اګوستوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اګوستوس
(لاطینی: Imperator Caesar Divi f. Augustus د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اګوستوس
اګوستوس

د شخص معلومات
زیږون نوم (لاطینی: C. Octavius C.f.)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۳ سپټمبر ۰۰۶۳ ق.م[۲][۳]
روم [۴][۵][۶]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 19 اگسټ 14 [۲][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت لرغونی روم   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد تيبریوس   د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار جولیوس قیصر   د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د روم سترواک (1  )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۶ جنوري ۰۰۲۷ ق.م  – ۱۹ اگسټ ۰۰۱۴ 
 
تيبریوس  
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) لاتين ژبه [۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

سیزار اګوستوس (له میلاد مخکې د ۶۳ کال د سپتمبر له ۲۳ مې نه تر د  ۱۴ ز  کال د اګست تر ۱۹ مې پورې ) چې د اوکتویان په نوم هم یادېږي، د روم لومړنی سترواک و چې له میلاد نه مخکې له ۲۷ کال نه تر ۱۴ ز کال پورې یعنې د خپلې مړینې تر وروستي کال پورې واکمني وکړه. د هغه مقام د رومي مشرۍ (د رومي سترواکۍ لومړۍ پړاو) د بنسټ اېښودونکي په توګه داسې یو میراث پرېښی دی، چې د بشر په تاریخ کې یو له اغېزمنو مشرانو نه ګڼل کېږي. د اګوستوس واکمنۍ د نسبي سولې دوره پیل کړه چې د پاکس رومانا په نوم یادېږي. رومي نړۍ په پراخه کچه د دوه پیړیو په اوږدو کې له زیاتو جګړو نه وژغورل شوه، که څه هم د سترواکۍ په پولو کې د واک د پراختیا لپاره جګړو او د سترواکۍ له بریالیتوب سره سم د یوه کال لپاره کورنۍ جګړه، چې "د څلور سترواکو کال" په نامه یادېږې، شتون درلود.  [۹][۱۰][۱۱]

په اصل کې، نوموړي ګیوس اوکتاویوس ونومول شو، هغه په عامه جینز-اوکټاویا کورنۍ کې په زړه او بډایه آس سپره څانګه کې زېږېدلی و. د نوموړي مورنی کاکا-نیکه جولیوس سیزار په ۴۴ کال مخکې له میلاد نه ووژل شو او اوکتاویوس د سیزار په وصیت کې د هغه د منل شوي زوی او وارث په توګه ونومول شو. له دې امله، هغه د سیزار نوم، ملکیت او د هغه د لښکر وفاداري په میراث کې ترلاسه کړه. هغه، مارک انتوني او مارکوس لیپیدوس د سیزار وژونکو ته د ماتې ورکولو په موخه دویمه سیاسي هوکړه (Second Triumvirate) را منځ ته کړه. د فیلیپي په جګړه کې (۴۲ کال مخکې له میلاد نه) د دوی له بریا وروسته، سیاسی هوکړې (Triumvirate) د روم جمهوریت په خپل منځ کې ووېشلو او د حقیقي دیکتاتورانو په توګه یې حکومت پیل کړ. سیاسي هوکړه بلاخره د هیلو او غوښتنو د ټکر له امله څيرې شوه؛ لیپیدوس په ۳۶ کال، مخکې له میلاد نه جلاوطن شو او انتوني په ۳۱ کال، مخکې له میلاد نه د اکټیوم په جګړه کې د اوکتویان له خوا ماتې وخوړه.  

د دویمې سیاسي هوکړې له ختمېدو وروسته، اګوستوس د آزاد جمهوریت بهرنۍ بڼه بېرته ورغوله، د حکومت واک یې د روم سنا، اجرائیه قاضیانو او مقننه مجلسونو ته وسپاره، خو بیا یې هم سنا دې ته اړه کړه چې نوموړي ته د تل لپاره د ستر پوځي مشر، د تریبیون مشر، د اداري چارو د مشر په توګه استبدادي واک ورکړي. د هغه په غوره شویو نومونو کې یو څه ابهام لیدل کېږي، هغه د شاهي لقبونو اخیستل رد کړل او خپل ځان ته یې لومړی وګړي (Princeps Civitatis) وویه، چې د هغه له غوره شوي لرغوني لقب اګوستوس سره یوځای شو.

اګوستوس په حیرانووکې توګه سترواکي پراخه کړه: مصر، دلمتیا، پانونیا، نوریکم او رایتیا یې له خپلې خاورې سره یو ځای کړل، په افریقا کې یې ملکیت پراخ کړ او د هسپانیا فتحه یې بشپړه کړه، خو په جرمنيا کې له لویې ماتې سره مخامخ شو. د پولو هاخوا، نوموړي خپله سترواکي د نږدې هېوادونو پر مټ په منځګړو سیمو سره خوندي کړه او د ډیپلوماسۍ له لارې یې له پارسیا سترواکۍ سره سوله وکړه. هغه د روم د مالیاتو سیستم سم کړ، د رسمي عامه لارو د سیستم پر مټ یې د سړکونو شبکې رامنځ ته کړې، یو ثبات لرونکی پوځ یې تاسیس کړ، پراتورین ګارډ (د شاه ساتونکي او استخبارات) یې تاسیس کړ، د روم لپاره یې رسمي پولیس او د اور وژنې خدمتونه چمتو کړل او د خپلې واکمنۍ په اوږدو کې یې د ښار زیاتره برخه بیا جوړه کړه. اګوستوس په ۱۴ میلادي کال کې د ۷۵ کلنۍ په عمر له دنیا نه سترګې پتې کړې، چې مړینه یې ښایي د طبیعي لاملونو له امله وي. پر له پسې  ګنګوسې، چې په شاهي کورنۍ کې د مړینې نه وروسته یو څه ثابتې شوې هم دي، ادعا کړې چې د هغه مېرمن لیویا هغه ته زهر ورکړي دي. هغه د خپل منلي زوی تیبیریوس، د لیویا زوی او د خپلې یوازینۍ لور جولیا د پخوانی میړه په مرسته د امپراتور په توګه واک ته ورسېد.

