Jump to content

د اطلاعاتو ازادي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د اطلاعاتو ازادي د يو شخص يا خلکو د اطلاعاتو د خپرولو يا ورڅخه د ګټې اخيستنې ازادي ده. اطلاعاتو ته لاسرسی په اغېزناک ډول د معلوماتو د غوښتلو، تر لاسه کولو او ورکولو په موخه د يو شخص وړتيا ته وايي. دا ځيني وختونه پوهنيزه، طبيعي او دوديزه پوهه، د اطلاعاتو ازادي، د پرانيستي نړيوال جال (انټرنيټ) او پرانيستو معيارونو په ګډون د پرانيستې پوهې د سرچينو جوړول او د لومړنيو معلوماتو پرانيستی لاسرسی او د لاسرسي وړتيا، د ګڼيال (ډيجيټلي) ميراث ساتنه، د لاسرسي وړ ژبو کې لکه سيمه ييزې منځپانګې ته د لاسرسي خپرولو په شان کلتوري او ژبني راز راز والې يا تنوع ته درناوی، د ټول عمر يا عمرمهالې او برېښنايي زده کړې په ګډون ټولو لپاره معياري زده کړې، د نويو رسنيو او د لوست معلومات او مهارتونه خپرول او د مهارتونو، زده کړو، جنډر، عمر، توکم، قوميت او د معلوليت لرونکو وګړو له لورې د لاسرسي وړتيا پر بنسټ د نابرابريو په ډاګه کولو په ګډون پر ليکه ټولنيز راګډون او د موبايل، انټرنيټ د پراخه کړۍ جوړښتونو په ګډون د اړيکې او د اطلاعاتو او اړيکو ټيکنالوژۍ د زغم وړ پرمختګ رانغاړي. [۱][۲]

د اطلاعاتو د پرانېستي خپراوي او د اطلاعاتو د ازادۍ د رسمي قوانينو له لارې دولتي اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی حکومت کې په پراخ ډول د ديموکراسۍ او بشپړتيا يوه مهمه بنسټيزه جوړښتي برخه ګڼل کېږي. [۳]

مايکل بکلېنډ (Michael Buckland) شپږ ډوله خنډونه راپېژني، چې بايد اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه له مخې لرې شي. ياد خنډونه د سرچينې تشخيص، د سرچينې شتون، د اطلاعاتو چمتو کونکي لپاره د کارونکي بيه، ادراکي لاسرسی او منښت يا د منلو وړتيا دي. په داسې حال کې چې اطلاعاتو ته لاسرسی، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، د پوهېدلو حق او د اطلاعاتو ازادي ځيني وختونه د يو بل پر ځای (مترادف) کارلو کېږي، چې بېلابېل اصطلاحات بايده ده، چې د مسئلې ځانګړي مګر اړوند اړخونه روښانه کړي. [۴]

د اطلاعاتو ازادي د بيان په ازادۍ پورې تړلې ده، چې هرې ارتباطې وسيلې ته پلې کېدلی شي؛ هغه که وييز، ليکنيز، چاپي، برېښنايي او يا د هنري بڼو له لارې وي. دا په دې معنا چې د بيان د ازادۍ ساتنه د يو حق په توګه يوازې منځپانګه او د بيان وسيلې هم رانغاړي. د اطلاعاتو ازادي يو بېل مفهوم دی، چې ځيني وختونه د انټرنټ او معلوماتي ټيکنالوژۍ په برخه کې محرميت له حق سره په ټکر کې راځي. په همدې ډول د بيان د ازادۍ په حق سره د محرميت حق يو پېژندل شوی انساني حق دی او د اطلاعاتو ازادي د دې حق د پراختيا په توګه عمل کوي. د انګليستان حکومت دا نظريه د بيان د ازادۍ د پراختيا او يو بنسټيز انساني حق په توګه منلې ده او په نړيوال قانون کې هم پېژندل شوې نظريه ده. د ادبي غلا اړوند د متحده ايالتونو او نړيوال ګوند يا ډلې سياسي کړنلارې يا دريځونه رامنځته کړي دي، چې په پراخ ډول د اطلاعاتو د ازادۍ مسايلو پر بنسټ دي. [۵][۶][۷][۸]

برخه

[سمول]

