Jump to content

فرانسس رايټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فرانسس رايټ
فرانسس رايټ

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت لويې برېتانيا پاچايي (۱۷۹۵–۱۸۰۱)

د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي (۱۸۰۱–۱۸۲۵) د امریکا متحده ایالات (۱۸۲۵–۱۸۵۲)  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

ګوند ديموکراتيک ګوند   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه

فرانسس رايټ (۶ سپتمبر ۱۷۹۵ – ۱۳ ديسمبر ۱۸۵۲ز کال) د فيني وايټ په نوم ډېره پېژندل کېږي، يوه سکاټلينډي الاصله ښوونکې، ليکواله، ازاده اندياله، ښځمنپاله، خيالي ټولنپاله، د مریيتوب مخالفه، ټولنيزه سمونپاله او اپیکوري فيلسوفه وه چې په ۱۸۲۵ز کال کې د متحده ايالاتو تبعه شوه. هماغه کال چې په «ټينيسي» کې يې د يوې خيالي ټولنپالې (يوټوپي) په توګه د «ناشوبا» ټولنه جوړه کړه، تر څو وښيي چې څه ډول مريان د آزادۍ لپاره چمتو کړي، خو دې پروژې يې یواځې يو کال دوام وکړ.په ۱۸۲۰ز لسيزه کې رايټۍ لومړۍ ښځينه ښوونکې وه چې په څرګند ډول يې په متحده ايالاتو کې د ټولنيز سمون د مسائلو په اړه د نارينه او ښځو غونډو ته وينا وکړه. هغې د نړيوال تعليم، د مريانو د آزادۍ، د زېږون د مديريت، برابرو حقوقو، جنسي آزادۍ، د واده شويو ښځو لپاره د قانوني حقوقو او طلاق د آزادو قوانينو ملاتړ وکړ. رايټ د منظم مذهب او د اعدام د سزا پر ضد هم غږ پورته کاوه. روحانيونو او رسنيو په سختۍ سره د رايټ په بنسټپاله اندونو نيوکې کولې. په متحده ايالاتو کې د هغې عامو ويناوو د فيني رايټ ټولنې او د نارينه کارګرو له ګوند سره د هغې اړيکې جوړې کړې ، کومې چې په ۱۸۲۹ز کال کې د نيويارک په ښار کې جوړې شوې وې، نوموړې دومره پیاوړې شوه چې مخالفينو يې د دې ګوند نوماندانو ته د فيني رايټ ټيکټ نوم ورکاوه.

رايټ همدا راز د سياسي او ټولنيزو سمونونو په اړه لیکنې وکړې، په کومو کې چې «په امريکا کې د ټولنې او رواجونو اندونه (۱۸۲۱ز کال)» هم شامل وو، د هغې د سفرونو يو يادښت دی چې په متحده ايالاتو کې د لومړيو ديموکراتيکو سياسي او ټولنيزو ادارو څخه د هغې د ليدنو کتنو پايلې وړاندې کوي. هغې همدا راز په «د سويل د اوسېدونکو د زيان له خطر پرته په متحده ايالاتو کې ورو ورو د مریيتوب د ختمولو لپاره يوه طرحه (۱۸۲۵)» کې مریيتوب د پای ته رسولو په اړه خپل درېځ روښانه کړ. رايټ په ۱۸۲۹ز کال کې د اينډيانا په نيو هارموني کې له «رابرټ ډال اون» سره په شريکه « The New Harmony and Nashoba» يا « Free Inquirer» جريدې، تر څنګ يې په نيويارک کې « Free Enquirer» د ورځپاڼې، همدا راز وروسته د « The Sentinel » مهاليزې خپرونې (چې وروسته پرې د New York Sentinel and Working Man's Advocate نوم کېښودل شو) مديريت وکړ. د رايټ په نورو مشهورو خپروونو کې « Course of Popular Lectures » (۱۸۲۹ز کال) شامل دی، کوم چې د هغې د ويناوو ټولګه وه، وروستی کتاب يې د « England, the Civilizer  » (۱۸۴۸ز کال) په نوم و.

