د برک اوباما ولسمشري
د برک اوباما خدمت د متحده ایالاتو د ۴۴م ولسمشر په توګه د ۲۰۰۹ ز کال د جنوري په شلمه نېټه د نوموړي د ولسمشرۍ د مراسمو له لومړۍ پرانیستې سره پیل او د ۲۰۱۷ ز کال د جنوري په شلمه ڼېټه پای ته ورسېد. اوباما چې د الینوز ایالت اوسېدونکی دی، د ۲۰۰۸ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې د جمهوري غوښتونکي نوماند جان مکین په وړاندې له پرېکنده بریا وروسته د ولسمشرۍ دنده پیل کړه. څلور کاله وروسته د ۲۰۱۲ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې جمهوري غوښتونکی نوماند میټ رامني ته ماتې ورکړه او د دویم ځل لپاره یې ټاکنې وګټلې. جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ چې د ۲۰۱۶ ز کال ولسمشریزې ټاکنې یې وګټلې، د اوباما ځایناستی شو. اوباما لومړی افریقایي اصله امریکایي ولسمشر، لومړی ګډ نژاده ولسمشر، لومړی غیر سپین پوسته ولسمشر او لومړی ولسمشر و چې په هاوايي کې یې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي.
د اوباما د لومړۍ دورې کړنې نړیوال مالي ناورین پروړاندې غبرګون و، چې د پانګې اچولو د هڅونې یوه لویه بسته یې له ځانه سره درلوده، د بوش د ادارې د مالیاتو کمښت یې یوڅه و غځاوه، د روغتیا پاملرنې د اصلاحاتو قانون یې را منځ ته کړ، د مالي مقرراتو د اصلاحاتو لوی قانون یې را منځ ته کړ او په عراق کې یې د متحده ایالاتو پراخ پوځي شتون ته د پای ټکی کېښود. اوباما الینا کاګن او سونیا سوتومایر د سترې محکمې د قاضيانو په توګه وګومارل، چې سوتومایر په ستره محکمه کې لومړنۍ هسپانوي امریکایي قاضي شوه. دیموکراتانو تر هغه د کانګرس دواړه مجلسونه تر کنټرول لاندې درلودل، چې جمهوري غوښتونکو د ۲۰۱۰ ز کال په ټاکنو کې د استازو په مجلس کې اکثریت ترلاسه کړ. اوباما او د کانګرس جمهوري غوښتونکي استازي له ټاکنو وروسته د حکومت د لګښتونو د کچې او د پور د سقف (تر ټولو لوړه کچه) په اړه په اوږدمهاله خنډ سره مخامخ شول. د ترهگرۍ په وړاندې د اوباما د ادارې سیاست، د بوش د بلواګرۍ ضد بڼه، د هوایي بریدونو پراخول او د ځانګړو ځواکونو پراخه کارول او د کوربه حکومتونو پر پوځونو ډېر تکیه وو. د اوباما ادارې هغه پوځي عملیات په لاره واچول چې د ۲۰۱۱ ز کال د می په دویمه نېټه د اسامه بن لادن د وژلو لامل شول.
نوموړي په خپله دویمه دوره کې د اقلیم د بدلون پروړاندې ګامونه پورته کړل، د اقلیم لوی نړیوال تړون او د کاربن د خپرېدو د کمښت اجرائیوي فرمان یې لاسلیک کړ. هغه په خپله لومړۍ دوره کې د ارزانه روغتیایي پاملرنې قانون او نورو قوانینو د پلي کولو مشري هم وکړه او د ایران او کیوبا سره یې د جوړجاړي په اړه خبرې وکړې. د نوموړي د دوهمي دورې په اوږدو کې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر په پراخه کچه کم شو، که څه هم د اوباما د ولسمشرۍ په موده کې امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شول. د ۲۰۱۴ ز کال له ټاکنو وروسته جمهوري غوښتونکو د سنا کنټرول ترلاسه کړ او اوباما د کانګرس د جمهوري غوښتونکو سره د حکومتي لګښتونو، کډوالۍ، قضايي ګومارنو او نورو ستونزو په اړه لاس او ګریوان و.
