د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان OECD
د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان یا OECD (په فرانسوي ژبه: Organization de Cooperation et de Developpement Économiques, OCDE) ۳۸ هېوادونه غړي لري او یو بین الحکومتي سازمان ده، چې په ۱۹۶۱ ز کال کې د اقتصادي پرمختګ او نړیوالې سوداګرۍ د لا ودې په موخه تأسیس شو. دا سازمان داسې یوه ټولګه او مجموعه ده چې ټول غړي یې هغه هېوادونه دي، چې ځانونه دموکراسۍ او د بازار اقتصاد ته ژمن بولي او په ګډه د سیاسي پالیسیو اړوند تجربو د پرتله کولو، د ګډو ستونزو لپاره ځواب لټولو، د ګټور طریقو او ښه کړنلارو پېژندلو او دغه راز د دې سازمان د غړو هېوادونو د کورنیو او بهرنیو سیاستونو د همغږي کولو لپاره ښه زمینه او پلېټ فارم برابروي. د OECD زیاتره غړي هغه هېوادونه دي، چې لوړ عاید لرونکی اقتصاد او دغه راز د بشري پراختیا اړوند شاخصونو یا HDI لوړه درجه لري او د پرمختللو هېوادونو په توګه بلل کېږي. د OECD سازمان غړي هېوادونه له ۲۰۱۷ ز کاله تر دې دمه د خریدارۍ ځواک په وړاندې په ټولیز ډول ۶۲.۲ سلنه د نړۍ ناخالصه تولیدات نومول شوې برخه (۴۹.۶ تریلیونه امریکایي ډالر) او ۴۲،۸ سلنه د نړۍ ناخالصه داخلي تولید (۵۴،۲ تریلیونه نړیوال ډالر) ځواک جوړوي، دغه راز د OECD سازمان د ملګرو ملتونو اړوند سازمان رسمي څارونکی هم دی. [۱][۲][۳][۴]
د اروپا د اقتصادي همکارۍ سازمان یا OEEC په ۱۹۴۸ ز کال کې د فرانسوي روبرت مارجولین په مشرۍ د مارشال اړوند طرحې (چې د شوروي اتحاد او د هغه شاوخوا هېوادونو په وسیله رد شوه) د عملي کولو په برخه کې د مرستې لپاره رامنځته شو. دا موخه به د امریکې د متحده ایالتونو د مالي مرستو په ځانګړي کولو او دغه راز له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته د اروپا د بیارغونې په برخه کې د اقتصادي پروګرامونو په پلي کولو سره ترلاسه شي. د اروپا د اقتصادي همکارۍ سازمان OEEC په ۱۹۶۱ ز کال کې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا په سازمان OECD بدل شو او د غړیتوب امتیاز یې غیر اروپایي هېوادونو ته هم وغځول شو.[۵][۶][۷][۸][۹]
د اقتصادي همکارۍ او پراختیا په سازمان OECD مرکزي دفتر د فرانسې هېواد پاریس ښار په Chateau de la Muette برخه کې ده. د دې سازمان بودجه په بېلابېلو نرخونو او سهمونو سره د غړو هېوادونو په مرسته تمویل کېږي او ټوله بودیجه یې په ۲۰۱۹ ز کال کې ۳۸۶ میلیونه یورو وه. [۱۰]
د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان یا OECD د خپلو کلنیو ارزونو، بېلابېلو انتشاراتو او د غړو هېوادونو د درجه بندۍ په اساس یې تر ډېره د اقتصادي معلوماتو یا ارقامو د خپراوي یوې اغېزمنې سرچینې په توګه پېژندل کېږي. [۱۱]
مخینه / تاریخ
[سمول]د اروپا د اقتصادي همکارۍ سازمان
