Jump to content

د کمپيوټري شبکې فزيکي جوړښت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا






















دپيل خبري څرنگه چی د لوړو ذده کړو وزارت د لايحی په اساس هر محصل د خپلی تحصيلی دوري د بشپړتيا په صورت کی د لسانس او ديپلوم د تر لاسه کولو په منظور يو سيمينار (مونوګراف) ليکي چی د مربوطه ديپارتمنت لخوا ورته دنده سپارل کيږي . د همدي موخی د تر سره کولو په خاطر ماته هم د فاریاب پوهنتون د ښوونی او روزنی پوهنڅي د کمپیوټرساینس ديپارتمنت لخوا يوه موضوع د کمپيوټري شبکی (network) فزيکي ساختمان تر سرليک لاندی د محترم استاد پوهنمل غلام رسول (زینی) تر لارښوونی لاندی راکړل شوى ده .دلارښود استاد درهنمايی سره سم ددی سيمينارموضوعګاني يا مطالب ما د معتبرو کتابونو او منابعو څخه را ټول کړي او د لارښود استاد د اصلاح او تائيد څخه وروسته مي چاپ کړي . زه ددي سيمينار په تهيه او ترتيب کولو کی د کمپیوټرساینس د ټولو محترمو استادانو خصوصاً د خپل لارښود استاد څخه مننه کوم چی ما سره يی ددي موضوع په تهيه کولو کی هر اړخيزه مرسته کړي ده الله(ج) څخه ورته د عظيم اجر غوښتونکی يم .

په درنښت دکمپیوټرساینس څانګی دڅلورم کال ذده کړیال شفقت (ستانکزی)




لړلیک موضوع......................................................................................مخ سریزه.........................................................................................1 دکمپیوټری شبکی تعریف....................................................................2 دشبکی لنډه تاریچه...........................................................................5 دکمپیوټری شبکی ګټی.......................................................................7 دشبکی په اړه لنډمعلومات...................................................................9 دکمپیوتری شبکی ډولونه..................................................................11 سیمه ایزه شبکه.............................................................................12 پراخه سیمه ایزه شبکه..................................................................14… بی مزیو شبکه..............................................................................15 دشبکی توپولوژی...........................................................................16 دشبکی توپولوژی ډولونه..................................................................17 دکمپیوټری شبکی وسایل...................................................................22 کمپیوټرډولونه...............................................................................23 انټرفیس کارډ ((nic‌.......................................................................24 هاب (hub) .............................................................................25 سویچ (switch)..........................................................................27 رپیټر (repeater)........................................................................28 بریج (bridge)..........................................................................29 روټر (router)...........................................................................30 اکسیس پاینت (access point).......................................................31 دشبکی میډیا.................................................................................32 Bounded media......................................................................33 Coaxil cable...........................................................................35 Fiber optic cable....................................................................37 نتیجه ګیری .................................................................................40 اخځلیکونه...................................................................................41 سریزه

 الحمدالله رب العلمين والسلام علي سيد الانبياً والمرسلين وعلي اله واصحابه اجمعين وعلي من تبعهم الي يوم الدين :اما بعد فاعوذ باالله من الشيطن الرجيم . بسم الله الرحمن الرحيم ط (والانعام خلقها لکم فيهادفً ومنها تاکلون .ولکم فيها جمال حين تريحون وحين  تسرحون)

(سورۀ النحل پاره ١٤ آياتون ٤٦)دا چی نړئ نن د ژوند په پرمختللو پړاونو کی ده او د نړۍ عالمان يو تر بله دانسان د ژوند لپاره د سهولتونو په رامنځ ته کولو کی گړندۍ هڅی کوي . چی څنګه کولاى شي د انسانانو دژوند لپاره لااسانتياوي برابري کړي شلمه او يويشتمه پيړۍ د کمپيوټري تکنالوژي پرمختللى پيړۍ گڼل شوي ، دشلمي پيړۍ په پيل کی د نړۍ عالمان په دی وتوانيده چی د خلکو تر منځ د ګډوکارونو لپاره يو لاره جوړه کړی چی هغه يی په شبکه ونوموله .دا چی شبکه د انسان په ژوند کی څومره ارزښت لري او څومره اسانتياوي يی رامنځ ته کړي يو څرګند حقيقت دي .په دي سيمينار کی د لاندی موضوعاتو په هکله مواد راټول شوي او نوموړي موضوعگانی تشريح شوى دى . د کمپيوټري شبکی تعريف ، تاريخچه ، گټی او ډولونه . سيمه ايزه شبکه چی يوه محدوده ساحه تر پوښښ لاندی راولی او پراخه سيمه ايزه شبکه چی کوم حد ورته نه ټاکل کيږي لکه انټرنيټ ، بي مزيو سيمه ايزه شبکه چی بيدون د مزيو څخه کار تر سره کوي دشبکی توپولوژيانی او د هغي اقسام چی په کوم ډول مونږ شبکه جوړه کړو او همدارنګه د کمپيوټري شبکی وسايل کوم چی د هغي څخه په شبکه جوړونه کی استفاده کيږی او کار سرته رسوي .د شبکی ميډيا چی د هغي پواسطه معلومات ليږدول کيږي په دوه ډوله ده Bounded Media او Unbounded Media په لمړي ډول کی کيبلونه استعمال کيږي او دوهم ډول يی بيدون د کيبل څخه معلومات استوي. په درنښت دکمپيوټري شبکی تعريف کمپيوټري شبکه له يو داسي انجينري انتظام څخه عبارت ده چی د کمپيو ټري ټولگيو او يا نورو کمپيوټراړوندو وسايلو تر منځ د نښلولو له چارو سره تړاو لری، چی دا وړ سره نښليدونکی دکمپيوټري ټولگيوټولیز کمپيوټري شبکه جوړوي . .په يوه شبکه کی د ټولو وسايلو موجوديت مونږ په دری برخو ويشلي شو: ١ پيغا م ليږونکی (sender) ٢ پيغا م اخستونکی (receiver) ٣ د پيغا م دتګ لاره (media)


                                                                   دا وسايل چی د يو جال په بڼه يو دبل سره نښتي وي کيداي شي له يوه بل څخه يواځی څو متره وټن ولري لکه د Bluetooth له لاری سره نښتي وسايل او يا له يوه بل څخه بی کچی ډير واټن ولري لکه دانټرنيټ له لاری سره نښتي وسايل .

جال يا شبکه کله د مخابراتي اړيکو ، کله دکمپيوټر پوهنی ، کله د معلوماتي تکنالوژيئ او کله هم بيا د کمپيوټري انجينريئ په ليکه کی درول کیږي . کمپيوټري شبکه تر ډيره ددغوعلمي او انجينري انتظا مونو په تيوريکي او عملي برخو تکيه کوي بنا پردی وايو چی د کمپيوټرونو او نورو کمپيوټر اړوندو وسا يلو يو تر بله سره يو نښتی ډلی ته کمپيوټري شبکه وایي . ددی ډول کمپيوټري شبکو ښه نمونی ورځني انټرنيټ ، پراخه سيمه ايزه شبکه (WAN) او يا هم محلي سيمه ايزه شبکه (LAN) دى .کورنى شبکه چی په يوه انګړ کی دوه يا څو کمپيوټرنه د مزيو په مټ سره نښلوي هم د کمپيو ټري شبکی يوه نمونه ګنلى شو .د و سايلو او توکيود يو تر بل سره نښلولو او د يوی شبکی د را منځ ته کولو مفکوره له ډيرو وختونو راپدی خوا د خلکو په ذهنونو کی شتون درلود مګر د وخت په تيريدو سره دی مفکوری پر مختګ وکړ. د تلويزوني چینلونو له جال نيونی خبره ان تر کمپيوټر ي شبکو راورسيده . کمپيوټري شبکی د نړيوالوډيره پاملرنه ځانته راواړوله. مګر خلک پدی لټه کی شول چی ددغو راز راز وسايلو او توکيوسره نښلول او ددوي د شبکو د رامنځ ته کولو تر شا څه موخه پرته ده ؟ ايا دغه موخه به ګټوره وي او که نه ؟ دغو او دغو ته ورته ډيرو پوښتنو خپل ځوابونه پيداکړل او ډير پرمختګونه رامنځ ته شول ، ددغو ټولو شبکو تر شا يوه موخه پټه وه او هغه د معلوماتو، توکيو او توښو سره شريکول او ورته په ګډه لاس رسي پيداکول وه چی د share ويوکی ورته کاريږی داسی به وانګيرو چی مونږ ته کمپيوټر يو نوى څيز دى غواړو په هکله يی خورا ډير معلومات تر لاسه کړو او ځان پری پوه کړو نو ددی کارلپا ره مونږه اړ يو چی له هغو ملګرو سره چی د کمپيو ټر په نړئ کی لوى لاس لري په يوه نه يوه ډول اړيکه ټينګه کړو او ور ځنی د کمپيو ټر په هکله معلومات تر لاسه کړو يا هم اړونده ښوونځيو او ادارو ته مخه کړو تر څو د کمپيوټر په هکله په زړه پوری او اړين معلومات تر لاسه کړو او يا هم په خپله يی توان ولرو د کتابونو او نورو تو ښو له لاری پدی هکله زده کړه کوو.

