شمالي کوريا او د ډله ييزې وېجاړۍ وسلې
شمالي کوريا د فوځي ذروي وسلو پروګرام لري او اټکل شوي دي، چې تر ۲۰۲۰ ز کال پورې له ۳۰ څخه تر ۴۰ پورې د ذروي وسلو يو ساتنځای يا وسله تون او په کال کې له شپږ څخه تر اوه ذروي وسلو لپاره د فيزايل په نوم د هغو موادو پوره توليد لري، چې د اتومي له منځه تلنې لړۍ د غبرګون ساتلو توان لري. شمالي کوريا د کيمياوي او بيولوژيکي وسلو د پام کچه هم زېرمه کړې ده. په ۲۰۰۳ ز کال کې شمالي کوريا د ذروي وسلو د نه خپرولو له تړون “Treaty on the Non-Proliferation of Nuclear Weapons (NPT)” څخه په شا شو. له ۲۰۰۶ز کال راهيسې ياد هېواد په زياتېدونکې کچه د شپږ ذروي ازمايښتونو يوه لړۍ تر سره کوي، چې له امله يې پر ځان د بنديزونو لړۍ نوره هم پورته کوي. [۱][۲][۳][۴]
تاريخچه
[سمول]شمالي کوريا له ۱۹۵۰ زلسيزې راهيسې د ذروي وسلو جوړولو برخه کې لېوالتيا وښودله. ذروي خپرونه نږدې ۱۹۶۲ز کال ته ورګرځېدلی شي، چې شمالي کوريا په کې ځان هغه څه ته ژمن کړ، چې “all fortressization” يا ټول-فوځي سنګر جوړونه يې باله، چې د نن ورځ د سترې فوځي شوې شمالي کوريا پيل و. په ۱۹۶۳ز کال کې شمالي کوريا د ذروي وسلو د جوړولو برخه کې له شوروي اتحاد څخه د مرستې غوښتنه وکړه، مګر ونه منل شوه. شوروي اتحاد له شمالي کوريا سره د ذروي پوهانو د روزلو په ګډون، د سوله ييزې انرژۍ د پروګرام رامنځته کولو کې مرسته کول ومنل. وروسته چين له خپلو ذروي ازمايښتونو څخه وروسته په ورته ډول د شمالي کوريا ورته غوښتنې رد کړې.[۵][۶][۷][۸]
شوروي انجنيرانو د يونګبيون د ذروي پوهنيزې څېړنې مرکز (Yongbyon Nuclear Scientific Research Center) په جوړښت کې برخه واخېسته او ۱۹۶۳ز کال کې يې د “IRT-2000” څېړنيز غبرګون ښودونکي “research reactor” جوړول پيل کړل، چې په ۱۹۶۵ز کال کې عملياتي شو او په ۱۹۷۴ز کال کې “8 MW” لوړ شو. شمالي کوريا په ۱۹۷۹ز کال کې په يونګبيون کې د يو بل څېړنيز رياکتور او همدار راز د يوې فلز لرونکې مادې د پروسس ماشين او د سون سيخ “fuel rod” جوړونې ماشين جوړول پيل کړل. [۹][۱۰][۱۱]
د شمالي کوريا د ذروي وسلو د خپرونې نېټه ۱۹۸۰ز لسيزې ته رسېږي. دې هېواد چې د ذروي انرژۍ پر عملي کارونو او د ذروي وسلې د رامنځه کولو د سيستم پر بشپړونه باندې يې تمرکز کاوه، د يورانيم جوړونې او له يو حالت څخه بل ته د هغه د اړونې لپاره د اسانتياوو برابرول پيل کړل او د لوړې چاودېدونکې “high explosive” چاودنې ازمايښتونه يې تر سره کړل. ياد هېواد په ۱۹۸۵ز کال کې “NPT” تصويب کړ، مګر تر ۱۹۹۲ز کال پورې د اتومي انرژۍ له نړيوالې استازولۍ “IAEA” سره يې د اړينې ساتنې تړون ته غاړه کېنښوده. د ۱۹۹۳ز کال په لومړيو کې په داسې حال کې چې د شمالي کوريا لومړنۍ اعلاميه يې باوري کوله، “IAEA” پرېکړه وکړه، چې د اعلاميې د نابشپړتيا په اړه پياوړي ثبوت شتون درلود. کله چې شمالي کوريا غوښتل شوې ځانګړې پلټنه ونه منله، IAEA” يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته د نه منلو په اړه راپور ورکړ. شمالي کوريا په ۱۹۹۳ز کال کې له NPT څخه خپل وتل يا شاتګ اعلان کړ، مګر د اغېز کولو تر وخته يې دا شاتګ وځنډوه. [۱۲]
