ادراکي علوم
ادراکي علوم د ذهن او د هغه اړوندو پروسو بینالرشتوي او علمي مطالعه ده، چې د ژبپوهنې، ساپوهنې، د اعصابو علومو، فلسفې، کمپیوټر ساینس/مصنوعي ځیرکتیا او انسانپوهنې له یوځای کېدو څخه رامنځته کېږي. ادراکي علوم (په لا پراخه معنی سره) د ادراک ماهیت، دندې، او کارکړنې ارزوي. ادراکپوهان، د عصبي سیسټمونو د معلوماتو وړاندې کولو، پروسس کولو او بدلولو پر څرنګوالي باندې په تمرکز سره، ځیرکتیا او چلند مطالعه کوي. ژبه، ادراک، حافظه، پاملرنه، استدلال او احساس د ادراکپوهانو لپاره د پاموړ ذهني وړتیاوې دي؛ پر دغو وړتیاوو باندې د پوهېدلو په موخه، ادراکپوهان د ژبپوهنې، ساپوهنې، مصنوعي ځیرکتیا، فلسفې، د اعصابو علومو او انسانپوهنې په څېر څانګو ته مراجعه کوي او د هغو په مرسته نوموړې وړتیاوې مطالعه کوي. د ادراکي علومو ځانګړې شننه او تحلیل د عضویت د جوړښت ډېرې کچې رانغاړي: له زدهکړې او تصمیمنیونې څخه نیولې تر منطق او پلانجوړونې پورې او له عصبي مدارونو څخه بیا د ماغزو تر موډولار جوړښت پورې. د ادراکي علومو له بنسټیزو مفاهیمو څخه یو دا دی چې، «تفکر، په ذهن کې د هغو تمثیلي جوړښتونو او محاسباتي چلندلارو لهمخې، چې پر نوموړو جوړښتونو باندې عمل کوي، په غوره توګه درک کېدلای شي».[۱][۲]
د ادراکي علومو موخه، د ځیرکتیا پر اصولو پوهېدل او د هغو فورمولیزه کول دي، پهدې هیلې سره چې د ذهن او زدهکړې لا ښه او هراړخیز درک رامنځته شي. ادراکي علوم، په ۱۹۵۰ز لسیزه کې د یوه فکري غورځنګ په ډول ظهور وکړ چې تر ډېره د «ادراکي انقلاب» په نامه یادېږي.[۳]
تاریخ
[سمول]ادراکي علوم په ۱۹۵۰ز لسیزه کې د یوه فکري غورځنګ په توګه رامنځته شول، چې د «ادراکي انقلاب» په نامه یادېږي. ادراکي علومو مخینه د لرغوني یونان په فلسفي آثارو کې د موندلو وړ ده؛ د دیکارت، دېوېد هیوم، امانوېل کانت، بندیکت دو سپینوزا، نیکولاس مالبرانش، پیېر کبانیس، لایبنېتس او جان لاک په څېر نومهالو فیلسوفانو مدرسي فلسفه رد کړه، په داسې حال کې چې ډېریو یې هېڅکله د ارسطو لیکنې لوستلې نهوې او د کارېدونکو اوزارو ټولګو او اصلي مفاهیمو له اړخه، د دوی او ادراکپوهانو ترمنځ یو ښکاره توپیر پروت ؤ.
د ادراکي علومو نومهال هڅوب، د وارېن مککالوچ او والتر پیتس په څېر (چې د ذهن د جوړښت پر اصولو باندې د پوهېدلو په لټه کې وو)، د ۱۹۳۰ او ۱۹۴۰ز لسیزو لومړنیو سایبرنتیکپوهانو ته ورګرځي. مککالوچ او پیتس هغه لومړنۍ بېلګې وپنځولې چې اوسمهال د مصنوعي عصبي شبکو په توګه پېژندل کېږي او هغه د محاسبې داسې موډلونه دي چې د بیولوجیکي عصبي شبکو له جوړښت څخه یې الهام اخېستی دی.
بله مخکښه ښکارنده، په ۱۹۴۰ او ۱۹۵۰ز لسیزو کې د محاسبې تیوري او د ډیجیتل کمپیوټر لومړنۍ پرمختیا وه. کورت ګودل، الونزو چرچ، آلن تورینګ او جان فون نیومان په دغه پرمختیاوو کې سترې ونډې درلودې. نومهال کمپیوټر (یا د فون نیومان ماشین)، هم د ذهن لپاره د یوې «استعارې» او هم د څېړنو لپاره د یوې وسیلې په توګه، په ادراکي علومو کې اصلي نقش لوبوي.