بناپردی موخه دا شوه چی ددغه کا ر  لپاره  دخلکو او ادارو  سره اړيکه  ټينګه او ځان ورسره په يوه نه يوه لاره ونښلوو تر څو چی هغوي د کمپيوټر اړوند معلومات او توښي چی زمونږ  د زده کړی اړتيا ده له مونږ سره شريک او زمونږ په ګوتو يی راکړي  لدی ځايه بيا هم موخه د معلوماتو او توښو سره شريکول او ورته ګډ لاس رسى شو.لدی خبرو  څخه داسی  معلوميږي چی ددی  لپاره چی پوهه ، تجربه ، کړه وړه او توښي مو يو له بل سره شريک  کړی وي د اړيکو يو له بل سره د نښليد و  اړتيا جوتيږي چی دا پخپله د يو  جال او شبکی د رامنځ ته کیدو اړتيا ښئ .
دجال يا شبکو رامنځ ته  کیدلو دا پوښتنه چی څنګه کولى شو د شريکولو او د ګډ لاس رسي له لاری د معلوماتو  تجربى سره وکاروو؟  پخپله ځواب کړه . 

دا سمه ده چی ځاني کمپيوټرونه هغه خورا پياوړي توکی دى چی کولى شو چی په لوړه پيمانه معلومات ډير ژ ر پروسيس او په ښه توګه سمبال کړو ، مګر د ا ځاني کمپيوټرونه په يوازى توګه نشي کولى خپلو کا ر کوونکو ته توکی د ګډ لاس رسي په معنا په رغنده او ګټوره توګه برابر کړي. دشبکو د رامنځ ته کیدو څخه د مخه ددى لپاره چی کار کوونکي خپل اسناد (documents) لانور کار لپاره خپل بل ملګري ته ورکړي نو ضرورت ؤ چی يا خو يی چاپ (print) کړي او هغه ته يی ور کړي او يا هم په يو ډسک کی واخلي او بيا يی هغه ته ورکړي او يا هم که بل چا په دغه سند کی کوم ادلون بدلون راوستي وايی اسانه نه وه چی دغه بدلون دی همدغه سند ته ورکړل شي يعنی (merge) شي چی پدغه ډول د کمپيوټر کارول پخوا وه اوس هم د (Standalone environment) په نوم ياديږي. مګر د کاروونکو په فکر کی دا راوګرځيدل چی څه به وشي که دغه ځاني کمپيوټرونه د مزيو په مټ سره ونښلوؤ او معلوماتو ته ګډ لاس رسي ولرو يا هم لدغی لاری په ګډه څو کارونکي له يوه چاپ ګر printer) (څخه کار واخلي همدا ؤه چی دا مفکوره دعمل ډګر ته راووته او د کمپيوټرونو او نورو وسايلو دا وړ نښليدل يی د شبکی يا جال په نوم ونوما وه بنا پر دی وايو چی کمپيوټري شبکه داسی يو تړون دى چی معلوماتو ، توښو او وسايلو ته د ګډ لاس رسي په موخه يو شمير کمپيوټرونه يا نور کمپيوټري وسايل يو له بل سره نښلوي.او يا کمپيوټري شبکه عبا رت د هغه سيستم څخه ده چی دوه يا زيات کمپيوټرونه ديوی ميډيا پواسطه وصل او وکولى شي د معلوماتو راکړه ورکړه وکړي د کمپيوټري شبکی په نوم يا ديږي.() د شبکی لنډ ه تا ريخچه

د کمپيوټري  شبکی  دراتګ څخه دمخه کوم چی د ځينو مخابراتي اړيکو په ټولیز يی تکیه درلوده د کارونکيو په مټ د ګڼو ماشينونو او پخوانيو کمپيوټرونو تر منځ د ښوونو او خبرونو د ليږد راليږ په موخه يو رنګ اړيکه تر سره شوى وه.
George Stibitz  په ١٩٤٠ زيږديزکال د سپتامبر په مياشت کی د يو مخابراتي ډوله (Teletype) ماشئن په مټ د Dartmouth له کالج څخه چی په 

New Hampshire کی دى دهغو ستونزو خبروني چی دخپل (Model K) له امله ورسره مخ ؤه خپل د پيچلو شميرو حساب کوونکی (complex number calculator) ته چی په نيویارک کی ؤه وليږل او په دغه ډول يی بيرته ورته پايله تر ګوتو کړه.په ١٩٦٢ زيږديزکال کی کله چی J.C.R Licklider د(ARPA) (Advanced Research Project Agency) لپاره کار کول پيل کړ نوموړى يوکاري ډلی ته پرمختګ ورکړ چی د (Network Intergalactic) په نوم ياديده چی (ARPA net)ددغی ډلی زيږنده ده. ددغی ډلی ګټی او دلچسپي د مخابراتي ډوله توکيونښلول له کمپيوټر سره چی د (linking output systems) په نوم ياديده ډيره وه ځکه نوموړی داسی يوه شبکه منځ ته راوړه چی د (Intergalactic Network) په نوم يی يا د کړه.

په ١٩٦٤ زيږديزکال کی پلټونکو په Dartmouth  کی د تيت او پرک يا د لری واټن کارونکو لپاره چی خورا غټ کمپيوټري ټولگۍ يی کارول يو دوخت د ګډ لاس رسي يو ټولګى جوړ کړ چی د  (Dartmouth time sharing system)په نوم يی ونوماوه .په همدغه کال د (MIT) د پلټونکو ډلی چی د General electric او Bell Labs ډلو له خوا حمايه  کیدل د DEC's PDP8 په نوم داسی کمپيوټر جوړ کړ تر څو د تيليفون (Route) پری په نښه کړي او همدا راز وکولى شي د تيليفو ن د سمبا لښت په چارو کی تری ګټه واخلي .په ١٩٦٠ کلونو کی Paul Baran , Leonard Kleinrok او Donald Davies  په مستقله توګه وکولاي شو يو جاليز ټولګى جوړکړي کوم چی د معلوماتو د وړلو را وړلو لپاره  Data graاو Packet کاروي چی د packet switched  کمپيوټري جال تر منځ کاريږي.په ١٩٦٩ زيږديزکال کی د کاليفورينيا پوهنتون چی په لاس انجلس کی ميشت دى ،  SIR په ستانفورد کی ميشت دى او د يوتا (Utah) پوهنتون يو د بل سره د ARPA net د جال د پيلامی په توګه چی  سرعت يی وه يو له بل سره و نښلول شول .ددغو پوهنتونو او کار ځايونوتر منځ داړيکو د ټينګښت لپاره د کمپيوټري شبکو او تکنالوژيو اړتيا جوته شوه. دا اړتيا ډيره شوه او د کمپيوټر د  هارډوير ، سافټوير او همغاړيو توکيومنځ ته راتګ او جوړښت دوام او پراختيا پيداکړه. دا پراختيا د کورنيو کاروونکو په مټ د کمپيوټري  شبکو د ډير کارولو څخه نسبت پلټونکو ته جوته شوه  نن ورځ کمپيړټري شبکی د ورځني اړيکتيايی تړونونو زړه بلل کیږي، دغه اړيکتيايی پرمختګ په څو تيرو لسيزوکی زښت زيات شو. دا د پراختيا انګا زی بی له يوه دوامداره پر مختلونکی کمپيوټري شبکی څخه ناشونی وی .مګر اوس پوښتنه داده چی په نني ورځ کی ولى کمپيوټري شبکی ته اړتيا ليدل کیږي يا په بله بڼه ولى مونږ کمپيوټري شبکه کاروؤ؟ په لمړى سر کی خو بايد وويل شي چی کمپيوټري شبکی دکار اغيزناکي يا مؤثريت زياتوي او همدا راز په ټيټه بيه د خد متونو د وړاندی کولو لامل ګر ځي .()

دکمپيوټري شبکی ګتی د شبکی مالي ګټه . د معلوماتو ګړندى تر لاسه کول . د معلوماتو اسانه اداره . معلوماتو ته ګډ ور تګ . ښه مفا همه . ښه مؤثريت او يا ګټورتوب . په تجارت کی دشبکی څخه استفاده . مرکزي اداره (server) . -1 د شبکی مالي ګټه دفزيکی پرزو شريکول پيسی سپموي. تر ټولو عمومي شريکونکي پرزه چاپوونکي(printer) دى. شبکه تاسو ته واک درکوي چی يو چاپوونکي واخلئ او هر چا ته د هغی د استعمال واک ورکړي بيدون ددی څخه دا به ډيره لوړه تمامه شي که چیرته هر يو کس په يو دفتر کی يو چاپوونکی استعمال کړي. 2- د معلوماتو ګړندى تر لاسه کول تاسی له خپل شخصي کمپيوټرڅخه مستقيمآ اړين معلومات تر ګوتو کوئ چی ټاکلي يادښت يا ليک لپا ره د فلاپي ډسک ګرځولو اړتيا له منځه وړي. 3- د معلوماتو اسانه اداره ديوه ډول معلوماتو په يوڅاى کی خوندي کول تاسی ته واک درکوي چی د اړتيا پر مهال يی ژر ومومئ شبکه دمهمو اسنادو او مفروضاتو متواتر ملا تړل هم اسانوي . 4- معلوماتو ته ګډ ورتګ د مشتر يانو معلومات په يو ځاى کی ساتل کیږي تر څو ټول کاروونکي ورته په عين وخت کی لاس رسى ولري.