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه

[سمول]

فرانسس «فيني» رايټ د سکاټلينډ د ډنډي په ۱۳۶ ناترګيټ کې، د ۱۷۹۵ز کال د سپتمبر په شپږمه نېټه د «کاميلا کمپبيل» او د هغې د مېړه «جيمز رايټ» په کور کې زېږېدلې وه. د هغوی کور په وروستيو کې پراخه شوي نيدرګيټ کې، د هغه وخت د «ډنډي» بندرګاه سره نژدې د ښار د مهندس «سمويل بيل» له خوا تازه جوړه شوې ودانۍ وه.[۱][۲][۳]

د هغې پلار د کتاني رخت جوړوونکی، د ډنډي د سوداګريزو نښو طراح او سياسي بنسټپال شتمن سړی و. هغه له «ادم سميت» سره د ليکونو له لارې اړيکه درلوده او د امريکايي هېوادپالو او فرانسوي جمهوري غوښتونکو خواخوږی و چې په هغوی کې «ګالبريت ډو ماتير، مارکوس ډی لاوایت او تاماس فين» شامل وو. فرانسس يا «فيني» چې په وړکتوب کې ورته په همدې نوم غږ کېده، د دې کورنۍ په درې ماشومانو کې منځنی ماشوم و. د هغې په خوېندو او وروڼو کې يو مشر ورور شامل و او هغه مهال مړ شوی و چې فرانسس کوچنۍ وه او يوه يې خور وه چې «کاميلا» نومېده. د رايټ مور هم په ځوانۍ کې مړه شوه او پلار يې په ۱۷۹۸ز کال کې مړ شو، کله چې فرانسس نږدې دوه کلنه وه. د زيات ميراث په مرسته، يتيمې رايټ خوېندې په لندن کې د کامپبيل کورنۍ له خوا وپالل شوې، څوک چې د دوی د مور خپلوان وو.[۴][۵][۶][۷][۸][۹]

يوه مورنۍ ترور يې د رايټ سرپرسته شوه او هغې ته يې د فرانسوي ماده پرستانو پر بنسټ ولاړ اندونه ورزده کړل. په ۱۸۱۳ز کال کې، کله چې رايټ شپاړس کلنه وه، هغه بېرته سکاټلنډ ته ولاړه، تر څو د خپل پلار له يو اکا «جيمز مايلين» سره و اوسېږي، څوک چې په «ګلاسګو» کالج کې د فلسفې پروفيسر و. رايټ به د ژمي مياشتې په ليک او لوست او د دوبي مياشتتې د سکاټلينډ له هايلينډ څخه په ليدنو تېرولې. رايټ د يوناني فيلسوفانو له اثارو سره مينه درلوده، په ځانګړي ډول «اايپيکور»، څوک چې د هغې د لومړي کتاب موضوع وه، د هغې د دې کتاب نوم و «په اتن کې يو څو ورځې» (۱۸۲۲زکال) دا کتاب يې په اتلس کلنۍ کې لیکلی و. رايټ همدا راز تاريخ ولوست او د متحده ايالاتو د ديموکراتيک بڼې حکومت مينه واله شوه.[۱۰]

له متحده ايالاتو او فرانسې څخه لومړۍ لیدنه

[سمول]

دروېشت کلنې رايټ او د هغې کشرې خور کاميلا متحده ايالاتو ته لومړی سفر په ۱۸۱۸ز کال کې وکړ. انګلستان ته له بېرته ستنيدو مخکې دا دواړه خوېندې په متحده ايالاتو کې وګرځېدې. کله چې هغه د نيويارک ښار په سفر بوخته وه، د « Altorf» په نوم د هغې ډرامه چې له اطريش څخه د سويس د خپلواکۍ د مبارزو په اړوند وه، د ليکوال له نوم څرګندېدو پرته نندارې ته وړاندې او د ۱۸۱۹ز کال د فبرورۍ په ۱۹ نېټه يې وړاندې کېدل پيل شول، خو له درې نندارو وړاندې کولو وروسته بنده شوه. په فلاډيلفيا کې د ۱۸۲۰ز کال د جنورۍ په پنځمه نېټه د لومړۍ نندارې لپاره د هغې په اشتهار ليکل شوي و چې د دې ډرامې «تېر فصل په نيويارک کې له سترې بريا سره نندارې ته وړاندې شوې».[۱۱][۱۲][۱۳]

