رایا ډونایوفسکايا
رایا ډونایوفسکايا | |
---|---|
(انګلیسي: Raya Dunayevskaya) | |
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱ مې ۱۹۱۰[۱][۲] |
مړینه | 9 جون 1987 (77 کاله)[۱][۲] شیکاګو |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | فیلسوف |
د کړنې څانګه | فلسفه |
لاسليک | |
سمول |
رایا ډونايوفسکايا (د زېږېدو نوم يې رایا شپيګل دی، ۱ مۍ ۱۹۱۰ – ۹ جون، ۱۹۸۷ز کلونه) د «فريډي فوريسټ» په مستعار نوم هم پېژندل کېږي، نوموړې په متحده ايالاتو کې د مارکسي بشرپالنې فلسفې امريکايۍ بنسټګره وه. نوموړې يو مهال د «ليون ټروتسکي» سکرتره وه، له هغه څخه جلا شوه او بيا یې «د خبرونو او ليکونو کمېټه» جوړه کړه، تر مړينې د دې کمېټې مشره وه.
مخینه[سمول]
ډونایوفسکايا له ليتوانيايي يهودي نسب څخه وه، مورنی نوم يې «رايا شپيګل» و، نوموړې د روسي سترواکۍ په «پوډولين» ولايت کې زېږېدلې وه (اوس د يوکراين برخه ده) او په ۱۹۲۲ز کال کې متحده ايالاتو ته کډواله شوې وه، په کوچنیوالي کې له انقلابي خوځښت سره يو ځای شوه.
مسلک[سمول]
تراتکسيزم (دا د ليون تروتسکي سياسي يا اقتصادي اصول دي او نسبت يې هغه ته کېږي)[سمول]
نوموړې په امريکايي کمونستي ګوند کې فعاله وه، خو په اتلس کلنۍ کې له ګونده ايستل شوې وه او کله چې هغې خپلو سيمه يیزو ملګرو ته وړانديز وکړ چې له شوروي کمونست ګوند او «کمنټرن» (نړيوال کمونست سازمان) څخه د هغې د ايستلو په غبرګون کې د «ټرونسکي» ځواب تر لاسه کړي، نوموړې له پورته پوړيو څخه ښکته راوغورځول شوه. يو کال وروسته هغې په بوسټتن کې د خپلواکو تراټسکسټانو يوه ډله جوړه کړه چې مشري يې «انټونيټ بخولز کونيکو» کوله، هغه د زېږون د مديريت او اسقاط حمل د قانونيت پلوۍ وه. په ۱۹۳۰ز لسيزه کې، هغې د خپلې مور لقب «Dunayevskaya» د ځان لپاره غوره کړ.[۳][۴]
د متحده ايالاتو د تراټسکي سازمان د اجازې تر لاسه کولو پرته، هغه په ۱۹۳۷ز کال کې مکسيکو ته ولاړه، تر څو د تبعيد پر مهال د «لیون تراتسکي» د روسي ژبې د سکرترې په توګه دنده تر سره کړي.[۳]
خپلواکي[سمول]
د خپل پلار او ورور له مړينې وروسته په ۱۹۳۸ز کال کې شیکاګو ته ستنه شوې وه، نوموړې په ۱۹۳۹ز کال کې هغه مهال له «ټروټسکي» سره اړیکې وشکولې، کله چې هغه دې باور ته دوام ورکړ چې شوروي اتحاد د «کارګرانو يو هېواد» دی، ان د «مولوټوف-روبنرټروپ» تړون څخه وروسته هم. هغې د هر هغه اند مخالفت وکړ چې کارګرانو ته دې وويل شي چې د «کارګرانو» له دې هېواد څخه دفاع وکړي، کوم چې په نړيواله جګړه کې د نازي المانيانو ايتلافي دی. د «سي.ايل.ار.جيمز» او وروسته د «ټوني کليف» په څېر پوهانو سره يو ځای « ډونایوفسکايا» استدلال کاوه چې شوروي اتحاد په يو «دولتي پانګه ييز» هېواد بدل شوی دی. د ژوند په پای کې هغې وويل هغه څه ته چې «زما حقيقي پرمختګ» ويل کيږي، له ټروټسکي سره زما له اړيکو پرې کولو وروسته پيل شول.[۵]
په يو وخت کې د روسي اقتصاد او مارکس د لومړيو ليکنو (وورسته د ۱۸۴۴ ز کال د اقتصادي او فلسفي متنونو په نوم پېژندل کېدل) مطالعې هغه دې اند وړاندې کولو ته رهي کړه چې نه يوازې شوروي اتحاد يو «پانګه ييزه دولتي» ټولنه ده، بلکې دولتي پانګه ييز نظام يو نوی نړيوال پړاو و. د هغې ډېری لومړۍ شننې په ۱۹۴۲-۱۹۴۳ز کلونو کې په « The New International » کې خپرې شوې وې.
