د روسيې او ناټو اړيکې
د ناټو نظامي تړون او روسي فدراسيون تر منځ اړيکې د شمالي اتلانتيک ګډې مرستې شورا د چارچوکاټ دننه په ۱۹۹۱ ز کال کې رامنځته شوې. په ۱۹۹۴ ز کال کې روسيه د سولې لپاره د ملګرتيا (Partnership for Peace) خپرونې سره يو ځای شوه او له همغه وخت راهيسې ناټو او روسيې د ګډې مرستې بېلابېل مهم تړونونه لاسليک کړي دي. [۱][۲][۳]
د روسيې او ناټو شورا (Russia-NATO Council) د امنيتي مسئلو او ګډو پروژو د پر مخ وړلو په موخه په ۲۰۰۲ ز کې رامنځته شوه. د روسيې او ناټو تر منځ ګډې مرستې اوسمهال په بېلابېلو اصلي څانګواو برخو کې پرمخ ځي. لکه: د تروريزم پر وړاندې مبارزه، نظامي مرسته، د افغانستان په اړه مرسته (د روسيې له لوري د امنيتي مرستې نړيوال غير نظامي ځواک د لېږد رالېږد لېږدولو په ګډون)، د سيمه ييزو درملو د توليد پر وړاندې مبارزه، صنعتي ګډې مرستې او د وسلو نه زياتوالی. [۴]
د ۲۰۱۴ ز کال اپرېل پر لومړۍ نېټه ناټو د کريميا يو ځای کېدنې په غبرګون کې له روسي فدراسيون سره د خپلو ټولو عملي ګډو مرستو د ځنډولو ناخوښه پرېکړه وکړه، مګر د ناټو او روسيې شورا (NATO-Russia Council) ونه ځنډول شوه. د ۲۰۱۷ ز کال فبروري پر ۱۸ د روسيې د باندينيو چارو وزير سرګيلاروف (Sergey Lavrov) وويل، چې نوموړی له ناټو تړون سره د نظامي ګډې مرستې د بيا پيل ملاتړ کوي. د ۲۰۱۷ ز کال مارچ په وروستيو کې يادې شورا د بلجيم په بروسلي کې له وخته مخکې د ناټو د باندينيو چارو وزيرانو له ناستې څخه ليدنه وکړه. [۵][۶][۷]
د ۲۰۲۱ ز کال په اکتوبر کې له هغې پېښې څخه وروسته، چې ناټو په کې په بروکسل کې له خپلو مرکزي ادارو څخه اته تنه روسي چارواکي وايستل، روسيې د ناټو په اړه خپل ماموريت وځنډاوه او په مسکو کې يې د ناټو دفتر د تړلو امر وکړ. [۸][۹]
له سړې جګړې څخه وروسته ګډه مرسته
[سمول]په جرمني کې د برلين دېوال له نړېدلو څخه وروسته، ناټو او شوروي اتحاد (اوسنۍ روسيې) لکه په اروپا کې د معمولي وسله والو ځواکونو په اړه تړون، د وسلو د اداره کولو تړونونو لپاره تلپاتې هڅې په ګډون پر بېلابېلو کچو باندې خبرې کول پيل کړل. د شوروي د باندينيو چارو وزير Shervardnadze د ۱۹۸۹ ز کال ډسمبر پر ۱۹ نېټه د لومړي ځل لپاره د ناټو له مرکزي ادارو څخه ليدنه وکړه، چې وروسته ورڅخه په ۱۹۹۰ ز کال کې د ناټو او شوروي نظامي مشرانو تر منځ نارسمي خبرې وشوې. د ۱۹۹۰ ز کال په جون کې د Turnberry له لوري پيغام د ناټو او روسيې تر منځ د معاصرو اړيکو په بشپړتيا کې د لومړني ګام په توګه ياد شو. د ناټو سرمنشي Manfred Worner به د ۱۹۹۰ ز کال په جولای کې د راتلونکو ګډو مرستو په اړه د بحث کولو په موخه له مسکو څخه ليدنه کړی وی، چې دا د ناټو او روسيې د اړيکو لپاره لومړنۍ ليدنه وه. [۱۰][۱۱][۱۲]
دا چې په ۱۹۹۱ ز کال کې شوروي اتحاد ړنګ شو، روسي ولسمشر Boris Yeltsin ناټو ته په دې وړانديز سره يو ليک واستاوه، چې د روسيې اوږدمهاله موخه له ناټو سره يو ځای کېدل وه. [۱۳]