انټرنټ ته د لاسرسي برخه کې د پام وړ زياتوالی شته، چې په ۲۰۱۴ ز کال کې يوازې له درې ميليونو څخه زياتو کارونکو ته ورسېد، چې نړۍ د نفوس نږدې ۴۲ سلنه جوړوي. مګر له ګڼيال (ډيجيټل) وېش څخه د نړۍ نيمايي نفوس لا هم بې برخې دی. د نفوس ياده کچه په ځانګړي ډول ښځې او نجونې او همدرانګه په افريقا، لږ پرمختللو هېوادونو او همدارنګه د کوچني ټاپو مخ پر وده بېلابېلو دولتونو کې ده. برسېره پر دې، معلوليت لرونکي وګړي د ټيکنالوژيکي وسايلو د جوړښت يا د روزنې او زده کړو د شتون يا نه شتون له لارې ګټه پورته کولی يا لا زيات زيانمنېدلی شي. [۹][۱۰][۱۱]

اطلاعاتو

[سمول]

ګڼيال وېش

[سمول]

اطلاعاتو ته لاسرسی د نړيوال ګڼيال وېش له امله له سترو ستونزو سره مخامخ کېږي. ګڼيال وېش د اطلاعاتو او اړيکو د ټېکنالوژيو د لاسرسي، کارونې يا اغېز يوه اقتصادي او ټولنيزه نابرابري ده. د هېوادونو په منځ کې وېش (لکه په متحده ايالتونو کې د ګڼيال وېش غوندې) ښايي د اشخاصو، کورنيو، سوداګريو يا جغرافيوي سيمو تر منځ نابرابريو ته وويل شي، چې په عادي ډول په بېلابېلو ټولنيز اقتصادي کچو يا د سرشمېرنې اړوند نورو ډولونو کې وي. د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو تر منځ وېش ته د نړيوال ګڼيال وېش وايي، چې پر نړيواله کچه د پرمختللو او مخ پر وده هېوادونو تر منځ ټیکنالوژيکي تشه ازمايي. [۱۲][۱۳][۱۴]

توکميز وېش

[سمول]

که څه هم کمپيوټرونو يا انټرنيټ ته د لاسرسي له کمښت څخه په ټوله کې زياتې ډلې اغېزمنېږي، مګر د رنګ [توکم] ټولنې په ځانګړي ډول د ګڼيال وېش په واسطه په منفي ډول اغېزمنې ګڼل کېږي. دا خبره د بېلابېلو توکمونو او قوميتونو په منځ کې د کور انټرنيټ د لاسرسي د کتنې پر مهال روښانه کېږي. د ٪۷۰ هسپانيايي، ٪۸۶ تور پورستو، ٪۷۲ امريکايي/ هندي/ الاسکايي اصلي اوسېدونکو او ٪۶۸ اصلي د هاوايي او ارام ټاپوګانو له اوسېدونکو سره په پرتلنې،  ٪۸۱ سپين پوستي او ٪۸۳ اسيايان د کور انټرنيټ ته لاسرسی لری. که څه هم عايد د کور انټرنيټ د لاسرسي په توپير کې يو عامل دی، مګر لا هم د ټيټ يا ښکته عايد لرونکو ډلو په منځ کې شته توکميزې او قومي نابرابرۍ شته. د  ٪۵۱ هسپانويانو او ٪۵۰ تور پوستو پر وړاندې د ٪۵۸ ټيټ عايد لرونکو سپين پوستو راپور ورکړل شوی دی، چې د کور انټرنيټ ته لاسرسی لري. ياد معلومات د «ډيجیټل ونه منل: د کور انټرنيټ پر منښت باندې د منظم توکميز توپيري چلند اغېز» تر سرليک لاندې راپور کې ورکړل شول، چې د “Free Press” په نوم واشنګټن ډي سي کې مېشت د عامه ګټې ډلې له لورې خپاره شول. راپور دې پايلې ته رسېږي، چې د بېلابېلو توکمونو او قبيلو د خلکو پر وړاندې د دايمي کوونکي يو اړخيز قضاوت جوړښتي خنډونه او توپيري چلند پر ګڼيال وېش باندې اغېز لرلو کې مرسته کوي. همدارنګه ياد راپور د پايلې په توګه څرګندوي، چې هغوی چې انټرنيټ ته لاسرسی نه لري؛ لا هم ورته لوړه غوښتنه لري او د کور انټرنيټ د لاسرسي په بیه کې کمښت به په عادلانه ګډون کې د زياتوالي لامل شي او د بې برخې شويو دلو په واسطه به د انټرنيټ منښت يا غوره کولو ته وده ورکړي. [۱۵][۱۶]