د کارګرو ګوند[سمول]
په ۱۹۴۰ز کال کې، هغه د سوسيالي کارګرو ګوند (SWP) په وېش کې ښکېله وه، د کوم په پايله کې چې د کارګرو ګوند (WP) منځ ته راغی، د کوم تر څنګ چې هغې د ټراټسکي د شوروي اتحاد د «فاسد کارګر هېواد» پر خصوصيت د نیوکې څرګندونه وکړه. په WP کې، هغې له «سي. ايل. ار. جيمز سره يو ځای «Johnson–Forest Tendency» جوړ کړ (هغې د «فريډي فاريسټ» او هغه د «جی.ار.جانسن» نوم دلود چې د هغوی د ګوند د کدر په توګه نومول شوي وو). دې ميلان دليل درلود چې شوروي اتحاد يو «پانګه ييز هېواد» دی، په داسې حال کې چې د WP اکثريت دا باور ساتلی و چې شوروي اتحاد يو بيروکرات اشتراکي هېواد دی.
د کارګرو سوسيال ګوند[سمول]
له WP سره مخالفتونه سوکه سوکه پراخه شول او په ۱۹۴۷ز کال کې، د يوې لنډې مودې خپلواک شتون څخه وورسته، په کومه کې چې دوی يو لړ اسناد خپاره کړل، دا جلا ګوند بېرته د SWP ليکو ته راستون شو. په SWP کې د هغوی غړيتوب د يو شريک ټينګار پر بنسټ ولاړ و او هغه دا چې له انقلاب مخکې حالت بيخي نژدې دی او دا شريک باور چې د راتلونکو موکو څخه د ګټې اخستنې لپاره د يو ليننستي ګوند شتون اړين دی.
تر ۱۹۵۱ز کال پورې، د دوی شريک اند ته د عملي جامې اغوستلو په موخه، دې ګروهې داسې يو اند چمتو کړ چې ليننيزم يې رد کړ او کارګرو ته يې په خپل سري ډول د انقلابيانو په سترګه کتل. دا دوی ته په ۱۹۴۹ز کال کې په متحده ايالاتو کې د کان کيندونکو د اعتراض پر مهال څرګند شوی و. په وروستيو کلونو کې، دوی بايد خپل کاري ماشينونو
(اتومات ماشينونه) ته زياته توجه کړې وای، په ځانګړي ډول د موټرو په صنعت کې، کوم ته چې دوی د پانګوال نظام د نوي پړاو د يوې بېلګې په سترګه کتل. همدې چارې همدا ګروهه اړ کړه چې يو ځل بیا SWP خوشې کړي او خپلواک کار پيل کړي.
په دولتي پانګه ييز نظام کې د يوې لسيزې څخه له زيات پرمختګ وروسته، «ډونایوفسکايا» د «هيګلي» د شخړو په اړوند خپله مطالعه جاري وساتله، د هغې دندې په غاړه اخستلو له لارې چې «جانسن-فاريسټ ټينډينسي» د خپل ځان لپاره ټاکلې وه: د ذهن په اړه د هيګل د فلسفې راسپړل. په ۱۹۵۴ز کال کې هغې له مفکر «هربرټ مارکوس» سره د څو لسيزو اوږد خط او کتابت پيل کړ، په کوم کې چې په هيګل او مارکس کې د اړتيا او ازادۍ شخړه د دې مخالفت مرکزي نقطه وه. هغې د هيګل د ټولواکۍ د اندونو يو تفسير پر مخ يوړ، په کوم کې چې ويل شوي چې غبرګ خوځښت پکې شامل دی: د عمل يو خوځښت، کوم چې خپله د اند يوه بڼه ده او له اند څخه تر فلسفې پورې د رسېدو يو خوځښت دی. هغې د ۱۹۵۳ دا ليکونه د «فلسفيانه شېبې» په توګه بلل، له کوم څخه چې د ټولې مارکسي بشرپالنې ودې سرچينه اخسته.