5 - ښه مفا همه د بريښناليک او ډليیز مهالويش اسانتيا ورکونکي پروګرامونو کاري وړتيا ډيروي.

6 - ښه مؤثريت او يا ګټورتوب : شبکی بيلا بيل ډول معلو ماتو  ته ښه ورتګ برابروي چی د پروژو په لنډ وخت کی د پوره کیدو سبب ګرځي.

7- په تجارت کی د شبکی څخه استفاده : دشبکی يوه ګټه دا هم ده چی مونږ کولى شو هر ډول معلومات چی زمونږ پکار وي پيداکړو او استفاده تری وکړو شبکه مونږ سره مرسته کوي تر څو مونږ خپل تجارت (business) ته وده ورکړو او خپل کاروبار ته بين المللي بڼه ورکړو چی دغه کار يواځی د شبکی له لاری امکان لري.

8- مرکزي اداره (server) : دکمپيوټرونو يو ځاى نښليدل دا معنا هم ورکوي چی ټول کمپيوټرونه يو څه مشترک خواص لري که دا خواص ونه لري نو يوځاى کار کول ناشونى کیږي. خو کله چی شبکه پراخه شي نو دنورو معيارونو وضع کول هم ضروري کیږي چی ددي معيارونو له کبله بايد ټول کمپيوټرونه يو رنګ او يو ډول عمل وکړي . ددي مرکزي معيارونو او اداری له کبله د پروګرامونو بيه راغورځيږي. ځکه چی مونږ دپروګرام يو نقل يا کاپي په مرکزي کمپيوټر (server) کی ځاى پر ځاى کوو ، او هر کارونکى د شبکی له لاری پدی پروګرام کی کار کولى شي ، همداسی لدی مرکزي نقطی څخه مونږ همدا پروګرام د شبکی په هر کمپيوټرکی ځاى پرځاى (install) کولى شو. او همدارنګه دانټرنيټ يا بلی وسيلی له لاری د پروګرامونو نوي (updated) ساتلو توان هم مونږ د ټاکلي پروسی له لاری يو ځانګړى مرکزي کمپيوټرته سپا رلي شو. د يو شانتوالي له کبله دشبکی د يو ځاى کارونکی کولى شي چی د شبکی په هر ګوټ کی خپل کار د شبکی پر بيلا بيلو توکيوله ستونزی پرته پر مخ بوځي.

مونږ کولى شو چی په اساني سره د خپل معلوماتو (data) ملاتړ (backup)  وکړو، د اداری مرکزيت داضافي نقلونو او کاپيانو  ساتلو اړتيا له منځه وړي او فزيکی پرزی (hard ware) او پروګرامونه (software)  دناکامى په صورت کښی دمناسب ملاتړ (backup) پرشتوالي مونږ خپل معلومات بيرته تر لاسه کولى شو، ملاتړ (backup) په متواتر او اتومات ډول ستاسی له لاسوهنی پرته هم اخستل کیدى شي .()

د شبکی په اړه لنډ معلومات

کمپيوټر يوه غښتلى وسيله ده چی دپراخی اندازی معلومات گړندى او صحيح خوندي او اداره کولو لپاره پکاريږي. هر کاروبار که کوچنى وي يا لوى دمعلوماتو پر صحيح والي او پر وخت لاس ته راوړلو اتکا کوي او ددی معلوماتو ژر او گړندى شريکول کار نور هم اسانوي. پداسی حالاتو کښی چی دشبکی اړيتا احساسيږي. دکمپيوټر شبکه ددوه يا ډيرو محاسبوي وسايلو له نښلولو لاس ته راځي چی دټاکلى وسيلی لکه مزي يا له بلی لاری دوسايلو لکه چاپونکي او معلوماتو شريکولو لپاره نښلول شوى وي.تر ټولو ساده کمپيوټري شبکه چی له دوه کمپيوټرو جوړ وي دنورو وسايلو پرنښلولو پراخيږي او نور هم پيچلى کیدى شي، کله چی شبکه رواج نه وه نو معلومات دفلاپى ډسکونو له لاری کاپى او بيا به بل کمپيوټر ته له فلاپى ډسک څخه انتقال کیدل،کله چی  سيستمونو شبکوي شکل غوره کړی نو دمعلوماتو د ګړندي شريکولو سره سره ددی معلوماتو ارزيابي ، اصلاح او سمول هم گړندى صورت نيسي .
کله چی يوه وسيله دبلی وسيلی سره نښلول کیږي نو دهغی څخه يوه وړه شبکه منځ ته راځي چی دوسايلو په زياتيدو سره پيچلى کیږي. خو کله چی شبکى يو دبل سره وصل شي نو انټرنيټ منځ ته راځي انټرنيټ په نړئ کښی دميلينونو شبکو دارتباط څخه لاس ته راغلى چی نن سبا تري دنړئ ډير وگړي استفاده کوي.
دکور يا کوچنى  سوداگريزی اداری لپاره ديوی کوچنى کمپيوټري شبکی  د جوړیدو او سمبال کیدو لپاره لمړى بايد ځير شو چی څه ډول شبکه بايد جوړه کړو ځکه چی د کمپيوټري شبکی را منځ ته کو ل تر ډيره د اړتياوو او هغو توښو (منا بعو) پوری اړه لري چی په لاس کی وي. يعني موجود وي که کاري اړتيا ډيره او همدا راز هغه توښی چی د شبکی رامنځ ته کیدو لپاره اړين دي هم په پراخه پيمانه په لاس کی وي نو بيا بايد دشبکی يوه غښتلى بڼه په کار واچوو او که نه نو د لږو  شو نتياو درلودونکي شبکی ته مخه کوو په هر صورت په لمړى سر کی  بايد د شبکی دا  لاندی ډولونه په نظر کی ونيسو.

1- Server based (client based)

پدغه ډول شبکه کی يو يا څو کمپيوټرونه دی ته ځا نگړۍکیږي چی په شبکه کی د نورو شته کمپيوټرونو لپاره د خبرتوکيود برابرولو ، ليږد راليږد  او نوری ډيری هغه چاری چی ورته ځانګړى شوى وي تر سره کړي او يا دا چی دغه ځانگړۍ شوى کمپيوټر په شبکه کی دنورو کمپيو ټرونو لپاره خدمت کوی. ښه مثالونه يی په يوه کمپيوټري شبکه کی web server  او print server  دى اوس نو که په شبکه کی څوک هم د کومی ويبپاڼی د راخلاصولو غوښتنه کوي او يا هم څوک د خبرتوکيوچاپول غواړي نو ددی د غوښتنو تر سره کول د ويب سرور او پرنټ سرور

دنده ده چی ورته تر سره کوي به يی نو ځکه وايو چی په دغه ډول شبکه کی ځانگړۍ کمپيوټرونه دنورو لپاره د خادمانو دنده په غاړه لري . 2- peer to peer (work group)

پدی ډول شبکه کی کوم ځانگړۍ کمپيوټرشتون نه لري چی نورو ته خدمت وکړي بلکی هر کمپيوټر چی په شبکه کی شتون له خپلی لاری له نورو کمپيوټرونو سره خبر توکي شريکوي او پخپله ځان لپاره په شبکه کی چاری تر سره کوي . 

3- Hybrid

دا ډول شبکه د راز راز ډولونو څخه يوه اغږلی شبکه ده ځکه چی د شبکی 

هر ډول په ځاني توگه يوه نه يوه نيمگړتيا لري له همدی امله کارپوهان د څو شبکو د ځينو گټورو برخو څخه يو اغږلی سيستم رامنځ ته کوي چی د hybrid په نوم ياديږي. همدا لامل دى چی نن ورځ ډير خلک له دغه ډول شبکی څخه ډير کار اخلي .() د کمپيو ټري شبکی ډولونه

شبکه جوړونه د کمپيوټري چارو يوه پيچلي برخه ده کوم چی د نني معلوماتي او اړيکتيايی تکنالوژۍ ستره سوداگريزه برخه جوړوي. بی له شبکی جوړوني څخه کيداي شي د نړئ تقريبآ ټولی اړيکتيايی چاری په ټپه ودريږي دا د شبکی جوړونی برکت دى چی ټيليفون ، تلويزيون ، انټر نيټ او داسی نور خدمتونه پر مخ روان دي .                                                                        

په نني نړئ کی د شبکی جوړونی دری عمده شکلونه شتون لري . سيمه ايزه شبکه Local Area Network (LAN) پراخه سيمه ايزه شبکه Wide Area Network (WAN) بی مزيو شبکه Wireless LAN (WLAN)

1سيمه ايزه شبکه  (LAN)
محلي شبکه هغه شبکه ده چی په نسبي توگه لږه يا کوچنى سيمه تر پوښښ لاندی راولي يا دا چی لږ شمير خلکو ته خدمتونه برابروي .()

دوه کمپيوټرونه چی د يوه مزي پواسطه سره نښتى وي هم کيداي شي سيمه ايزه شبکه (LAN) ورته ووايو او په سلگونو کمپيوټرونه چی په يوه ځانگړي سيمه کی يو له بله سره نښتي وي هم کيداى شي سيمه ايزه شبکه يی ونوموو.

