Jump to content

آمان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
آمان
عمّان
Amman city landmarks, له ښوی نه چپ ته له پورته لاندی: Amman's skyline as seen from Sport city, د هرکولس معبد په Amman Citadel, د امویه برج، د حجاز ریل ګاډی تمځای-عثمانی، Roman theater, Abdoun Bridge، د اول پادشاه عبدالله مسجد او Raghadan Flagpole.
Amman city landmarks, له ښوی نه چپ ته له پورته لاندی: Amman's skyline as seen from Sport city, د هرکولس معبد په Amman Citadel, د امویه برج، د حجاز ریل ګاډی تمځای-عثمانی، Roman theater, Abdoun Bridge، د اول پادشاه عبدالله مسجد او Raghadan Flagpole.
Amman city landmarks, له ښوی نه چپ ته له پورته لاندی: Amman's skyline as seen from Sport city, د هرکولس معبد په Amman Citadel, د امویه برج، د حجاز ریل ګاډی تمځای-عثمانی، Roman theater, Abdoun Bridge، د اول پادشاه عبدالله مسجد او Raghadan Flagpole.

  • ' سپین ښار'
  • 'ښکلی ښار '

Lua error in Module:Mapframe at line 385: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value).
کورډېناټونه: ۳۱°۵۶′۵۹″ شمال ۳۵°۵۵′۵۸″ ختیځ / 31.94972°شمال 35.93278°ختيځ / 31.94972; 35.93278
د جوړښت نیټه ۷۰۰۰= مخکی له میلاده
ښار ۱۹۰۹=
اداري وېش
هیواد {{د هېواد مالومات اردن
بيرغ/پوښ name=اردن variant= size=

}}

ولایت عمان
پلازمینه د:
حکومت
 • ښاروال اقیل بیلتاجې
پراخوالی
 • پراخوالی ۱۶۸۰ کلوميټر٢ (۶۵۰ میله  مربع)
لوړوالی 784 متر   د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
أعلى ارتفاع ۱۱۰۰ ميټره (۳٬۶۰۰ فوټ)
لږ لوړوالی ۷۰۰ ميټره (۲٬۳۰۰ فوټ)
نفوس شمېرنه (۲۰۱۴)
 • ټولټال ۴٬۰۰۰٬۰۰۰
 • د نفوسو کثافت ۳۱۴۲٫۹/کلوميټر٢ (۸٬۱۴۰/ميله مربع)
وروستي مالومات
وخت زون EET (ه.ن.و۲+)
 • د اوړي وخت عربي سټانډارډ زمان (ت.ع.م ۳+)
پوستې کوډ ۱۱۱۱۰–۱۷۱۹۸
جيو کوډ 250441[۱]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
رسمي وېبپاڼه ammancity.gov.jo
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

امان Amman) د اردن هیواد پلازمینه او ترټولو لوی ښار دی د ۲۰۰۶م کال د اټکل له مخی یاد ښار ۰۰۰'۰۰۲'۲ اوسیدونکي لرل.

عمان (په انګلیسي: Amman /əˈmɑːn/ ، په عربي کې: عَمَّان چې [ʕamːaːn] تلفظ کېږي) د اردن پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار، او د دې هېواد اقتصادي، سیاسي او کلتوري مرکز دی. د ۲۰۲۱ز کال د سر شمېرنې پر بنسټ، عمان له ۴۰۶۱۱۵۰ نفوس سره، په شام کې تر ټولو لوی ښار او په عربي نړۍ کې پنځم تر ټولو لوی ښار دی، او په منځني ختیځ کې نهم نمبر ډېره نفوس لرونکې ښاري سیمه ده. په عمان کې تر ټولو پخوانۍ مېشتېدنې، د عین غزال په نامه د ډبرو د نوې دورې په یوه ساحه کې چېرې چې د انسانانو په بڼې مجسمې راوتلې دي، اتمې مخزېږدې پېړۍ ته رسېږي. د اوسپنې د دورې په بهیر کې دا ښار د ربّة عمّون په نامه یادېده او د عمونیانو د ټولواکۍ پلازمېنه وه. په دریمه مخزېږده پېړۍ کې، دویم بطلیموس فېلادلفوس چې د بطلیموسي مصر فرعون و، نوموړی ښار یې له سره ورغاوه او د "فېلادلفیا" نوم یې ورکړ او د هلېنیسټي دورې سیمه ییز کلتوري مرکز یې ترې جوړ کړ. فېلادلفیا مخکې له دې چې د یو عربي ولایت (Arabia Petraea) په توګه اداره شي د رومیانو تر واکمنۍ لاندې له یوناني-رومي دېکاپولیس یا لسو ښارونو څخه یو ګڼل کېده.[۳][۴][۵][۶]

