بلاکي زنځیر (بلاک چین)
بلاکي زنځیر د بلاکونو په نوم د اطلاعاتو/ډاټا مخ پر ودې نوملړ دی چې د کوډونو له مخې په خوندي توګه له یوبل سره اړوندېږي. هر بلاک له پخواني بلاک څخه لوګاریتمي کوډونه اخلي، مهالیز مهر (timestamp) او د لېږد وړ ډاټا لري (چې په ټولیزه توګه د مرکل ونې په توګه څرګندېږي چېرې چې د ډاټا غوټې (data nodes) د هغو د پاڼو په توګه څرګندېږي). مهالیز مهر ثابتوي چې د لېږد وړ ډاټا هغه مهال شتون درلود کله چې بلاک خپور شوی او لوګاریتم ته یې لار موندلې. له دې امله چې هر بلاک وړاندني بلاک ته اړوند اطلاعات لري، یو زنځیر جوړوي چې هر اضافي بلاک خپل مخکني بلاکونه پیاوړي کوي. له همدې امله بلاکي زنځیر د خپلې ډاټا د تغیر پر وړاندې قوي پاتې کېږي، ځکه له ثبت وروسته، د هر ټاکل شوي بلاک اطلاعات نه شي کېدلای د هغو د ورپسې ټولو بلاکونو د اطلاعاتو له بدلون پرته د هغو پخوانیو ته واړول شي. [۱]
بلاکي زنځیرونه معمولا له یو بل سره د سیالو (peer-to-peer) شبکو له مخې د ویشل شوي عامه لیچر (د راکړې ورکړې د ثبت کتابچې) په توګه په عمومي بڼه مدیریت کېږي؛ چېرې چې غوټې په ټولیز ډول د نویو بلاکونو د اعتبار ارزونې او اړیکو د ټینګښت په موخه یو پروتوکول ته پابندې دي. په داسې حال کې چې د بلاکي زنځیر سوابق د تغیر وړ نه دي؛ خو په فورکونو (نویو بلاکونو) کې بیا دغه چاره شونې ده، بلاکي زنځیرونه کېدای شي د خوندي طراحۍ له مخې په پام کې ونیول شي او د لوړې بیزانسي تېروتنې په زغملو سره د یو توزیع شوي محاسباتي سیسټم بېلګه وي. [۲]
بلاکي زنځیر په ۲۰۰۸ زکال کې د یوه کس (یا یوې ډلې کسانو له خوا) د ساتوشي ناکاموتو نوم څخه په ګټنې د بیټ کوین د عامه راکړو ورکړو د لیچر په توګه د ستوارت هابر، ډبلیو سکاټ ستورنتا او ډیوبایر د چارو پر بنسټ دود وموند. د ساتوشي ناکاموتو هویت تر نن ورځې څرګند شوی نه دی. بیټ کوین له بلاکي زنځیر څخه په ګټنې په لومړنۍ ډیجټال پولي واحد واوښته چې یوې باور وړ مرجع یا مرکزي سرور ته یې له اړتیا پرته د دوه ځلي لګښت ورکړې (double-spending) ستونزه هواره کړه. د بیټ کوین طراحي نورو هغو پروګرامونو او بلاکي زنځیرونو ته الهام ورکړ، چې نن ورځ د ټولو لپاره د لوستو وړ دي او په پراخه کچه ډیجیټال پولي واحدونه ترې ګټنه کوي. بلاکي زنځیر د تادیاتو د رېل (د تادیاتو له ورکوونکي څخه د هغو اخیستونکي ته د انتقال کوونکی) په توګه په پام کې نیول کېږي.[۳][۴][۵][۶]
ګټنه
[سمول]د بلاکي زنځیر تکنالوژي کېدای شي، په څو حوزو کې ادغام شي. له بلاکي زنځیر څخه لومړنۍ ګټنه د ډیجیټل پولي واحدونو لکه د بیټ کوین لپاره د ویش شوي لیچر په توګه وه؛ له دې سره یو شمېر نورو عملیاتي محصولاتو هم شتون درلود چې د ۲۰۱۶ زکال په وروستیو کې د هغو د مفهوم له اثبات وروسته بشپړ شوي و. [۷][۸]