د ادراکي علومو د ازمایښتونو لومړۍ بېلګه د MIT سلون د ادارې او مدیریت په پوهنځي کې په یوې اکاډمیکې موسسه کې ترسره شوه. د دغې موسسې بنسټګر «ج. ک. ر. لیکلایدر» ؤ چې د ساپوهنې په څانګه کې یې فعالیت درلود او د انساني ادراک د موډلونو په توګه، د کمپیوټر حافظې په کارولو سره یې ازمایښتونه ترسره کول.[۴]
په ۱۹۵۹ز کال کې، نوام چومسکي د «ب. ف. سکینر» کتاب – لفظي چلند – په کلکه نقد او دغه نقد یې د یوه کتاب په بڼه خپور کړ. هغه مهال، د سکینر چلندپاله طریقه په متحده ایالاتو کې د ساپوهنې پر څانګې واکمنه وه. ساپوهانو تر ډېره د محرک او غبرګون ترمنځ د کارکړنې پر اړیکو باندې تمرکز کاوه، پرته لهدې چې دننۍ نښې ثابتې کړي. چومسکي استدلال وکړ چې د ژبې د بیانولو لپاره، د «ګټورې (زېږوونکې) پښویې (ګرامر)» په څېر یوې تیوري ته اړتیا لرو، چې نهیوازې دننۍ نښې سره اړوندې ګرځوي بلکه د هغو بنسټیز ترتیب هم مشخص کوي.[۵]
د «ادراکي علومو» ګړنه د کریستوفر لانګیت–هیګینز لهخوا، پر «لایتهېل راپور» باندې د ۱۹۷۳ز کال تبصرې لهلارې رامنځته شوه؛ نوموړی راپور د مصنوعي ځیرکتیا د څېړنې اوسني وضعیت پورې تړاو درلود. په همهغه لسیزه کې، د «ادراکي علومو» مجله او د «ادراکي علومو ټولنه» تاسیس شوه. د ادراکي علومو د ټولنې د تاسیسولو غونډه په ۱۹۷۹ز کې، د سان دیګو په کالیفرونیا پوهنتون کې ونیول شوه چې په پایله کې یې ادراکي علوم د نړۍ په کچه د یوې ښکاره هڅې او اقدام په توګه څرګند شو. په ۱۹۷۲ز کې، د هامپشیر کالج، د نیل ستیلینګ په مشرۍ سره، د ادراکي علومو په برخه کې د لسانس په کچه لومړنی پروګرام پیل کړ. په ۱۹۸۲ز کې، د پروفیسور ستیلینګ په مرسته، د واسار کالج د نړۍ لومړنۍ موسسه وه چې ادراکي علومو په برخه کې یې د لسانس درجې سند ورکړ. په ۱۹۸۶ز کې، د سان دیګو په کالیفرونیا پوهنتون کې، د نړۍ په کچه، د ادراکي علومو لومړنۍ څانګه پرانېستل شوه.[۶][۷][۸][۹]
په ۱۹۷۰ز لسیزه او د ۱۹۸۰ز لسیزې په لومړیو کې، څرنګه چې کمپیوټرونو ته لاسرسی زیات شو، د مصنوعي ځیرکتیا اړوندو څېړنو پراختیا وموندله. د ماروین مینسکي په څېر څېړونکو، د LISP ژبې په څېر د کمپیوټر پروګرامونه ولیکل او هڅه یې کوله ترڅو د بشریت د یون د پړاوونو بڼه مشخصه کړي؛ د بېلګې په توګه: په تصمیم نیونه او د ستونزو په حلولو کې، د بشري تفکر د لا ښه پوهېدلو په هیله او همدا راز د مصنوعي ذهنونو د رامنځته کولو په هیله. دغه طریقه د «سمبولیکې مصنوعي ځیرکتیا» په توګه پېژندل کېږي.
په پای کې، د سمبولیکي مصنوعي ځیرکتیا پروګرام محدودیتونه څرګند شول. د بېلګې په توګه: په هراړخیزه توګه د بشري پوهې راغونډول، په داسې یوې بڼې چې د یوه سمبولیک کمپیوټري پروګرام لپاره د استفادې وړ وي، له واقعیته لېرې برېښېدل. د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ز لسیزو په وروستیو کې عصبي شبکې او اتصالیت د یوې څیړنیز موډل په توګه راڅرګندې شوې. د دغه لرلید پر بنسټ، چې تر ډېره جېمز مککلېللند او دېوېد روملهارت ته اړوند ګڼل کېږي، کېدای شي ذهن د پېچلو پیوستونونو د یوې ټولګې په توګه وانګېرل شي، چې د یوې پوړیزې (طبقهیي) شبکې په توګه ښودل شوی دی. کرهکتونکي استدلال کوي، ځینې ښکارندې شته چې کېدای شي د سمبولیکو موډلونو لهلارې په ښه توګه ثبتېدلای شي او د اتصالیت موډلونه ډېري وخت هومره پېچلي دي چې بیانول به یې خورا ستونزمن وي. په وروستیو کې، سمبولیک او د اتصالیت موډلونه سره ترکیب شوي دي، او د بیان له دواړو بڼو څخه د ګټې اخېستنې امکان یې رامنځته کړی دی. په داسې حال کې چې هم سمبولیکې او هم د اتصالیت طریقې، د بېلابېلو فرضیو د ازمایښت او همدا راز د ماغزو د کارکړنې ټیټې کچې او د ادراک اړخونو د پېژندلو لپاره ګټورې ښکاره شوې، خو له بیولوجیکي اړخه، هېڅ یوه طریقه واقعي نهده او لهدې امله، دواړو کې د عصبپوهنیزې معقولیت «تشه» لیدل کېږي. اتصالیت، د انسان په ماغزو کې (له محاسباتي پلوه) د ادراک رامنځکېدلو او پېښېدلو د څرنګوالي څېړلو لپاره ګټور جوت شوی دی، او د ځانګړي حالت/عمومي حالت تګلارو لپاره یې دقیق بلونجونه وړاندې کړي دي. د بېلګې په توګه: د جېف اېلمان، لیز بېتس او انېت کارمیلوف–سمېت په څېر ساینسپوهان پر دې باور دي چې د ماغزو شبکې، په خپل منځ کې له خوځنده او غښتلي تعامل او د چاپېریالي ښکارندو له یوځای کېدو څخه راولاړېږي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ Thagard, Paul, Cognitive Science, The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Fall 2008 Edition), Edward N. Zalta (ed.).
