شمالي قطب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شمالي قطب یوه قطبي سیمه ده چې د ځمکې لرې شمال لوري ته پرته ده. شمالي قطب د شمالي سمندر، نږدې سمنرګیو( بحیرو) او د الاسکا (متحده ایالاتو)، کاناډا، فنلنډ، ګرینلنډ (ډنمارک)، آیسلنډ، ناروې، روسیې او سویډن له ځینو برخو نه جوړ شوی دی. د شمالي قطب په سیمه کې ځمکه په موسمي ډول په واوره او کنګل پوښل شوې وي، په ځانګړې توګه بې ځنګله ګنګل لایه (د ځمکې تر قشر لاندې یخ لایه) چې له سړو دښتو یا تندرا (بې ونې قطبي دښتې چې په کوچنیو بوټو پوښل شوې دي) نه جوړه شوې ده. د شمالي قطب سمندرونه په ډېری برخو کې په موسمي سمندري کنګل پوښل شوي وي. د شمالي قطب سیمه د ځمکې د ایکوسیستمومونو (د چاپېریال او ژوند اړیکو) په منځ کې یوه ځانګړې سیمه ګڼل کېږي. په دې سیمه کې دود او د هغې بومي وګړو له  سړو او سختو حالاتو سره تطابق کړی دی. په شمالي قطب کې د ژوند بڼه له کوچني سمندري ژوو (زوپلانکتون) او سمندري بوټو (فایتوپلانکتون)، کبانو او سمندري تي لرونکو حیواناتو، الوتونکو، ځمکنيو ژوو، نباتاتو او انساني ټولنو نه جوړه شوې ده. د شمالي قطب سیمه له نیمه قطبي سیمې سره ګډه پوله لري.   [۱][۲]

تعریف او رېښه[سمول]

د Arctic لغت، د یونانی کلیمې ἀρκτικός (arktikos) نه اخستل شوی دی چې د "ېږ (خرس) ته نږدې یا شمال" په معنا دی او د  ἄρκτος (arktos) رېښه لري چې د ېږ یا خرس په معنا ده. دا نوم د اوسرا مجور (لویې ېږې) د ستورو له ټولګې نه اخیستل شوی دی، چې د آسماني فضا په شمالي برخه کې ځلانده دي، یا د اوسرا مېنور (کوچنۍ ېږې) د ستورو له ټولګې نه اخیستل شوی چې د شمالي قطب په آسمان کې ځای لري (اوس پولاریس، یا د شمالي قطب ستوري ته ډېر نږدې ځای لري). [۳][۴][۵]

دا چې په شمالي قطب کې کومې سیمې تر پوښښ لاندې راځي، بېلابېل تعریفونه شته دي. دا سیمه د شمالي قطب د حلقې شمال په توګه (شاوخوا 66° 34'N) یعنې د نیمې شپې د لمر او د قطبي شپې د نږدې سویلي پولې په توګه تعریف کېږي. د شمالي قطب بل تعریف چې د ایکولوژي پوهانو په اند ډېر مشهور دی، په شمالي نیمه کره کې هغه سیمه ګڼل کېږي چې په ګرمه میاشتې (جولای) کې د تودوخې درجه په منځنۍ توګه له ۱۰ سانتي ګرېد (۵۰ فارانهایت) نه ټیته ده، په دې سمیه کې تر ټولو وړاندې د ونو کرښه د دې سمیې په پوله کې نږدې له آیزوتیرم (ورته حرارت کرښه) سره موقعیت لري.  [۶][۷]

اقلیم[سمول]

سوړ ژمی او سوړ اوړی د شمالي قطب له ځانګړتیاوو نه دي. اورښت ډېری د واورې په بڼه دی او کچه یې ټیټه ده، چې له امله یې په دې ځای کې ډېری سیمې له ۵۰ سانتي مترو (۲۰ انچ) نه کم اورښت ترلاسه کوي. لوی بادونه ډېری وختونه واوره له یو ځای نه بل ځای ته خوځوي، چې په پرله پسې توګه د واورې ښوېدنې ډار را منځ ته کوي. د ژمي په موسم کې د تودوخې درجه په منځني ډول تر ۴۰ سانتي ګراد درجو پورې را ښکته کېږي او په دې ځای کې نږدې ۶۸ سانت ګرېد (۹۰ – فارنهایت) ترټولو سړه ثبت شوې تودوخه ده. د شمالي قطب د ساحلي څنډو اقلیم د سمندري اغېزو له امله معتدل دی چې ډېری د وړاندوینو او وچو سیمو په پرتله توده تودوخه او د اورښت لوړه کچه لري. اوسنۍ نړیوالې تودوخې په شمالي قطب باندې هم اغېزکړی دی چې د دې سیمې د سمندري کنګل د کمېدو، د ګرینینډ د کنګل لایې د لږېدو او د کنګل خاورې د لایې د تودېدو په پایله کې د قطبي میتان ګاز د خپرېدو لامل کېږي. د ګرینلنډ د کنګل لایې اوبه کېدل، له قطبی پراخوالی سره نږدې اړیکه لري. [۸][۹]

په تېرو ۳۰ کلونو کې د ځمکې د آیزوترم د پراخوالي له امله په هره لسیزه کې (شاوخوا ۵۶ کیلومتره یا ۳۵ مایله) قطبي سیمه (لکه څنګه چې د ونو د کرښې او تودوخې په بنسټ ټاکل شوې ده، د کمېدو په حال کې ده. د دې تر ټولو خطرناکه پایله د قطبي سمندري کنګل کمېدل په ګوته کېږي. د قطبي سمندري کنګل کمښت په اړه بېلابېلې وړاندوینې کېږي. ماډلونه د ۲۰۳۵ ز کال د سپتمبرله میاشتې نه پیل، تر نږدې ۲۰۶۷ ز کال پورې د دې کنګل د پوره اوبه کېدو وړاندوینه کوي.  [۱۰][۱۱][۱۲]

نباتات او څاروي[سمول]

د لمر له اوږدو وړانګو سره د ودې او نمو لنډ موسمونه، د ژمي له ساړه، تیاره او له واورو پوښلي حالات سره توافق، په شمالي قطب کې د ژوند له ځانګړتیاوو نه ګڼل کېږي.

