Jump to content

د تودوخې څپه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د تودوخې څپه د ډېرې ګرمې هوا یوه دوره ده چې ښايي لوړلندبل(رطوبت) ولري، په ځانګړې توګه په هغوهېوادونو کې چې سمندري اقلیم لري. په داسې حال کې چې د تودوخې د څپې لپاره بېلابېل تعریفونه شته دي، خو د تودوخې څپه معمولاً د یوې سیمې له معمولې هوا او د موسم له نورمالې تودوخې سره په اړیکه کې اندازه کېږي. د تودوخې هغه درجه چې د ګرم اقلیم اوسېدونکي یې نورماله هوا بولي، که د هغې سیمې لپاره د معمولي هوا له عادي حالته بهر وي، دا په سړو سیمو کې د تودوخې څپه بلل کېدای شي. [۱][۲][۳]

دغه اصطلاح هم، د ګرمې هوا د بدلونونو لپاره او هم د فوق‌العاده تودوخو د هغو دورو لپاره کارېږي چې ښايي په پېړۍ کې یو ځل رامنځته شي. د سختې تودوخې څپه د محصولاتو د سختې خرابۍ، د ګرمۍ له امله د زرګونو مړینو او د ایرکنډېشنونو د زیاتې استفادې له امله د برېښنا د پراخې پرچاوۍ لامل شوې ده. د تودوخې څپه داسې سخته هوا بلل کېږي چې ښايي یو طبیعي ناورین او خطر وي، ځکه چې تودوخه او د لمر وړانګې ښايي د انسان بدن له اندازې ډېر ګرم کړي. د تودوخې څپې معمولاً د وړاندوینې د وسایلو په مرسته معلومېدای او په اړه یې خبرداری ورکول کېدای شي.

تعریفونه

[سمول]

هغه تعریف چې د فریچ او همکارانو د تودوخې څپې د شاخص پر بنسټ کېږي، دا دی چې د تودوخې څپه هغه وخت پېښېږي چې په ورځني ډول اعظمي تودوخه د پنځو پرله‌‌پسې ورځو لپاره تر متوسطې درجې پنځه سانتي ګرېد (۹ درجې فارنهایټ) ډېره شي.  [۴]

د هوا پېژندنې قاموس، یو رسمي او څېړل شوی تعریف داسې دی: د یوې دورې لپاره غیر نورماله او ځوروونکې ګرمه او مرطوبه هوا. [۵] دا ډول دوره باید د تودوخې پر څپه د بدلېدو لپاره لږ تر لږه یوه ورځ وخت ونیسي، خو په معمولي ډول له څو ورځو تر څو اوونیو پورې وخت نیسي. په ۱۹۰۰ ز کال کې اې ټي باروس «د تودوخې څپه» د یوې درې یا ګڼ‌ورځنۍ دورې په توګه تعریف کړه چې په هره یوه کې یې په اعظمي کچه د سیوري تودوخه ۹۰ فارنهایټ (۳۲.۲ سانتي ګرېډ) ته رسېږي او یا ترې لوړېږي. د هرې سیمې لپاره د هوساینې معیارونه د هغې سیمې په نورمالو شرایطو پورې اړه لري.

د هوا پېژندنې نړیواله اداره «د تودوخې څپه» د پنځو یا ډېرو ورځو پرله‌پسې اوږدې ګرمۍ په توګه تعریفوي چې د تودوخې اعظمي درجه په کې په ورځني ډول تر متوسطې ۵ سانتي ګرېد (۹ درجې فارنهایټ) لوړه وي. سره له دې، ځينې هېوادونه د تودوخې د څپې د تعریف لپاره خپل معیارونه لري.  [۶]

په ۲۰۱۵ ز کال کې هغه ټولیز او عمومي شاخص خپور شو چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د تودوخې د څپو د پرتله کولو زمینه برابروي او د بېلابېلو اقلیمونو په واسطه مشخص شوی دی. دا له ۱۹۰۱ تر ۲۰۱۰ ز کال پورې په نړیوال مقیاس کې د تودوخې د پېښېدو د اټکل او په وروستیو دوو لسیزو کې د زیانمنو سیمو د پام وړ ډېروالي د معلومولو لپاره وکارول شو.

د تودوخې څپې رامنځته کېدل

[سمول]

د تودوخې څپې هغه وخت رامنځته کېږي، چې کله په ارتفاع کې (له ۱۰۰۰۰ تر ۲۵۰۰۰۰ فوټه یا ۳۰۰۰ تر ۷۶۰۰۰ متره) لوړ فشار قوي کېږي او په یوه سیمه کې له څو ورځو نه تر څو اوونیو پورې پاتې کېږي. دا کار په اوړي کې معمول دی (په دواړو نیمه شمالي او نیمه سویلي کرو کې) ځکه د جېټ جریان [یو ډول باد دی] لمر تعقیبوي. د جټ جریان په استوايي اړخ کې د اتوموسفیر په پورتنیو پوړونو کې د لوړ فشار ساحه ده. [۷]

