اقليدس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اقليدس

اقليدس ( لرغونې يونانيLua error in Module:Lang at line 988: attempt to call field 'is_Latin' (a nil value). Eukleidēs), fl. 300 BC, چې د سکندريې اقليد, په نامه هم پېژندل کېږي، يو يوناني شمېرپوه و چې د هندسې د پلار په نامه پېژندل شوی. هغه د پټولېمي پېر په وخت کې په سکندريې کې په هندسي څېړنو کې فعاله وو. د هغه عناصر د شمېرپوهنې په تاريخ کې يو ډېر اهم اثر گڼل کېږي، چې د هندسي شمېرپوهنې په ښوونه کې د دغه اثر د ليکلو له وخت نه تر ۱۹ مې پېړۍ او د ۲۰ مې پېړۍ تر پيل پورې د يوه درسي کتاب په توگه کارېده.[۱][۲][۳] په عناصر, کې اقليدس د داسې اصولو ښوونې کښلې دي چې نن د اقليدسي هندسې په نامه پېژندل کېږي او دا پخپله د اکزيومونو يو سېټ گڼل کېږي. اقليدس د نظري هندسې، د بوکر د برخو، د کروي هندسې، د گڼو تيوري او د ريگور په اړه هم ليکنې کښلي دي.

"اقليدس د يوناني نوم (Εὐκλείδης — Eukleídēs) عربي ليکلې بڼه ده چې مانا يې نېکه خوښي ده.




سرچينې

  1. Ball, pp. 50–62.
  2. Boyer, pp. 100–19.
  3. Macardle, et al. (2008). Scientists: Extraordinary People Who Altered the Course of History. New York: Metro Books. g. 12.