په ۱۹۹۱ ز کال کې د روسيې او ناټو تر منځ رسمي اړيکې او ګډې مرستې د شمالي اتلانتيک د ګډو مرستو شورا (وروسته يې نوم د اروپا او اتلانتيک د ګډون شورا ته بدل شو) د چارچوکاټ دننه پيل شوې او د ۱۹۹۴ ز کال د جون پر ۲۲ نېټه د سولې لپاره د ګډون خپرونې سره د روسيې په يو ځای کېدلو سره نورې هم ژورې [غښتلې] شوې. [۱۴]
د دوه اړخيزو اړيکو، مرستې او امنيت په اړه د مالي ملاتړ قانون ۱۹۹۷ز کال
[سمول]د ۱۹۹۷ ز کال د می پر ۲۷ مه د فرانسې په پاريس کې د ناستې په مهال، ناټو او روسيې د دوه اړخيزو اړيکو، مرستې او امنيت په اړه د مالي ملاتړ قانون لاسليک کړ؛ چې دا د راتلونکي لپاره د ناټو او روسيې تر منځ د ګډې مرستې د نقشې بڼه لري. [۱۵][۱۶][۱۷]
دې چارې د بحث يو نوی ځای ترتيب کړ: د ناټو او روسيې تل پاتې ګډه شورا (NATO-Russia Permanent Joint Council) د سلا مشورو، ګډې مرستې او د دواړو اړخونو د نظريو تر منځ سمون راوړلو لپاره د کتنځي په توګه رامنځته شو. د يو بل د کړنو پر وړاندې ناټو يا روسيې ته د ويټو ځواکونو د ورکولو هيڅ شرط نه و. ناټو وويل چې په نويو غړو دولتونو کې د ذروي وسلو د تم ځای جوړولو يا يې نویو تل پاتې نظامي ځواکونو ته د لېږد هيڅ پلانونه نه لري. ياد ډلو وويل چې دوی يو بل ته د مخالفو په سترګه نه ګوري او په تر ټولو لوړې سياسي کچه کې د يوې منل شوې ټينګې سياسي ژمنتيا پر بنسټ به د ديموکراسۍ او ګډو امنيتي اصولو پر بنسټ د اروپا – اتلانتيک سيمه کې په ګډه يوه تلپاتې سوله رامنځته کړي. [۱۸]
له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۴ ز کال پورې ګډې مرستې
[سمول]د ۲۰۰۹ ز کال په ډسمبر کې ناټو په افغانستان کې د مرستې لپاره روسې ته نږدې شوه، چې له روسي پولو څخه يې د شوني نظامي اموالو په ګډون د هوايي مالونو د لېږد تړون لپاره د اجازې او افغان وسله وال ځواکونو لپاره د زياتو جنګي طيارو د برابرولو غوښتنه کوله. که څه هم روسيې له خپلې خاورې څخه يوازې د غير نظامي اکمالاتو د تېرېدلو اجازه ورکړه. [۱۹][۲۰]
د ۲۰۱۱ ز کال د جون پر ۶ مه نېټه ناټو او روسيې د Vigilant Skies 2011 په نوم د خپل تاريخ په لومړني جنګي جېټ تمرين کې ګډون وکړ. د سړې جګړې له راهيسې دا د ناټو تړون او روسيې تر منځ يوازې دويم ګډ نظامي ګواښ منل دي، چې لومړنی هغه يې د اوبتل ګډ تمرين و چې د ۲۰۱۱ ز کال د می پر ۳۰ مه نېټه پيل شو. [۲۱]
د ۲۰۱۲ ز کال په اپرېل کې له ناټو سره د روسيې يو ځای کېدلو په اړه په ياد هېواد کې ځينې لاريونونه وشول، چې د کيڼې جبهې (Left Front) د کيڼ پلوي تړون له لوري تر سره شول. [۲۲]
د ګډو مرستو او نظامي پياوړتيا ځنډول
[سمول]مخالف ګواښونه او معيارونه
[سمول]روسيه د يو بل تر منځ د (Moldova/Transnistria 1992–2016)، (Georgia 2004–2012)، (Estonia 2006–2007)، (اکراين له ۲۰۱۴ ز کال څخه تر اوسه)، (سوريه له ۲۰۱۵ ز کال څخه تر اوسه) او (ترکيه له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۶ ز کال پورې) پر وړاندې په مخالفو ګواښونو کې بوخت شوه. [۲۳]
