لاوس
لائوس په رسمي ډول د لاو د خلکو دیموکراتیک جمهوریت، يو سوسياليستی دولت او په سويل ختيځ کې يوازینی په وچې پورې تړلی هيواد دی. د اندوچيني ټاپووزمي په زړه کې، د لائوس شمال لويديځ ته ميانمار او د چين د خلکو جمهوريت، ختيځ ته يي ويتنام، سويل ختيځ ته يي کمبوديا او لويديځ او سويل لويديځ ته یی ټايلنډ پروت دی. پلازمینه او لوی ښار يي وينټين دی.[۱][۲]
اوسنۍ لائوس خپل تاریخي او کلتوري هویت لان ژانګ سره تړلی بولي، چې ۱۴ پیړۍ څخه يي تر ۱۸ پیړۍ پورې په سویل ختیځه آسیا کې، د لویو سلطنتونو په توګه يي شتون درلود. د لائوس سلطنت په سویل ختیځ آسیا کې د مرکزي جغرافیایي موقعیت له امله، د ځمکې د سوداګرۍ لپاره یو مرکز وګرځید. له اقتصادي او کلتوري پلوه بډایه شو. د داخلي شخړو څخه وروسته، لان ژانګ په دریو جلا سلطنتونو؛ لوانګ فرابنګ، وینټین او په چمپاسک وويشل شو. په ۱۸۹۳ ز کال کې، درې سیمې د فرانسوي حمايت لاندې راغللې او متحد شول چې اوس د لائوس په نوم پیژندل کیږي. لائوس په لنډ وخت کې د جاپان له نیولو وروسته په ۱۹۴۵ ز کې خپلواکي ترلاسه کړه خو د فرانسې لخوا بیا استعمار شوه. وروسته يي په ۱۹۴۹ ز کې خپلواکي ترلاسه کړه. له خپلواکۍ وروسته، کورنۍ جګړه پیل شوه، د شوروي اتحاد په ملاتړ د کمونستانو مقاومت، د پاچاهۍ پر وړاندې جګړه پیل شوه، چې وروسته د امریکا په ملاتړ د پوځي رژیمونو تر اغیز لاندې راغی. وروسته له هغه چې په ۱۹۷۵ کې د ویتنام جګړه پای ته ورسیده، کمونیست پاتیت لاو واک ته ورسیده، کورنۍ جګړه پای ته ورسیده. لاوس بیا په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد تر منحل کېدو پورې په پوځي او اقتصادي مرستو ولاړ و.[۳]
لائوس د آسیا آرام سمندرګي د سوداګرۍ تړون، آسیان، د ختیځ آسیا سرمشریزې، او لا فرانکوفوني غړی دی. لائوس په ۱۹۹۷ ز کال کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب لپاره غوښتنه وکړه؛ د ۲۰۱۳ ز کال د (فبروري په ۲مه) بشپړ غړیتوب ورکړل شو. لائوس یو ګوندي سوسیالیستي جمهوریت دی، چې د مارکسیزم – لینینیزم ملاتړ کوي او د لاو د خلکو د انقلابي ګوند له خوا اداره کیږي، چې لاندې غیر دولتي سازمانونه په منظم ډول د هیواد د بشري حقونو تاريخچه ضعیفه بولي، لکه ناوړه ګټه اخيستل شکنجه، د مدني آزادیو محدودیتونه او د اقليت ځورونې ته اشاره کوي.[۴]
په ټيټو سيمو کېې په سیاسي او کلتوري توګه د لاو خلک د نفوس 53.2٪ جوړوي. د مون خمیر ډلې، همونګ، او نور ځایي قبیلې په غرونو او د غرونو په لمنو کې ژوند کوي. د لائوس ستراتيژی د پراختيا په موخه د سيندونو څخه د برېښنا په توليد او په ګاونډيو هيوادونو لکه ټايلنډ چين او ويتنام باندي د برېښنا په پلورلو ولاړ دی. او همداراز د "ځمکې نښلونکې" هیواد دی چې د څلورو نويو د ريل لارو په واسطه څرګنديږي. چې لائوس له ګاونډيو هيوادونو سره نښلوي. لائوس د اقتصاد له نظره د نړیوال بانک لخوا د سویل ختیځ آسیا او آرام سمندر ترټولو ګړندۍ وده کونکي هيواد په توګه پیژندل شوی چې له 2009 ز کال راهیسې د کلني ناخالص تولید په اوسط ډول ۷،۵٪ ده.[۵][۶][۷][۸]
کلتور
تيراويدا بودیزم د لاو په کلتور کې یو برلاسۍ قدرت دی. دا په ټول هیواد کې خپور دی، په ژبه، معبدونو ، هنرونو او ادبیاتو کې څرګند شوی دی. د لاو کلتور ډیری عناصر د بودیزم څخه مخکې دي. د مثال په توګه، لاوتیاین موسیقي د خپلې ملي موسیقۍ آله له خوا چي د بانس دخولې يو ډول ارګان دی چې خاين نوميږي تسلط شوی ده. چې تاریخي اصل لري. خاين په دودیزه ډول سندرغاړي له مور لام سره چې د لوک موسقۍ غالبه بڼه ده يو ځای کوي.