د ۲۰۰۸ ز کال ټاکنې
[سمول]په سنا کې د الینوز ایالت په استازیتوب د ۲۰۰۴ ز کال د ټاکنو له ګټلو وروسته، اوباما اعلان وکړ چې نوموړی به د ۲۰۰۷ ز کال په فبروري کې د ولسمشرۍ لپاره ډګر ته راځي. د ۲۰۰۸ ز کال د ډیموکراتانو په لومړیو ټاکنو کې اوباما د سناتورې او پخوانۍ لومړۍ مېرمنې هیلري کلنټن سره مخامخ شو. د ډیلاویر څخه سناتور جو بایډن او پخوانی سناتور جان اېدوارډز په ګډون څو نورو نوماندانو هم د سیالۍ ډګر ته را ودانګل، خو دا نوماندان د لومړیو ګوندي ټاکنو په پایله کې له سیالۍ ووتل. اوباما د جون په میاشت کې د وروستیو لومړیو ګوندي ټاکنو په ورځ، د استازو د اکثریت په ګټلو سره، د دواړو ژمنو استازو او سترو استازو په ګډون، خپله نوماندي پیاوړې کړه. اوباما او بایډن، چې اوباما د خپل مرستیال په توګه وټاکه، د ۲۰۰۸ ز کال د اګست په میاشت کې د ډیموکرات ملي کنوانسیون د دیموکرات ټکټ په توګه نوماند شول. [۱][۲]
د جمهوري غوښتونکي د ولسمشر جورج ډبلیو بوش د مودې په پای ته رسېدو سره، جمهوري غوښتونکو د اریزونا سناتور جان مکین د ولسمشرۍ لپاره نوماند کړ. اوباما په ټول ټاکنو کې د ۵۲.۹ سلنه عمومي رایو او د ۵۳۸ ټاکنیزو رایو څخه د ۳۶۵ رایو په ترلاسه کولو سره مکین ته ماتې ورکړه. دیموکراتانو د کانګرس په ټاکنو کې د کانګرس په دواړو مجلسونو کې خپل اکثریت پیاوړ کړ او د استازو د مجلس رئیسه نانسي پلوسي او د سنا د اکثریت مشر هیري ریډ دواړه په خپلو چوکیو کې پاتې شول. جمهوري غوښتونکي جان بوینر او میچ مک کانیل په ترتیب سره د جرګې د اقلیت مشر او د سنا د اقلیت مشر په توګه خپلو دندو ته دوام ورکړ.
د لېږد دوره او پرانیسته
[سمول]که څه هم د اوباما له ټاکنو وروسته د ۲۰۰۸ ز کال په می میاشت کې د واک د لېږد د پلان د پیلولو لپاره کریس لو غوره کړی و، خو د ولسمشرۍ د لېږد دوره د ۲۰۰۸ ز کال د نومبر په میاشت کې اوباما پیل شوه. جان پوډیستا، والیري جارټ او پیټ راوس د مرستیالانو په توګه د اوباما-بایډن د لېږد د کارونو مشري کوله. اوباما د واک د لېږد په موده کې د خپلې کابینې او ادارې لپاره نوماندان اعلان کړل. د کانګرس غړي رام ایمانویل د ۲۰۰۸ ز کال په نومبر کې د سپینې ماڼۍ د چارو د رئیس په توګه د خدمت لپاره د اوباما وړاندیز قبول کړ. د اوباما د پرانیستې مراسم د ۲۰۰۹ ز کال د جنورۍ پر شلمه نېټه ترسره شول او د جورج ډبلیو بوش ځای ناستی شو. نوموړي د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو په رسمي ډول د ولسمشرۍ دنده په غاړه واخیسته او په ۱۲:۰۵ بجو یې د لوړې مراسم بشپړ کړل. له لوړې وروسته نوموړي سملاسي خپله پرانیستې وينا وړاندې کړه. د اوباما د لېږد ډله د بوش د ادارې د وتلو د لېږد د ډلې په پرتله، په ځانګړې توګه د ملي امنیت په برخه کې، خورا وړیالې وه او د بوش-اوباما د لیږد ځینې کړنې وروسته د قانون په بڼه را منځ ته شوې. [۳][۴][۵][۶]
سرچینې
[سمول]- ↑ "Obama: I will be the Democratic nominee". CNN. June 3, 2008. نه اخيستل شوی June 4, 2008.
- ↑ Pearson, Rick; Long, Ray (February 10, 2007). "Obama: I'm running for president". Chicago Tribune. Archived from the original on August 13, 2007. نه اخيستل شوی September 20, 2008.
- ↑ Berman, Russell (April 22, 2016). "The Most Important Takeover of Any Organization in History". The Atlantic. نه اخيستل شوی August 19, 2016.
- ↑ Baker, Peter; Zeleny, Jeff (November 6, 2008). "For Obama, No Time to Bask in Victory As He Starts to Build a Transition Team". The New York Times. نه اخيستل شوی December 17, 2008.
- ↑ United States Constitution. "20th Amendment to the United States Constitution". نه اخيستل شوی January 21, 2009.
- ↑ "Obama Signs First Presidential Proclamation". CNN. January 20, 2009. Archived from the original on March 2, 2014. نه اخيستل شوی January 20, 2009.