[سمول]د اروپا د اقتصادي همکارۍ سازمان (OEEC) له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته د اروپا د بیارغونې لپاره په ۱۹۴۸ ز کال کې د مارشال اړوند طرحې په اډانه کې د امریکا او کانادا د مرستو مدیریت لپاره جوړ شو. دغه راز له جګړې وروسته د بیارغونې په برخه کې د چین او کوریا له جنګ ځپلو جمهوریتونو سره هم دېته ورته مرستې وشوې، خو د مارشال په نامه نه وې. دې سازمان د ۱۹۴۸ ز کال د اپریل میاشتې په ۱۶مه نېټه خپل فعالیت پیل کړ او په ۱۹۴۷ ز کال کې د مارشال په نامه طرحې د چمتو کولو لپاره د اروپا د اقتصادي همکارۍ اړوند کمیټې په وسیله د ترسره شویو کارونو څخه پیل شو. له ۱۹۴۹ ز کال راهیسې د دې سازمان مرکزي دفتر د فرانسې هېواد پاریس ښار په Chateau de la Muette سیمه کې موقعیت لري. د مارشال طرحې له بشپړېدو وروسته د اروپا د اقتصادي همکارۍ اړوند سازمان OEEC په اقتصادي مسائلو متمرکزه شو.[۱۲]
د اروپا د اقتصادي همکارۍ سازمان په ۱۹۵۰ ز لسیزه کې د یوې آزادۍ سوداګریزې اروپایي ساحې رامنځته کولو اړوندو شرایطو د ټاکلو په موخه د خبرو اترو یو بهیر او چوکاټ چمتو کړ، ترڅو د اروپا اقتصادي ټولنه چې له شپږو هېوادونو جوړه شوې او د OEEC نور غړي یې په څو اړخیزه توګه سره راټول کړي. په ۱۹۵۸ ز کال کې د اروپا د اټومي انرژۍ اژانس د OEEC تر چتر او نظر لاندې تأسیس او رامنځته شو. [۱۳]
د اروپا د بیارغونې کارونه د ۱۹۵۰ ز لسیزې په پای کې په ښه او اغېزمنه توګه ترسره شول، یو شمېر مخکښو هېوادونو داسې وپتیله چې د OEEC سازمان خپلې موخې ته رسیدلی دی؛ خو کېدای شي د یو نړیوال ماموریت ترسره کولو لپاره تظیم او برابر شي. دا یو ستونزمن کار و او بالاخره د پاریسک په مجستیک هوټل کې تر څو بېلابېلو ناستو وروسته، چې د ۱۹۶۰ ز کال په جنوري کې پیل شوې وې د داسې یو بنسټ رامنځته کولو ه سر پرېکړه وکړه، چې نه یوازې د اروپا او اطلس سمندر اقتصادي مسایل به ارزوي، بلکې یو شمېر سیاستونه به هم ترتیب او تنظیموي. د دې سازمان له مخ پر ودې یا کمه اندازه پرمختللو هېوادونو سره مرسته بیا پشل شوه د امریکې متحده ایالات او کانادا یې چې مخکې د OEEC ناظرین و، هغوی به یې د بشپړو غړو په توګه په مدیره پلاوي کې شاملول. همدارنګه له راوستلو سره سم یې د جاپان راوستلو ته هم کار وکړ. [۱۴]
تأسیس او رامنځته کېدل
[سمول]د اروپا د اقتصادي ټولنې رامنځته کولو لپاره د روم د ۱۹۵۷ ز کال له معاهدو وروسته د OEEC د اصلاح او سمون لپاره د اقتصادي همکاري او پراختیا اړوند سازمان کنوانسیون تنظیم شو. دا کنوانسیون د ۱۹۶۰ ز کال په دسمبر میاشت کې لاسلیک شو او د ۱۹۶۱ ز کال په سپتمبر میاشت کې OECD په رسمي توګه دOEEC ځایناستی شو. دا کنوانسیون د OEEC د بنسټ ایښودونکو اروپایي هېوادونو، امریکا او کانادا هېوادونو څخه جوړ شوی و. هالند، لوګزامبورک او ایتالیا درې هېوادونو د OECD کنوانسیون ټول OEEC غړي د ۱۹۶۱ ز کال له سپتمبر څخه وروسته تصویب کړل؛ خو بیا هم بنسټ ایښودونکي غړي بلل کېږي. د دې سازمان رسمي بنسټ ایښودونکي په لاندې ډول دي:
- اتریش
- بلجیم
- کانادا
- دنمارک
- فرانسه
- آلمان
- یونان
- آیسلند
- آیرلند
- ایټالیا
- لوګزامبورک
- نیدرلند
- ناروې
- پرتګال
- هسپانیا
- سویډن
- سویتزرلند
- ترکیه
- انګلستان
- متحده ایالات
د راتلونکو ۱۲ کلونو په لړ کې جاپان، فنلند، اسټرالیا او نیوزیلینډ هېوادونه هم له دې سازمان سره یوځای شول. یوګوسلاویا هېواد د OECD له رامنځته کېدو څخه تر منحل کېدو پورې یې د یو نظارت کوونکي هېواد په توګه دې سازمان کې بلل کېده.[۱۵]
د OECD سازمان یو شمېر نورې اداې یا آژانسونه لکه د OECD پراختیایي مرکز (۱۹۶۱)، د انرژۍ نړیواله اداره (IEA، ۱۹۷۴) او د پیسو مینځلو په هکله د مالي اقداماتو ځانګړې ډلې اړوند ادارې رامنځته کړې.