د خبرونو او ليکونو کمېټې[سمول]
په ۱۹۵۳ز کال کې، «ډونایوفسکايا» «ډيټروياټ» ته ولاړه او دلته تر ۱۹۸۴ز کال پورې و اوسېده. په ۱۹۵۴-۱۹۵۵ ز کلونو کې د هغې او «سي.ايل.ار.جيمز» تر منځ بېلتون راغلو. په ۱۹۵۵ز کال کې هغې د «خبرونو او لیکونو کميټې» په نوم خپل سازمان او يو مارکسي بشرپاله ورځپاڼه، خبرونه او ليکونه جوړ کړل، کوم چې تر اوسه خپريږي. په ورځپاڼه کې د ښځو هلو خلو، د مزدورانو ازادۍ، رنګه پوستکي لرنکو خلکو، همجنسبازانو، دوه جنسه، ښځينه همجنسبازانو او څو جنسه خلکو حقوقو او د معيوبو د حقوقو خوځښت موضوعاتو ته پوښښ ورکول کېدو، په داسې حال کې چې دا پوښښ يې له فلسفي او نظري مضامينو څخه نه جلا کاوه. په ۲۰۰۸-ز۲۰۰۹ ز کلونو کې دا سازمان ووېشل شو او د متحده ايالاتو مارکسي بشرپالان خوځښت منځ ته راغلو (وروسته دې ته د مارکسي بشرپال نړيوال سازمان نوم ورکړل شو).
« ډونایوفسکايا» د «مارکسيزم او آزادي: له ۱۷۷۶ ز کال څخه تر اوسه (۱۹۵۸ز کال)، فلسفه او انقلاب (۱۹۷۳ز کال)، روزا لکسمبرګ، د ښځو ازادي، او د انقلاب په اړه د مارکس فلسفه (۱۹۸۲ز کال)» ولیکل، کوم چې وروسته د «د انقلاب د درې ګونو مقالو» په نوم مشهور شول. سربېره پر دې، هغې د ليکنو يوه ټولګه غوره او معرفي کړه چې په ۱۹۸۵ز کال کې خپره شوې وه، د «د ښځو آزادي او د انقلاب مناظرې» نوم ورکړل شو.
د خپل ژوند په وروستي کال کې، هغې په یو نوي کتاب کار کاوه چې دې کتاب ته يې په ازميښتي ډول «د سازمان او فلسفې شخړې: ګوند او د سازمان بڼې چې له خپله ځانه منځ ته راغلي» نوم ورکړی و.[۶]
ميراث[سمول]
د « رایا ډونایوفسکايا» ويناوې، لیکونه، خپرونې، يادښتونه، ثبت شوي توکي او نور توکي د ډيټرويټ، د «وياني دولتي پوهنتون، د «والټر پي. روتر» په کتابتون کې ځای پر ځای کړای شوي دي. د د دې ټولګې د ميکرو فلم نسخې د WSU د کار او ښاري چارو په آرشيف کې موجودې دي، همدا راز پي ډي ايف نسخې يې د « رایا ډونایوفسکايا» د ياد وجهي صندوق په ويبپاڼه کې شته. د دې ټولګې په اړه لارښوونې د خبرونو او ليکونو د کمېټې او د RDMF په ويبپاڼه کې په پي ډي ايف بڼه شته.
سرچينې[سمول]
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6ph4p74 — subject named as: Raya Dunayevskaya — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12676906x — subject named as: Raya Dunayevskaya — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Moon, Terry (2001). "Dunayevskaya, Raya". In Schultz, Rima Lunin; Hast, Adele (المحررون). Women Building Chicago 1790-1990: A Biographical Dictionary. Bloomington: Indiana University Press. د کتاب پاڼي 238–241. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780253338525. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Rosengarten, Frank (2008). Urbane Revolutionary: C. L. R. James and the Struggle for a New Society. University Press of Mississippi. د کتاب پاڼې 65. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Marxist-Humanism, an Interview with Raya Dunayevskaya". Chicago Literary Review. 15 March 1985. د کتاب پاڼې 16. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Many of her writings that were part of the process of work on the projected book are included in Volume XIII of the Supplement to the Raya Dunayevskaya Collection.
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- 1987م وفاتونه
- 9 جون وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P20
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- د خاصيت کارولو پاڼې P101
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د اردو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوکرائني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فرانسیسی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اطالوی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د الماني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د چیک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ډېنمارکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آرمینیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلووین ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د هسپانوي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پرتگیزی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بیلا روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بلغارين ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پولش ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د قازق سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کرغیز ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آذربائیجانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ازبکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ترکی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د صربیه سیریلیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کروشیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بوسنیايي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلوواک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوناني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لاتفیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لیتوانیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د استونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فنی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مجارستانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د جارجیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مقدونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د منگولی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د رومانیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اسپرانتو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د be-tarask ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د udm ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د باشقیر ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سونسکا ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د طاجیكیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د alt ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اوسیشیائی ژبې توري موجود دي