د ناټو – اوکراین اړیکې
د اوکراین او شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) تر منځ اړیکې په ۱۹۹۲ ز کال کې پیل شوې. اوکراین په ۲۰۰۸ ز کال کې د ناټو د غړیتوب د عملي پلان برنامې (MAP) ته غوښتنلیک ورکړ. د ۲۰۱۰زکال تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته وېکتور یانوکووېچ، چې د خپل هېواد بې پرې ساتلو ته یې لومړیتوب ورکاوه، د ولسمشر په توګه وټاکل شو، اوکراینیانو د ناټو د غړیتوب ترلاسه کولو طرحې یوې خوا ته پرېښودې. یانوکووېچ د ۲۰۱۴ زکال په فبرورۍ کې د يورومېډین د ناکراریو په منځ کې له اوکراین څخه وتښتېد. په دې توکه پر اوکراین د روسیې تر پوځي یرغل وروسته د ۲۰۱۴ ز کال د اکتوبر په پارلماني ټاکنو کې نوي دولت له ناټو سره یوځای کېدلو ته لومړیتوب ورکړ. د ۲۰۱۹ز کال د فبرورۍ په ۲۱ د اوکراین اساسي قانون اصلاح شو، چې د ناټو او اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره د اوکراین د ستراتیژيکې لارې په اړه د اساسي قانون په پیلامه کې درې مادې او انتقالي مقررات ذکر شول. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
د ۲۰۲۱ ز کال په جون کې د بروکسېل په ناسته کې، د ناټو مشرانو د ۲۰۰۸ ز کال د غونډو په پایله کې د بوخارېست سېمېت پرېکړه بیاځلي کړه، چې له مخې يې اوکراین د یوې نه جلاکېدونکې برخې په توګه د MAP له اتحاد سره یو ځای شي او له هېڅ ډول بهرنۍ لاسوهنې پرته د اوکراین د راتلونکې او بهرني سیاست د ټاکلو حق ولري. د ناټو منشي جنرال جېنس سټولتېن بېرک هم ټېنګار وکړ چې روسیه نهشي کولی له ناټو سره د اوکراین یوځای کېدل ويټو(رد )کړي. «ځکه موږ د ګټو د ډګر دورې ته نه ورګرځو، کله چې لوی هېوادونه پرېکړه کوي، کوچني هېوادونه باید څه وکړي.» [۱۱][۱۲]
مخکې له دې چې د ناټو د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره نور اقدامات وشي، اوکراین د ۲۰۲۲ ز کال د فبرورۍ په ۲۴ مه د روسیې له خوا اشغال شو.
د هغو ټولپوښتنو له مخې چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۳ ز کلونو تر منځ شوې دي، د ناټو د غړیتوب په اړه د اوکراین د خلکو ملاتړ کم پاتې دی. که څه هم د روسیې او اوکراین د جګړې او د کریمیې د يوځای کېدو راهیسې له ناټو سره د اوکراین د غړیتوب لپاره د خلکو ملاتړ خورا لوړ شوی دی. د ۲۰۱۴ ز کال د جون راهیسې ټولپوښتنو وښودله چې نږدې ۵۰ سلنه پوښتل شوي کسان، په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب ملاتړ کوي. د نوښت د ديموکراتیک بنسټ د ۲۰۱۷ ز کال د نظر پوښتنې له مخې نږدې ۶۹ سلنه اوکراینیان غواړي له ناټو سره یوځای شي، چې د یانوکوويچ د واکمنۍ پر مهال یې د ۲۰۱۲ ز کال له ملاتړ سره پرتله کړو، دا ملاتړ هغه مهال ۲۸ سلنه و. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
د اړیکو تاریخچه
[سمول]د لئونید کرواچوک ولسمشري (۱۹۹۱-۱۹۹۴ز کلونه)
[سمول]د اوکراین او شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) تر منځ اړیکې په ۱۹۹۲ ز کال کې پیل شوې. کله چې اوکراین د خپلې خپلواکۍ له تر لاسه کولو وروسته د شمالي اتلانتیک د همکارۍ له شورا سره یوځای شو چې وروسته یې نوم د یورو اتلانتیک د مشارکت پر شورا بدل شو. د ۱۹۹۲ ز کال د فبرورۍ په ۲۲ او ۲۳ د ناټو سرمنشي مانفرېډ وارنر له کیف څخه رسمي ليدنه وکړه او د ۱۹۹۲ زکال د جولای په ۸ کرواچوک په بېلاروس کې د ناټو له مرکزي ادارې څخه لیدنه وکړه. د اوکراین او ناټو تر منځ د اړیکو په پراختیا کې یو له تر ټولو اړینو ګامونو څخه د ۱۹۹۲ ز کال په سپټمبر کې په بروکسیل کې د اوکراین د سفارت پرانیستل وو، چې د ناټو او اوکراین تر منځ د اړیکو یوه کرښه وه.