په ۲۰۱۹ زکال کې اټکل وشو چې، نږدې ۲.۹ میلیارده ډالر د بلاکي زنځیر په تکنالوژۍ کې پانګونه شوې چې د تېر کال په پرتله د ۸۹ سلنه زیاتوالي څرګندويي کوي. له دې سربېره International Data Corp اټکل کړی چې تر ۲۰۲۲ زکال پورې به د بلاکي زنځیر په فناوري کې د شرکتونو د پانګونې کچه ۱۲.۴ میلیارده ډالرو ته ورسېږي. له دې سربېره په نړۍ کې د حرفوي خدمتونو د دویمې لویې شبکې PricewaterhouseCoopers د راپور له مخې تر ۲۰۳۰ زکال پورې به بلاکي زنځیر په کلني ډول د ۳ تریلیونو ډالرو سوداګریز ارزښت د جوړولو وړتیا ولري.[۹][۱۰][۱۱]
ډیجیټل پولي واحدونه (کریپټو کرنسۍ)
[سمول]ډېری ډیجیټل پولي واحدونه د خپلو راکړو ورکړو د ثبت په موخه د بلاکي زنځیر له تکنالوژۍ کار اخلي. د بېلګې په توګه د بیټ کوین او اتریوم شبکې دواړې د بلاکي زنځیر پر بنسټ دي. د ۲۰۱۸ زکال د مۍ په ۸ مې نېټې فیس بوک ومنله چې د بلاکي زنځیر نوی ګروپ جوړوي چې د ډېوېډ مارکوس له خوا به یې رهبري کېږي چې د مسنجر مخکنی مسئول و. د فیس بوک د ډیجیټل پولي واحد پلټفورم، لیبرا (چې اوس د ډئیم په نوم پېژندل کېږي) په رسمي توګه د ۲۰۱۹ زکال د جون په ۱۸ مه معرفي شو.[۱۲][۱۳][۱۴]
دولتونه د خپلو هغو وګړو یا بانکونو اړوند چې ډیجیټال پولي واحدونه لري، بېلابېل سیاستونه پلي کوي. چین د بلاکي زنځیر له ټکنالوژۍ څخه په خپلو څو صنعتونو کې له دې ډلې د ملي ډیجیټل پولي واحد په برخه کې چې په ۲۰۲۰ زکال کې یې رامنځته کړ، ګټنه کوي. لویدیځو دولتونو له دې ډلې متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې د خپلو اړوندو ډیجیټل پولي واحدونو د ملاتړ په موخه ورته پروژې پیل کړې دي. [۱۵][۱۶][۱۷]
ځیرکې هوکړې
[سمول]د بلاکي زنځیر پر مټ ځیرکې هوکړې، هغه وړاندیز کېدونې هوکړې دي چې په جزیي یا بشپړ ډول له انساني تعامل پرته ترسره کېږي. د ځیرکو هوکړو یو له اصلي موخو څخه دریم ګړي اتوماتیک سیسټم ته د واک سپارل دي. د دغو هوکړو یو له کلیدي ځانګړنو څخه دا ده چې هغه دریم ګړي باور وړ کس (متولي ته) اړتیا نه لري؛ څو د هوکړې د اړخونو ترمنځ د واسطې دنده ترسره کړي - د بلاکي زنځیر شبکه هوکړې په یوازې توګه ترسره کوي. دغه چاره کېدای شي د لورو ترمنځ د ارزښتونو د لېږد اصطکاک راکم کړي او ورپسې کولای شي په لوړه کچه د معاملاتو اتوماتیک لېږد ته لار برابره کړي.[۱۸][۱۹]
د پیسو د نړیوال صندوق یوې جلسې په ۲۰۱۸ زکال کې راپور وکړ چې د بلاکي زنځیر پر مټ ځیرکې هوکړې کېدای شي، اخلاقي ګواښونه راکم او په ټولیزه توګه له هوکړو څخه د ګټنې سیسټم ښه کړي، خو له دې سره تر اوسه «د ځیرکو هوکړو دوامداره سیسټم په پراخه کچه د هغو څخه د نه ګټنې او د هغو د نامعلوم قانوني وضعیت له امله نه دی رامنځته شوی».[۲۰][۲۱]
مالي خدمتونه