نوم[سمول]

د رومي دودونو، ټولنې او شخصي نظر په پایله کې، اګوستوس د خپل ژوند په اوږدو کې په ډېرو نومونو پېژندل شوی و:  

  • ګایوس اوکتاویوس. د سویتانیوس په وینا: د ماشوتوب په دوره کې په ۶۰ کال کې مخکې له میلاد نه، اوکتاویوس د تورینوس تخلص د خپل زیږون نوم سره یو ځای کړ. وروسته، کله چې هغه د سیزار نوم واخیست، د هغه سیال مارک انتوني هغه ته د سپکاوي لپاره د "تورینوس" په نوم یادولاوهو. په ځواب کې، هغه یوازې دومره وویل چې حیران دی چې "د هغه د زوړ نوم کارول د ښکنځلو په توګه انګېرل کېده". [۱۲][۱۳][۱۴]
  • دګایوس جلیوس سیزار اوکتاویانوس، هغه د خپل منل شوي پلار جولیوس سیزار نوم واخیست، خو زیاتره له هغه نه د توپیر له امله د "اکتاویانوس" ګڼل کېده چې دا نوم د اوکتاویوس د صفت بڼه ده. نوموړی په انګلیسي دود کې له ۴۴ کال مخکې له میلاد نه تر ۲۷ کال مخکې له میلاد نه د مودې لپاره د اکتاویان یا Octavian په نوم یادېږي. په رسمي توګه، داسې ښکارېده چې نوموړي په ساده ډول "ګایوس سیزار" کارولی دی، او په ۴۲ کال مخکې له میلاد نه د سیزار د مړینې وروسته هغه ځان ته ډیوي فیلوس یا ډیوي لولي فیلوس (divi filius or divi Iuli(i) filius) نوم کارولو چې د (الهي جولیوس زوی") په معنی و.  [۱۵][۱۶][۱۷]
  • سترواک سیزار. په پایله کې له ۳۸ کال مخکې له میلاد نه، اوکتویان له سیزار پرته په رسمي ډول خپل ټول نومونه پرېښودل او د دودیز رومي مخکیني نوم پر ځای یې، د بریا لقب امپراتور ("امر کوونکی\ سترواک") کارول پیل کړل.[۱۸]
  • امپراتور سیزار اګوستوس: په ۳۱ کال مخکې له میلاد نه د مارک انتوني او کلیوپاترا له ماتې وروسته، نوموړي یو څه په ​​خپل ټینګار، د ۲۷ کال د جنوري په ۱۶ مه نېټه مخکې له میلاد نه، د روم سنا هغه ته د "اګوستوس"  بل نوم ورکړ. تاریخپوهان دا نوم له ۲۷ کال مخکې له میلاد  نه تر ۱۴ میلادي کال پورې، یعنې  د نوموړي تر مړینې پورې هغه ته کاروي. [۱۹]

سرچینې[سمول]

  1. سرليک: Cultivating the memory of Octavius Thurinus — ورځپاڼه: 3 — اعداد: 2 — https://dx.doi.org/10.1515/JAH-2015-0012
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ سرليک: Octavianus — نشرونه لخوا د: Real'nyj slovar' klassicheskih drevnostej po Ljubkeru
  3. دوتنه: Suetonius — موضوع: 5
  4. پیوستون : 118505122  — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  5. http://www.worldatlas.com/webimage/countrys/europe/itrome.htm
  6. http://www.britannica.com/topic-browse/History/Ancient-World/Rome-Ancient/2
  7. http://www.bbc.co.uk/history/historic_figures/augustus.shtml
  8. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/21712995
  9. Millar, Fergus; Segal, Erich. Caesar Augustus: Seven Aspects. Oxford: Clarendon Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Syme, Ronald (1959), "Livy and Augustus", Harvard Studies in Classical Philology, 64: 27–87, doi:10.2307/310937, JSTOR 310937 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Augustus | Biography, Accomplishments, Full Name, & Facts". Encyclopædia Britannica. 
  12. Luke, Trevor (2015). "Cultivating the memory of Octavius Thurinus". Journal of Ancient History. 3 (2): 242–266. doi:10.1515/jah-2015-0012. S2CID 164329002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Suetonius • Life of Augustus". penelope.uchicago.edu (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Goldsworthy 2014.
  15. Shelton, Jo-Ann (1998), As the Romans Did, Oxford University Press, د کتاب پاڼې 58 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Hammond, Mason (1957), "Imperial Elements in the Formula of the Roman Emperors during the First Two and a Half Centuries of the Empire", Memoirs of the American Academy in Rome, 25, د کتاب پاڼې 21 n. 1 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Syme 1958، صص. 175, 179.
  18. Syme 1958، صص. 176, 179, 181–183, 185.
  19. . 40 maps that explain the Roman Empire. Vox.