د ۱۹۹۴زکال د هوکړه شوي چارچوکاټ “Agreed Framework” له مخې د متحده ايالتونو حکومت د شمالي کوريا د بې وسلې کولو بدل کې دې هېواد ته د اوبو د دوه سپکو رياکتورونو د برابرولو هوکړه وکړه. دا ډول رياکتورونه د شمالي کوريا د متوسط ګرافيت رياکتورونو په پرتله د خپرولو ډېر ضد ګڼل کېږي، مګر د زياتوالي مخنيونکي نه دي. هوکړه شوی چارچوکاټ د کلينټن د ولسمشرۍ پر مهال د جمهوري غوښتونکي کانګرس له لورې ځکه کمزوری شو، چې کانګرس له شمالي کوريا سره تړون له منځه وېوړ، دې هېواد باندې يې نوي بنديزونه ولګول او شمالي کوريا ته د کلينټن ادارې د مرسته کولو مخه يې ونيوله، چې د هوکړه شوي چوکاټ برخه وه. د ياد چارچوکاټ پلي کول کمزوري شول او په ۲۰۰۲ ز کال کې بېلابېلو برخو کې مات شو، چې هر اړخ يې د ناکامۍ پړه پر بل اړخ اچوله. په ۲۰۰۲ ز کال کې پاکستان اجازه ورکړې وه، چې شمالي کوريا د ۱۹۹۰ز لسيزې په وروستيو کې د پاکستان ذروي تکنالوژۍ ته لاسرسی تر لاسه کړی و. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
د پاکستان، ليبيا او په خپله د شمالي کوريا له لورې څو ځلې د منلو (اعترافونو) پر بنسټ متحده ايالتونو شمالي کوريا په غاړه نه ايښودلو تورنه کړه او د تېلو ورلېږد يې ودراوه. شمالي کوريا وروسته ادعا وکړه، چې د ګناه عمومي منښت يې په شعوري ډول ناسم ژباړل شوی دی. د ۲۰۰۲ ز کال په پای کې دا هېواد له هوکړه شوي چارچوکاټ څخه په رسمي ډول وتلی و.
په ۲۰۰۳ زکال کې شمالي کوريا يو ځل بيا د ذروي وسلو د نه خپراوي له تړون څخه په شا شو. په ۲۰۰۵ زکال کې يې د ذروي وسلو درلودلو ته اجازه ورکړه، مګر د ذروي پروګرام د بندولو ژمنه يې وکړه. [۱۹][۲۰][۲۱]
د ۲۰۰۶ز کال د اکتوبر په ۹ دې هېواد اعلان وکړ، چې په برياليتوب سره يې خپل لومړنی ذروي ازمايښت تر سره کړی دی. تر ځمکې لاندې ذروي چاودنه موندل شوې وه، چې حاصل يې له يو کېلوټن څخه لږ اټکل شوی و او يو څه راديواکتيف وتنۍ هم موندل شوې وه. د ۲۰۰۷ زکال د جنوري په ۶ د شمالي کوريا حکومت د دې سربېره د ذروي وسلو درلودل تاييد کړل. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
شمالي کوريا د ۲۰۰۷ ز کال د مارچ به ۱۷ نېټه د ذروي وسلو په اړه نړيوالو خبرو اترو کې استازو ته وويل، چې دې هېواد د خپل اصلي ذروي اسانتيا بندولو ته چمتووالی نيوه. تړون د شپږ ډلې [هېوادونو] د خبرو اترو له يوې لړۍ څخه وروسته وشو، چې شمالي کوريا، سويلي کوريا، چين، روسيه، جاپان او متحده ايالتونه يې رانغاړل؛ متحده ايالتونو په ۲۰۰۳ ز کال کې دا چاره پيل کړه. د تړون له مخې د شمالي کوريا د ذروي خپرونو يو لښتليک سپارل کېږي او ذروي اسانتيا به د سون توکو د مرستې او متحده ايالتونو او جاپان سره د اړيکو د عادي کولو په اړه د خبرو اترو بدل کې درول کېږي. دا برخه له متحده ايالتونو سره د بانکو دلتا اسیا “Banco Delta Asia” پر سر د شخړې له امله له اپرېل څخه وځنډول شوه، مګر د جولای په ۱۴ د اتومي انرژۍ د نړيوالې استازولۍ پلټونکو د شمالي کوريا د يونګبيون ذروي رياکتور بندېدل تاييد کړل او ورپسې دې هېواد د مرستو تر لاسه کول پيل کړل. ياد تړون په ۲۰۰۹ ز کال کې د شمالي کوريا له لورې د يوې سپوږمکۍ له توغولو څخه وروسته وپاشل شو. [۲۶]
