Jump to content

لارښود:ويکيپېډيا پېژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
په ويکيپېډيا کې د ونډې اخيستو لنډ لارښود
ويکيپېډيايو وړيا پوهنغونډ دی چې د هغه کسانو په وسيله چې له هغې استفاده کوي په ګډه ليکل شوی دی، په کال ۲۰۰۱،کې پيل شوې چې اوسمهال ۱۹٬۶۴۷ پښتو ليکنې لري ميلونونوليدونکو پام يې ځانته رااړولی دی او په يوه نړيوالې سترې وېبپاڼې بدله شوې ده، په دې اړه د لازياتو مالوماتو لپاره له ويکيپېډيا سره بلدتيا وګورئ.

څنګه مرسته کولی شئ

د نړۍ درې اړخيزه کوره چې چاپ شوې او د يو تن په لاسونو کې ده

له سمون کولو مه وېرېږئهرڅوک کولی شي تقریباً هر مخ کې سمون وکړي؛ فقط کوښښ وکړئ چې داسې يو څه ومومئ چې ياده ليکنه لابهتره او غني کړي، تاسو کولی شئ په ليکنو کې املايي سمون راولئ، منځپانګه کې يې د باوري سرچينو نه په استفادې زياتوالی راولئ، انځورونه، کينډۍ، دوتنې، لړليکونه، احصايې يا نور څه چې د ليکنې په ګټور کېدو کې اغېزمن وي، ورزيات کړئ، وېرېږئ، مه که چېرته له تاسو سهواً کومه تېروتنه وشي، نو نورکارنان به هغې ته په متوجه کېدو بېرته سم کړي، تاسو يوازې سړه سينه اوسئ او په پوره ډاډ سره خپل هغه سمون ترسره کړئ، چې د ليکنې د کيفيت د لاګټورتيا سبب ګرځي.

وړانديز کول – هره ليکنه د ليکنې له اصلي مخ سره په څنګ کې يو د خبرې اترې مخ لري، چې تاسو هلته د خپل نظر اظهار کولی شئ او خپل وړانديزونه، غوښتنې او پوښتنې پکې مطرح کولی شئ.

د ويکيپېډيا سره لېوالو بېلابېلو ټولنو له ځينې غړو سره وګورئ!

د کارننوم لپاره ګڼون جوړ کړئ!

تاسو کولی شئ چې پرته له ګڼونه هم سمون وکړئ، خو ګڼون جوړول ګڼې ګټې لري. ګڼون جوړول، اسانه او وړيا دي.

ګڼون جوړول

ولې د سمون هڅه نه کوئ؟

په تمرين مخ کې د سمون کولو هڅه وکړئ او خوند ترې واخلئ:

ليدنمخ سره سمون يا ويکيليک سره سمون ليدنمخ سره سمون يا ويکيليک سره سمون

بسنه کوي چې يوازې خپل متن وليکئ او کله چې د هغې له ظاهري بڼې ډاډه شوئ، نو په بدلونونه خپرول کلېک وکړئ، له دې مه وېرېږئ چې ستاسو سمون به کوم څه ته تاوان ورسوي، دا ډول مخونه يوازې ازمونمخونه دي.

د دې ترڅنګ نور هم ډېر څه شته

ويکيپېډيا د ليکنو د مخونو ترڅنګ ډېری د ټولنې مخونه هم لري.

غواړې مرسته وکړې – د هغه کارونو لړليک چې تاسو پکې مرسته کولی شئ
لارښود مخونه –لارښوونې، مشورې او ملاتړ
ويکيپېډيا:جرګه – د سمونګرو مرکز







کينډۍ:لارښود/پای پټه