د ملګرو ملتونو اړوند سازمان د بېلابېلو سازمانونو او ادارو په خلاف، OECD د "organisation" لیکلې بڼه له یو «s» توري سره کاروي حال دا چې په نورو برخو کې «z» توری «organization» کارول کېږي (ise / ize وګورئ).
مرکزي اروپا ته پراختیا
[سمول]د ۱۹۸۹ ز کال له انقلابونو وروسته په ۱۹۸۹ ز کال کې OECD د مرکزي اروپا له هیوادونو (په ځانګړې توګه د Visegrád ډلې اړوند هېوادونو سره) سره د مرستې لړۍ د بازار د اقتصاد اړوندو اصلاحاتو او سمون لپاره پیل کړه. په ۱۹۹۰ ز کال کې له بدلیدونکو اروپایي اقتصادونو سره د همکارۍ مرکز (چې اوسمهال له غیر غړو هېوادونو سره د همکارۍ مرکز یې ځایناستی شوی دی) پرانیستل شو. دغه راز په ۱۹۹۱ ز کال کې د «بدلېدونکو شریکانو» پروګرام د چکسلواکیا، مجارستان او لهستان په ګټه پیل شو، همدارنګه دا پروګرام د دې هېوادونو لپاره د غړیتوب برخه هم درلوده. په پایله کې لهستان، مجارستان، د چک او سلواکیا جمهوریت او دغه راز مکزیک او جنوبي کوریا د ۱۹۹۴ تر ۲۰۰۰ ز کلونو په لړ کې د OECD غړي شول.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
اصلاحات او لا ډېره پراختیا
[سمول]یو شمېر اروپایي هېوادونه چې اوسمهال د اروپايي ټولنې غړي دي، په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې له دې سازمان سره د یوځای کېدو په برخه کې خپله لېوالتیا وښوده. په ۱۹۹۵ ز کال کې قبرس هېواد دې سازمان کې د غړیتوب غوښتنه وکړه؛ خو د قبرس د دولت په وینا د ترکیې هېواد په وسیله ویټو شو. دغه راز په ۱۹۹۶ ز کال کې د استونیا، لاتویا او لیتوانیا هېوادونو یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه، چې د دې اعلامیې په ترڅ کې یې په OECD کې غړیتوب ته لیوالتیا وښوده. همدارنګه سلووینیا هم په همدې کال کې دې سازمان کې غړیتوب غوښتنه وکړه. په ۲۰۰۵ ز کال کې د مالټا هېواد دې سازمان سره د یوځای کېدو غوښتنه وکړه. اروپایي ټولنه په دې سازمان کې د ټولو اروپایي هېوادونو د غړي کېدو لپاره لابي ګري کوي. په ۲۰۱۲ ز کال کې د رومانیا هېواد لومړي وزیر ویکتور پونتا د یوه لیک له لارې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان OECD د هغه وخت عمومي مشر خوزه آنجل ګوریا څخه په ټینګار سره دې سازمان کې د غړیتوب په برخه کې په خپله لیوالتیا ټینګار وکړ. د ۲۰۱۲ ز کال په سپتمبر میاشت کې د بلغارستان دولت دا تایید کړه چې په دې سازمان کې د غړیتوب لپاره به د OECD په اداره کې خپله غوښتنه ثبت کړي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان یا OECD یوه کاري ډله جوړه کړه، چې سفیر سیچیرو نوربرو یې مشري کوله او موخه یې دا وه، ترڅو د پراختیا په برخه له هغو هېوادونو سره یوه طرحه جوړه کړي، چې د دې سازمان غړي نه و. دې کاري ډلې څلور معیارونه تعریف او بیان کړل، چې باید مراعت شي؛ «همغږي او همفکري، د پام وړ لوبغاړی، متقابله ګټې او نړېوال ملاحظات.» [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ "List of OECD Member countries – Ratification of the Convention on the OECD". OECD. نه اخيستل شوی 9 June 2018.
