اقلیمي عدالت
اقلیمي عدالت داسې مفهوم دی چې د اقلیمي بدلون د ګټو او له اقلیمي بدلون سره د مقابلې د مسؤولیتونو عادلانه وېش رانغاړي. عدالت، انصاف او برابري بشپړ سره مساوي نه دي، خو د اړوندو اصطلاحاتو له یوې کورنۍ څخه دي او په خبرو اترو او سیاست کې تر ډېره د یو بل پر ځای کارول کېږي. تطبیقي اخلاق، څېړنه او پلټنه د دغو اصطلاحاتو په مرسته له انساني اقلیمي بدلونونو سره د یوې اخلاقي، قانوني او سیاسي موضوع په توګه چلند کوي، نه د داسې موضوع په توګه چې یوازې چاپېریالي یا فزیکي ماهیت لري. دغه چاره د عدالت په ځانګړي ډول د چاپېریالي او ټولنیز عدالت له مفاهیمو سره د اقلیمي بدلونونو د لاملونو او اغېزو د تړلو له لارې ترسره کېږي. په اقلیمي عدالت کې د برابرۍ، بشري حقونو، ټولیزو حقونو او د اقلیمي بدلونونو د تاریخي مسؤولیتونو په څېر مفاهیم څېړل کېږي. د اقلیمي عدالت په اقداماتو کې د اقلیمي بدلونونو د اړوندو ستونزو په اړه د حقوقي اقداماتو نړیواله مجموعه شاملېږي. په ۲۰۱۷ کال کې د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې د پروګرام راپور په ټوله نړۍ کې ۸۹۴ هغه قانوني اقدامات په ګوته کړل چې د کېدو په حال کې وو. اقلیمي عدالت د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال تر اجنډا لاندې د تلپاتې پراختیا د ۱۳مې موخې بنسټیز اړخ دی.[۱][۲][۳]
د اقلیمي عدالت د ژبې استفاده او محبوبیت په وروستیو کلونو کې ډېر زیات شوی دی، له دې سره سره د اقلیمي عدالت په اړه له بېلابېلو لارو پوهاوی رامنځته شوی او کله ناکله یې پر بېلابېلو معناوو بحثونه کېږي. په ساده ډول د اقلیمي عدالت مفاهیم د اجرائي عدالت په خوا کې ډلبندي کولی شو چې پر عادلانه، شفافه او هراړخیزه تصمیمنیونه او توزیعي عدالت ټینګار کوي. یعنې پر دې موضوع ټینګار کوي چې څوک به د اقلیمي بدلونونو او له دغو بدلونونو سره د مقابلې لپاره د شویو اقداماتو لګښتونه پر غاړه اخلي. د اقلیمي بدلونونو د حکومتمنځي پلاوي دویمه کاري ډله دا مهال د اقلیمي عدالت درېیم اصل په داسې ډول راپېژني چې بنسټیز درناوی، له فرهنګونو او بېلابېلو نظرونو سره ښه تعامل او اړیکې په کې اړینې دي. تشخیص او درناوی د توزیعي او اجرائي عدالت لپاره د مهمو بنسټونو په توګه پېژندلی شو.[۴][۵]
اقلیمي عدالت ته د پاملرنې او د دغه مفهوم د محبوبیت یو لوی لامل د ولسي غورځنګونو یا خوځښتونو را څرګندېدل دي. ځانګړی تمرکز د ډېرو زیانمنو خلکو او سیمو پر رول دی. بېلګه یې هغه ډلې دي چې په نامتناسب ډول د اقلیمي بدلونونو په مقابل کې زیانمنېدونکي دي یا د اقلیمي بدلونونو تر اغېز لاندې دي چې ښځې، توکمیز اقلیتونه، ځوانان، عمر خوړلي کسان او بېوزلي یې د بېلګې په توګه یادولی شو. د کم عایده ټولنو، ځايي ټولنو او رنګینپوستانو د ټولنو په څېر هغه ټولنې چې له تاریخي پلوه څنډې ته شوې دي، د اقلیمي بدلونونو له ډېرو ناوړه پایلو سره مخ دي. یعنې دا هغه ټولنې دي چې په اقلیمي بدلونونو کې تر ټولو کمه ونډه لري خو بیا یې له ډېر شدیدو پایلو یا اغېزو څخه هم همدوی کړېږي. دوی ښايي اقلیمي بدلونونو ته د هغو غبرګونونو له امله لا ډېر زیانمن شي چې شته نابرابرۍ لا ډېرولای شي چې دغه نابرابري د اقلیمي بدلونونو د درېګونې بېعدالتۍ په نامه پېژندل کېږي.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