۲۰۱۴ز کال
[سمول]د ۲۰۱۴ ز کال مارچ په لومړيو کې د ناټو او روسيې تر منځ کړکېچونه هغه وخت زيات شول، چې روسيې د کريميا سيمه په خپلې خاورې پورې وتړله. ناټو له روسيې څخه په ټينګه وغوښتل چې خپلې کړنې ودروي او د اوکراين له ځمکنۍ بشپړتيا او حاکميت څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ. د ۲۰۱۴زد اپرېل پر ۱ نېټه، ناټو د خپلو باندينيو وزيرانو له لوري د يوې وینا په خپرولو سره اعلان وکړچې: «ناټو د دوی او روسيې تر منځ د ټولو عملي ملکي او نظامي ګډو مرستو د ځنډولو پرېکړه کړې ده. د ناټو او روسيې په شورا کې سياسي خبرې اترې به يې په اړينه سفارتي کچه يا له هغې پورته ادامه ولري، تر څو يې پر مټ د دې کړکېچ د يو بل تر منځ د نظرياتو بدلولو ته لومړنۍ او خورا ښه لاره هواره شي». یاده وینا روسيه په اوکراين کې په ناقانونه نظامي لاسوهنې او د اوکراين په حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا باندې د تيري له امله ملامته کړه. [۲۴][۲۵][۲۶]
په پسرلي کې د روسيې د دفاع وزير اعلان وکړ، چې په کريميا کې د خپلې تورې بحيرې د بهېدلو (Black Sea Fleet) د پياوړې کولو د برخې په توګه په کريميا کې د ۲۰۱۶ ز کال د هستوي وړ Tupolev Tu-22M3 (Blackfire) لرې واتن وېشتونکو وسلو د بيا زياتوالي په ګډون، د نورو ځواکونو د خپرولو پلان لري، چې يادې ذروي وسلې د سړې جګړې پر مهال د شوروي د سمندري وېشتونکو څانګو د ملا تير په توګه کارېدلې؛ مګر وروسته په کريميا کې له نظامي هډو څخه بېرته راټولې شوې. دې ډول حرکتونو ناټو اندېښمنه کړه: په نومبر کې د ناټو لوړ پوري نظامي قوماندان د متحده ايالتونو جنرال Philip Breedlove وويل چې: ياد تړون د هغې شونتيا په اړه د وېرې تر منځ نښو ته کتل دي، چې روسيه کېدای شي خپل کوم هستوي وسلتون Peninsula ته ولېږدوي. په ډسمبر کې د روسيې د باندينيو چارو وزير سرګيلاوروف وويل چې: دا به يوه قانوني کړنه وي، چې «کريميا اوس د داسې يو هېواد برخه شوې ده، چې د هستوي وسلو د نه زياتوالي د تړون له مخې دا ډول وسلې لري». [۲۷][۲۸][۲۹]
د سپټمبر په لومړيو کې د ناټو د ويلس په ناسته کې د ناټو او اوکراين کميسيون يوه ګډه وینا تصويب کړه، چې «په کلکه يې د روسيې له لوري په ناقانونه او ناروا ډول او خپله خوښه د کريميا سيمې تړلتيا د نړيوالو قوانينو څخه په سرغړونه کې د ختيځ اوکراين په پرله پسې او ارادي بې ثباتۍ په اړه پړه کړه»، دا درېځ يا حالت د ياد کميسيون له لوري د ډسمبر د لومړيو په وینا کې يو ځل بيا تاييد شو. [۳۰][۳۱]
سرچينې
[سمول]- ↑ "NATO's Relations With Russia". NATO Public Diplomacy Division, Belgium. 6 April 2017. Retrieved 26 May 2017.
- ↑ "NATO Strategic Concept for the Defence and Security of the Members of the North Atlantic Treaty Organization" (PDF). NATO Public Diplomacy Division, Belgium. 20 November 2010. Retrieved 26 May 2017.
