بېروت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بېروت د لبنان پلازمېنه او ترټولو لوی ښار دی. له ۲۰۱۴م کال راهیسې بیروت د ۲.۴ میلیون کسانو نفوس درلودونکی دی چې د شام په سیمه کې هغه په دریم لوی ښار بدلوي. دا ښار د لبنان مدیترانې ساحل په منځنۍ ټکي کې واقع ضوی دی. بېروت له ۵۰۰۰ کالو څخه ډېر وخت راهیسې مېشت ځای پاتې شوی او د فوئنیشیا یو له ډېرو غوره ښارونو څخه دی چې هغه یې په نړۍ کې یو له لرغونو ښارونو باندې بدل کړی دی (بریټوس ته مراجعه وکړئ). د بېروت لومړنۍ یادونه د مصر نوې پاچاهۍ د عمارنا لیکونو کې موندل کېږي چې له میلاد څخه مخکې ۱۴مې پېړۍ پورې اړوند دي.[۱]

بېروت د لبنان دولت مرکز دی او د لبنان په اقتصاد کې مرکزي رول لوبوي او ګڼ شمېر بانکونه او شرکتونه په دې ښار کې میشت دي. بېروت د هېواد او سیمې لپاره یو مهم سمندري بندر دی او د نړیوال کېدو څېړنیزې شبلې او د نړۍ ښارونو لخوا د بېتا + ښار په توګه درجه بندي شوی دی. بېروت د لبنان کورنۍ جګړې او د بېروت په بندر کې لویې چاودنې له امله خورا زیان ولید. د ښار کلتوري منظره په اساسي ډول له سره ورغول شوه.[۲][۳][۴][۵]

نومونه[سمول]

د انګلیسي بېروت نوم د عربي بایروت (بیروت) لومړنۍ مخ‌لیکنه ده. د همدې نوم مخ‌لیکنه په فرانسوي کې Beyrouth ده چې ځینې وختونه د فرانسې لخوا د لبنان اشغال وخت کې کارېده. دا عربي نوم له فوئنیشیایي bēʾrūt څخه اخیستل شوی دی. دا د کنعاني او فوئنیشیایي کلمې bīʾrōt وروسته بیا bēʾrūt بدلون وو چې د «څاه» په معنا وه چې په سیمه کې د لاسرسۍ وړ اوبو جدول ته اشاره کوي. دا نوم د لومړي ځل لپاره له میلاد څخه مخکې په څوارلسمه پېړۍ کې ثابت شوی دی، چې د آمارنا لیکونو په میخي اکاډي درې ټابلو ګانو کې، هغه لیکونه چې د پاچا آمونېرا له بېروتا څخه د مصر دریم آمن هوتپ یا څلورم آمن هوتپ ته لېږل شوي دي، ذکر شوی دی. بیروتا د بېبلوس پاچا ریب-هډا په آمارنا لیکنو کې هم ذکر شوی دی.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

یونانیانو دا نوم د Bērytós (په لرغونې یوناني کې: Βηρυτός) په توګه یوناني ته بدل کړ چې رومیانو بیا هغه لاتین Berytus ته بدل کړ. کله چې دا د رومي مستعمرې وضعیت ته ورسېد، په فکري توګه بیاځلې تاسیس شو او د هغه رسمي نوم Colonia Iulia Augusta Felix Berytus ته اصلاح شو ترڅو د خپلې امپراتورۍ ملاتړي هم په کې شامل کړي.

د صلیبیانو په وخت کې، دا ښار په فرانسوي کې د Barut یا Baruth په توګه پېژندل کېده.

مخکې تاریخ[سمول]

بېروت له ۵۰۰۰ کلونو پخوا څخه آباد شوی وو او له ډېر وخت راهیسې په دې سیمه کې مېشت ځایونو شتون درلود. د مخکې تاریخي ګڼ شمېر ځایونه د بېروت په ښاري سیمه کې کشف شوي دي چې د چقمک ډبرې ابزار په متوالي دورو کې څرګندوي چې د هغو مخینه منځنۍ پالئولیټیک او پورتنۍ پالئولیټیک دورې ته او آن د برونز دورې نیولیټیک دورې ته رسېږي.[۱۲]

