اباسين يوسفزی
اوږده ليکنه |
---|
اباسين يوسفزی (په انگرېزي: Abaseen Yousefzai) شاوخوا ۴۵ کاله وړاندې دملکنډ ايجنسۍ ددېر د خان پورکلی کې نړۍ ته راغلی دی. زده کړیلومړنۍ زده کړې يې پخپله سيمه کې وکړې او دلوړوزده کړولپاره پېښورته ولاړاو پښتوژبه کې يې دډاکټرۍ ترکچې زده کړې و کړې. دپېښورپه اسلاميه کالج کې دپښتوڅانگې مشرؤ. د پېښور په پوهنتون کې هم د پښتو ژبې ښوونکی و او په بېلابېلو برخو کې یې د زده کوونکو د لیلیو له سرښوونکي نیولي بیا د کرېکېټ کلب تر مشرتابه پورې دندې تر سره کړې دي. د ښاغلي یوسفزي دوه کتابونه چاپ شوي دي چې يو يې غورځنگونه او بل يې الوت نومیږي .نوموړۍ د سپرمراد نیازوف د روحنامې اثر په پښتو اړولی او په بېلابېلو ورځپاڼو او مجلو کې یې مقالې هم لیکلې دي . دندیدوحدت اومشرق په ورځپاڼو ، دمشعل اوخيبر په مجلو اودخيبرتلويزيون اوپيښور راډيولپاره یې ليکنې ديادونې وړدي. دبيلابيلوشاعرانو اوليکوالوپه سلوکتابونويې کره کتنې ليکلې دي. دغني خان اوليکوالودټولنې غړى اودهيواد اوخيبرمجلومسول مديرهم پاتې شوى دى. دښوونځيو د٩ مو او١٠ موټولگيو دزده کوونکولپاره يې پښتوکتابونه ليکلي دي. اباسين يوسفزي درحمان بابا ادبي جايزه ، په صوات کې دچاچا رحيم بخش جايزه، دپښتانه ادبي ملگري جايزه گټلې اوله ادبي اوټولنيزوموسسونه يې شاوخوا ٥٠ شهادت نامې اومډالونه ترلاسه کړي دي. چاپ شوي نښيرونه يې۱- غورځنگونه. ۲- الوت. ۳- انځورتون
اخځليک۱- https://www.bbc.com/pashto/news/story/2007/06/070606_mmn_s7nazir |