څو کاله وروسته د ۱۹۹۴ ز کال په فبرورۍ کې اوکراین د شوري اتحاد تر ړنګېدلو وروسته لومړنی هېواد و چې له ناټو سره د یو ځای کېدو لپاره یې د مرکزي او ختيځې اروپا هېوادونو د ملاتړ له نوښت سره د سولې لپاره د شراکت په چوکاټ کې تړون لاسیک کړ. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
د لئونېد کچما ولسمشري (۱۹۹۴-۲۰۰۵ز کلونه)
[سمول]لئونېد کچما چې د ۱۹۹۴ ز کال د جولای په ټاکنو کې یې ولسمشرۍ ته لار ومونده، د ډېسمبر په ۵ یې د اوکراین په اړه د اتومي وسلې د نه لرونکې هېواد په توګه د اتومي وسلو د نه خپراوي له تړون سره د یو ځای کېدو لپاره د امنیتي تضمینونو په اړه څلور اړخیز یادښتونه لاسکلیک کړل. دې یادښت د اوکراین پر ضد د روسیې فدراسیون، انګلستان او متحده ایالاتو د پوځي ځواک یا د اقتصادي زورواکۍ د کارولو له ګواښ څخه مخنیوی وکړ، «پرته له دې چې خپله دفاع وکړي یا له دې حالت پرته د ملګرو ملتونو له منشور سره سم عمل وکړي.» د نورو پرېکړه لیکونو او يادښتونو د پایلې په توګه اوکراین د ۱۹۹۳ او ۱۹۹۶ ز کلونو تر منځ خپلې اتومي وسلې له لاسه ورکړې. [۲۵][۲۶]
د ۱۹۹۵ ز کال په اوړي کې ناټو د خارکوف د څښاک اوبو ناورین د بدو پایلو د راکمولو لپاره ګام پورته کړ. دا د اوکراین او ناټو تر منځ لومړنۍ همکاري وه. [۲۷]
د ۱۹۹۷ ز کال په مې میاشت کې د ناټو د اطلاعاتو او اسنادو رسمي مرکز په کیف کې پرانیستل شو، چې موخه يې د اتحاد په اړه د روڼتیا( شفافیت) پياوړي کول و. د مې میاشتې په ۶ مه په اوکراین کې د يوې عامه نظر پوښتنې پایلو وښوده چې ۳۷ سلنه له ناټو سره د یوځای کېدو موافق، ۲۸ سلنه مخالف او ۳۴ سلنه زړه نا زړه و. [۲۸][۲۹]
د ۱۹۹۷ ز کال د جولای په ۹ د ناټو - اوکراین کمیسیون رامنځته شو. [۳۰]
په ۲۰۰۲ ز کال کې وروسته له دې چې د کاسټ رسوایۍ (Cassette Scandal/ د اوکراین سیاسي دسیسه) یو ثبت شوي ریکارډ وښوده چې، په ۲۰۰۲ ز کال کې د اوکراین یو پرمختللی دفاعي سیستم په عراق کې صدام حسین ته ورکړل شوی، د متحده ایالاتو او د ناټو غړو ګڼو نورو هېوادونو سره يې اړیکې ویجاړې شوې. [۳۱]
د ۲۰۰۲ ز کال په نومبر کې د ناټو د پراختیا په ناسته کې، د ناټو – اوکراین کمیسیون د ناټوـ اوکراین عملي پلان تصویب کړ. ولسمشر کچما په دې اړه اعلامیه خپره کړه چې غواړي له اوکراین سره یو ځای شي (دا هم په ۲۰۰۲ ز کال کې) او په ۲۰۰۳ ز کال کې عراق ته د اوکرایني سرتېرو لېږلو ونه شو کولی چې، د ناټو او کچما تر منځ اړیکې ښې کړي. اوکرایني سرتېرو تر ۲۰۰۶ ز کال پورې په عراق کې له ناټو سره همکاري کوله. [۳۲]
د ۲۰۰۴ ز کال د اپرېل په ۶مه، وېرکاوفنو راډا د اوکراین خاورې ته د ناټو د ازاد لاسرسي په اړه یو قانون تصویب کړ.