بوټي[سمول]

د شمالي قطب شنه سیمه له ټیټو بوټو، ګرامینیا (د غنمو له کورنۍ نه)، وښو، د ډبرو ګل او چمن نه جوړه شوې ده چې ټول په نسبي توګه د ځمکې مخ ته نږدې وده کوي او د بې ونو شنې دښتې (تندرا) را منځ ته کوي. د دې ټیتو بوټو له بېلګو نه یو د بیربېري بوټی دی. تر کومې کچې چې شمال لوري ته وړاندې ځو، د نباتاتو د ودې لپاره د اړینې تودوخې په کچه کې د پام وړ کمښت راځي. په وړاندې شمالي سیمو کې، نباتات په خپل میټابولیک حد کې پاتې کېږي چې د اوړي په تودوخه کې کوچني توپیرونه د ساتنې، ودې او تکثیر لپاره د شته انرژی په کچه کې لوی توپیر رامنځ ته کوي. د دوبي د تودوخې سړه هوا د نباتاتو د اندازې، کثرت، ودې او تکثیر د کمښت لامل کېږي. په شمالي قطب کې ونې وده نه شي کولای، خو په ګرمو برخو کې بوټي شتون لري او کولای شي ۲ متره ( ۶ فوټه ۷ انچه) لوړوالی ته ورسي او  سیجز، چمن او د ډبرو ګلان د ځمکې پر مخ پرېړې لایې را منځ ته کوي. د شمالي قطب په سړو سیمو کې، د ځمکې ډېره برخه خالي ده او غیرعروقي (رګ نه لرونکي) نباتات، لکه: د ډبرو ګل، چمن، تیت واښه  او هرزه بوټي (لکه د شمالي قطب کوکنارو) دا سیمه تر خپل پوښښ لاندې راولي.

څاروي[سمول]

قطبي سويه، دښتې موږکان، قطبي غویه او کاراباو غرڅه په تندرا کې له وښو خوړونکي څارویو نه دي. دا څاروي د واورین کونک، قطبي ګېدړو، خړ رنګه ېږو او قطبي لیوانو له خوا ښکار کېږي. قطبي ېږه هم ښکاري ګڼل کېږي، خو هغه ډېر د ابو ژوي ښکار کوي. په سړو سیمو کې ډېر الوتونکي او سمندري بومي نوعې هم شتون لري. نور ځمکني څاوري له ولورین، قطبي غرڅه، ډال مېږې، موږکانو او د شمالي قطب ځمکنۍ مږې دي. په سمندري تی لرونکو حیواناتو کې سمندري سپي، والرس او د سیتاشیان – بالن نهنګ څو نمونې او قطبي نهنګ، وژونکی نهنګ او بیلوګا نهنګ ګډون لري. د حلقوي نمونو یوه غوره او مشهوره بېلګه، چې په دې ځای کې شته او د لاروس سمندري کارغه په بڼه د شمالي قطب د کړۍ په شاوخوا ښودل شوې ده.  [۱۳]

سرچینې[سمول]

  1. Company, Houghton Mifflin Harcourt Publishing. "The American Heritage Dictionary entry: arctic". www.ahdictionary.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جون ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Christopher Krembs and Jody Deming. "Organisms that thrive in Arctic sea ice." National Oceanic and Atmospheric Administration. 18 November 2006.
  3. Liddell, Henry George and Scott, Robert. "Arktikos." A Greek-English Lexicon. Perseus Digital Library.
  4. Liddell, Henry George and Scott, Robert. "Arktos." A Greek-English Lexicon. Perseus Digital Library.
  5. "The Great Bear Constellation Ursa Major". مؤرشف من الأصل في ۳۰ نومبر ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "arctic." Dictionary.com Unabridged (v 1.1). Random House, Inc. Retrieved 2 May 2009.
  7. Addison, Kenneth (2002). Fundamentals of the physical environment. Routledge. د کتاب پاڼې 482. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-23293-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Radford, Tim (2020-09-02). "Arctic heating races ahead of worst case estimates". Climate News Network (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Tedesco, M.; Mote, T.; Fettweis, X.; Hanna, E.; Jeyaratnam, J.; Booth, J. F.; Datta, R.; Briggs, K. (2016-06-09). "Arctic cut-off high drives the poleward shift of a new Greenland melting record". Nature Communications. 7: 11723. Bibcode:2016NatCo...711723T. doi:10.1038/ncomms11723. ISSN 2041-1723. PMC 4906163. PMID 27277547. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Hansen, Jim (19 October 2006). "The Planet in Peril – Part I". Yale Center for the Study of Globalization. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اکتوبر ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Kirby, Alex (2020-08-11). "End of Arctic sea ice by 2035 possible, study finds". Climate News Network (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Reich, Katharine (2019-11-15). "Arctic Ocean could be ice-free for part of the year as soon as 2044". phys.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Society, National Geographic (2016-10-06). "Arctic". National Geographic Society (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)