د اوړي د هوا نښانې معمولاً د ژمي په پرتله ورو ورو بدلېږي. په پایله کې د پاسنۍ کچې دغه لوړ فشار هم په ارامۍ سره حرکت کوي. تر ډېر فشار لاندې، هوا د سطحې پر لوري ښکته کېږي (ډوبېږي) او په اډیاباټیک ډول [هغه پروسه ده چې په کې هېڅ تودوخه نه اخیستل کېږي یا نه ورکول کېږي] ګرمه او وچېږي او د هوا د جریان مخنیوی کوي چې د ورېځو د جوړېدو مخه نیسي. د ورېځو کمښت سطحې ته د لنډې څپې تشعشعات زیاتوي. په سطحه کې ټيټ فشار د ټيټو عرض البلدونو د سطحي بادونو لامل کېږي چې ګرمه هوا له ځان سره راوړي او ګرمي زیاتوي. له بل پلوه، سطحي بادونه ښايي د ګرمې لویې وچې له داخلي برخې نه ساحلي سیمو ته ولګېږي او په هغه ځای کې د تودوخې د څپو لامل شي، یا له لوړو نه ټيټو برخو ته ولګېږي او په پایله کې اډیاباټیک ګرموالی ډېر کړي. [۸][۹]

د متحدو ایالتونو په ختیځ کې د تودوخې څپه هغه وخت رامنځته کېږي، چې د یوه لوړ فشار له مرکز یعنې د مکسیکو له خلیج نه سرچینه واخلي او د اتلانتیک په ساحل کې (چې معمولاً د برموډا د ارتفاع په توګه پېژندل کېږي) ساکنه شي. د ګرمې او مرطوبې هوا لویې برخې پر مکسیکو خلیج او کارابین سمندرګي کې جوړېږي، په داسې حال کې چې د ګرمې او وچې هوا لویې برخې د مکسیکو پر سویل لوېدیځو او شمالي سیمو کې جوړېږي. د سویل لوېدیځ بادونه د لوړو برخو په شاتنیو برخو کې، د خلیج ګرمه او مرطوبه هوا شمال‌ختیځې برخې ته پمپ کوي او په پایله کې ډېرو ختیځو ایالتونو ته ګرمه او مرطوبه هوا جوړېږي.[۱۰]

روغتیايي اغېزې

[سمول]

د تودوخې شاخص، هغه معیار دی چې کله نسبي رطوبت له رښتینې تودوخې سره په پام کې نیول کېږي، دا معیار د تودوخې د څومره‌والي کچه ښيي. هایپرترمیا یا ګرمي وهل د پرله پسې لوړې تودوخې او رطوبت د دورو په جریان کې ډېرعمومي کېږي. د لوړ عمر لرونکي کسان، ډېر کوچني ماشومان او هغه کسان چې ناروغ وي یا ډېر وزن لري، له ګرمۍ سره پر اړوندو ناروغیو د اخته کېدو له ډېر خطر سره مخامخ دي. په اوږدمهالو ناروغیو اخته او ډېر عمر لرونکي کسان تر ډېره تجویز شوي درمل (لکه دیورتیک، انتي کولینرژيک، انتي سایکوتیک او د لوړ فشار ضد درمل) کاروي چې دغه کار د تودوخې په دفعه کولو کې د بدن وړتیا ته زیان رسوي.[۱۱]

د تودوخې اذیما چې له امله یې په لاسونو، پښو او ښنګرو کې په لنډمهالي ډول پړسوب را څرګندېږي او عموماً د الډوسټرون هورمون د ترشح په زیاتېدو سره په دغو برخو کې د اوبو بندښت لوړوي. کله چې د محیطي رګونو د پراخېدو او په رګونو کې د وینې له کم جریان سره ترکیب شي، په اندامونو پورې په اړوندو برخو کې اضافي مایع راټولېږي. د تودوخې اذیما معمولاً په څو ورځو کې وروسته له هغه حل کېږي چې کله ناروغ له ګرم چاپېریال سره عادت شي. په دې برخه کې هېڅ درملنې ته اړتیا نه‌شته، خو محافظتي جرابې اغوستل او د پښو پورته خوا ته نیول به د اذیما په کمولو کې مرسته وکړي.

د تودوخې له امله د مړینو کچه

[سمول]