وریځې یې یو عمده خواړه دي. د لاو خلکو لپاره کلتوري او مذهبي اهمیت لري. په عمومي ډول سريخې ویځو ته د ياسمين وریځو په پرتله ارزښت ورکول کیږی، او د سريخو وریجو کښت او تولید په لائوس کې شروع شوي دي. په مختلفو چاپيريالونو او ډيرو قومونو کې د وریجو د تولید سره ډیر دودونه او رواجونه شتون لري. د بېلګې په توګه: په لوانګ پرابنګ کې د خامو کروندګرو د مړو پلرونو په یاد کې د فارم کور تر څېرمه یا د وریجو په څنډه کې د وریجو ډوله په لږ مقدار کې کري ترڅو دا وښیې چې مور او پلار يي لا ژوندي دي.[۹]
سینه دودیزه جامې دي، چې د لاو میرمنو له خوا په ورځني ژوند کې اغوستل کیږي. دا د لاسي اوبدلو ورېښمو لمن ده، چې کولی شي هغه ښځه وپیژني چې په مختلفو شکلونو یې اغوندي.
سینما
په ۱۹۷۵ ز کال کې، د لاو پي ډي ار له تاسیس راهیسې، په لائوس کې ډیر لږ فلمونه جوړ شوي دي. د پاچاهۍ له ړنګیدو وروسته لومړی تر ټولو اوږد فلم د تفنګ غږ د جنګ د ميدان له لړزیدو څخه دی. چې په ۱۹۸۳ ز کال کې د سومچیت فولسینا لخوا لارښود شوی و، که څه هم د سانسور هيت لخوا یې د خپریدو مخه ونیول شوه. سبايدي لوانګ پرابنګ یو له لومړنیو سوداګریزو فلمونو څخه دی چې په ۲۰۰۸ ز کال کې جوړ شوی و. د ۲۰۱۷ ز کال مستند فلم د وينې سرک په عمده توګه د لاو حکومت په مرسته په لائوس کې شوټ شوی او تولید شوی و، دا فلم په ۲۰۱۸ ز کال کې د خبرونو او مستند فلم ایمي جایزه سره پیژندل شوی دی. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
د آسټرالیا د فلم جوړوونکي کیم مورډونټ لومړی نمایشي فلم په لاوس کې جوړ شوی و او د لاوتاین کاسټ ښکارندوی کوي چې په خپله مورنۍ ژبه خبرې کوي. د راکیټ په نوم دغه فلم د ۲۰۱۳ ز کال میلبورن نړیوال فلم فستیوال کې نندارې ته وړاندې شو او د برلین په نړیوال فلم فستیوال کې یې درې جایزې وګټلې. د یو تولیدي شرکت فلم چې بریالی شوی د لاو نمایشي فلمونه تولید کړي او نړیواله پیژندنه ترلاسه کړي د لاو نیو ویف سینما اټ هوریزون دی چې د انیسی کیولا لخوا لارښود شوی دی. او د اووز اسیا فلم په فستیوال کې د لاو ارت میډیا کې ښودل شوی دی. د متیو ډو له خوا لارښود شوی. چې په ۲۰۱۳ ز کال کې په یو زړه پوري فیستوال کې وښودل شو. لائوس د ۲۰۱۷ز کال په ډسمبر کې، د میتو ډي دویم نمایشي فلم د ګرانې خور په نوم د ۹۰ علمي جايزې (اوسکار) ته د غوره بهرنۍ ژبې فلم لپاره وړاندی کړ چې د اوسکار لپاره د هیواد لومړۍ سپارنه په نښه کوي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
تر ۲۰۱۸ ز کال پورې، لائوس درې نمايشي تیاترونه لرل، چې د فلمونو د ښودلو لپاره وقف شوي دي.[۱۹]
جشنونه
- په لائوس کې ځینې عمومي رخصتۍ، جشنونه او مراسم شتون لري.