اړخونه او ملاحظات
[سمول]د لاملونو او مسؤولیتونو تر منځ د تناسب نشتوالی
[سمول]د انساني اقلیمي بدلونونو مسؤولیت د خلکو او ډلو تر منځ ډېر بېلابېل دی. څېړنې ښيي چې د چاپېریالي اغېزو ډېر مسؤولیت د نړۍ تر ټولو هوسا خلکو ته ورګرځي او اړینه ده چې همدوی د خوندي چاپېریالي شرایطو لوري ته د تګ لپاره قوي اقدام وکړي.[۲۰][۲۱]
د اکسفام او سټکهلم چاپېریالي مؤسسې د ۲۰۲۰ کال د راپور له مخې له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د نړۍ ۱ سلنه تر ټولو شتمنو خلکو د ۵۰ سلنه بېوزلو خلکو دوه برابره کاربن خپور کړی دی. دا په ترتیب سره په هغه دوره کې د ۷ سلنه په پرتله ۱۵ سلنه ټولیز یا تجمعي خپرښت و.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
د لاملونو د نامتناسبوالي له امله د بېعدالتۍ د ستونزې له ډېرېدو سره ډېری هغه خلک او ملتونه تر نورو ډېر د اقلیمي بدلون تر اغېزو لاندې دي چې په اقلیمي بدلونونو کې کمه ونډه لري یا د اقلیمي بدلونونو کم مسؤولیت ورګرځي. یوه څېړنه اټکل کوي چې سناریوګانو ته په کتو سره که د نفوس د ودې په الګوګانو کې بدلون رانهشي، اقلیمي بدلونونه تر ۱.۵ درجې سانتي ګراد پورې محدود نهشي او خلک مهاجرت ونهکړي، نو هغه سیمې چې له ۱ تر ۳ میلیارده کسان په کې اوسېږي، ښايي په ۵۰ کلونو کې د صحرا د ډېرو ګرمو سیمو په اندازه ګرمې شي (چې حد اکثر کلنۍ تودوخه به یې تر ۲۹ سانتي ګراد درجو پورته وي). دې څېړنې وښوده چې ډېری دغه زیانمنې سیمې به تر ۲۰۲۰ کال پورې د تطابق کمه وړتیا ولري. یوه ستونزه ښايي په ټوله نړۍ کې د وچکالۍ زیاتوالی وي.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]
مسؤولیت او لاملونه
[سمول]که څه هم د فوسیلي سونتوکو شرکتونه د انساني اقلیمي بدلونونو ډېر مسؤولیت لري، خو پر چاپېریال یې منفي اغېزې ښايي بېلابېل لاملونه ولري:[۳۲][۳۳]
- هغه مصرفوونکي چې فوسیلي سونتوکي او هغه وسایل پېري چې د فوسیلي سونتوکو په کارولو سره تولید شوي وي
- هغه جوړښتونه چې ځواک او شتمني د فوسیلي سونتوکو د شرکتونو تر منځ وېشي
- د تلپاتې پراختیا لپاره د دولتي او ازادې خصوصي پانګونې نشتوالی
- د بدیلونو نشتون (لکه د عمومي ترانسپورت یا لېږد رالېږد زېربناوې او د تلپاتې انرژۍ پرمختللې شبکې)
- د فوسیلي سونتوکو د استفادې او د دغو سونتوکو د مضرو اغېزو د کمولو لپاره د پالیسیو نشتون
- د بدلون د پراختیا نشتون (د بېلګې په توګه اقتصادي تعریفې، نوې ټولنیزې-اقتصادي طرحې او په مالي تخصیصونو کې بدلونونه).