- ↑ "Ask the Cognitive Scientist". American Federation of Teachers. 8 August 2014.
Cognitive science is an interdisciplinary field of researchers from Linguistics, psychology, neuroscience, philosophy, computer science, and anthropology that seek to understand the mind.
- ↑ Miller, George A. (2003). "The cognitive revolution: A historical perspective". Trends in Cognitive Sciences. 7 (3): 141–144. doi:10.1016/S1364-6613(03)00029-9. PMID 12639696. S2CID 206129621.
- ↑ Hafner, K.; Lyon, M. (1996). Where wizards stay up late: The origins of the Internet. New York: Simon & Schuster. p. 32. ISBN 0-684-81201-0.
- ↑ Chomsky, Noam (1959). "Review of Verbal behavior". Language. 35 (1): 26–58. doi:10.2307/411334. ISSN 0097-8507. JSTOR 411334.
- ↑ Longuet-Higgins, H. C. (1973). "Comments on the Lighthill Report and the Sutherland Reply". Artificial Intelligence: a paper symposium. Science Research Council. pp. 35–37. ISBN 0-901660-18-3.
- ↑ Cognitive Science Society Archived 17 July 2010 at the Wayback Machine.
- ↑ "UCSD Cognitive Science - UCSD Cognitive Science". خوندي شوی له the original on 9 July 2015. بياځلي په 8 July 2015.
- ↑ Box 729. "About - Cognitive Science - Vassar College". Cogsci.vassar.edu. بياځلي په 2012-08-15.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) CS1 maint: numeric names: authors list (link) - ↑ d'Avila Garcez, Artur S.; Lamb, Luis C.; Gabbay, Dov M. (2008). Neural-Symbolic Cognitive Reasoning. Cognitive Technologies. Springer. ISBN 978-3-540-73245-7.
- ↑ Sun, Ron; Bookman, Larry, eds. (1994). Computational Architectures Integrating Neural and Symbolic Processes. Needham, MA: Kluwer Academic. ISBN 0-7923-9517-4.
- ↑ "Encephalos Journal". www.encephalos.gr. بياځلي په 2018-02-20.
- ↑ Wilson, Elizabeth A. (2016-02-04). Neural Geographies: Feminism and the Microstructure of Cognition (in انګليسي). Routledge. ISBN 9781317958765.
- ↑ Di Paolo, Ezequiel A. (2003). "Organismically-inspired robotics: homeostatic adaptation and teleology beyond the closed sensorimotor loop". In Murase, Kazuyuki; Asakura, Toshiyuki (eds.). Dynamic Systems Approach for Embodiment and Sociality: From Ecological Psychology to Robotics. Advanced Knowledge International. pp. 19–42. CiteSeerX 10.1.1.62.4813. ISBN 978-0-9751004-1-7. S2CID 15349751.
- ↑ Zorzi, Marco; Testolin, Alberto; Stoianov, Ivilin P. (2013-08-20). "Modeling language and cognition with deep unsupervised learning: a tutorial overview". Frontiers in Psychology. 4: 515. doi:10.3389/fpsyg.2013.00515. ISSN 1664-1078. PMC 3747356. PMID 23970869.
- ↑ Tieszen, Richard (15 July 2011). "Analytic and Continental Philosophy, Science, and Global Philosophy". Comparative Philosophy. 2 (2). doi:10.31979/2151-6014(2011).020206.
- ↑ Browne, A. (1997). Neural Network Perspectives on Cognition and Adaptive Robotics (in انګليسي). CRC Press. ISBN 0-7503-0455-3.
- ↑ Pfeifer, R.; Schreter, Z.; Fogelman-Soulié, F.; Steels, L. (1989). Connectionism in Perspective (in انګليسي). Elsevier. ISBN 0-444-59876-6.
- ↑ Karmiloff-Smith, A. (2015). "An alternative to domain-general or domain-specific frameworks for theorizing about human evolution and ontogenesis". AIMS Neuroscience. 2 (2): 91–104. doi:10.3934/Neuroscience.2015.2.91. PMC 4678597. PMID 26682283.