- د هامونګ نوی کال.
- بون پها ويت.
- ماګا پوجا.
- د چينايانو نوی کال.
- بون خون خو.
- بون پيمي.
- ويسکا پوجا.
- پي مې سونګکران (د لاو د خلکو نوی کال).
- خو فنسا.
- هو خو پدپ دين.
- اوک پنسا.
- بون نام.
- د لاو ملي ورځ (د ديسمبر 2).[۲۰][۲۱]
رسنۍ
ټولې ورځپاڼې د حکومت له خواخپریږي، په شمول د دوو بهرنیو ژبو ورځپانې: د انګلیسي ژبې ورځنۍ وینټین ټایمز
او د فرانسوي ژبې اونيزه لي رنيواتيور. سربیره پردې، د کاو سان پاتیت لاو، د هیواد رسمي خبړي اژانس خپل نومي انګليسي او فرانسوي ورځپانې خپروي. لائوس په ټول هیواد کې 9 ورځنۍ ورځپاڼې، ۹۰ مجلې، ۴۳ راډیوګانې او ۳۲ تلویزیوني سټیشنونه لري. تر ۲۰۱۱ ز کال پورې، نه دان (د خلکو) او د سینهوا خبري اژانس یوازینۍ بهرنۍ رسنۍ دي چې په لائوس کې د دفترونو د پرانستلو اجازه لري. د دواړو په ۲۰۱۱ ز کال کې په وینتین کې دفترون ه پرانستل شول.
د لاو حکومت د رسنیو ټول چینلونه کنټرولوي، ترڅو د خپلو کړنو د انتقاد مخه ونیسي. د لاو اوسیدونکي چې پر حکومت یې نیوکې کړي دي، د جبري ورکیدو، خپل سري نیولو او شکنجې سره مخامخ شوي دي.[۲۲][۲۳][۲۴]
د ودونو شمېر
په لائوس کې په رسمي ډول څو ودونه کول جرم دی، که څه هم سزا يي لږه ده. اساسي قانون او د کورنۍ قانون د څو ودونو د قانوني پیژندلو مخه نیسي او داسی په ډاګه کوي چې: په هيواد کې يي يو واده کول د ودونو اصلي بڼه ده. که څه هم د همونګ په خلکو کې څو واده کول اوس هم دود دی. یوازې ۳،۵٪ میرمنې او ۲،۱٪ نارینه د ۱۵-۴۹ کلونو په عمر په ۲۰۱۷ ز کال کې د څو ودونو په اتحادیه کې وو.[۲۵][۲۶][۲۷]
سپورت(ورزش)
د موای لاو نظامي هنر، ملي سپورت، د تایلینډ د میو تای، برمی لیتوی او کمبوډیا پرادال سیري ته ورته د کیک بوکس کولو یوه بڼه ده.[۲۸][۲۹]
د فوټبال ټولنه په لائوس کې ترټولو مشهوره لوبه ده. د لائوس په هیواد کې لاو ليګ د فوټبال انجمن کلبونو لپاره غوره مسلکي لیګ دی. د لیګ له پیل راهیسې د لاو پوځ اف سي د ۸ سرليکونو سره تر ټولو بريالۍ کلب دی. د اتلولۍ تر ټولو لوی شمير يي خپل کړی دی.[۳۰][۳۱][۳۲]
لائوس د نورو ټیم لوبو دود نه لري. په ۲۰۱۷ ز کال کې، يي د لومړي ځل لپاره د سویل ختیځ آسیا لوبو ته یو ټیم واستاوه. د باسکیټبال ملي ټیم يي په ۲۰۱۷ ز کال کې د سویل ختیځ آسیا په لوبو کې سیالۍ وکړه چې میانمار ته يي د اتم مقام په لوبو کې ماتې ورکړه.[۳۳]
تاریخ
کلتور
حغرافیه
اقتصاد
سرچينې
- ↑ "Laos" – via The Free Dictionary.
- ↑ "About Laos: Geography". Asia Pacific Parliamentary Forum. Government of Laos. Archived from the original on 16 April 2016.
- ↑ Stuart-Fox, Martin (1998). The Lao Kingdom of Lan Xang: Rise and Decline. White Lotus Press. p. 49. ISBN 974-8434-33-8.
- ↑ "Lao People's Democratic Republic and the WTO". World Trade Organization. نه اخيستل شوی 9 August 2014.