[سمول]د Reason په نامه مجلې پر بنسټ، ډېری بانکونو په بانکوالۍ کې د ویشل شوي لیچر له ګټنې سره لیوالتیا ښوولې او له هغو شرکتونو سره چې د خصوصي بلاکي زنځیرونو په جوړولو کې کار کوي مرسته کوي. د ۲۰۱۶ز کال په سپټمبر میاشت کې د IBM د څېړنې له مخې دغه چاره کېدای شي، د تمې کېدنې مهال وړاندې رامنځته شي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
یو شمېر بانکونه، لکه: UBS د بلاکي زنځیر لپاره د ځانګړو شوو نوو څېړنیزو ازمویښت ځایونو د پرانیستو په لټه کې دي څو ومومي چې څه ډول له بلاکي زنځیر څخه په مالي خدمتونو کې د موثریت او د لګښت د کمښت په موخه کار واخیستل شي. [۲۶][۲۷]
د برنبرګ په نامه جرمنی بانک په دې باور دی چې بلاکي زنځیر یوه «له حده زیاته پرمختللې ټکنالوژي» ده چې په زیاته کچه د «خپل مفهوم د اثبات» شواهد لري، خو لا تراوسه یې پر وړاندې ګڼې ننګونې شتون لري او د بریا ډېرې لږ کیسې لري.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]
لوبې
[سمول]د بلاکي زنځیر له ټکنالوژي څخه د ډیجیټل پولي واحدونو او نه بدلېدونکو ټوکنونو (NFTs) په څېر په ویډیويي لوبو کې د عاید د ترلاسه کولو په موخه ګټنه کېږي. د ژونديو خدمتونو لرونکې ډېرې لوبې په لوبه کې دننه د سپارښتي کولو ګڼ شمېر ټاکنې لرې، لکه د لوبې کوونکي شخصیت څېره او په لوبو کې نور هغه شیان چې لوبغاړی یې کولای شي ترلاسه کړي کړي او کولای شي د لوبې د پولي واحد په بدل کې له نورو لوبغاړو سره پرې معامله وکړي. یو شمېر لوبې هم د مجازي توکو د راکړې ورکړې امکان له واقعي پولي واحدونو څخه په ګټنې وړاندې کوي، خو کېدای شي په هغو هېوادونو کې چې دغه ډول لوبې قمار ته ورته بلل کېږي غیر قانوني وي او د خړ مارکېټ (gray market) یا د مجازي توکو د راکړې ورکړې (skin gambling) لامل وګرځي او خپرونکي په معمول ډول لوبو کوونکو ته د واقعي عوایدو له ورکړې ډډه وکړي. د بلاکي زنځیر لوبې په معمول ډول لوبغاړو ته د دې اجازه ورکوي څو په لوبو کې دننه توکي له ډیجیټل پولي واحدونو سره مبادله کړي او بیا کولای شي، هغه له پیسو سره تبادله کړي. [۳۳][۳۴]
لومړنۍ هغه لوبه چې د بلاکي زنځیر له تکنالوژۍ په کې ګټنه کېدله، CryptoKitties وه چې د ۲۰۱۷ زکال په نومبر میاشت کې رامنځته شوه، په دغه لوبه کې به لوبغاړو د NFT په نوم ډیجیټل اتریوم پولي واحد پېره او په هر NFT کې یو کورنی حیوان شامل و چې لوبغاړي کولای شول هغه وروزي او بیا د هغو د بچیانو له ترکیبي ځانګړنو څخه نوي NFT ګان رامنځته کړي. دغه لوبې د ۲۰۱۷ زکال په ډسمبر میاشت کې هغه مهال د ورځپاڼو سرخط ته لار ومونده چې یو مجازي کورنی حیوان په کې په ۱۰۰۰۰۰ ډالرو وپلورل شو. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
