بوکو حرام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جماعة أهل السنة للدعوة والجهاد
بوکو حرام

د عملیاتو سیمه نایجېریا
مشران محمد یوسف
ابو بکر شکاو
پیدایښت ۲۰۰۲
دین سني اسلام

بوکو حرام یا جماعة أهل السنة للدعوة والجهاد یوه افراطي سني ډله ده چی په نایجېریا کی عملیات کوي. د بوکو حرام نوم د هوسا د ژبې څخه اخیستل شوي دي چی په پښتو کی غربي ښوونه او روزنه گناه دي (ده) معني لري. دغه اسلامي ډله په ۲۰۰۲ کال کی د نایجېریا په شمال ختیځ کی د بورنو په ولایت کی د مایډوگوري په ښار کی د محمد یوسف لخوا جوړه شوه. بوکو حرام غواري په نایجېریا کی اسلامی امارت جوړ کړي او د نایجېریا د ټاکنې گډون هم ردوي دغه ډله د نایجېریا د حکومت پر ضد جکړه کوي او پر مسیحیانو هم برید کوي. بوکو حرام په اوس وخت کی د نایجېریا شمالي سیمې په لاس کی لري او په دی سیمو کی یی شریعت اعلان کړ.

تاریخ

په ۲۰۰۲ کال کی استاد محمد یوسف د مایډوگوري په ښار کی د فقیرو هلکانو د سبق ویلو لپاره یو اسلامی مرکز جوړ کړ. محمد یوسف په خپل خطبې کی غوښتل چی په نایجېریا کی شریعت اعلان وکړي او د نایجېریا حکومت ونړوي. په ۲۰۰۴ کال کی د محمد یوسف ډله د یوبې ولایت ته حرکت شوه. په دي وخت کی د چاډ او نایجر مجاهدین د بوکو حرام سره یو ځای شول. محمد یوسف په یوبې په ولایت کی نوي مرکز جوړ کړ چی د افغانستان په نوم یادېده. بوکو حرام په دي مرکز کی مجاهدینو ته پوځی تمرین ورکول او د پوځی تمرین وروسته یی د نایجېریا پر پولیسانو برید کول. په ۲۰۰۹ کال کی پولیسو محمد یوسف بندي کړ او جېل یی ته ولېږل. خو هغه تر څو ورځونو وروسته په جېل کی مړ شو. د محمد یوسف تر وفات وروسته د بوکو حرام مجاهدینو د بوړنو په ولایت کی د بمونو په وسیله برید وکړ چی د هغه په ترڅ کی څلور تنه ومړه. بوکو حرام تر د ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې په بریدونو کی ۹۰۰ تنه ومړه.