د ۲۰۰۹ زکال اپرېل کې راپورونو څرګنده کړه، چې شمالي کوريا په بشپړ ډول چمتو ذروي ځواک دی؛ دا هغه نظر و چې د اتومي انرژۍ د نړيوالې استازولۍ د رئيس جنرال محمد البرادي له لورې شريک شو. د ۲۰۰۹ زکال د می په ۲۵ شمالي کوريا دويم ذروي ازمايښت تر سره کړ، چې په پايله کې يې له ۲ څخه تر ۷ کېلو ټنو پورې چاودنه رامنځته شوه. د باور له مخې د ۲۰۰۹ ز کال ازمايښت د ۲۰۰۶ زکال د ازمايښت په څېر د شمالي کوريا د شمال ختيځ د کېلجيو کونټي “Kilju County” په مانتاپسان “Mantapsan” کې شوی دی. دا ازمايښت د ازمايښت سيمه کې د پېښېدونکې زلزلې له مخې موندل شوی و. [۲۷][۲۸][۲۹]
د ۲۰۱۲ ز کال اپرېل کې شمالي کوريا اعلان وکړ، چې په يونګبيون د ذروي پوهنيزې څېړنې مرکز کې به د يورانيمو غني کول ځنډوي او د ذروي وسلو نور ازمايښتونه به نه کوي، په داسې حال کې چې د متحده ايالتونو رانغاړونکې ګټورو خبرو اترو دوام درلود. دې تړون د لرې توغېدونکو ګوليو (مزايلو) د ازمايښتونو په اړه قانوني موده راونغاړله. د دې تر څنګ شمالي کوريا د اتومي انرژۍ د نړيوالې استازولۍ “IAEA” پلټونکو ته اجازه ورکړه، چې يونګبيون کې عمليات وڅاري. متحده ايالتونو يو ځل تاييد کړه، چې د DPRK پر وړاندې د دښمنۍ اراده نه لري او دوه اړخيزو اړيکو ته د ودې ورکولو لپاره چمتو دي او شمالي کوريا ته د انسان دوستۍ خوراکي توکو د لېږد ژمنه يې وکړه. متحده ايالتونو د محدود مګر مهم حرکت غږ وکړ او ويې ويل، چې دا چاره به په پام سره پرمخ لاړه شي او يادې خبرې اترې به يوازې وروسته له هغې بيا پيل شي، چې شمالي کوريا يې د ژمنې پوره کولو پر لور ګامونه پورته کړي. که څه هم وروسته له هغې چې شمالي کوريا د ۲۰۱۲ز کال اپرېل کې د لرې واټن توغېدونکي ازمايښت تر سره کړ، متحده ايالتونو د خوراکي توکو د مرستې بندولو پرېکړه وکړه. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ Military and Security Developments Involving the Democratic People's Republic of Korea: A Report to Congress Pursuant to the National Defense Authorization Act for Fiscal Year 2012 (PDF) (Report). U.S. Department of Defense. 2012. pp. 21–22. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په February 25, 2017.
- ↑ Nuclear Weapons: Who Has What at a Glance, Arms Control Association (updated August 2020)
- ↑ "North Korea leaves nuclear pact". CNN.com. January 10, 2003. خوندي شوی له اصلي څخه په February 6, 2016.
- ↑ North Korea: Overview, Nuclear Threat Initiative (last updated May 2019).
- ↑ Jackson, Van (2018). On the Brink: Trump, Kim, and the Threat of Nuclear War (1 ed.). Cambridge University Press. p. 23. doi:10.1017/9781108562225.002. ISBN 9781108562225. S2CID 226885565.
- ↑ کينډۍ:Cite Q.
- ↑ John Pike. "Nuclear Weapons Program". globalsecurity.org. خوندي شوی له اصلي څخه په March 2, 2010.
- ↑ Lee Jae-Bong. "U.S. Deployment of Nuclear Weapons in 1950s South Korea & North Korea's Nuclear Development: Toward Denuclearization of the Korean Peninsula (English version)". The Asia-Pacific Journal. بياځلي په April 4, 2012.