ډېری پالیسۍ (او د میلیاردرانو د اقداماتو په څېر اوسنۍ خصوصي هڅې) ښايي ګڼې مثبتې چاپېریالي اغېزې ولري. خو ښايي دغه هڅې په داسې ډول وي چې په ظاهر د چاپېریال د خوندیتابه لپاره وي او اصلاً چاپېریال ته زیانونه واړوي. یا هم ښايي دا هڅې په اقلیمي موخو یا پالیسیو کې پاتې راشي، ځکه چې سیاست تر ډېره پر توافق ولاړ دی.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
نسلمنځي حقوق
[سمول]اوسني دولتونه او د نړۍ نفوس ځینو بدلونونو ته اړتیا لري تر څو د راتلونکو نسلونو لپاره اقلیمي عدالت برابر کړي چې په دغو بدلونونو کې قربانۍ هم راځي او دا قرباني د ژوند په ډول کې بدلون، په عمومي لګښتونو کې بدلون او د کار یا شغل په انتخاب کې بدلون دی.[۳۸][۳۹][۴۰]
اټکل کېږي چې د مخنیوي وړ شدیدې اغېزې به احتمالاً د اوسني بالغ جمعیت د ژوند په اوږدو کې رامنځته شي. د اوسنۍ اقلیمي پالیسۍ پر بنسټ، په ۲۰۲۰ کال کې زیږېدلي ماشومان به د خپل ژوند په اوږدو کې د هغو کسانو په پرتله ۲ تر ۷ ځله زیات د ګرمۍ له څپو او نورو شدیدو اقلیمي پېښو سره مخ شي چې په ۱۹۶۰مه لسیزه کې زیږېدلي دي. د نورو اټکلونو تر څنګ دغه اټکل د نسلمنځي حقونو اړوندې ستونزې مطرح کوي، ځکه دغه نسلونه (یعنې خاصې ډلې او اشخاص او د دوی حکومتولي او پرمختللی اقتصاد) وو چې په اقلیمي بدلونونو کې یې ونډه لرله.[۴۱][۴۲]
دا هغه ټولیز واقعیت څرګندوي چې د هر نسل لهخوا تولید شوي ګلخانهيي ګازونه یوه یا څو راتلونکو نسلونو ته زیان رسوي او اقلیمي بدلونونه په تدریجي ډول د اغېزمنو نسلونو لپاره د هغه نسل په پرتله لا ډېر له ګواښه ډکوي چې د دغو ګواښونو مسؤول دی. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې اقلیمي سیستم د اوج نقطې لري. مثلاً د امازون د ځنګلوهنې کچه چې د ځنګلونو د نه راګرځېدونکي کمښت لامل کېږي. هغه نسل چې د ګلخانهيي ګازونو دوامدار انتشار یې اقلیمي سیستم د اوج له دغسې نقطو څخه تېروي، پر راتلونکو څو نسلونو شدیده بېعدالتي تحمیلوي.[۴۳][۴۴][۴۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ Dooley, Kate; Holz, Christian; Kartha, Sivan; Klinsky, Sonja; Roberts, J. Timmons; Shue, Henry; Winkler, Harald; Athanasiou, Tom; Caney, Simon; Cripps, Elizabeth; Dubash, Navroz K. (1 April 2021). "Ethical choices behind quantifications of fair contributions under the Paris Agreement". Nature Climate Change (په انګليسي). 11 (4): 300–305. Bibcode:2021NatCC..11..300D. doi:10.1038/s41558-021-01015-8. ISSN 1758-678X. S2CID 232766664. Archived from the original on 30 May 2022. نه اخيستل شوی 18 March 2022.
- ↑ "Climate Law Database". Climate Justice Programme. Archived from the original on 9 April 2011.
- ↑ Jolly, Patricia (9 October 2018). "Les Pays-Bas sommés par la justice d'intensifier leur lutte contre le changement climatique" [The Netherlands ordered by the courts to step up its fight against climate change]. Le Monde (په فرانسوي). Archived from the original on 12 October 2018. نه اخيستل شوی 18 October 2018.
- ↑ Newell, Peter; Srivastava, Shilpi; Naess, Lars Otto; Torres Contreras, Gerardo A.; Price, Roz (July 2020). "Towards Transformative Climate Justice: Key Challenges and Future Directions for Research" (PDF). Working Paper Volume 2020. Sussex, UK: Institute for Development Studies (540). hdl:20.500.12413/15497. Archived (PDF) from the original on 16 November 2020. نه اخيستل شوی 11 May 2022.
- ↑ "AR6 Climate Change 2022: Impacts, Adaptation and Vulnerability — IPCC". Archived from the original on 18 March 2022. نه اخيستل شوی 2022-03-18.
- ↑ Tan, Mitzi Jonelle; Ravi, Disha A.; Muñoz, Laura Veronica; Weintraub, Eyal; Becker, Nicole; Mtai, Kevin (9 November 2020). "As young people, we urge financial institutions to stop financing fossil fuels". Climate Home News. Archived from the original on 9 November 2020. نه اخيستل شوی 31 January 2021.