په توکميز وېش کې ډيجيټلي سانسور او عددي توپيري چلند ليدل کېږي. د کرکې د بيان (Hate-speech) قواعد او همدرانګه د کرکې د بيان د الګوريتم پرليکه کړنلارې لکه فيسبوک په ټولنه کې د ښځو او تورپوستو وګړو په شان د ژۍ ته شويو ډلو په پرتله سپين پوستي نارينه او هغه وګړي خوښ کړي دي، چې د ټولنې په ممتازو ډلو پورې اړه لري. د کورنيو اسنادو په يوه ټولګه کې چې د “ProPulica” له لورې په يوه تر سره شوې پروژه کې راټول شوي وو، د کرکې وينا د توپير او د خوندي ډلو د پېژندنې په اړه د فيسبوک لارښوونو slides څرګند کړل، چې درې ډلې يې مشخص کړې او هرې ډلې ښځينه چلوونکي [د موټر] تورپوستي کوچنيان يا سپين پوستي نارينه لري. کله چې دا پوښتنه وړاندې شي چې د څېرمه ټولګې کومه ډله خوندي ده، سم ځواب يې سپين پوستي نارينه و. د لږه کۍ ډلې ژبه د انساني هغه توپيري چلند له امله د کرکې موندنې د خپلسرو توکو په واسطه په منفي ډول اغېزمنه شوې ده، ياد توپيري چلند په پای کې پرېکړه کوي چې څه شی د کرکې وينا ګڼل کېږي او څه شی نه ګڼل کېږي. [۱۷][۱۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Keystones to foster inclusive Knowledge Societies (PDF). UNESCO. 2015. p. 107.
  2. World Trends in Freedom of Expression and Media Development Global Report 2017/2018. UNESCO. 2018. p. 202.
  3. Schapper, Jake H. M.; McLeod, Sam; Hedgcock, Dave; Babb, Courtney (2020-12-08). "Freedom of Information for Planning Research and Practice in Australia: Examples, Implications, and Potential Remedies". Urban Policy and Research (په انګليسي). 39: 106–119. doi:10.1080/08111146.2020.1853522. ISSN 0811-1146. S2CID 230563404.
  4. "Access to information". people.ischool.berkeley.edu. نه اخيستل شوی 11 June 2018.
  5. Andrew Puddephatt, Freedom of Expression, The essentials of Human Rights, Hodder Arnold, 2005, pg.128
  6. "Protecting Free Expression Online with Freenet - IEEE Internet Computing" (PDF). Archived from the original (PDF) on 2021-11-03. نه اخيستل شوی 2022-06-04. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  7. "What is the Freedom of Information Act?". ico.org.uk (په انګليسي). 2019-04-04. نه اخيستل شوی 2019-08-17.
  8. Downie, James (24 January 2011). "Avast Network, What is the Pirate Party—and why is it helping Wikileaks?". The New Republic.
  9. "Recommendations concerning the promotion and use of multilinguisme and universal access to cyberspace" (PDF). UNESCO.
  10. Souter, David (2010). "Towards Inclusive Knowledge Societies: A Review of UNESCO Action in Implementing the WSIS Outcomes" (PDF). UNESCO.
  11. "Photos" (PDF). UNESCO.
  12. "FALLING THROUGH THE NET: A Survey of the "Have Nots" in Rural and Urban America | National Telecommunications and Information Administration". www.ntia.doc.gov. نه اخيستل شوی 11 June 2018.
  13. Norris, Pippa; Norris, McGuire Lecturer in Comparative Politics Pippa (24 September 2001). Digital Divide: Civic Engagement, Information Poverty, and the Internet Worldwide (په انګليسي). Cambridge University Press. ISBN 978-0-521-00223-3.
  14. Lee, Jaewoo; Andreoni, James; Bagwell, Kyle; Cripps, Martin W.; Chinn, Menzie David; Durlauf, Steven N.; Brock, William A.; Che, Yeon-Koo; Cohen-Cole, Ethan (2004). The Determinants of the Global Digital Divide: A Cross-country Analysis of Computer and Internet Penetration (په انګليسي). Social Systems Research Institute, University of Wisconsin.
  15. Gustin, Sam (2016-12-14). "Systemic Racial Discrimination Worsens the US Digital Divide, Study Says". Vice (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2020-05-20.
  16. https://www.freepress.net/sites/default/files/legacy-policy/digital_denied_free_press_report_december_2016.pdf کينډۍ:Bare URL PDF
  17. Ghaffary, Shirin (15 August 2019). "The algorithms that detect hate speech online are biased against black people". Vox.
  18. Hannes Grassegger; Julia Angwin (28 June 2017). "Facebook's Secret Censorship Rules Protect White Men From Hate Speech But Not Black Children". ProPublica.