په متحدو ایالتونو کې د تودوخې څپې د هوا له امله د پېښو تر ټولو وژونکی ډول دی. په متحدو ایالتونو کې د ۱۹۹۲ او ۲۰۰۱ ز کلونو تر منځ د ډېرې ګرمۍ له امله ۲۱۹۰ کسان مړه شوي وو، په داسې حال کې چې په دې دوره کې د سېلابونو له امله ۸۸۰ او د توپانونو له امله ۱۵۰ کسان مړه وو. په متحدو ایالتونو کې د تودوخې له امله د مړینې متوسطه شمېره ۵۰۰ کسه دی. د شیکاګو د ۱۹۹۵ز کال د تودوخې څپه د متحدو ایالتونو د تاریخ تر ټولو ناوړه څپه وه چې د پنځو ورځو په جریان کې یې ۷۳۹ کسان ووژل. اریک کلیننبرګ وايي: په متحدو ایالتونو کې د اوړي په موسم کې د هوا له امله د انسانانو مړینه د نورو پېښو، لکه: تندر او برېښنا، باران، سېلابونو، توپان او بوړبوکیو په پرتله ډېره ده. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د روغتیايي پاملرنو د څېړنې او کیفیت د ادارې د راپور پر بنسټ، هر اوړی ۶۲۰۰ امریکایان د ډېرې تودوخې له امله په روغتونونو کې بستر کېږي او هغه کسان چې له ډېر خطر سره مخ دي، یا بېوزله دي او یا یې عمر لوړ دی. په ۲۰۰۳ ز کال کې د تودوخې د څپې له امله په اروپا کې ۷۰۰۰۰ کسان مړه شول. د ۲۰۱۵ ز کال په جون میاشت کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان د تودوخې د سختې څپې له امله، چې له ۴۹ سانتي ګرېد (۱۲۰ فارنهایټ) لوړه وه، ووژل شول. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچینې

[سمول]
  1. "heatwave noun - Definition". gcunoxfohoarnersdictionaries.com.
  2. Meehl, G. A (2004). "More Intense, More Frequent, and Longer Lasting Heat Waves in the 21st Century". Science. 305 (5686): 994–7. Bibcode:2004Sci...305..994M. doi:10.1126/science.1098704. PMID 15310900.
  3. Robinson, Peter J (2001). "On the Definition of a Heat Wave". Journal of Applied Meteorology. 40 (4): 762–775. Bibcode:2001JApMe..40..762R. doi:10.1175/1520-0450(2001)040<0762:OTDOAH>2.0.CO;2.
  4. Frich, A.; L.V. Alexander; P. Della-Marta; B. Gleason; M. Haylock; A.M.G. Klein Tank; T. Peterson (January 2002). "Observed coherent changes in climatic extremes during the second half of the twentieth century" (PDF). Climate Research. 19: 193–212. Bibcode:2002ClRes..19..193F. doi:10.3354/cr019193.
  5. Glickman, Todd S. (June 2000). Glossary of Meteorology. Boston: American Meteorological Society. ISBN 978-1-878220-49-3.
  6. "Heat wave | meteorology". Encyclopedia Britannica (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2019-04-01.
  7. US Department of Commerce, NOAA. "NWS JetStream - Heat Index". www.weather.gov (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2019-02-09.
  8. Lau, N; Nath, Mary Jo (2012). "A Model Study of Heat Waves over North America: Meteorological Aspects and Projections for the Twenty-First Century". Journal of Climate. 25 (14): 4761–4784. Bibcode:2012JCli...25.4761L. doi:10.1175/JCLI-D-11-00575.1.
  9. "Heat Index". US National Weather Service.
  10. "Heat Index". Pasquotank County, NC, U. S. Website. Archived from the original on 18 March 2012.
  11. "Extreme Heat". FEMA:Are You Ready?. Archived from the original on 5 August 2006. نه اخيستل شوی 27 July 2006.
  12. "Hot Weather Tips and the Chicago Heat Plan". About.com. نه اخيستل شوی 27 July 2006. {{cite web}}: Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help)ساتل CS1: url-status (link)
  13. Basu, Rupa; Jonathan M. Samet (2002). "Relation between Elevated Ambient Temperature and Mortality: A Review of the Epidemiologic Evidence". Epidemiologic Reviews. 24 (2): 190–202. doi:10.1093/epirev/mxf007. PMID 12762092.
  14. Near-Fatal Heat Stroke during the 1995 Heat Wave in Chicago. Annals of Internal Medicine Vol. 129 Issue 3
  15. Klinenberg, Eric (2002). Heat Wave: A Social Autopsy of Disaster in Chicago. Chicago, IL: Chicago University Press. ISBN 978-0-226-44321-8.
  16. Dead Heat: Why don't Americans sweat over heat-wave deaths? By Eric Klinenberg. Slate.com. Posted Tuesday, 30 July 2002
  17. Floods, Tornadoes, Hurricanes, Wildfires, Earthquakes... Why We Don't Prepare By Amanda Ripley. Time. 28 August 2006.
  18. Most People Struck Down by Summer Heat Are Poor Newswise, Retrieved on 9 July 2008.
  19. Robine, Jean-Marie; Cheung, Siu Lan K; Le Roy, Sophie; Van Oyen, Herman; Griffiths, Clare; Michel, Jean-Pierre; Herrmann, François Richard (2008). "Death toll exceeded 70,000 in Europe during the summer of 2003". Comptes Rendus Biologies. 331 (2): 171–8. doi:10.1016/j.crvi.2007.12.001. PMID 18241810.
  20. Haider, Kamran; Anis, Khurrum (24 June 2015). "Heat Wave Death Toll Rises to 2,000 in Pakistan's Financial Hub". Bloomberg News. نه اخيستل شوی 3 August 2015.
  21. Mansoor, Hasan (30 June 2015). "Heatstroke leaves another 26 dead in Sindh". Dawn. نه اخيستل شوی 9 August 2015.