- ↑ Climate Change and LandAn IPCC Special Report on climate change, desertification, land degradation, sustainable land management, food security, and greenhouse gas fluxes in terrestrial ecosystems. Intergovernmental Panel of Climate Change. 2019. p. 17.
- ↑ "Kofi Annan launches climate justice campaign track". Global Humanitarian Forum. 1 October 2009. Archived from the original on 15 July 2011. نه اخيستل شوی 11 May 2022.
- ↑ Koch, Wendy (7 March 2011). "Study: Climate change affects those least responsible". USA Today. Archived from the original on 7 December 2015.
- ↑ "Africa Speaks up on Climate Change". Archived from the original on 19 December 2018.
In wealthy countries, the looming climate crisis is a matter of concern, as it will affect the wellbeing of the economy. But in Africa, which is hardly contributing to climate change in the first place, it will be a matter of life and death.
- ↑ Policy Innovations for Transformative Change: Implementing the 2030 Agenda for Sustainable Development (PDF) (Report). Geneva: United Nations Research Institute for Social Development (UNRISD). 2016. ISBN 9789290850984. Archived (PDF) from the original on 19 May 2022. نه اخيستل شوی 11 May 2022.
- ↑ Jafry, Tahseen, ed. (2019). Routledge handbook of climate justice. Abingdon, Oxon. ISBN 9781315537689. OCLC 1056201868.
- ↑ Cameron, Edward; Shine, Tara; Bevins, Wendi (September 2013). "Climate Justice: Equity and justice informing a new climate agreement" (PDF). Working Paper. Washington, DC: World Resources Institute & Mary Robinson Foundation. Archived (PDF) from the original on 30 May 2022. نه اخيستل شوی 25 November 2020.
- ↑ Powers, Melissa (4 December 2019). "Energy transition: reforming social metabolism". Research Handbook on Global Climate Constitutionalism.
- ↑ Newell, Peter; Mulvaney, Dustin (2013). "The political economy of the 'just transition'". The Geographical Journal (په انګليسي). 179 (2): 132–140. doi:10.1111/geoj.12008. ISSN 1475-4959.
- ↑ Ciplet, David; Harrison, Jill Lindsey (15 April 2020). "Transition tensions: mapping conflicts in movements for a just and sustainable transition". Environmental Politics. 29 (3): 435–456. doi:10.1080/09644016.2019.1595883. ISSN 0964-4016. S2CID 159439879.
- ↑ "Five ways to achieve climate justice". The Guardian (په انګليسي). 12 January 2015. Archived from the original on 29 October 2021. نه اخيستل شوی 29 October 2021.
- ↑ McKendry, Corina (15 November 2016). McKendry, Corina (ed.). "Participation, Power and the Politics of Multiscalar Climate Justice". The WSPC Reference on Natural Resources and Environmental Policy in the Era of Global Change. WORLD SCIENTIFIC. 2: 393–413. doi:10.1142/9789813208162_0017. ISBN 978-981-4713-72-6.
- ↑ "Climate change and social justice: an evidence review". JRF (په انګليسي). 11 February 2014. Archived from the original on 30 May 2022. نه اخيستل شوی 29 October 2021.
- ↑ Wiedmann, Thomas; Lenzen, Manfred; Keyßer, Lorenz T.; Steinberger, Julia K. (19 June 2020). "Scientists' warning on affluence". Nature Communications (په انګليسي). 11 (1): 3107. Bibcode:2020NatCo..11.3107W. doi:10.1038/s41467-020-16941-y. ISSN 2041-1723. PMC 7305220. PMID 32561753.
- ↑ Nielsen, Kristian S.; Nicholas, Kimberly A.; Creutzig, Felix; Dietz, Thomas; Stern, Paul C. (30 September 2021). "The role of high-socioeconomic-status people in locking in or rapidly reducing energy-driven greenhouse gas emissions". Nature Energy (په انګليسي). 6 (11): 1011–1016. Bibcode:2021NatEn...6.1011N. doi:10.1038/s41560-021-00900-y. ISSN 2058-7546. S2CID 244191460.
- ↑ Gore, Tim (2020-09-23). "Confronting carbon inequality". Oxfam International (په انګليسي). Archived from the original on 24 March 2022. نه اخيستل شوی 2022-03-20.
- ↑ Kartha, Sivan; Kemp-Benedict, Eric; Ghosh, Emily; Nazareth, Anisha; Gore, Tim (September 2020). "The Carbon Inequality Era: An assessment of the global distribution of consumption emissions among individuals from 1990 to 2015 and beyond" (PDF). Stockholm Environment Institute. Archived (PDF) from the original on 22 January 2022. نه اخيستل شوی 11 May 2022.