له نورو کمپيوټري شبکو څخه د (LAN)  جلا کوونکی ځانگړتيا داده چی سيمه ايزه شبکه تر يوی محدودی جغرافيايی سيمی پوری محدود وي. د وگړو او کارونکو دشمير له پلوه په نني نړئ کی سيمه ايزه شبکه د (peer to peer) او (client server)  په ډولونو سره کاريږي. په لمړي ډول شبکه کی هر کاروونکى خپل معلومات له ټولو هغو نورو کمپيوټرونو سره چی ددغی شبکی برخه ده نيغ په نيغه شريکوي يا د گډ لاس رسي زمينه ورته برابروي. پدغه ډول شبکه کی هر استعمالونکى (user)  دا حق لرى چی بل ته دده سره د اړيکی اجازه ورکړى او که نه ، او يا هم د کومی وسيلی يا معلوماتو د استعمال اجازت ورکړي او که نه . ښه مثالونه يی کورني شبکه چی په يوه انگړکی کارول کیږي يا هم د کوچنيو دفترونو شبکی دي مګر په (client server)  ډوله شبکه کی هر کمپيوټر يا کارونکى له مرکزي کمپيوټر يا خدمت کوونکي کمپيوټر (server)  او همدا راز د شبکی د نورو ټولو کمپيوټرونو سره نښتى وي او په دغه ډول شبکه کی هر استعمالونکى (user)  د server  د تاثير لاندی وي او هر څومره چی ورته server  اجازه ورکوي نو په هماغه اندازه کار کولى شي .  دا ډول شبکی (server)  نومي کمپيوټرونه چی راز راز ظرفيتونه (capacities)  لري کاروي چی له دغه پلوه دا سرور نومي کمپيوټرونه په دوه ډولونو ويشل شوى

١- د يوازی خدمتونو سرورونه (single service servers) ٢- د گڼو خدمتونو سرورونه (multiple service servers)

په هغو شبکوکی  چی يوازی او يوازي سرور يوه دنده پر غاړه لري د يوازی خدمتونو د سرور په نوم ياديږي لکه print server  او file server  او داسی نور .

او په هغو شبکو کی چی سرور د گڼو چارو د تر سره کولو يا په بل عبارت د گڼو خدمتونو د برابرولو دنده پر غاړه لري د گڼو خدمتونو د سرور په نوم ياديږي لکه چی يو سرور کيداي شي په يوازی توگه فايل سرورهم وي ، پرنټ سرور هم وي او ويب سرور هم وي اوداسی نور .()

په سيمه ايزه شبکه کی کمپيوټرونه کيداي شي د انټرنيټ د مزي (Ethernet cable)

په مټ نيغ په نيغه يو له بل سره ونښلول شي او يا هم کيداي شي د hub يا switchنوميو وسايلو له لاری يو له بل سره ونښلي چی په عين وخت کی کيداي شي ډير کمپيوټرونه ددغو وسايلو له لاری سره وصل شي.


2- پراخه سيمه ايزه شبکه (WAN)

دا يوه داسی شبکه ده چی پراخه سيمه يی رانغاړلي وي او يا په نړيواله توگه کمپيوټرونه سره نښلوي په کوم کی چی په پراخه توگه راز راز وسايل په کار اچول شوى وي چی ښه نمونه يی هغه ګڼ هيواديزه د سوداګري چاری دي چی له پراخو سيمه ايزو شبکو (WANs)  څخه کار اخلي او خپل سوداګريز مرکزونه چی په ګڼو ملکونو کی شتون لري يو له سره نښلوي .

د پراخی سيمه ايزی شبکی ټولو ستره نمونه انټرنيټ دى. داسي هم ويلي شو چی ددغه پراخي سيمه ايزی شبکی په مټ د نړۍ د يوه سر او بل سر کمپيوټرونه سره نښلولى شو او يا دا چی پراخه سيمه ايزه شبکه دهغو سيمه ايزو شبکو (LANs) ټولګه ده چی يو له بل سره نښتى وي بايد وويل شي چی دنورو شبکو څخه د پراخی سيمه ايزی شبکی جلاکونکی ځانگړتيا داده چی دا ډول شبکی هيڅ ډول جغرافيايي سيمو پوری محدودنه ده د (WAN)په پراخه سيمه غزيدلي وي نوځکه د مفاهميي(communication)لپاره دلری سيمي مفاهمی څو ډوله وسايلوکاروي چی لدی امله دپراخی سيمه ايزی شبکی بيه لوړيږي .()


3 - بی مزيو شبکه (wireless network) هغه شبکه چی په هغه کی مزي (cable) نه وي استعمال شوى د بی مزيو شبکو په نوم ياديږي .که هغه غږيزه شبکه وي لکه گرځنده ټيليفونونه يا راډيوگانی چی د (voice network) په نوم ياديږي اوکه هغه د خبرتوکيود ليږد راليږد شبکه وچی د (data network)په نوم ياديږي. لدغه ټولو بڼو تيريږو او راځو هغه ډول ته چی مونږ يی په ورځني ژوند او ژواک کی ډير کاروؤ دا ډول شبکه د سيمه ايزی بی مزيو شبکو ((wireless LAN په نوم ياديږي پدغه ډول شبکه کی لکه د نورو بی مزيو شبکو په څير د خبر توکيودليږد راليږد لپاره د مزيو پر ځاى د راديوي څپو (radio waves) څخه کار اخستل کیږي.د بی مزيو سيمه ایزو شبکو او مزي لرونکو سيمه ايزو شبکو تر منځ د مزي نه پرته ډير زيات توپير نه ليدل کیږي دواړه ډوله يو شان کار کوي يواځی توپير پدى کی دى چی په مزيو لرونکو شبکو کی خبرتوکی د مزي په مټ ليږل کیږي او په بی مزيو سيمه ايزو شبکو کی خبرتوکی د هوا د څپو په ډول ليږل کیږي.()

()

د بی مزيو شبکو کاروونه په لاندى ځايونو کی ډير گټور او اغيزمن ګڼل کیږي :

په بوختو او له خلکو ډکو ځايونوکی لکه نندارتونونه ، هوايی ډگرونه ، دانتظار خونی او يا هم دښه راغلاست يا معلوماتو په خونو کی . دهغو کارونکیو لپاره چی ډيرګرځنده وي لکه په روغنتون کی نرسان او ډاکټران او داسی نور. په لری پرتو ودانيو او سيمو کی . پداسی کارځايونويا دفترونو کی چی د ودانيو فزيکی جوړښت يی په تکراري ډول بدلون مومي لکه پوځي جوړښتونه. په داسی تاريخي ځايونوکی چیرته چی د مزيو غځول د ودانئ تاريخي ارزښت راکموي او زيان وراړوي نو بايد له بی مزيو شبکو څخه کار واخستل شي او داسی نور. د شبکی توپولوژي (network topology) د شبکی توپولوژي د شبکی د عناصرو (nodes , links) او نورو د سمبالښت او نقشه کښلو څخه عبارت دى چی په ځانګړي توگه د فزيکي (رښتينو) او منطقي (مجازي) نوډونو (وسايلو) تر منځ يو له بل سره نښليدل (nodes interconnection) دسمبالښت او نقشه کښلو چاری تر مطالعی لاندی نيسي.سيمه ايزه شبکه (LAN) د شکی يو له هغه ډولونو څخه عبارت ده چی دواړه فزيکی او منطقي توپولوژي پکی څرګنديږي. په يوه شبکه کی کيداي شي يو نوډ له يو يا څو نورو نوډونو سره يو يا څو ارتباطه ولري پس دغه نوډونه (Nodes) او لينکونه (links) د هندسي څيرو او يا ګرافونو په بڼه سمبالول او ترتيبول د شبکی د فزيکي توپولوژي په نوم پيژنو همدا ډول د نوډونو تر منځ دمعلوماتو د ليږد را ليږد د جريان نقشه کښل د منطقي توپولوژي په نوم پيژندل کیږي. د راز راز شبکو توپولوژي د نوموړو شبکو د نوډونو تر منځ د فزيکي او منطقي نښليدو د configuration د نقشه کښلو او گرافونو په مټ څرګنديږي له همدی امله له تخنيکي پلوه دشبکی توپولوژي د ګراف تيوري يوه برخه بلل کیږي په دوه شبکو کی کيداي شي چی توپولوژياني يو شان وي. پدا سی حال کی چی د نوموړو شبکو د نوډونو تر منځ واټن ، فزيکي يوله بل سره نښليدنه (physical interconnection) د خبرتوکيود ليږد را ليږد دميچ او د سيګنالونو بڼی کيداي شي يو له بل سره توپير ولري. () د شبکی توپولوژيانو ډولونه (kinds of network topology) د شبکی د عناصرو د سمبالښت او نقشه کښلو سره د توپولوژيانو خبره راپورته کیږي دکومو له يوځاى کیدو څخه چی کيداي شي پيچلي توپولوژيانی را منځ ته شي .د شبکی توپولوژيانی په دری لمړيو کټگوريو ويشل کیږي . فزيکی توپولوژيانی physical topology

سيګنال توپولوژيانی signals topology  
 منطقي توپولوژيانی logical topology   

که څه هم د سيگنال توپولوژي او منطقي توپولوژي تر منځ ډير لږ توپير شته مگر دغه توپیر نشي کولى دا دواړه توپولوژيانی يوله بل سره جلا کړي ډير ځله خو د سيگنال توپولوژي او منطقي توپولوژي اصطلاح يو دبل لپاره کاريږي .