- ↑ "World Economic Outlook Database". International Monetary Fund. 17 April 2018.
- ↑ "Report for Selected Country Groups and Subjects (PPP valuation of country GDP)". IMF. نه اخيستل شوی 9 May 2018.
- ↑ "Intergovernmental Organizations". un.org.
- ↑ "Organisation for European Economic Co-operation". OECD. نه اخيستل شوی 29 November 2011.
- ↑ "Soviet Union rejects Marshall Plan assistance This Day in History — 7/2/1947". History.com. نه اخيستل شوی 30 May 2013.
- ↑ "The Economic Cooperation Authority". Marshallfoundation.org. Archived from the original on 17 February 2007. نه اخيستل شوی 30 May 2013.
- ↑ "What is the OECD? Definition and Meaning". marketbusinessnews.com. نه اخيستل شوی 6 December 2017.
- ↑ "Organisation for European Economic Co-operation". OECD. نه اخيستل شوی 6 December 2017.
- ↑ "Getting to the OECD". OECD. نه اخيستل شوی 28 April 2016.
- ↑ "Organisation for Economic Co-operation and Development". Encyclopedia Britannica (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2020-09-08.
- ↑ Christopher, Warren (1998). In the stream of history: shaping foreign policy for a new era. Stanford University Press. p. 165. ISBN 978-0-8047-3468-4.
- ↑ "Organisation for European Economic Co-operation". OECD. نه اخيستل شوی 29 November 2011.
- ↑ "A majestic start: How the OECD was won, in OECD Yearbook 2011". OECD Observer. نه اخيستل شوی 30 May 2013.
- ↑ "History of relations between Slovenia and the OECD". Ministry of Foreign Affairs of Slovenia. نه اخيستل شوی 31 October 2010.[مړه لينکونه]
- ↑ "History of relations between Slovenia and the OECD". Ministry of Foreign Affairs of Slovenia. نه اخيستل شوی 31 October 2010.[مړه لينکونه]
- ↑ "The Czech Republic in the OECD". Permanent Delegation of the Czech Republic to the OECD.
- ↑ "South Korea joins OECD". Chicago Tribune. 25 October 1996. Archived from the original on 12 October 2013. نه اخيستل شوی 3 August 2013.
{{cite web}}
: Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help) - ↑ "A vision for Poland: Joining the world's most advanced". OECD. 23 November 2006. نه اخيستل شوی 3 August 2013.
- ↑ "Slovenia and the OECD". OECD. نه اخيستل شوی 31 March 2012.
- ↑ "International Organisations – Turkey's attempts to exclude Cyprus' membership". Cyprus Ministry of Foreign Affairs. September 2010. Archived from the original on 16 September 2011. نه اخيستل شوی 4 November 2011.
- ↑ "Malta applies to join OECD as full member". Maltamedia. 24 September 2005. نه اخيستل شوی 4 November 2011.
- ↑ "Ministry of Foreign Affairs of Latvia: Co-operation between the OECD and Latvia". Ministry of Foreign Affairs of Latvia. 19 December 2006. نه اخيستل شوی 4 November 2011.
- ↑ "Bulgarian Govt to Confirm OECD Membership Bid". Novinite. 25 September 2012. نه اخيستل شوی 25 September 2012.
- ↑ "Romania's candidacy for OECD membership" (Press release). Romanian Ministry of Foreign Affairs. نه اخيستل شوی 30 May 2013.
- ↑ Beatty, Andrew. "EU gives ground in OECD membership battle". European Voice. نه اخيستل شوی 30 May 2013.
- ↑ "Statement by the OECD regarding the status of the accession process with Russia & co-operation with Ukraine" (Press release). OECD. 13 March 2014. نه اخيستل شوی 5 July 2018.
- ↑ "OECD halts membership talks with Russia". Ledger-Enquirer. 13 March 2014. Archived from the original on 13 March 2014. نه اخيستل شوی 5 July 2018.
- ↑ "Chile's accession to the OECD". OECD. 7 May 2010. نه اخيستل شوی 7 May 2010.
- ↑ "OECD Council Resolution on Enlargement and Enhanced Engagement". OECD. 16 May 2007. نه اخيستل شوی 31 May 2013.