قاجاري ايران
قاجاري ایران، چې د قاجاري پارس، قاجاري سترواکۍ او په رسمي توګه د ایران علیه دولت او همدارنګه د ایران د حراست شوو خاورو په نوم هم یادېږي، د قاجار د کورنۍ تر واک لاندې یو ایراني دولت و. دا کورنۍ چې د نسب له مخې ترک وه، په مشخصه توګه د قاجار له قبیلې څخه، له ۱۷۸۹ څخه تر ۱۹۲۵ کال پورې یې په ایران واکمني وکړه. د قاجار کورنۍ په ۱۹۹۴ کال کې، د لطف علي خان په لرې کولو سره چې د زند د کورنۍ وروستی شاه و، د ایرن بشپړ واک ترلاسه کړ او د قفقاز لویې برخې یې بیا د ایران تر واکمني لاندې راوستې. محمد خان قاجار په ۱۹۹۶ کال په آسانۍ سره مشهد ونیو او د افشار کورنۍ واک ته یې د پای ټکۍ کېښود. نوموړي ته د ګرجستان د موضوعاتو په وړاندې د ځپونکو هلوځلو څخه وروسته د شاهۍ تاج ورکړل شو. د ۱۹مې پېړۍ په اوږدو کې د قاجار کورنۍ په قفقاز کې د ایران ډېرې برخې په دایمي توګه د روسیې سترواکۍ ته له لاسه ورکړې چې اوسنی ګرجستان، داغستان، آذربایجان او ارمنستان په کې ګډون لري. د خپلې خاورې د لاسه ورکولو سربېره، قاجاري ایران خپله سیاسي خپلواکي وساتله او د ایران د پاچاهۍ مفکوره یې بېرته راژوندۍ کړه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
تاریخچه
[سمول]نسب
[سمول]د قاجار واکمنان د قره کوز یا "تور سترګو" د قاجار فرقې غړي وو، چې پخپل وار سره د قاجار قبیلې یا د اوغوز ترکانو د "تور خولو" نسب غړي وو. قاجار په لومړي ځل د مغولیانو په دوره کې د ارمنستان په شاوخوا کې مېشت شول او د قزلباش له هغو اوو قومونو څخه وو چې د صفویانو ملاتړ یې کاوه. صفويانو "اران (د اذربایجان اوسنی جمهوریت) ځایی ترک خانانو ته پرېښود" او په "په ۱۵۵۴ کال کې ګنجه د شاه وردي سلطان زیاداوغلو قاجار لخوا اداره کېده، چې کورنۍ یې په سویلي اران کې د قره باغ حکومت د واک لپاره راغله".[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
د صفویانو لپاره قاجاریانو له ۱۶ پېړۍ څخه تر ۱۷ پېړۍ پورې په یو شمېر ډیپلوماټیکو ماموریتونه او د واليانو په څوکیو کې دندې ترسره کړې. د لومړي شاه عباس له خوا قاجار په ټول ایران کې ځای پر ځای شول. یو لوی شمېر یې د کسپین سمندر سویل ختیځې برخې ته نږدې د استار آباد (اوسنۍ ګورګان، ایران) په سیمه کې مېشت شول او دا هماغه قاجاریان وو چې چې واک ته را پورته شول. د قاجار د کورنۍ سکه نیکه، د ګنجې د قوانلو اوسېدونکی شاه قلي خان، د استارآباد په قوانلو قاجاریانو کې واده وکړ. د هغه زوی فتح علي خان ( چې د ۱۶۸۵ او ۱۶۹۳ کلونو تر منځ زیږېدلی) د صفوی شاهانو سلطان حسین او طهماسب د واکمنۍ پر مهال یو مشهور پوځي قوماندان و. نوموړي په ۱۷۲۶ کال کې د پاچا نادر شاه په امر ووژل شو. د فتح علي خان زوی محمد حسن خان قاجار (۱۷۲۲-۱۷۵۸) د محمد خان قاجار او حسین قلي خان (جهانسوز شاه) پلار و. حیسن قلي خان د بابه خان، چې راتلونکی فتح علی خان قاجار شو، پلار و. محمد حسن خان د زند د کورنۍ د غړي کريم خان په امر ووژل شو. [۲۱]
د ۱۲۶ کلونو په اوږدو کې صفوي دولت د زوال او د ناصرالدین شاه قاجار د را پورته کېدو تر منځ، قاجاریان له شپنې جنګیالۍ قبیلې څخه چې د پارس په شمالي سیمو کې سنګرونه درلودل، را پورته شول او د داسې پارسي کورنۍ په توګه را منځ ته شول چې د پارسي – اسلام سلطنت یې ټول تر خپل واک لاندې راوست. [۲۲]
واک ته رسېدل
[سمول]"تقریبا د ټولو هغو کورنیو په څېر چې له ۱۱مې پېړۍ راهیسې يې په پارس واکمني کړې وه، د قاجار کورنۍ د ترک قبیلوي ځواکونو په ملاتړ واک ته ورسېده، خو په حکومتي ادارو کې یې د لوستو پارسيانو څخه کار واخست. " په ۱۷۷۹ کال کې له زند د کورنۍ څخه د کریم خان له مړینې وروسته، د قاجاریانو مشر آغا محمد خان قاجار د ایران د بیا یوالي لپاره هڅې پیل کړې. محمد خان، حتی د اتلسمې پیړۍ د ایران د شرایطو پر بنسټ، له بې رحمه پاچاهانو څخه ګڼل کېده. نوموړي د واک د لاس ته راوړولو لپاره ښارونه ویجاړ کړل، لوی شمېر نفوس یې قتل عام کړ او د کرمان په ښار کې یې نږدې ۲۰۰۰۰ کسان ړانده کړل ځکه چې ځایي خلکو د هغه د محاصرې په وړاندې د ښار دفاع غوره کړې وه.[۲۳][۲۴]
هغه مهال د قاجار ځواکونه ډېری ترکمن جنګیالیو او د ګرجستان غلامان وو. محمد خان په ۱۷۹۴ کال کې، د زند د کورنۍ د وروستي غړي، لطف علي خان په ګډون، خپل ټول سیالان له منځه یوړل. هغه د ټول قفقاز په سیمو باندې د فارس واکمني بېرته تاسیس کړه او خپله پلازمینه یې تهران وټاکه چې د لرغوني ری ښار کنډوالو ته یې نږدې ځای درلود. نوموړي په رسمي توګه په ۱۸۹۶ کال کې د شاهۍ تاج په سر کړ. په ۱۷۹۷ کال کې محمد خان قاجار د قره باغ په خان مېشته پلازمېنه شوشا کې ووژل شو او د هغه وراره فتح علي شاه قاجار پر تخت کېناست. [۲۵]
سرچينه
[سمول]- ↑ "Early Qajar Persia appeared to ..."