 (physical topology)  فزيکی توپولوژيانی 

په شبکه کی د نوډونو (nodes) نقشه کښل او ددوي تر منځ فزيکي نښلول لکه د مزيو او د شبکی د نورو توکيوپه مټ د فزيکي توپولوژي په نامه ياديږي مشهوری فزيکي توپولوژياني په لاندی ډول دي.

bus topology 

star topology

   extended star topology 

ring topology mesh topology 1- bus topology

پدغه ډول توپولوژي کی يو عمومي غټ مزى کاريږي چی دواړه سرونه يی د (terminator) پواسطه بند وي. دا غټ مزى دشبکی د ملا د تير په نامه ياديږي او ټول کمپيوټرونه نيغ په نيغه له دغه مزي سره نښلول کیږي.


د يادونی وړ ده چی دلته هر کمپيوټر خپل معلومات همدغه غټ مزي ته راليږي او ټول کمپيوټرونه ورته غوږ او سترګی کیږي هغه کمپيوټر چی معلومات هغه ته ورليږل شوى دى هغه خپل معلومات له عمومي مزي څخه اخلي. پس دغه ډول شبکه کی په عين وخت کی يوازی يو کمپيوټريا بل توکی کولى شي خپل معلومات وليږي او تر ګوتو کړي کله چی د نوموړى کار سرته ورسيد بيا بل او ورپسی بل او دا لړئ پدی ډول دوام کوي پدی ډول توپولوژي کی (terminator) چی د مزي دواړه سرونه پری بند شوى وي دمعلوماتو دخپراوي او د ورکیدو څخه مخ نيوى کوي. که چیرته دلوى مزي يوه برخه کی څه ستونزه پيداشي نو ټوله شبکه غير فعاليږي او د کاره لويږي. 2- star topology لکه چی د نوم څخه ښکاره ده پدغه توپولوژي کی کمپيوټرونه او نور وسايل له يوه مرکزي توکی (وسيلی) سره نښلول کیږي چی د ستونزی بڼه ځانته غوره کوي ځينی خلک دغه ډول توپولوژي ډيره نه خوښوي دا لدی امله چی مخکی مو وويل ټول وسايل له يو مرکزي وسيلی سره چی د hub يا switch په نامه ياديږي نښتى وي. اوس که چیرته دغه هاب يا سويچ له کاره وغورزي ټوله شبکه له کاره لويږي او کارنه کوي.خو په نړئ کی تر ټولو زياته کارونکی توپولوژي ده.()


پدی ډول شبکه کی معلومات مخکی لدی چی خپل ځاى ته ورسيږي لمړى بايد له هغه توکی څخه چی ټول کمپيوټرونه ورپوری نښتى دى لکه هاب (hub) سويچ (switch) او نور تیر شي او بيا خپل مشخص ځاى ته ورسيږي. 3- extended star topology دstar topology دپوهيدو څخه وروسته ياده شوى توپولوژي هم دستار توپولوژي په شان ده او زيات فرق نه لري . ()

يواځی فرق يی دومره دى چی کله دوه يا زياتی شبکی په خپل منځونو کی دstar topology

په شکل وصل شوی وي او بيا هره شبکه د مزي له لاری له بيلی سره وصل شي نو دغه ډول توپولوژي ته extended star topology وائي.

4- ring topology ددغی توپولوژئ له لاری کولى شو کمپيوټرونه او نور وسايل د مزيو ديوی کړئ له لاری سره ونښلوؤ. د bus توپولوژي په څير دلته دمزيو ددواړو سرونو د بندولو (termination) ته اړتيا نه ليدل کیږي. پدغه ډول توپولوژي کی سيګنال يا معلومات د همدغه يوه مزي څخه چی کمپيوټرونه يی دکړۍ په څير سره نښلولي تيريږي او همدا راز ددغی کړۍ په ترڅ کی چی کوم کمپيوټرونه شتون لري له هغو څخه هم تيريږي تر څو خپل د پام وړ کمپيوټر ته ورسيږي پدغه توپولوژي کی د يوه کمپيوټر ناکاره کیدل د ټولی کړۍ د ناکاره کیدو لامل هم کیدى شي.


پدغه ډول توپولوژي کی کمپيوټرونه معلومات (data) يو له بل سره لاس په لاس کوي تر څو د پام وړ کمپيوټر ته ورسيږي. 5- mesh topology په دغه ډول توپولوژي کی هر کمپيوټر په يوه شبکه کی له نورو کمپيوټرونو يا وسايلو سره د بيل بيل مزي پواسطه وصل وي او همدارنګه که پدی ډول توپولوژي کی که کوم کمپيوټر يا node ناکاره شي نوره شبکه خپل کار تر سره کولى شي د يادونی وړ ده چی دا توپولوژي اوس مهال په بی مزيو شبکو کی ډيره کاريږي دغه توپولوژي ددی له امله چی لگښت پری زيات کیږي په هر ځاى کی نه کارول کیږي .


mesh topology دوه ډولونه لري:

fully connected mesh topology

partial connected mesh topology په لمړي ډول کی به خامخا يو کمپيوټر له بل کمپيوټر يا وسيلی سره دجلا مزي په مټ نښلول شوى وي او نيغ په نيغه به يو له بل سره اړيکه ټينگوي مګر په دوهم ډول کی ځنی کمپيوټرونه له ټولونورو کمپيوټرونو سره نښلول شوى او ځني نور بيا يواځي له هغه کمپيوټر ونو يا وسيلو سره نښلول شوى وي چی ډير کار ورسره لري يا تر ټولو ډير معلومات (خبرتوکی) سره ليږدوي.() د کمپيوټري شبکی وسايل ((network devices په کمپيوټري شبکه کی بيلا بيل مختلف وسايل استعماليږي چی ددغه وسايل پواسطه د کمپيوټري شبکی بنياد ايښودل شوى دى د هغوي له جملی څخه څو مهم او اړين وسايل په لاندی ډول تشريح کوم: اول- کمپيوټر (computer) که کمپيوټر ولرئ نو د شبکی لمړي اساسي توکی په واک کی لرئ چی پرته ددی څخه کمپيوټري شبکه ناشونى ده ددی په خاطر چی کمپيوټرد شبکی يوه غښتلى وسيله ده نو په لنډ ډول د کمپيوټر څخه په لاندی ډول يادونه کوو کمپيوټر د لاتيني کليمی (compute) څخه اخستل شوى دى چی معنا يی محاسبه کول دى.کمپيوټر يوه برقي اله ده چی ذهني او دماغي کارونه په سرعت سره سرته رسوي او همدارنگه کمپيوټر يوه برقي اله ده چی معلومات (date) اخلي ، ذخيره کوي ، تهيه کوي، تحليلوى او مونږ ته معلومات زمونږ د هدايت سره سم برابروي چی دا معلومات کیداى شي حروف ، اعداد ، دواړه توري او عددونه او يا هم اواز وي ٢٥٠٠ کاله پخوا يو ماشين په چین کی جوړ او د abacus په نوم ونومول شو چی په حقيقت کی د کمپيوټر تاريخچه له همدی ځايه شروع شوى ده نوموړى ماشين په واقعيت کی د اوسني حساب ماشين (calculator) څخه عبارت دى چی د لمړي ځل لپاره په چین کی جوړ شوى ؤ او د جمعی ، تفريق ، ضرب او تقسيم عمليو لپاره ور څخه کار اخستل کیده وروسته له دي څخه يو بل عالم چی چارلس بابيچ نوميده د ١٨٢٢ څخه تر ١٨٧١ عيسوي کلونو په منځ کی يوبل ماشين په لندن کی جوړ کړ چی د الجبر ډيری ستونزی پکی حل شوی وی چی دغه ماشين يی د Babb age په نوم ونوماوه. وروسته لدی څخه يو بل ماشين په ١٨٨٩ عيسوي کال کی د ډاکټر هارمن هولریټ لخوا د امريکا په متحده ايالاتو نيویارک ښار کی د وگړو د شميرنی لپاره جوړ شو ، او وروسته لدی څخه په ١٨٩٦عيسوي کال کی نوموړى ډاکټر تصميم ونيوه چی يوه کمپنى جوړه او خپله جوړه کړي اختراع د تجارت بازار ته وړاندی کړی چی دغه کمپنۍ يی د IBM په نوم ونوماوله لمړنى عصري او ډيجيټل کمپيوټر په ١٩٣٩ – ١٩٤٢ عيسوي کلونو په منځ کی دAiwa state پوهنتون پروفيسر جان ايسټنساف له خوا جوړ او د ABC په نوم ونومول شو نوموړى د فزيک او احصايی پروفيسر ؤ.دغه کمپيوټر ٧٥٠ پونډه وزن اوbits ٣٠٠ معلوماتو ساتلو وړتيا يی درلوده.څو لسيزی دمخه يو څو کمپيوټرونه موجود ؤ چی ډير لوى حجم او لوړ ارزښت يی درلود او يواځی يو لږ تعداد خلکو د کمپيوټر پوهه درلوده خو د لږ وخت په تيريدو سره دکمپيوټرمختلف انواع منځ ته راغلل چی نن ورځ په دفترونو ، فابريکو ، ښوونځيو ، روغتونونو ، بانکونو ، مغازو او د ژوند په هره ساحه کی تری استفاده کیږي.() د کمپيوټر ډولونه main frame computer – ډير زيات سرعت لرونکى کمپيوټر و چی لوى حجم يی درلوده او ارزښت يی ډير زيات ؤ او په يو وخت سلهاو کسانو پری کار کاوه. supercomputer دی کمپيوټر هم ډير ارزښت درلود سرعت يی زيات او د زيات حجم درلودونکى ؤ. personal computer – چی د عام کارونو لپاره استعماليږي د واړه حجم لرونکي او په دفترونو او تجارت کی ترينه استفاده کيږي. د کمپيوټر اهميت کمپيوټر د شلمی پيړئ تر ټولو ستره لاسته راوړنه وه چی د انسان په ژوند کی يی لوى بدلون راوړ د ژوندانه په چارو کی يی لوى سهولتونه او اسانتياوی منځ ته راوړی هغه کارونه چی انسان به پری ساعتونه ، ورځی ، هفتی مياشتی اوکلونه تيرول د کمپيوټرپه راتگ سره په چټکی اجرا کیږي د کمپيوټر پوسيله زيات کارونه په کم وخت کی په اسانۍ سره سرته رسيږي.دانسان ذهن هم دوخت په تيريدو سره تکامل کوي چی ورسره د کمپيوټر سيستم هم انکشاف کوي ، ورځ په ورځ نوي پروګرامونه د کارونو د اسانتياو لپاره منځ ته راځي.کمپيوټر د ژوندانه په هره برخه کی بدلون راوست او د وخت ضايع کيدل يی لری کړه. دوهم - نيټ ورک انټرفيس کارډ (NIC) نيټ ورک انټرفيس کارډ (NIC) يو کمپيوټر له شبکی سره تړي. نوموړى کارډ ته يوازی د شبکی کارډ ويل کیږي دغه کارډ د يوه adapter په بڼه دى ، چی په کمپيوټر کی دننه د مادر بورډ په PCI سلاټ ځاي پر ځاي کيږي او همدارنګه د desktop او laptop کمپيوټرونو لپاره مختلف NIC کارډونه استعمال ليږي . د نيټ ورک انټرفيس کارډ ډولونه:

NIC په دوه ډوله دى، يو هغه چی د يوه ځانگړي کیبل لکه UTP, fiber optic کیبل لپاره دى، بل هغه چی د يو ساده کیبل لپاره کارول کيږي په دی بر سيره د شبکی د هر ډول جوړښت لپاره ځانگړى نيټ ورک انټر فيس کارډونه پيداکیږي.
د نيټ ورک انټرفيس کارډ سرعت :

Ethernet لپاره بيلا بيل نيټ ورک انټرفيس کارډونه شته د بيلګی په توگه:

په ثانيه کی ١٠ ميګا بيټه د Ethernet لپاره. په ثانيه کی ١٠٠ ميګا بيټه د Fast Ethernet لپاره. په ثانيه کی ١٠٠٠ ميګابيټه د Gaga bit Ethernet لپاره. دريم هاب (hub) هاب په شبکه کی د مرکزي وسيلی رول لوبوي چی په شبکه کی موجود ټول کمپيوټرونه د لين له لاری له هاب سره تړل کیږي. په هاب کی د کمپيوټرونو د تړلو لپاره دنصبولو جوړښتونه موجود دي چی ددغو جوړښتونو (ports) له مخی هابونه د (٤، ٨، ١٦، ٢٤) د نصبولود جوړښت درلودونکي شته چی د خپل کمپيوټرونو د شمير له مخی يو مناسب هاب کارولى شو د هر جوړښت سره د کیبل پواسطه يو کمپيوټر يو ځاى کیږي.دهاب له لاری په شبکه کی دسره تړلو شوو کمپيوټرونو پيغامونه هاب ترلاسه کوي او د خپلو پورټونو له لاری يی ټولو کمپيوټرونو ته استوي.()


د هاب ډولونه
Passive hub 1

يو ډير ساده هاب دى چی د معلوماتو (data) سيگنال په پوره رسولو کی ستونزی لري او تر ټاکلي ځايه يی د رسولو توان نه لري په passive هاب کی د سره تړل شوو دوو کمپيوټرونو تر ټولو لوى غځيدلى واټن به 50 m وي passive هاب د کارولو له مخی اسانه دى خو توان يی ډير محدود دى .

Active hub 2 

دا صلاحيت لري چی د سيگنالونو جريان ځواکمن کړي او موجودی غلطۍ يی له منځه يوسي ، دی کړنی ته د شبکی د جوړښت له مخی signal regeneration وايی له همدی لاری د معلوماتو په ليږدونه کی ډيری کمی خرابى پيداکیږي. پر دی برسيره دکمپيوټرونو تر منځ په ډير اوږده واټن کی کار کوي. په شبکه کی يوه بله وسيله repeater هم د سيگنالونو د جريان د ځواکمنولو او signal regeneration لپاره کاريږي ، active هاب هم دا کار کوي لدی امله multipart هم ورته ويلي شو او active هاب د passive هاب په پرتله يو څه گران دى . intelligent hub 3 امرونه يا کمانډونه د simple network management protocolله لاری څاري. د بيلگی په توگه که چیری په شبکه يو کمپيوټر يا وسيله کار پریږدى نوموړى يی په اړه ځني حکمونه جاري کوي که هغه د کمپيوټر يا وسيلی له لاری رد شی له شبکی يی بيلوي. څلورم - سويچ (switch) او کاروونه يی سويچ هم د هاب په څير کار کوي. ټول کمپيوټرونه او وسيلی د يوه کیبل پواسطه ورسره تړل کیږي. نوموړى د OSI پر data link layer کار کوي د هاب په پرتله گران تماميږي او کارول يی هم يو څه ستونزمن دى. هاب له يوه کمپيوټره معلومات اخلي او خپلو ټولو پورټونو ته يی ورکوي. د معلوماتو استولو پر وخت د هاب ټول پورټونه مصروف او پر شبکه ټرافيکي شور ډير وي .کله چی معلومات کوم پورټ تر لاسه کړي ديو ټاکلي ادرس په مرسته يی سويچ د استولو لورى ټاکي ، د هدف تر ټاکلو وروسته معلومات د يوه پورټ له لاری ټاکلي کمپيوټر ته استوي. پدغه وخت کی د سويچ دوه پورټه يو د معلوماتو د تر لاسه کولو او بل يی د هغه استولو مصروف وي ، پدغه شبکه ټرافيکي ستونزی ډيری کمی وي. سويچ د معلوماتو د هدف د ټاکلو او د هغی وراستولو لپاره د ټولو کمپيوټرونو او وسيلو ادرس او معلومات له ځان سره ساتي .

د سويچ ډولونه store and forward switch: د يوه بشپړ frame د تر لاسه کولو انتظارباسي. دی کړنی ته buffer ويل کیږي. له بفر څخه موخه داده چی معلومات د لږ وخت لپاره په يوه موقتي ځاى کی ايښودل کیږي کله چی د يو فريم buffer بشپړ شئ نو د فريم د څرنگوالي له مخی د هغی ادرس لوستل کیږي او د هدف لوري يی ټاکل کیږي د فريم د سموالي او بشپړوالي لپاره CRC څخه چی د (Cyclic Redundancy Check) لنډيز دى کار اخستل کیږي .که فريم سم او بشپړ وي د هدف لوري ته يی استوي او که سم نه وي له منځه يی وړي. ددی گټه داده چی يو وران او غلط فريم مخی ته نه شي راتلاى او زيان يی دادى چی د فريم پر بفر کولو وخت لږيږي او په ليږدونه کی يی ځنډ راځي . cut through switch د پوره فريم د استولو انتظار نه باسي. د فريم له لمړنو 64 bit بيټو څخه يی د هدف لوري معلوموي او سمسلاسي يی د يوه مناسب پورټ پواسطه د هدف لوري ته ليږي ، د فريم د بشپړ والي لپاره CRC نه استعماليږي که فريم buffer نه شي د معلوماتو ليږدونه په ډير تيز سرعت تر سره کیږي خو زيان يی دادى چی وران او غلط فريم هم استول کیږي .پنځم - رپيټر repeater رپيټر په شبکه کی د کیبل پواسطه سيگنالونه تر يوه ځانگړي واټنه روغ او پوره رسوي. تر دی وړاندی سيګنالونه کمزوري کیږي. د سيګنال ددی خاصيت له امله په شبکه د دوه کمپيوټرونو د واټن لپاره يو ځانګړى حد ټاکل شوى دى ، د کمپيوټرونو تر منځ د ټاکلي حد په اوږده واټن کی سيګنال کمزورى کیږي يا هيڅ کار نکوي د اوږده واټن لپاره repeater کاريږي نوموړى په OSI کی پر فزيکي قشر کار کوي. عام رپيټرونه په سيګنال کی کوم بدلون نه راولي. بلکی د سيګنال جريان ځواکمنوي او د هغه کمزوري ليری او په کی موجود اعوجاج (noise) هم ليری کوي.اعوجاج (noise)د معلوماتو په ليږدونه کی پر سيګنال د احتمالي ورانيو پيښيدو ته وايی ، دا خرابي د بيلابيلو لاسوهنو له امله چی ډير احتمال له electromagnetic لاسوهنی څخه لري پيښيږي. دى لاسوهني ته EMI هم ويل کیږي.که سيګنال ته نژدی د بريښنا مرکز ، عمومي لين يا هم بل کوم مقناطيسي جريان واقع وي EMI ورڅخه رامنځ ته کیږي. داسی رپيټرونه هم پيداکیږي چی له سيګناله EMI ليری او جريان يی ځواکمن کړي . شپږم - بريجbridge بريج د دوه شبکو د يوځاى کولو يا د يوی شبکی پر څو کوچنيو برخو ويشلو لپاره کاريږي دادى کار کوي له روټر سره يی توپير (data link layer) پر ارتباطي قشر يا OSI نوموړى د چی روټر ټول سيګنالونه مخ پر وړاندی ليږي او بريج يواځی منتخب سيګنالونه مخ پر وړاندی استوي خو هغه سيګنالونه چی ضروري نه وي يا اجازه ونه لري له منځه يی وړي.