- ↑ Janssen, Peter. "China train project runs roughshod over Laos". Asia Times. نه اخيستل شوی 19 January 2019.
- ↑ "Laos approves Xayaburi 'mega' dam on Mekong". BBC News. 5 November 2012.
- ↑ "Lao PDR [Overview]". World Bank. March 2018. نه اخيستل شوی 26 July 2018.
- ↑ "Laos Securities Exchange to start trading". Financial Times. 10 January 2011. نه اخيستل شوی 23 January 2011.
- ↑ "Evaluation Synthesis of Rice in Lao PDR" (PDF). Archived from the original (PDF) on 2 July 2007. نه اخيستل شوی 27 June 2010.
- ↑ Southiponh, Som Ock; Gerow, Aaron (1999). "Starting an Asian Cinema: Laos Past and Present". Documentary Box. Yamagata International Documentary Film Festival. 12: 27. نه اخيستل شوی 1 January 2019.
- ↑ Bounchao Pichit, "Laos Cinema," in David Hanan, ed., Film in South East Asia: Views from the Region, Hanoi, Vietnam Film Institute, 2001, 83–91.
- ↑ Buncomb, Andrew (10 June 2010). "Good Good Morning, Luang Prabang – and hello to Laos's film industry". The Independent. نه اخيستل شوی 22 May 2014.
- ↑ Blood Road, نه اخيستل شوی 2020-04-19
- ↑ "Q&A with director Kim Mordaunt (The Rocket)". Melbourne International Film Festival. MIFF. August 2013. Archived from the original on 5 October 2013.
- ↑ Catt, Georgia (22 August 2012). "A tale of revenge in Laos challenges censors". BBC News. نه اخيستل شوی 22 May 2014.
- ↑ "Chanthaly". Fantastic Fest. 2013. Archived from the original on 24 June 2021. نه اخيستل شوی 15 May 2014.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Marsh, James (26 September 2013). "Fantastic Fest 2013 Review: Chanthaly is A Haunting Portrait of Modern Day Laos". ScreenAnarchy. Archived from the original on 28 October 2020. نه اخيستل شوی 7 January 2021.
- ↑ Frater, Patrick (19 September 2017). "Laos Selects 'Dearest Sister' as First Foreign-Language Oscar Submission". Variety. نه اخيستل شوی 26 October 2017.
- ↑ Brzeski, Patrick (9 May 2018). "Cannes: Southeast Asia Is Ready for Its Big-Screen Close-up". The Hollywood Reporter. Valence Media. نه اخيستل شوی 1 January 2019.
- ↑ "Laos'un Festivalleri". Gezimanya (په تورکي). 11 November 2016. نه اخيستل شوی 6 March 2018.
- ↑ "Laos Festivals & Events". visit-laos.com. نه اخيستل شوی 6 March 2018.
- ↑ "2012 Human Rights Reports: Laos". State.gov. نه اخيستل شوی 9 August 2014.
- ↑ "Off the air in Laos". Asia Times Online. Archived from the original on 29 March 2014. نه اخيستل شوی 9 August 2014.
{{cite news}}
: سرچينه ساتل:ناسم تړ (link) - ↑ "Laos: Crony scheme in control of press and civil society". index on censorship. 12 May 2014.
- ↑ "Lao PDR: Family Code". Genderindex.org. Archived from the original on 9 March 2011.
- ↑ "Social Discrimination in the Lao People's Democratic Republic" (PDF). Archived from the original (PDF) on 8 March 2021. نه اخيستل شوی 1 August 2019.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Lao Social Indicator Survey II 2017, Survey Findings Report (PDF). Vientiane: Lao Statistics Bureau and UNICEF. 2018. Archived from the original (PDF) on 2021-04-29. نه اخيستل شوی 2022-05-09.
{{cite book}}
: Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|لاسرسي-نېټه=
ignored (help) - ↑ Graceffo. "Muay Lao, the forgotten art of kickboxing". GoAbroad Network. Archived from the original on 15 April 2018.
- ↑ Thailand – Sports and recreation (په انګليسي). Encyclopædia Britannica.
- ↑ Fuller, Thomas (5 October 2009). "Laos Stumbles on Path to Sporting Glory". The New York Times. نه اخيستل شوی 26 January 2020.
- ↑ "Laos – List of Champions". RSSSF. نه اخيستل شوی 28 Nov 2020.
- ↑ "Lao League". laoleague.com. نه اخيستل شوی 26 January 2020.
- ↑ FIBA LiveStats, FIBA.com, accessed 24 August 2017.