د ۲۰۲۱ زکال په اکتوبر میاشت کې د Valve په نامه شرکت د بلاکي زنځیر لوبې، په ځانګړې توګه هغه لوبې چې له ډیجیټل پولي واحدونو او NFT ګانو څخه یې ګټنه کوله، د خپل ډیجیټل پلورنځي په سرویس کې چې په پراخ ډول په شخصي کمپیوټرونو کې د لوبو لپاره کارول کېده منع کړې او ادعا یې وکړه چې د دوی دغه پرېکړه د واقعي نړۍ د ارزښتونو په بدل کې د لوبې د توکو د ورکولو د ممنوعیت اړوند د دوی د پالیسۍ له مخې ده. د قمار په ځانګړې توګه د توکو د قمار (skin gambling) په برخه کې د Valve پخوانۍ مخینې ته په پام داسې انګېرل کېږي چې همدغه مخینه د بلاکي زنځیر د لوبو د ممنوعیت لامل شوې ده. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ Narayanan, Arvind; Bonneau, Joseph; Felten, Edward; Miller, Andrew; Goldfeder, Steven (2016). Bitcoin and cryptocurrency technologies: a comprehensive introduction. Princeton: Princeton University Press. ISBN 978-0-691-17169-2.
- ↑ Iansiti, Marco; Lakhani, Karim R. (جنوري 2017). "The Truth About Blockchain". Harvard Business Review. Harvard University. Archived from the original on 18 January 2017. نه اخيستل شوی 17 January 2017.
The technology at the heart of bitcoin and other virtual currencies, blockchain is an open, distributed ledger that can record transactions between two parties efficiently and in a verifiable and permanent way.
- ↑ "The World's Oldest Blockchain Has Been Hiding in the New York Times Since 1995". www.vice.com (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-10-09.
- ↑ "Blockchain may finally disrupt payments from Micropayments to credit cards to SWIFT". dailyfintech.com. 10 February 2018. Archived from the original on 27 September 2018. نه اخيستل شوی 2018-11-18.
- ↑ Hampton, Nikolai (5 September 2016). "Understanding the blockchain hype: Why much of it is nothing more than snake oil and spin". Computerworld. Archived from the original on 6 September 2016. نه اخيستل شوی 2016-09-05.
- ↑ Bakos, Yannis; Halaburda, Hanna; Mueller-Bloch, Christoph (February 2021). "When Permissioned Blockchains Deliver More Decentralization Than Permissionless". Communications of the ACM. 64 (2): 20–22. doi:10.1145/3442371. S2CID 231704491.
- ↑ Ovenden, James. "Blockchain Top Trends In 2017". The Innovation Enterprise. Archived from the original on 30 November 2016. نه اخيستل شوی 4 December 2016.
- ↑ Katie Martin (27 September 2016). "CLS dips into blockchain to net new currencies". Financial Times. Archived from the original on 9 November 2016. نه اخيستل شوی 7 November 2016.
- ↑ Castillo, Michael (16 April 2019). "blockchain 50: Billion Dollar Babies". Financial Website. SourceMedia. نه اخيستل شوی 1 February 2021.
- ↑ Davies, Steve (2018). "PwC's Global Blockchain Survey". Financial Website. SourceMedia. نه اخيستل شوی 1 February 2021.