 ټرافيکی شور ډير دى، sales  او adminداسی فرض کړئ چی د يوی کمپني پر دوه څانګو دټرافيکي شور کمولو او دشبکی د ښه کار کولو په هيله شبکه پر دوو برخو ويشو.
A د سيلز او B داډمين لپاره ټاکو ددوي تر منځ بريج کږدو له دغو دوؤ برخو څخه معلومات بريج تر لاسه کوي. که د A  معلومات داسي برخي ته چي په کي د A ډلي کمپيوټرونه تړلي وي واستول شي بريج به یي له منځه يوسي ځکه معلومات (data) دبريج داجازی پرته تيريدل غواړي. که A  دB په لين کي يو کمپيوټر ته معلومات واستوي بريج به يي دB په لين کي تر ټاکلي کمپيوټره ورسوي. پدی ډول به پر شبکه ټرافيکي ستونزي ترډيره بريده کم وي.

په بريج شبکه کي ټول شامل کمپيوټرونه وسيلی او ادرسونه په يوه جدول (table) کي ساتل کيږي او په مرسته یي معلومات د هدف لوري ته ځان رسوي. اووم - روټر (router) روټرد شبکی د آدرس په مرسته معلومات تر ټاکلي ځايه رسوي. دی کړنی ته routing ويل کیږي په بريج کی ځينی کمزوريانی شته يوه دا چی هغه تر يوه کمپيوټره پوری تلونکی له يوی څخه د زياتو لارو د ياد ساتلو توان لري .له يوی څخه د زياتو لارو ګټه داده چی د معلوماتو استولو لپاره که په يوه لاره کومه ستونزه موجوده وي بايد دوهمه لاره وکارول شي همدا دول که له يوی څخه زياتی لاری موجودی وي نو بريج پکی د کم واټن او تيز سرعت لار نشي ټاکلى د هغه په پرتله روټر ډير د پوهی څښتن دى ، روټر په شبکه د ټولو کمپيوټرونو او وسيلو د معلوماتو پر ساتنی برسيره د معلوماتو لپاره د يوی مناسبى لاری موندونکى هم دى .روټر په شبکه د کمپيوټرونو ، وسيلو ، ادرسونو او لارو د معلوماتو د ساتنی لپاره routing table کاروي.()


د بريج په ډول روټر هم شبکه په څو کوچنيو برخو ويشي ، د بريج پر ځاى د روټر استعمالول دا ګټه لري چی تاسو څو بيلا بيلی شبکی سره تړلى شي. د بيلګی په توګه token ring او Ethernet شبکی. د روټر ډولونه static router په routing table کی د شبکی د ټولو کمپيوټرونو ، وسيلو ، ادرسونو او لارو معلومات په خپله داخلوي او يا بدلوي.

dynamic router د شبکی له ټرافيکو څخه معلومات اخلي او د نورو روټرونو په مرسته routing table پخپله تياروي.

اتم -access point

access point چی transceiver هم ورته ويل کیږي معلومات (data) خپل شا او خوا کمپيوټرونو ته د سيګنال د ليږد راليږد دنده په غاړه لري او همدارنګه د بی مزيو شبکو او مزي لرونکو شبکو تر منځ د معلوماتو د ليږد راليږد چاری هم تر سره کوی
مونږ کولى شو ددغو پورتنيو کمپيوټرونو ترمنځ اړيکه د هغه  access point   په مټ چی ددوي په منځ کی ايښودل شوى دى رامنځ ته کړو د يادوني وړ ده چی(wireless network card)    WNIC د لپ ټاپ او ډسک ټاپ کمپيوټرونو لپاره بيل بيل دى لکه څنګه چی په پورتني شکل کی ښکاريږي د ډسکټاپ WNIC له ځان سره د يو انتن درلودونکی دى چی د هغه په مټ سيګنال اخلي او ليږي. او د لپټاپ WNIC بيا بل ډول دى دا انتن له ځانه سره نه لري چی په پورته شکل کی د لپ ټاپ تر څنګ ليدل کیږي.

مهمه خبره خو داده چی د access point او WNICs په مټ مونږ کولى شو يو بی مزي سيمه ايزه شبکه جوړه کړو خو که وغواړو دغه بی مزي سيمه ايزه شبکه له بلی مزي لرونکي سيمه ايزي شبکی سره ونښلوؤ نو بيا مونږ يو د شبکی تار يا مزي له هغی مزي لرونکی سيمه ايزی شبکی څخه اخلو او د خپل access point په شاتني برخه کی يی د Rj45 ښځينه connector سره نښلوؤ اوس به زمونږ د بی مزي سيمه ايزی شبکی او مزي لرونکی سيمه ايزی شبکی تر منځ اړيکه ټينګه شی wireless access point راديويی څپی کاروي. ددی په خاطر چی access point په يوه محدوده ساحه کی کار کوي نو په يوه لويه شبکه کی د څو اکسيس پاينټونو څخه استفاده کیږي.(۱) دشبکی میډیا په شبکه کی معلومات يا پيغامونه له يوه ځايه بل ځاى ته او له يوی وسيلی څخه بلي وسيلی ته ليږل يوی واسطی ته اړتيا لري.مونږ هم چی کله نا کله له يوه ځايه بل ځاى ته سفر کوو يوه واسطه لکه موټر ، الوتکه او اورګاډى کاروؤ ، معلومات ليږل له يوه ځايه بل ته يوی واسطی ته اړتيا لري چی د شبکی د جوړښت له مخی ورته medium چی جمع يی media ده وايی. د شبکی ميډيا په دوه برخو ويشل شوى دى: bounded media unbounded media mediumداسی يوه واسطه ده چی د استونکي او تر لاسه کوونکي تر منځ نظريی اړيکی قايم ساتي د بيلګی په توګه يو کمپيوټر د بل سره د کیبل پواسطه تړلى دى دا bounded ميډيم دى. په unbounded ميډيم کی د استونکي او تر لاسه کوونکي تر منځ طبيعي اړيکی مهم ندى چی ښه بيلګه يی په بی مزي ډول د معلوماتو يا پيغامونو استول يادولاى شو چی کوم تار او کیبل ته اړتيا نلري په نړئ کی تر ډيره بريده bounded ميډيا شبکه کاريږي خو ورو ورو يی بی مزيو شبکو ځاى نيولى دى لکه د ساده ټيليفون پر ځاى ګرځنده يا بی مزي ټيليفون استعماليږي. bounded media

په بونډيډ ميډيا کی دری ډوله کیبلونه کاريږي چی په لاندی ډول تشريح شوي دي.

twisted pair cable coaxial cable fiber optic cable twisted pair cable څنګه چی يی له نوم څخه معلوميږي په نوموړى کیبل کی د دوؤ دوؤ تارونو څخه يوه جوړه چی ټولی څلور جوړی کیږي جوړی وي ، دا تارونه له مسو څخه جوړشوى دى او پر هغه يو – يو پوښ هوار دى. پدی کیبل کی هر دوه تارونه د يوی جوړی په شکل سره پيچلي او په خپل پوښ کی غځيدلى دى، يعني پدی کیبل کی اته تارونه شته چی څلور جوړی يی تشکیل کړي دي او هره جوړه په خپل يوه ځانګړى پوښ کی غځيدلى ده.دتارونو لدی ډول جوړه يی پيچلو څخه يی موخه داده چی پردی ډول تارونه د Cros talk اغيز کموي ، کراسټاک هغی ورانۍ ته ويل کیږي چی دتارونو سيګنال يو پر بل اغيز وشيندي. دی جوړه يی اوږودوالي ته twist length ويل کیږي دا تر ټولو ښه کیبل دى د ښه والي لامل يی دادى چی دهغه بيه ټيټه ده. ددی کیبل ځنی ځانګړنی ټويسټيد پير کیبل انالوګ او ډيجيتل سيګنالونه دواړه استولي شي د انالوګ سيګنال استولو لپاره بايد د هر ٥٦ کیلو مترو تر منځ amplifier ولګول شي او د ډيجيټل سيګنا لونو استولو لپاره د هرو ٢٣ کیلو مترو تر منځ بايد repeater ولګول شي د همدی کیبل لپاره Rj45 نښلوونکی connecter کاريږي. د twisted pair کیبل ډولونه : Shielded Twisted Cable (STP) ددی کیبل پر جوړه يی تارونو يو ساتندويه پوښ موجود دى نوموړی ساتندوى پوښ له دباندی څخه اغيزی او مداخلی نه پریږدي چی سيګنال ته زيان ورسوي.