- ↑ Charles Melville, ed. (27 January 2012). Persian Historiography: A History of Persian Literature. pp. 358, 361. ISBN 9780857723598.
- ↑ Abbas Amanat, The Pivot of the Universe: Nasir Al-Din Shah Qajar and the Iranian Monarchy, 1831–1896, I. B. Tauris, pp 2–3
- ↑ Cyrus Ghani. Iran and the Rise of the Reza Shah: From Qajar Collapse to Pahlavi Power, I. B. Tauris, 2000, ISBN 1-86064-629-8, p. 1
- ↑ William Bayne Fisher. Cambridge History of Iran, Cambridge University Press, 1993, p. 344, ISBN 0-521-20094-6
- ↑ Dr Parviz Kambin, A History of the Iranian Plateau: Rise and Fall of an Empire, Universe, 2011, p.36, online edition.
- ↑ Abbas Amanat, The Pivot of the Universe: Nasir Al-Din Shah Qajar and the Iranian Monarchy, 1831–1896, I. B. Tauris, pp 2–3; "In the 126 years between the fall of the Safavid state in 1722 and the accession of Nasir al-Din Shah, the Qajars evolved from a shepherd-warrior tribe with strongholds in northern Iran into a Persian dynasty."
- ↑ Choueiri, Youssef M., A companion to the history of the Middle East, (Blackwell Ltd., 2005), 231,516.
- ↑ H. Scheel; Jaschke, Gerhard; H. Braun; Spuler, Bertold; T. Koszinowski; Bagley, Frank (1981). Muslim World. Brill Archive. pp. 65, 370. ISBN 978-90-04-06196-5. بياځلي په 28 September 2012.
- ↑ Michael Axworthy. Iran: Empire of the Mind: A History from Zoroaster to the Present Day, Penguin UK, 6 November 2008. ISBN 0141903414
- ↑ Timothy C. Dowling. Russia at War: From the Mongol Conquest to Afghanistan, Chechnya, and Beyond, pp 728-730 ABC-CLIO, 2 December 2014 ISBN 1598849484
- ↑ Amanat 2017، م. 177.
- ↑ Fisher او نور 1991، م. 330.
- ↑ "Genealogy and History of Qajar (Kadjar) Rulers and Heads of the Imperial Kadjar House". بياځلي په 2022-01-13.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Cyrus Ghani. Iran and the Rise of the Reza Shah: From Qajar Collapse to Pahlavi Power, I. B. Tauris, 2000, ISBN 1-86064-629-8, p. 1
- ↑ William Bayne Fisher. Cambridge History of Iran, Cambridge University Press, 1993, p. 344, ISBN 0-521-20094-6
- ↑ Dr Parviz Kambin, A History of the Iranian Plateau: Rise and Fall of an Empire, Universe, 2011, p.36, online edition.
- ↑ IRAN ii. IRANIAN HISTORY (2) Islamic period, Ehsan Yarshater, Encyclopædia Iranica, (29 March 2012).[۱]
The Qajar were a Turkmen tribe who first settled during the Mongol period in the vicinity of Armenia and were among the seven Qezelbāš tribes that supported the Safavids.
- ↑ K. M. Röhrborn, Provinzen und Zentralgewalt Persiens im 16. und 17. Jahrhundert, Berlin, 1966, p. 4
- ↑ Encyclopedia Iranica. Ganja. Online Edition Archived 11 March 2007 at the Wayback Machine.
- ↑ Cyrus Ghani. Iran and the Rise of the Reza Shah: From Qajar Collapse to Pahlavi Power, I. B. Tauris, 2000, ISBN 1-86064-629-8, p. 1
- ↑ Abbas Amanat, The Pivot of the Universe: Nasir Al-Din Shah Qajar and the Iranian Monarchy, 1831–1896, I. B. Tauris, pp 2–3
- ↑ Keddie, Nikki R. (1971). "The Iranian Power Structure and Social Change 1800–1969: An Overview". International Journal of Middle East Studies. 2 (1): 3–20 [p. 4]. doi:10.1017/S0020743800000842.
- ↑ Cyrus Ghani. Iran and the Rise of the Reza Shah: From Qajar Collapse to Pahlavi Power, I. B. Tauris, 2000, ISBN 1-86064-629-8, p. 1
- ↑ Lapidus, Ira Marvin (2002). A History of Islamic Societies. Cambridge University Press. p. 469. ISBN 978-0-521-77933-3.