- ↑ Liu, Shanhong (13 March 2020). "Blockchain - Statistics & Facts". Statistics Website. SourceMedia. نه اخيستل شوی 17 February 2021.
- ↑ Constine, Josh (18 June 2019). "Facebook announces Libra cryptocurrency: All you need to know". TechCrunch. Archived from the original on 19 June 2019. نه اخيستل شوی 19 June 2019.
- ↑ Wagner, Kurt (8 May 2018). "Facebook is making its biggest executive shuffle in company history". Recode. Archived from the original on 22 July 2018. نه اخيستل شوی 25 September 2018.
- ↑ Isaac, Mike; Popper, Nathaniel (18 June 2019). "Facebook Plans Global Financial System Based on Cryptocurrency". The New York Times. Archived from the original on 19 May 2020. نه اخيستل شوی 18 June 2019.
- ↑ KPIX-TV. (5 November 2020). "Silk Road: Feds Seize $1 Billion In Bitcoins Linked To Infamous Silk Road Dark Web Case; 'Where Did The Money Go'". KPIX website[مړه لينکونه] Retrieved 28 March 2021.
- ↑ Aditi Kumar and Eric Rosenbach. (20 May 2020). "Could China's Digital Currency Unseat the Dollar?: American Economic and Geopolitical Power Is at Stake". Foreign Affairs website Retrieved 31 March 2021.
- ↑ Staff. (16 February 2021). "The Economist Explains: What is the fuss over central-bank digital currencies?" The Economist website Retrieved 1 April 2021.
- ↑ Franco, Pedro (2014). Understanding Bitcoin: Cryptography, Engineering and Economics. John Wiley & Sons. p. 9. ISBN 978-1-119-01916-9. Archived from the original on 14 February 2017. نه اخيستل شوی 4 January 2017 – via Google Books.
- ↑ Casey, Michael, 1967- (16 July 2018). The impact of blockchain technology on finance : a catalyst for change. London, UK. ISBN 978-1-912179-15-2. OCLC 1059331326.
{{cite book}}
: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link) - ↑ Governatori, Guido; Idelberger, Florian; Milosevic, Zoran; Riveret, Regis; Sartor, Giovanni; Xu, Xiwei (2018). "On legal contracts, imperative and declarative smart contracts, and blockchain systems". Artificial Intelligence and Law (په انګليسي). 26 (4): 33. doi:10.1007/s10506-018-9223-3. S2CID 3663005.
- ↑ Virtual Currencies and Beyond: Initial Considerations (PDF). IMF Discussion Note. International Monetary Fund. 2016. p. 23. ISBN 978-1-5135-5297-2. Archived (PDF) from the original on 14 April 2018. نه اخيستل شوی 2018-04-19.
- ↑ Epstein, Jim (6 May 2016). "Is Blockchain Technology a Trojan Horse Behind Wall Street's Walled Garden?". Reason. Archived from the original on 8 July 2016. نه اخيستل شوی 2016-06-29.
mainstream misgivings about working with a system that's open for anyone to use. Many banks are partnering with companies building so-called private blockchains that mimic some aspects of Bitcoin's architecture except they're designed to be closed off and accessible only to chosen parties. ... [but some believe] that open and permission-less blockchains will ultimately prevail even in the banking sector simply because they're more efficient.
- ↑ Redrup, Yolanda (29 June 2016). "ANZ backs private blockchain, but won't go public". Australia Financial Review. Archived from the original on 3 July 2016. نه اخيستل شوی 2016-07-07.
Blockchain networks can be either public or private. Public blockchains have many users and there are no controls over who can read, upload or delete the data and there are an unknown number of pseudonymous participants. In comparison, private blockchains also have multiple data sets, but there are controls in place over who can edit data and there are a known number of participants.
- ↑ Shah, Rakesh (1 March 2018). "How Can The Banking Sector Leverage Blockchain Technology?". PostBox Communications. PostBox Communications Blog. Archived from the original on 17 March 2018.