Unshielded twisted cable (UTP) ددغه کیبل پر جوړه يی تارونو ساتندويه پوښ نشته پر هغه له خارج څخه ځنی اغيزی او مداخلی اغيز غورځولى شي ، دغه کیبل د STP په پرتله کمزورى دى نوری ټولی ځانګړنی يی د STP په څير دى دا کیبل د معيار له مخی په بيلا بيلو درجو پيداکیږي تر ټولو ډير کاريدونکی ډول يی cat5 دى .




نوټ : نوموړى کیبل کولاى شو چی په يوه اطاق يا کور کی دننه استعمال کړو چیرته چی بهرني تاثيرات کم او يا موجود نه وي.() Coaxial cable پدی کیبل کی دوه conductors موجود وي يعني له دوو تارونو څخه جوړ دى. يو تار دننه پکی د مسو غځيدلى دى. د هغه پر سر يو پلاستيکي پوښ هوار دى پر نوموړي پلاستيکي پوښ سر بيره دويم تار د جالي په بڼه غځيدلى دى. د جالي پر سر بيا بل پوښ هوار دى چی د تار ساتنه کوي. ددغو دواړو تارونو Axis يو دى او ده ته نوم هم له همدي امله ټاکل شوى دى. پدي کیبل کی د دنني تار د خنډونو مخنيوي د هغی پر سر هوار پلاستيکی پوښ کوي چی ورته insulator هم وايی ، دواړه تارونه له يو او بل څخه په يوه ځانګړى واټن ليری دي.



     په کواکسيل کیبل کی  bandwidth په عمومي ډول په اګينټ شبکه کی په ثانیه کی 

٢،٥ ميګابيټه او په Ethernet شبکه کی په ثانيه کی ١٠ ميګابيټه معلومات ليږدولى شي. bandwidth چی څومره زيات وي له کیبله هغومره ډير معلومات تيريږي ، د کواکسيل کیبل په سرکی عمومي دوه ډوله connectors’ تړل کیږي ترډيره بريده BNS چی د British naval connector لنډيزدى ددی کیبل په سر تړل کیږي او دوهم ډول connector يی د N په نامه ياديږي.

د coaxial cable ډولونه Thinnet cable 1 تر ډيره سپک او د بيی (قيمت) له پلوه ارزانه دى د هغه ډبلوالى (6) شپږ ملي متره يا 0.25 انچه دى. نوموړى جوړښت ته RG45 وایي Thinnet کیبل تر 185 مترو پوری په اسانۍ سيګنال ليږدولى شي . 2 Thicknet cable ډبل او ډير سخت دى دهغه ډبل والى 13mm ملى متره يا 0.5 انچه دى دده ددی ډبل والي په وجه سيگنال تر ليری ځايه ځان رسوي دا کیبل تر 500m متره پوری سيگنال رسولى شي. تک نيټ ته standard Ethernet هم وايی. دی د Thinnet په پرتله ډير ګران تماميږي څو ډوله کیبلونه نور هم کاريږي لکه RG62 کیبل د ARCNET لپاره او RG59 کیبل د TV کیبل connection لپاره. fiber optic cable 3 د سيګنال د تيز سرعت لپاره کاريږي. پده کی د يو ځانګړى روښنايی له لاری سيګنال تيريږي پر سيګنال برسيره د هغه bandwidth ډير زيات دى. دا کیبل يوازی د AMTاو gigabit شبکو لپاره کاريږي، په فايبراپټک کیبل کی تر ټولو لاندی يوه ښيښه يی نله چی (core) ورته ويل کیږي غځيدلى ده. ددی نل ډبلوالى 5 څخه تر 10 مايکرونه پوری وي. ليږونکی سيګنال هم لدی نلی څخه تيريږي. پر core سربيره يو نرى پوښ غځيدلى دى چی cladding ورته وایي ددی پوښ وجه په کور کی تيريدونکی بريښنايی سيګنال له هغه څخه بهر نه وزي، پر cladding سربيره يو بل ساتندوى پلاستيکي پوښ هوار دى. ددی پوښ په وجه فايبر اپټک کیبل کلکه بڼه غوره کوي. دا پوښ کیبل د کږيدو او ميل څخه راګرځوي او نوموړى کوچنى نله له ماتيدو څخه ساتي.

   د کیبل د ډير سختوالي لپاره پر دی پوښ يو بل پوښ هم هوار دى چی فايبر ورته وایي. پر هغه بيا يو بل دباندی پوښ شته چی PVC  ورته وایي دا کیبل له دباندينو خطرونو څخه په ځانګړي توګه له اوبو څخه ساتل غواړي.

څنګه چی فايبراپټک کیبل سيګنال دىوی روښنايی په بڼه استوي لدی امله برقي جريان په روښنايی جريان بدلول ضروري دى. يعنی که غواړئ معلومات واستوئ نو په روښنايى جريان به يی بدلوئ چی ددی کار لپاره LED کاريږي . د فايبراپټک کیبل ځانګړنی : په ثانيه کی ١٠٠ ميګابيټه يا تردی زيات معلومات (data) استولي شئ. د معلوماتو داستولو پر مهال پر هغه داحتمالي ورانيو امکانات د twisted pair کیبل په پرتله ډير کم دى. معلومات تر ډيره ليری ځايه يعنی په کیلومټرونو استولي شئ. ددى کیبل وزن دtwisted pair کیبل په پرتله لس چنده سپک دى. Unbounded media 2 د شبکی دا ډول ميډيا چی په بی مزيو شبکو کی کاريږي کوم فزيکي جوړښت (نښليدنه) نه لري بلکی (logical) جوړښت لري څرنګه چی په unbounded media کی کوم تار او کیبل نشته له همدی امله wireless هم ورته وایي. د انګايډيډ ميډيا سيګنال د يو مقناطيسي جريان له لاری له يوه ځايه بل ځاى ته تيريږي. په بی سيم شبکه کی هغه ټول څيزونه (شئان) د مقناطيسي جريان له لاری پر يوه موج (wavelength) يا فزيکونسى کار کوي چی څو مهمی برخی يی په لاندی ډول دى: راډيویي موجونه radio waves کوچنى موجونه microwaves د سپوږمکی موجونه satellite waves په اخر کی دا هم هغه نقشه ده چی د کمپيوټري شبکی ټول هغه وسايل او ميډيا چی ورڅخه په شبکه جوړونه کی استفاده کيږي استعمال شوى دى.

کتاب مخــ 79ــ84 منبع (6)  MCSA network infrastructure 1





نتيجه

له تيرو يادونو څخه داسی لنډيز راخستي شو چی که چيری يو څوک يو کوچنۍ تجارت جوړول غواړي نو د هغی په څنگ کی د کمپيوټري شبکی رغونه ضروري ده ددفترونو ترمنځ تجارتي معلومات شريکول دهغوي په تجارت کی پر مختگ رامنځ ته کوي او کارونه يی په چټکی تر سره کيږي . که تاسی دغه ليکنه لولی نو په دي به پوه شي چی د کمپيوټري شبکی گټی څه دي او دانسان په ژوند کی کوم سهولتونه رامنځ ته کوي . د بيلگی په توگه د معلوماتو څخه په يوه وخت کی د زياتو کسانو گټه اخستل او کارؤنه ، او يو تر بله سره خپلي نظري تبادله کول ، په تيزي سره د راپورونو تر لاسه کول اليږل او داسی نور.

اخذلیکونه: 1: ذاهد اجمل خان هارډویر اونیټ ورکینګ پاکستان ګورنمنټ ډګری کالیج دچاپ کال۲۰۰۸صـــ124129 2: عدالیارسید حسن اساسات کمپیوټر انتشارات سعیدسال چاپ ۱۳۹۲ صـ۱۸۰۱۹۳ 3: ګردیزی وحیدالله سباون دکمپیوټرتخنیک میوند خپرندویه ټولنه دچاپ کال ۱۳۸۶ صـ۷۰۸۵ 4: مومند انجنروحیدالله دکمپیوټرمیخانیکی ساختمان دانش خپرندویه ټولنه دچاپ کال ۱۳۹۰صـــ۲۴۰۲۶۵ 5: Bill Chapman, Allan Johnson, Rick Graziani, Elaine

Horn, Andrew Large and Antoo W. Rufi 2005. CCNA 1 and 2 Companion Guide    
   69_73 Third edition. Printed in India by Santa Printers.

Suzan Sage London MCSE Network infrastructure :6

   79_84  Planning and Maintenance
7:www.google.com