په ۱۸۲۰ز کال کې انګلستان ته ستنيدو ډېر ژر وروسته، رايټ «په امريکا کې د ټولنې او رواجونو اندونه (۱۸۲۱ز کال)» خپور کړ. د دې کتاب خپرېدل د هغې په ژوند کې د بدلون يوه ستره نقطه وه. د همدې کتاب له امله «جرمي بنتم» نوموړې ته بلنه ورکړه چې د هغه د ملګرو له کړۍ سره يو ځای شي، په کومه کې چې د نورو تر څنګ اقتصاد پوه جیمز ميل، سياستوال فرانسس پلور او ليکوال جورج جروت شامل و. له مذهبي روحانيانو سره د دې مخالفت د رايټ په خپله مخ په وده فلسفه اغېز وکړ.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

په ۱۸۲۱ز کال کې، وايټ د «مارکوس ډی لافيټي» په بلنه فرانسې ته سفر وکړ او له هغه سره يې په پاريس کې وکتل. د دوی د عمرونو تر منځ له توپير سره سره، دواړه ملګري شول. یو مهال وايټ هغه وهڅاوه چې هغه او خور يې په لورولۍ ونيسي. دې غوښتنې د جنرال لافيټي له  کورنۍ سره اړيکې خړې پړې کړې او په لورولۍ د نيولو دا چاره تر سره نه شوه. کله چې د هغه له کورنۍ سره اړيکې بېرته ورغېدې، له جنرال لافيټي سره د رايټ اړيکو هم دوام وموند. هغه په ۱۸۲۷ز کال کې يو ځل بیا د شپږو مياشتو لپاره په فرانسه کې د ليفيټي کور ته ولاړه، څو د هغه په ژوندليک کار وکړي.[۱۸][۱۹]

له متحده ايالاتو څخه دويم ځل لیدنه

[سمول]

په ۱۸۲۴ز کال کې، وايټ او خور يې بيا متحده ايالاتو ته ستانه شول، تر څو «مارکوس ډی لايفيټي» او د هغه ملګري د متحده ايالاتو سره  د مخه ښې د سفر په ډېره برخه کې هغوی تعقيب کړي. رايټ له لايفيټي سره په ويرجينيا کې د تاماس جفرسن په کرونده «مونټيسيلو» کې د دوو اونيو لپاره و اوسېده. پر جفرسن سربېره لايفټي رايټ له ولسمشر جيمز ماډيسن او جان کوینسي اډيمز او تر څنګ يې له جنرال انډريو جيکسن سره هم معرفي کړه.[۲۰][۲۱][۲۲]

د ۱۸۲۵ز کال د فبرورۍ په مياشت کې کله چې لايفيټي د سويل پر لور مخه کړه، رايټ د شمال لوېديځ پر لور ولاړه، تر څو د پنسلوانيا د بټلر ولسوالۍ په هارموني کې د جارج ريپ له يوتوپي ټولنې سره وګوري. هغې همدا راز د «راپيټي» کالونۍ څخه هم ليدنه وکړه چې په انډيانا کې جوړه شو وه، د هغې نوم هم هارموني و. دا مهال د انډيانا ټولنه د بدلون له پړاو څخه تېرېده. دا ټولنه په وروستيو کې په ولزي صنعتکار او ټولنيز سمونپال «رابرټ اون» پلورل شوې وه، چا چې خپلې نوې يوټوپي ټولنې ته «نيو هارموني» نوم ورکړ. له دې يوتوپي ټولنو څخه د رايټ ليدنو کتنو هغه وهڅوله چې خپله تجرباتي ټولنه جوړه کړي، کومه چې هغې په «ټينيسي» کې جوړه کړه. له انډيانا څخه د تګ پر مهال هغې د ميسيپي سيند په غاړه سفر وکړ، تر څو د ۱۸۲۵ز کال په اپريل مياشت کې په نيو اورلينز کې د لايفيټي او د هغه ډلې سره يو ځای شوه. کله چې لايفيټي فرانسې ته راستون شو، رايټ په متحده ايالاتو کې د پاتې کېدو پرېکړه وکړه، چېرې چې هغې د ټولنيزې سمونپالې په توګه کار ته دوام ورکړ. رايټ په ۱۸۲۵ز کال کې د متحده ايالاتو هويت تر لاسه کړ.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې

[سمول]
  1. Cullen-DuPont, Kathryn (1996). Encyclopedia of Women's History in America. New York, New York: Facts on File. p. 236. ISBN 0816026254.
  2. Elliott, Helen (June 1, 1939). "Frances Wright's Experiment with Negro Emancipation". Indiana Magazine of History. Bloomington: Indiana University. 35 (2): 141–42. نه اخيستل شوی May 1, 2019.
  3. "Samuel Bell". Dictionary of Scottish Architects. نه اخيستل شوی 24 June 2021.
  4. James, Edward T., Janet Wilson James, and Paul S. Boyer, eds. (1971). Notable American Women 1607–1950: A Biographical Dictionary. Vol. 3. Cambridge, Massachusetts: Belknap Press. p. 675. ISBN 0-67462-731-8. {{cite book}}: |author= has generic name (help)سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link)
  5. Lee, Elizabeth (January 1894). "Frances Wright: The First Woman Lecturer". The Gentleman's Magazine. London, England: Chatto and Windus. 276: 518. نه اخيستل شوی May 2, 2019.
  6. Bowman, Rebecca (October 1996). "Frances Wright". Thomas Jefferson Encyclopedia. Monticello.org. 
  7. Keating, John M. (1888). History of the City of Memphis Tennessee. Syracuse, New York: D. Mason and Company. pp. 129–30.
  8. Gilbert, Amos (1855). Memoir of Frances Wright, The Pioneer Woman in the Cause of Human Rights. Cincinnati, Ohio: Longley Brothers. pp. 35–36.
  9. Sanders, Mike, ed. (2001). Women and Radicalism in the Nineteenth Century: Frances Wright. Vol. II. New York, New York: Routledge. p. 3. ISBN 0415205271.
  10. کينډۍ:Cite AmCyc
  11. Lee, p. 519.
  12. James, James, Boyer, eds., p. 676.
  13. "Theatre," Franklin Gazette, January 4, 1820, p. 3
  14. Okker, Patricia (June 6, 2008). Our Sister Editors: Sarah J. Hale and the Tradition of Nineteenth-century American Women Editors (په انګليسي). University of Georgia Press. pp. 219–20. ISBN 9780820332499.
  15. Elliott, pp. 143–44.
  16. Cullen-DuPont, Kathryn (1996). Encyclopedia of Women's History in America. New York, New York: Facts on File. p. 236. ISBN 0816026254.
  17. James, James, Boyer, eds., p. 676.
  18. Bowman, Rebecca (October 1996). "Frances Wright". Thomas Jefferson Encyclopedia. Monticello.org. 
  19. Elliott, pp. 143–44.
  20. Sanders, Mike, ed. (2001). Women and Radicalism in the Nineteenth Century: Frances Wright. Vol. II. New York, New York: Routledge. p. 3. ISBN 0415205271.
  21. Gaylor, Annie Laurie, ed. (1997). Women Without Superstition: "No Gods –No Masters": The Collected Writings of Women Freethinkers of the Nineteenth and Twentieth Centuries. Madison, Wisconsin: Freedom From Religion Foundation. p. 34. ISBN 1-877733-09-1. {{cite book}}: |author= has generic name (help)سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link)
  22. Sanders, pp. 3–4.
  23. Sanders, pp. 3–4.
  24. Elliott, pp. 145–47.
  25. Lansford, Tom; Woods, Thomas E. (2008). Exploring American History: From Colonial Times to 1877 (په انګليسي). Marshall Cavendish. pp. 1103–05. ISBN 9780761477587.
  26. Gaylor, Annie Laurie, ed. (1997). Women Without Superstition: "No Gods –No Masters": The Collected Writings of Women Freethinkers of the Nineteenth and Twentieth Centuries. Madison, Wisconsin: Freedom From Religion Foundation. p. 34. ISBN 1-877733-09-1. {{cite book}}: |author= has generic name (help)سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link)
  27. Keating, p. 124.