Banks preferably have a notable interest in utilizing Blockchain Technology because it is a great source to avoid fraudulent transactions. Blockchain is considered hassle free, because of the extra level of security it offers.
- ↑ Kelly, Jemima (28 سپټمبر 2016). "Banks adopting blockchain 'dramatically faster' than expected: IBM". Reuters. Archived from the original on 28 سپټمبر 2016. نه اخيستل شوی 28 سپټمبر 2016.
- ↑ Arnold, Martin (23 September 2013). "IBM in blockchain project with China UnionPay". Financial Times. Archived from the original on 9 November 2016. نه اخيستل شوی 7 November 2016.
- ↑ Ravichandran, Arvind; Fargo, Christopher; Kappos, David; Portilla, David; Buretta, John; Ngo, Minh Van; Rosenthal-Larrea, Sasha (28 January 2022). "Blockchain in the Banking Sector: A Review of the Landscape and Opportunities".
- ↑ "UBS leads team of banks working on blockchain settlement system". Reuters. 24 August 2016. Archived from the original on 19 May 2017. نه اخيستل شوی 13 May 2017.
- ↑ "Cryptocurrency Blockchain". capgemini.com. Archived from the original on 5 December 2016. نه اخيستل شوی 13 May 2017.
- ↑ Kelly, Jemima (31 October 2017). "Top banks and R3 build blockchain-based payments system". Reuters. Archived from the original on 10 July 2018. نه اخيستل شوی 9 July 2018.
- ↑ "Archived copy" (PDF). Archived (PDF) from the original on 23 June 2019. نه اخيستل شوی 26 September 2019.
{{cite web}}
: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link) - ↑ Hammerberg, Jeff (November 7, 2021). "Potential impact of blockchain on real estate". Washington Blade.
- ↑ Clark, Mitchell (15 October 2021). "Valve bans blockchain games and NFTs on Steam, Epic will try to make it work". The Verge (په انګليسي). نه اخيستل شوی 8 November 2021.
- ↑ Mozuch, Mo (April 29, 2021). "Blockchain Games Twist The Fundamentals Of Online Gaming". Inverse. نه اخيستل شوی November 4, 2021.
- ↑ "Internet firms try their luck at blockchain games". Asia Times. 22 February 2018. نه اخيستل شوی 2018-02-28.
- ↑ Mozuch, Mo (April 29, 2021). "Blockchain Games Twist The Fundamentals Of Online Gaming". Inverse. نه اخيستل شوی November 4, 2021.
- ↑ Laignee Barron (13 February 2018). "CryptoKitties is Going Mobile. Can Ethereum Handle the Traffic?". Fortune. Archived from the original on 28 October 2018. نه اخيستل شوی 2018-09-30.
- ↑ "CryptoKitties craze slows down transactions on Ethereum". 12 May 2017. Archived from the original on 12 January 2018.
- ↑ Evelyn Cheng (6 December 2017). "Meet CryptoKitties, the $100,000 digital beanie babies epitomizing the cryptocurrency mania". CNBC. Archived from the original on 20 November 2018. نه اخيستل شوی 2018-02-28.
- ↑ Knoop, Joseph (15 October 2021). "Steam bans all games with NFTs or cryptocurrency". PC Gamer (په انګليسي). نه اخيستل شوی 8 November 2021.
- ↑ Clark, Mitchell (15 October 2021). "Valve bans blockchain games and NFTs on Steam, Epic will try to make it work". The Verge (په انګليسي). نه اخيستل شوی 8 November 2021.
- ↑ Knoop, Joseph (15 October 2021). "Steam bans all games with NFTs or cryptocurrency". PC Gamer (په انګليسي). نه اخيستل شوی 8 November 2021.
- ↑ Clark, Mitchell (October 15, 2021). "Epic says it's 'open' to blockchain games after Steam bans them". The Verge. نه اخيستل شوی November 11, 2021.