- ↑ Clifford, Catherine (26 January 2021). "The '1%' are the main drivers of climate change, but it hits the poor the hardest: Oxfam report". CNBC (په انګليسي). Archived from the original on 28 October 2021. نه اخيستل شوی 28 October 2021.
- ↑ Berkhout, Esmé; Galasso, Nick; Lawson, Max; Rivero Morales, Pablo Andrés; Taneja, Anjela; Vázquez Pimentel, Diego Alejo (25 January 2021). "The Inequality Virus". Oxfam International (په انګليسي). Archived from the original on 28 October 2021. نه اخيستل شوی 28 October 2021.
- ↑ "Emissions Gap Report 2020 / Executive Summary" (PDF). United Nations Environment Programme. 2021. p. XV Fig. ES.8. Archived (PDF) from the original on 31 July 2021.
- ↑ Paddison, Laura (28 October 2021). "How the rich are driving climate change". BBC (په انګليسي). Archived from the original on 5 November 2021. نه اخيستل شوی 7 November 2021.
- ↑ Oswald, Yannick; Owen, Anne; Steinberger, Julia K. (March 2020). "Large inequality in international and intranational energy footprints between income groups and across consumption categories" (PDF). Nature Energy (په انګليسي). 5 (3): 231–239. Bibcode:2020NatEn...5..231O. doi:10.1038/s41560-020-0579-8. ISSN 2058-7546. S2CID 216245301. Archived (PDF) from the original on 28 October 2021. نه اخيستل شوی 16 November 2021.
- ↑ Vicente-Serrano, Sergio M.; Quiring, Steven M.; Peña-Gallardo, Marina; Yuan, Shanshui; Domínguez-Castro, Fernando (1 February 2020). "A review of environmental droughts: Increased risk under global warming?". Earth-Science Reviews (په انګليسي). 201: 102953. Bibcode:2020ESRv..20102953V. doi:10.1016/j.earscirev.2019.102953. ISSN 0012-8252. S2CID 203117141.
- ↑ "Climate change: More than 3bn could live in extreme heat by 2070". BBC News. 5 May 2020. Archived from the original on 5 May 2020. نه اخيستل شوی 6 May 2020.
- ↑ Xu, Chi; Kohler, Timothy A.; Lenton, Timothy M.; Svenning, Jens-Christian; Scheffer, Marten (26 May 2020). "Future of the human climate niche – Supplementary Materials". Proceedings of the National Academy of Sciences. 117 (21): 11350–11355. doi:10.1073/pnas.1910114117. ISSN 0027-8424. PMC 7260949. PMID 32366654.
- ↑ Ekwurzel, B.; Boneham, J.; Dalton, M. W.; Heede, R.; Mera, R. J.; Allen, M. R.; Frumhoff, P. C. (2017). "The rise in global atmospheric CO2, surface temperature, and sea level from emissions traced to major carbon producers". Climatic Change (په انګليسي). 144 (4): 579–590. Bibcode:2017ClCh..144..579E. doi:10.1007/s10584-017-1978-0. ISSN 0165-0009. S2CID 108287513. Archived from the original on 30 May 2022. نه اخيستل شوی 18 March 2022.
- ↑ Shue, Henry (2017). "Responsible for what? Carbon producer CO2 contributions and the energy transition". Climatic Change (په انګليسي). 144 (4): 591–596. Bibcode:2017ClCh..144..591S. doi:10.1007/s10584-017-2042-9. ISSN 0165-0009. S2CID 158375989. Archived from the original on 30 May 2022. نه اخيستل شوی 18 March 2022.
- ↑ Pratley, Nils (2 December 2019). "BlackRock's Larry Fink must think again over tackling climate crisis". The Guardian (په انګليسي). Archived from the original on 28 October 2021. نه اخيستل شوی 28 October 2021.
- ↑ Timperley, Jocelyn (19 June 2020). "Who is really to blame for climate change?". www.bbc.com (په انګليسي). Archived from the original on 28 October 2021. نه اخيستل شوی 28 October 2021.