د ۲۰۰۴ ز کال د جون په ۱۵ مه د پوځي ښوونګر(دوکتورین) دویمه ګڼه د ولسمشر کچما د فرمان له مخې تصویب شوه، یو تدارک چې د یورو-اتلانتیک سیاست د پلي کولو په اړه د اوکراین له خوا ښکاره شوی و او وروستۍ موخه يې له ناټو سره یو ځای کېدل وو. په دې توګه د ۲۰۰۴ کال د جولای په ۱۵ د ناټو-اوکراین کمیسیون تر ناستې وروسته ولسمشر کچما یو فرمان صادر کړ او په هغه کې يې اعلام وکړ چې له ناټو سره یوځای کېدل نور د هېواد موخه نه ده، «یوازې او یوازې د ناټو او اورپايي اتحادیې سره د پام وړ اړیکو د ژوروالي د ضامن کوونکي په توګه په اروپا کې د امنیت او ثبات لپاره دی. [۳۳]
د وېکتور یوشچنکو ولسمشري (۲۰۰۵- ۲۰۱۰ز کلونه)
[سمول]په ۲۰۰۴ زکال کې تر نارنجي انقلاب وروسته ولسمشر یوشچنکو چې په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب له کلکو پلویانو څخه و، د کچما ځای ناستی شو. د ۲۰۰۸ ز کال په جنوري کې د ناټو له نقشې سره د یو ځای کېدلو لپاره د یولیا تایموشېنکو (اوکرایني سیاستواله او سوداګره) د کابینې دویم وړاندیز هم له مخالفت سره مخامخ شو. غوښتنه له ۲ میلیون څخه زیاتو لاسلیکونو سره له ناټو سره د اوکراین د یوځای کېدلو په اړه د ټولپوښتنې غوښتونکې وه. اپوزیسیون له ناټو سره د یو ځای کېدلو په هر پړاو کې د ملي ټولپوښتنې د ترسره کولو غوښتنه وکړه. د ۲۰۰۸ ز کال په فبرورۍ کې ۵۷.۸ سلنه اوکراینیانو له ناټو سره د یو ځاي کېدو په اړه له یوې ملي ټولپوښتنې څخه ملاتړ وکړ، په داسې حال کې چې د ۲۰۰۷ ز کال په فبرورۍ کې دا سلنه ۳۸.۶ وه. [۳۴][۳۵]
د ۲۰۰۵ ز کال په ۲۱ په وېلنیوس کې، د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غیر رسمي لیدنې د یوې برخې په توګه د ناټو-اوکراین د کمیسیون غونډه ترسره شوه، چې له اتحاد سره یې د اوکراین د اړیکو لپاره نوی پړاو پرانیست - «لنډې اغېزمنې خبرې» چې ناټو ته د اوکراین د ننه کېدلو پر لور لومړی ګام و.
متحده ایالاتو ته د ولسمشر ویکتور یوشچنکو په لومړي سفر کې، ولسمشر جورج ډبلیو بوش اعلام وکړ: «زه له ناټو سره د اوکراین د یوځای کېدو د نظریې پلوي کوم.» د اوکراین او متحده ایالاتو د ولسمشرانو په رسمي مشترکه وینا کې ویل شوي وو چې واشنګټن د MAP له لارې له ناټو سره د یو ځای کېدلو په اړه د لنډو اغېزمنو خبرو له وړاندیز څخه ملاتړ کوي.
سرچينې
[سمول]- ↑ "Signatures of Partnership for Peace Framework Document". NATO. 27 March 2020.
- ↑ "U.S. wins NATO backing for missile defense shield". CNN. June 12, 2008. خوندي شوی له the original on 2008-06-12.
- ↑ "Rice, Kouchner, comment NATO Ministerial's decision". UNIAN. 3 December 2008.
- ↑ "Ukraine makes it official: Nation will abandon plans to join NATO". Kyiv Post. May 28, 2010.
- ↑ Yanukovych opens door to Russian navy keeping base in Ukraine GlobalSecurity.org Retrieved on March 09, 2010
- ↑ "Ukraine has no alternative to Euro-Atlantic integration – Poroshenko". Interfax-Ukraine. 23 December 2014.
- ↑ "Deschytsia states new government of Ukraine has no intention to join NATO". Interfax-Ukraine. 29 March 2014.
- ↑ "New Ukraine Coalition Agreed, Sets NATO As Priority". Radio Free Europe/Radio Liberty. 2014-11-22. بياځلي په 2014-11-22.