- ↑ "NATO PfP Signatures by Date". NATO Public Diplomacy Division, Belgium. 10 January 2012. Retrieved 22 April 2016.
- ↑ Cook, Lorne (25 May 2017). "NATO: The World's Largest Military Alliance Explained". www.MilitaryTimes.com. The Associated Press, US. Retrieved 26 May 2017.
- ↑ "NATO-Russia Relations: The Background" (PDF). NATO. March 2020. Retrieved 2021-06-11.
- ↑ "Lavrov Says Russia Wants Military Cooperation With NATO, 'Pragmatic' U.S. Ties". Radio Free Europe/Radio Liberty. 18 February 2017. Retrieved 2021-06-11.
- ↑ Barnes, Julian E., "Russian, NATO Diplomats Discuss Military Deployments in Baltic Sea Region" کينډۍ:Subscription required, The Wall Street Journal, US, 30 March 2017. Retrieved 2017-03-30.
- ↑ "Russia suspends its mission at NATO, shuts alliance's office". AP NEWS (په انګليسي). 2021-10-18. Retrieved 2021-10-19.
- ↑ Anna Chernova and Kara Fox . Russia suspending mission to NATO in response to staff expulsions.
- ↑ "NATO Declassified - Old adversaries become new partners".
- ↑ Iulian, Raluca Iulia (2017-08-23). "A Quarter Century of Nato-Russia Relations". CBU International Conference Proceedings (په انګليسي). 5: 633–638. doi:10.12955/cbup.v5.998. ISSN 1805-9961. Archived from the original on 2023-05-28. Retrieved 2022-03-28.
{{cite journal}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|خونديځ-تړی=
ignored (help) - ↑ "NATO Declassified - First NATO Secretary General in Russia".
- ↑ (په 1991-12-21 باندې). SOVIET DISARRAY; Yeltsin Says Russia Seeks to Join NATO.
- ↑ "The NATO-Russia Archive - Formal NATO-Russia Relations". Berlin Information-Center For Translantic Security (BITS), Germany. Retrieved 22 April 2016.
- ↑ Ronald D. Azmus, Opening NATO's Door (2002) p. 210.
- ↑ Strobe Talbott, The Russia Hand: A Memoir of Presidential Diplomacy (2002) p. 246.
- ↑ Fergus Carr and Paul Flenley, "NATO and the Russian Federation in the new Europe: the Founding Act on Mutual Relations." Journal of Communist Studies and Transition Politics 15.2 (1999): 88-110.
- ↑ NATO. "NATO - Official text: Founding Act on Mutual Relations, Cooperation and Security between NATO and the Russian Federation signed in Paris, France, 27-May.-1997". NATO. Retrieved 22 April 2016.
- ↑ NATO chief asks for Russian help in Afghanistan Reuters Retrieved on 9 March 2010
- ↑ Angela Stent, The Limits of Partnership: U.S.-Russian Relations in the Twenty-First Century (2014) pp 230–232.
- ↑ "Russian and Nato jets to hold first ever joint exercise". Telegraph.co.uk. 1 June 2011. Archived from the original on 12 January 2022. Retrieved 22 April 2016.
- ↑ (په 21 April 2012 باندې). Russians Protest Plan for NATO Site in Ulyanovsk. The New York Times.
- ↑ RAND, Russia's Hostile Measures: Combating Russian Gray Zone Aggression Against NATO in the Contact, Blunt, and Surge Layers of Competition (2020) online
- ↑ "NATO warns Russia to cease and desist in Ukraine". Euronews.com. Archived from the original on 3 March 2014. Retrieved 2 March 2014.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Ukraine Crisis: NATO Suspends Russia Co-operation". BBC News, UK. 2 April 2014. Retrieved 2 April 2014.
- ↑ "Statement by NATO foreign ministers, 1 April 2014".
- ↑ Pavel Aksenov (په 2015-07-24 باندې). Why would Russia deploy bombers in Crimea?. BBC
- ↑ "NATO 'very concerned' by Russian military build-up in Crimea - INTERNATIONAL". Retrieved 22 April 2016.
- ↑ "Crimea". Interfax-Ukraine. Retrieved 22 April 2016.
- ↑ Joint Statement of the NATO-Ukraine Commission, 4 September 2014.
- ↑ Joint statement of the NATO-Ukraine Commission, 2 December 2014.