ساحوي پوځ انتویرپ ته پوځي په شا تګ وکړ او د نامور ګارنیزیون یې منزوي کړ او د بلجیم پلازمېنه بروکسیل د اګست په ۲۰مه د المانیانو لاس ته ورغی. که څه هم د المان پوځ له انتویرپ څخه تېر شو خو لا هم د هغوی د جناح لپاره یو ګواښ بلل کېده. یوه بله محاصره په نامور کې وڅارل شوه چې د اګست له ۲۰ تر ۲۳ پورې يې دوام وکړ. [۳][۴][۵][۶]
فرانسویانو په پوله کې پنځه لښکر ځای پر ځای کړل. د الزاس لوران د ولکه کولو لپاره د فرانسې ۱۷م پلان په پام کې نیول شوی و. د اګست په ۷مه اووم لښکر د مولهاوس او کولمار د ولکه کولو لپاره په الزاس برید وکړ. اصلي برید د اګست په ۱۴مه د ساسبورګ-مورهنګ د لومړي او دویم لښکر له بریدونو سره په لورن کې پيل شو. د شلیفن له پلان سره سم المانيانو په ورو ورو په شاتګ وکړ او په ورته حال کې یې فرانسویانو ته سخت زیانونه واړول. د فرانسې درېیم او څلورم لښکر د سار په لور پرمختګ وکړ او هڅه یې وکړه چې ساربورګ هم ولکه کړي او په بري او نوفشاتو یې برید وکړ خو په شا وتمبول شول.د فرانسې اووم لښکر د اګست په ۷مه او بیا د اګست په ۲۳مه تر یوې لنډې نښتې وروسته مولهاوس ولکه کړ، خو د المان احتیاطي پوځیان د مولوز په جګړه کې ښکېل شول او فرانسويان یې دوه ځله په شاتګ ته اړ کړل. [۷][۸][۹][۱۰]
د المان پوځ له بېلجیم څخه په چټکۍ تېر شو چې ملکیان یې اعدام او کلي يې ونړول. د ملکي وګړو پر وړاندې «د ګډ مسولیت» پلي کولو متحدین نور هم پیاوړي کړل. ورځپاڼو د المان یرغل د ملکیانو پر وړاندې تاوتریخوالی وباله او د شتمنیو ویجاړول یې وغندل، دا پېښه پر بلجیم د جنسي تېري په نوم پېژندل کېږي. المانیانو د بلجیم، لوکزامبوګ او اردن له طریقه د فرانسې د شمال لور ته پرمختګ وکړ او هلته د ژوزف ژفر په مشرۍ د فرانسې له پوځ او د فېلډ مارشال ښاغلي جان فرېچ په مشرۍ د بریتانیا له اکتشافي پوځي لښکرو سره مخامخ شو. د سرحدونو د جګړې په نوم د نښتو یوه ټولګه پیل شوه چې د شارلوا او مونس جګړې په کې شاملې وې. په مخکینۍ جګړه کې د فرانسې پنځم لښکر د المان د دویم او درېیم پوځ په واسطه تقریباً له منځه لاړ چې وروستي د المان پرمختګ يوه ورځ ځنډنی کړ. ورپسې د متحدینو عمومي په شاتګ د لي کټیو په جګړه او د سینټ کوینټین په محاصره (د ګیس د لومړۍ جګړې په نوم هم یادیږي) کې د ډېرو نښتو لامل شو. [۱۱][۱۲]
د مارن لومړۍ جګړه
[سمول]د المان پوځ د پاریس ۷۰ کیلومترۍ ته ورسېد، خو د مارن په لومړۍ جګړه (د سېپټمبر له ۶-۱۲) کې بریتانیوي او فرانسوي سرتېرو وکولی شوی د لومړي او دویم لښکر تر منځ له رامنځته شوې فاصلې څخه په ګټې اخیستنې سره المان په شاتګ ته اړ کړ. پوځ فرانسې ته د المان پرمختګ پای ته ورساوه. د المان پوځ د ایسن په شمال کې په شاتګ وکړ او هلته یې کیندنې وکړې او د یوې درېدلې لویديځې جبهې پیل یې رامنځته کړ چې د اټکل له مخې یې باید تر درېیو نورو کلونو پورې دوام کړی وی. د المان د دغې په شاتګ په دوام مخالفو ځواکونو متقابلې مانورې ترسره کړې چې تر سمندر پورې سیالۍ په نوم پېژندل کېدې او په چټکۍ يې خپل سنګري سیستمونه د سوئیس له پولې څخه د شمال تر سیند پورې وغزولې. د المان په اشغال کې خاورې د فرانسې د خامې -اوسپنې ۶۴ سلنه، د پولادو د تولید ۲۴ سلنه او د ډبرو سکرو د صنعت ۴۰ سلنه برخه په واک کې لرله چې د فرانسې صنعت ته یې سخت زیان واړوه. [۱۳][۱۴][۱۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ Liddle 1997، مم. 45–58.
- ↑ Edmonds 1991، مم. 361–363.
- ↑ Griffith 2004، م. 9.
- ↑ Griffiths 1986، مم. 22–24, 25–26.
- ↑ Hamilton او Herwig 2003، م. 159.
- ↑ Stevenson 2005، مم. 44–45.
- ↑ Smith، Audoin-Rouzeau او Becker 2003، م. 33.
- ↑ Griffiths 1986، مم. 29–30.
- ↑ Griffiths 2003، م. 30.
- ↑ Hamilton او Herwig 2003، م. 254.
- ↑ Terraine 2002، مم. 78–175.
- ↑ Horne او Kramer 2001، مم. 1–608.
- ↑ Strachan 2001، مم. 242–262.
- ↑ Griffiths 1986، مم. 31–37.
- ↑ Kennedy 1989، مم. 265–266.