- ↑ "The law amending the Constitution on the course of accession to the EU and NATO has entered into force | European integration portal". eu-ua.org (in اوکرايني). بياځلي په 2021-03-23.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Закон про зміни до Конституції щодо курсу на вступ в ЄС і НАТО набув чинності | Євроінтеграційний портал".
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Brussels Summit Communiqué issued by the Heads of State and Government participating in the meeting of the North Atlantic Council in Brussels 14 June 2021". NATO.
- ↑ "European Truth". NATO Secretary General: It is not up to Russia to decide whether Ukraine will be a member of the Alliance.
- ↑ "Razumkov Centre poll". خوندي شوی له the original on 2014-05-02. بياځلي په August 26, 2009.
- ↑ "Ukraine leftists meet NATO envoys with burning U.S. flag". RIA Novosti. 2008-06-17. بياځلي په 2008-09-20.
- ↑ Khrestin, Igor (2008-08-18). "Politics as usual". UNIAN. بياځلي په 2008-09-20.
- ↑ Kupchinsky, Roman (2008-09-10). "Surprising and Contradictory Opinions on the Ukrainian Streets". Eurasia Daily Monitor. Jamestown foundation. خوندي شوی له the original on September 12, 2008. بياځلي په 2008-09-21.
- ↑ NATO military exercise begins in Ukraine Retrieved on September 20, 2008
- ↑ "Half of Ukrainians opposed to Ukraine's membership of NATO, poll indicates". Interfax-Ukraine. 2008-02-11. خوندي شوی له the original on June 4, 2008. بياځلي په 2008-09-15.
- ↑ "Pledging reforms by 2020". Reuters. 2017-07-11. بياځلي په 2017-07-11.
- ↑ Ukrainians Likely Support Move Away From NATO, Gallup (April 2, 2010)
- ↑ Гущин А. В. Украина после Евромайдана. Пять лет кризиса и надежд: рабочая тетрадь № 54/2019 [А. В. Гущин, А. С. Левченков; гл. ред. И. С. Иванов; Российский совет по международным делам (РСМД). — М.: НП РСМД, 2019. — 60 с. — ISBN 978-5-6042566-5-7
- ↑ "NATO's relations with Ukraine". NATO Topics. خوندي شوی له the original on 26 March 2007.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) - ↑ Serhy Yekelchyk "Ukraine: Birth of a Modern Nation", Oxford University Press (2007), ISBN 978-0-19-530546-3
- ↑ "Signatures of Partnership for Peace Framework Document". NATO. 27 March 2020.
- ↑ Harahan, Joseph P. (2014). "With Courage and Persistence: Eliminating and Securing Weapons of Mass Destruction with the Nunn-Luger Cooperative Threat Reduction Programs" (PDF). DTRA History Series. Defense Threat Reduction Agency. pp. 101–134, 186. ASIN B01LYEJ56H. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 28 February 2022. بياځلي په 7 March 2022.
- ↑ "Memorandum on security assurances in connection with Ukraine's accession to the Treaty on the Non-Proliferation of Nuclear Weapons". treaties.un.org. 5 December 1994.
- ↑ "Civil preparedness". nato.int. 7 June 2018. بياځلي په 5 October 2019.
{{cite web}}
: Cite has empty unknown parameter:|authors=
(help) - ↑ Gerald B. H. Solomon, Center for Strategic and International Studies. The NATO enlargement debate, 1990–1997, 1998, p. 120
- ↑ Solomon, Center for Strategic and International Studies, p. 121
- ↑ "NATO-Ukraine Commission". خوندي شوی له the original on 2009-08-05. بياځلي په 2009-05-05.
- ↑ Serhy Yekelchyk "Ukraine: Birth of a Modern Nation", Oxford University Press (2007), ISBN 978-0-19-530546-3
- ↑ "Armed Forces of Ukraine, Ukrainian peacekeeping personnel as a part of Multinational forces in Iraq (from Dec 2005) and NATO Training Mission in Iraq (NTM-I) (from Feb 2006)". Mil.gov.ua. بياځلي په 2014-04-04.
- ↑ Украина передумала идти в НАТО и Евросоюз
- ↑ "Europe | Medvedev warns on Nato expansion". BBC News. 2008-03-25. بياځلي په 2014-04-04.
- ↑ "Half of Ukrainians opposed to Ukraine's membership of NATO, poll indicates". Interfax-Ukraine. 11 February 2008. خوندي شوی له the original on 4 June 2008.