لومړی بېروت (مینة الحُسن) د لوئیس بورخالتر لخوا د «بېروت ښار» (په فرانسوي کې: Beyrouth ville) په توګه لسټ شو او ویل کېږي چې د بېروت په مرکز د فرانسې سړک کې د اورینټ او باسول هوټلونو ته نږدې ساحل کې قرار لري. دا سایټ د لورټېټ لخوا په ۱۸۹۴م کال کې کشف شوه او د ګوډفروی زوموفن لخوا په ۱۹۰۰م کال کې پرې بحث وشو. له دې سایټ څخه د چقمک دبرې صنعت د Mousterain په توګه توصیف شو او د لیون د ښکلو هنرونو موزیم لخوا ساتل کېږي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د دوهم بېروت (ام الخطیب) سپارښتنه د بورکلټر لخوا وشوه چې د تاریک الجدیده سوېل کې وي، چېرته چې پي اي ګیګوس مس دورې د چقمک ډبرې صنعت کابو ۱۰۰ متره (۳۲۸ فوټه) د سمندر له کچې څخه پورته کشف کړ. دا سایټ په ۱۹۸۴ کې جوړ او تخریب شوی وو.[۱۷]

دریم بېروت (فورن اش-شباک) چې د Plateau Tabet په توګه ذکر شوی، ویل کېږي چې د بېروت سیند کین ساحل کې واقع شوی دی. بورکلټر سپارښتنه وکړه چې دا د دمشق سړک په لوېدیځ کې ده، که څه هم دا پرېکړه د لورین کوپلنډ له لورې تر نیوکې لاندې راغلې ده. پي اي ګیګوس په سطحه کې د نیولیټیک دورې چقمک ډبرې ابزارو یوې لړۍ سره د یوې ودانۍ پاتې شوني کشف کړل، چې د کوټې حلقې ښکارندویي کوي. آګوسټ برګي د پالش شویو تبرونو په هکله خبرې وکړې چې په دې سیمه کې هم‌ پیدا کېږي چې اوس د سیمې جوړېدو او ښاري کېدو له امله په بشپړ ډول ورک شوي‌ دي. [۱۸][۱۹]

څلورم بېروت (فورن اش-شبک، د سیند ساحل) هم د سیند کین ساحل کې او د سړک په دواړو خواوو کې د فورن اش-شباک پولیسو مرکز خوا ته د سیند په مسیر کې پروت دی چې د ښار محدوده یې مشخصه کوله. دا سیمه په سور رېګ پوښلې وه چې د کواترنر سیند د رسوباتو ښکارندویي کوي. دا سایټ د جېسویټ پلار ډیلنزېګر لخوا پیدا او د همکارو جیسویټانو ګوډېفرای زوموفېن، رائول دسکرایبس او آګوسټ برګي لخوا خپره شوه. د دې سایټ ټولګې د برګي، ډسکرایبس او بل جیسویټ پاول بوویر-لاپیر لخوا جوړې شوې دي. د منځنۍ پالیولیټيک دورې د چقمک ډبرې ډېری ابزار په سطحه او د څنګ په کندو کې چې سیند ته لوېږي، پیدا شول. هغو کې کابو ۵۰ ډوله بېلابېل دوه مخي شامل وو چې د آشیولي دورې پورې تړاو لري، ځینې له خورا ځلا سره، چې اوس د لبنان مخکني تاریخ په موزیم کې ساتل کېږي. هانري فلیش همدارنګه د Emireh یو ټکی په سایټ کې شته موادو کې پیدا کړ چې اوس د ودانیو لاندې ورک شوی دی.[۲۰][۲۱][۲۲]

پنځم بېروت (نهر بېروت، د بېروت سیند) د ډیلنزېګر لخوا کشف شو او ویل کېږي چې د سیند کین ساحل کې د توتانو ونو په یوه باغ کې، د سیند خولې ته نږدې او د ټرابلس پله او رېل پټلۍ ته نږدې پروت دی. په ماتو شویو رسوباتو کې د لېوالویئس چقمک ډبرې او هډوکي او سطحي ورته مواد موندل شوي. دا سیمه اوس د هغو پر سر جوړه شوې ده.

شپږم بېروت (پتریآرشیټ) هغه ځای وو چې د بېروت په سرپرستۍ سیمه کې د نجونو لپاره د انجیلي ښوونځي ودانۍ جوړولو په وخت کې کشف شو. دا ځای د کنعاني تیزې نیزې کشف په دلیل چې اټکل کېږي د بیبلوس تر مخکېنۍ یا منځنۍ نیولیټیک دورې پورې مخینه ولري او د ښوونځي په کتابتون کې ساتل کېږي، د پام وړ وو.[۲۳][۲۴]