- ↑ Rochedo, Pedro R. R.; Soares-Filho, Britaldo; Schaeffer, Roberto; Viola, Eduardo; Szklo, Alexandre; Lucena, André F. P.; Koberle, Alexandre; Davis, Juliana Leroy; Rajão, Raoni; Rathmann, Regis (August 2018). "The threat of political bargaining to climate mitigation in Brazil". Nature Climate Change (په انګليسي). 8 (8): 695–698. Bibcode:2018NatCC...8..695R. doi:10.1038/s41558-018-0213-y. ISSN 1758-6798. S2CID 92588553. Archived from the original on 20 January 2022. نه اخيستل شوی 16 November 2021.
- ↑ Levermann, Anders (10 July 2019). "Individuals can't solve the climate crisis. Governments need to step up". The Guardian (په انګليسي). Archived from the original on 28 October 2021. نه اخيستل شوی 28 October 2021.
- ↑ Fragnière, Augustin (2016). "Climate change and individual duties". WIREs Climate Change (په انګليسي). 7 (6): 798–814. doi:10.1002/wcc.422. ISSN 1757-7799. S2CID 156177435.
- ↑ Thaller, Annina; Fleiß, Eva; Brudermann, Thomas (1 December 2020). "No glory without sacrifice — drivers of climate (in)action in the general population". Environmental Science & Policy (په انګليسي). 114: 7–13. doi:10.1016/j.envsci.2020.07.014. ISSN 1462-9011. S2CID 225022617. Archived from the original on 11 May 2022. نه اخيستل شوی 11 May 2022.
- ↑ Puaschunder, Julia M. (7 May 2017). "Climate in the 21st Century: A Macroeconomic Model of Fair Global Warming Benefits Distribution to Grant Climate Justice Around the World and Over Time". Proceedings of the 8th International RAIS Conference on Social Sciences and Humanities Organized by Research Association for Interdisciplinary Studies (RAIS) (په انګليسي). doi:10.2139/ssrn.2964385. hdl:10125/51976. S2CID 157469780. SSRN 2964385.
- ↑ Gramling, Carolyn (1 October 2021). "2020 babies may suffer up to seven times as many extreme heat waves as 1960s kids". Science News. Archived from the original on 11 May 2022. نه اخيستل شوی 18 October 2021.
- ↑ Thiery, Wim; Lange, Stefan; Rogelj, Joeri; Schleussner, Carl-Friedrich; Gudmundsson, Lukas; Seneviratne, Sonia I.; Andrijevic, Marina; Frieler, Katja; Emanuel, Kerry; Geiger, Tobias; Bresch, David N.; Zhao, Fang; Willner, Sven N.; Büchner, Matthias; Volkholz, Jan; Bauer, Nico; Chang, Jinfeng; Ciais, Philippe; Dury, Marie; François, Louis; Grillakis, Manolis; Gosling, Simon N.; Hanasaki, Naota; Hickler, Thomas; Huber, Veronika; Ito, Akihiko; Jägermeyr, Jonas; Khabarov, Nikolay; Koutroulis, Aristeidis; Liu, Wenfeng; Lutz, Wolfgang; Mengel, Matthias; Müller, Christoph; Ostberg, Sebastian; Reyer, Christopher P. O.; Stacke, Tobias; Wada, Yoshihide (8 October 2021). "Intergenerational inequities in exposure to climate extremes". Science. 374 (6564): 158–160. Bibcode:2021Sci...374..158T. doi:10.1126/science.abi7339. PMID 34565177. S2CID 237942847. Archived from the original on 11 May 2022. نه اخيستل شوی 28 October 2021.
- ↑ Lenton, Timothy M.; Rockström, Johan; Gaffney, Owen; Rahmstorf, Stefan; Richardson, Katherine; Steffen, Will; Schellnhuber, Hans Joachim (2019-11-28). "Climate tipping points — too risky to bet against". Nature (په انګليسي). 575 (7784): 592–595. Bibcode:2019Natur.575..592L. doi:10.1038/d41586-019-03595-0. hdl:10871/40141. ISSN 0028-0836. PMID 31776487. S2CID 208330359. Archived from the original on 19 March 2022. نه اخيستل شوی 18 March 2022.
- ↑ Fountain, Henry (2022-03-07). "Amazon Is Less Able to Recover From Droughts and Logging, Study Finds". The New York Times (په انګليسي). ISSN 0362-4331. Archived from the original on 18 March 2022. نه اخيستل شوی 2022-03-18.
- ↑ Shue, Henry (2021). The pivotal generation : why we have a moral responsibility to slow climate change right now. Princeton, New Jersey. ISBN 978-0-691-22007-9. OCLC 1245960372. Archived from the original on 30 May 2022. نه اخيستل شوی 18 March 2022.