December 15, 2008 (Korean) February 17, 2009 (English)
- ↑ James Clay Moltz and Alexandre Y. Mansourov (eds.): The North Korean Nuclear Program. Routledge, 2000. ISBN 0-415-92369-7
- ↑ "Research Reactor Details – IRT-DPRK". International Atomic Energy Agency. July 30, 1996. خوندي شوی له the original on October 5, 2012. بياځلي په February 14, 2007.
- ↑ "Archived copy" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on January 2, 2014. بياځلي په September 1, 2013.
{{cite web}}
: CS1 maint: archived copy as title (link) - ↑ "Fact Sheet on DPRK Nuclear Safeguards". iaea.org. خوندي شوی له اصلي څخه په September 1, 2013.
- ↑ The U.S.-North Korean Agreed Framework at a Glance Archived December 1, 2010, at the Wayback Machine. Fact Sheet, Arms Control Association.
- ↑ "The two faces of Rumsfeld". TheGuardian.com. May 9, 2003. خوندي شوی له اصلي څخه په December 1, 2016. بياځلي په December 17, 2016. additional text.
- ↑ "Non-Proliferation Treaty". Dosfan.lib.uic.edu. October 21, 1994. خوندي شوی له the original on March 6, 2012. بياځلي په March 1, 2012.
- ↑ "US grants N Korea nuclear funds". April 3, 2002. خوندي شوی له اصلي څخه په June 9, 2009. بياځلي په November 28, 2010. additional text.
- ↑ Jackson, Van (2018). On the Brink: Trump, Kim, and the Threat of Nuclear War (1 ed.). Cambridge University Press. pp. 31–32. doi:10.1017/9781108562225.002. ISBN 9781108562225. S2CID 226885565.
- ↑ Washington Post, "North 'bribed its way to nuclear statehood'", Japan Times, July 8, 2011, p. 4.
- ↑ "Fact Sheet on DPRK Nuclear Safeguards". iaea.org. خوندي شوی له اصلي څخه په September 1, 2013.
- ↑ "North Korea Confirms It Has Nuclear Weapons". Fox News. February 11, 2005. خوندي شوی له the original on May 26, 2013. بياځلي په March 8, 2013.
- ↑ Traynor, Ian; Watts, Jonathan; Borger, Julian (September 20, 2005). "North Korea vows to abandon nuclear weapons project". The Guardian. London. خوندي شوی له اصلي څخه په August 29, 2013. بياځلي په March 8, 2013.
- ↑ Burns, Robert; Gearan, Anne (October 13, 2006). "U.S.: Test Points to N. Korea Nuke Blast". The Washington Post. خوندي شوی له اصلي څخه په December 27, 2016.
- ↑ "North Korea Nuclear Test Confirmed by U.S. Intelligence Agency". Bloomberg. October 16, 2006. خوندي شوی له اصلي څخه په September 30, 2007. بياځلي په October 16, 2006.
- ↑ North Korea's first nuclear test Archived September 2, 2013, at the Wayback Machine. Yield estimates section
- ↑ "Usher in a great heyday of Songun Korea full of confidence in victory". The Pyongyang Times. January 6, 2007. p. 1.
- ↑ "UN confirms N Korea nuclear halt". BBC News. July 16, 2007. خوندي شوی له اصلي څخه په August 27, 2007. بياځلي په July 16, 2007.
- ↑ Richard Lloyd Parry (April 24, 2009). "North Korea is fully fledged nuclear power, experts agree". The Times (Tokyo). London. خوندي شوی له اصلي څخه په May 25, 2010. بياځلي په December 1, 2010.
- ↑ "Archived copy" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on February 24, 2012. بياځلي په September 1, 2013.
{{cite web}}
: CS1 maint: archived copy as title (link) North Korea's Nuclear test Explosion, 2009. SIPRI - ↑ "North Korea's new nuclear test raises universal condemnation". NPSGlobal Foundation. May 25, 2009. خوندي شوی له اصلي څخه په March 21, 2011. بياځلي په December 1, 2010.
- ↑ Steven Lee Myers; Choe Sang-Hun (February 29, 2012). "North Korea Agrees to Curb Nuclear Work; U.S. Offers Aid". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په March 1, 2012. بياځلي په February 29, 2012.
- ↑ "DPRK Foreign Ministry Spokesman on Result of DPRK-U.S. Talks". Korean Central News Agency. February 29, 2012. خوندي شوی له the original on March 4, 2012. بياځلي په March 3, 2012.
- ↑ "U.S.-DPRK Bilateral Discussions". U.S. Department of State. February 29, 2012. بياځلي په March 3, 2012.
- ↑ "US stops food aid to North Korea after missile launch". Reuters. April 13, 2012. خوندي شوی له اصلي څخه په October 16, 2015.