اووم بېروت، د ریوولي سینما او بیبلوس سینما سایټونه چې د روه العرض سیمه کې برج ته نږدې واقع دي، دوه سیمې دي چې د لوراین کوپلنډ، پېټر وېسکامب او مارینا هایک لخوا په ۱۹۶۴م کال کې کشف شوې او د دیانا کېرکبرایډ او راجر سعیده لخوا وڅېړل شوې. یو سایټ د بیبلوس سینما موټرو تم‌ځای شاته وو او نړېدلي دیوالنه، کندې، پوړونه، سکارو ډبرې، لوښي او چقمک ډبرې یې څرګندولې. بل سایټ، د ریوولي سینما په لوېدیځ کې یوه ډبره وه، چې له درې طبقو څخه جوړه شوې وه چې د چونې ډبرې پر سر یې قرار درلود. د تیغ ټوټې او ډبلې ټوټې د تورې خاورې له لومړۍ طبقې څخه لاس ته راغلې چې د هغو په سر د برونز دورې لوښي د خړې طبقې خاورې څخه لاس ته راغلل. په پورتنۍ طبقه کې د رومي او موزائیک دورې لوښي وموندل شول. په دې سیمه کې د برونز منځنۍ دورې قبرونه وموندل شول او اټکل کېږي چې د بېروت لرغونې کیسه به د برج په سیمه کې وي.[۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. "Questions & Answers: Water Supply Augmentation Project, Lebanon". The World Bank. 30 September 2016. Retrieved 20 March 2016.
  2. "The World According to GaWC 2020". GaWC – Research Network. Globalization and World Cities. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Reconstruction of Beirut Archived 16 January 2009 at the Wayback Machine., Macalester College
  4. Lebanon's Reconstruction: A Work in Progress, VOA News
  5. "Beirut: Between Memory And Desire". Worldview. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مارچ ۲۰۱۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. The New Encyclopædia Britannica (1993), Macropædia, volume 14, 15th edition, Encyclopædia Britannica Inc., Chicago.
  7. Profile of Lebanon: History, on the former website of the Lebanese Embassy of the U.S.
  8. EA 141-43.
  9. Phoenicia, in Encyclopaedia Biblica, Case Western Reserve University.
  10. کينډۍ:Cite EB1911
  11. E.g., EA 105, where he complains to the pharaoh that Beirut's king had stolen two of his merchants' ships.
  12. Under Beirut's Rubble, Remnants of 5,000 Years of Civilization– NYTimes 23 February 1997
  13. Burkhalter, L., Bibliographie préhistorique (à suivre) (List of prehistoric sites, continuation and end), Bulletin du Musée de Beyrouth. Tome VIII, 1946–1948, Beyrouth, in-4° br., 173 pages.
  14. Burkhalter L., Bibliographie préhistorique (suite et fin) (List of prehistoric sites, continuation and end), Bulletin du Musée de Beyrouth. Tome IX, 1949–1950, Beyrouth, in-4° br., 117 pages.
  15. Godefroy Zumoffen (1900). La Phénicie avant les phéniciens: l'âge de la pierre. Impr. catholique. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Lorraine Copeland; P. Wescombe (1965). Inventory of Stone-Age sites in Lebanon, p. 73-75 and see fig. XVII on p. 163 for drawing by Peter. J. Wescombe of the javelin found at Beirut VI. Imprimerie Catholique. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  17. Lorraine Copeland; P. Wescombe (1965). Inventory of Stone-Age sites in Lebanon, p. 73-75 and see fig. XVII on p. 163 for drawing by Peter. J. Wescombe of the javelin found at Beirut VI. Imprimerie Catholique. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  18. Lorraine Copeland; P. Wescombe (1965). Inventory of Stone-Age sites in Lebanon, p. 73-75 and see fig. XVII on p. 163 for drawing by Peter. J. Wescombe of the javelin found at Beirut VI. Imprimerie Catholique. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  19. Bergy, Auguste. "La paléolithique ancien stratifié à Ras Beyrouth". Mélanges de l'Université Saint Joseph, Volume 16, 5–6, 1932.
  20. Bergy, Auguste. "La paléolithique ancien stratifié à Ras Beyrouth". Mélanges de l'Université Saint Joseph, Volume 16, 5–6, 1932.
  21. Describes, Raoul. "Quelques ateliers paléolithiques des environs de Beyrouth", Mélanges de l'Université Saint-Joseph, Volume VII, 1921.
  22. Godefroy Zumoffen (1900). La Phénicie avant les phéniciens: l'âge de la pierre. Impr. catholique. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Zumoffen, Godefroy., L'âge de la Pierre en Phénicie, L'Anthropologie, Volume 8, page 272, 1898.
  24. Karge, P., Rephaim : Die Vorgeschichtliche Kultur Palästinas und Phöniziens, Paderborn (First edition), 1917–1918
  25. Lorraine Copeland; P. Wescombe (1965). Inventory of Stone-Age sites in Lebanon, p. 73-75 and see fig. XVII on p. 163 for drawing by Peter. J. Wescombe of the javelin found at Beirut VI. Imprimerie Catholique. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  26. Lauffray, J., Forums et monuments de Béryte, BULLETIN DU MUSEE DE BEYROUTH. Tome VII, 1944–1945, Beyrouth, in-4° br., 124 pages dont 4 de texte arabe, 29 planches hors-texte.