راشدینو خلفاوو (اَلْخِلَافَةُ ٱلرَّاشِدَةُ) نوموړی ښار په اوومه زېږدیزه پېړۍ کې له بیزانس سترواکۍ څخه فتح کړ، لرغونی سامي نوم یې ورته بېرته ورکړ او عمان یې ونوماوه. د منځنیو پېړیو (Middle Ages) په ډېره برخه کې، د ویجاړۍ او پرېښودل کېدو او د بلقاء د سیمې مرکز په توګه د نسبي سوکالۍ د دورو تر منځ په تناوب کې و. عمان له پنځلسمې زېږدیزې پېړۍ څخه نیولې بیا په ۱۸۷۸ز کال کې هلته د عثمانیانو له خوا د چرکسیانو (Circassians) تر مېشتولو پورې  په لویې پیمانې سره پرېښودل شوی و.

د عمان ښار د ښاروالۍ لومړۍ شورا په ۱۹۰۹ز کال کې تاسیس شوه. عمان په ۱۹۲۱ز کال کې د ماوراء اردن (د اردن د ختیځ د امارت) د پلازمېنې په توګه له ټاکل کېدو وروسته کله چې له زیات شمېر اردني ښارونو او د شام له ښارونو څخه مهاجرین ورته راغلل، او همداراز د پنا غوښتونکو د څو پرله پسې څپو له منلو وروسته د ګړندۍ ودې شاهد و، چې یادې څپې په ۱۹۴۸ او ۱۹۶۷ز کلونو کې د فلسطینیانو، په ۱۹۹۰ او ۲۰۰۳ز کلونو کې د عراقیانو او له ۲۰۱۱ز کال راوروسته د سوریې د خلکو وې. دا ښار په لومړیو کې په اووو غونډیو باندې بنا شوی و چې اوس د ۲۲ حوزو په ترکیب کې تر ۱۹ غونډیو پورې غځېدلی او د لوی عمان د ښاروالۍ له خوا اداره کېږي. د عمان حوزو خپل نومونه یا له هغو غونډیو (جبل) یا هم له وادي ګانو (درو) څخه اخیستي دي په کومو کې چې نوموړې حوزې واقع دي، چې بېلګه یې جبل لویبده او د عبدون وادي دي. ختیځ عمان په لویې پیمانې سره له تاریخي ساحو څخه ډک او په مکرر ډول د کلتوري فعالیتونو کوربه توب کوي، حال دا چې لوېدیځ عمان ډېر عصري دی او د ښار اقتصادي مرکز ګڼل کېږي.[۷][۸][۹]

عمان ته په ۲۰۱۸ز کال کې تقریباً یو میلیون ګرځندویان راغلي دي، کومو چې دا ښار د ګرځندویانو د ورتګ په تړاو د نړۍ په کچه ۸۹یم او په عربي ښارونو کې دوولسم تر ټولو ډېر سیاح منونکی ښار ګرځولی دی. عمان یو په نسبي ډول ګړندی وده کوونکی اقتصاد لري او د جهاني کولو او د نړۍ د ښارونو د څېړنيزې شبکې(Globalization and World Cities Research Network) له خوا ورته د بېټا نړیوال ښار (Beta− global city) په کټګورۍ کې ځای ورکړل شوی دی. سربېره پر دې، دغه ښار ته د اقتصادي، کاري، چاپېریالي، او ټولنیزو-کلتوري فکتورونو له لیدلوري د منځني ختیځ او شمالي افريقا یو له تر ټولو ښو ښارونو نوم ورکړل شوی دی. یاد ښار په عربي نړۍ کې د څو ملیتي شرکتونو د سیمه ییزو دفترونو د پرانیستلو لپاره د دوحې په څنګ کې او یوازې له دوبۍ وروسته یو له ډېرو مشهورو موقعیتونو څخه دی. د عمان بس او د عمان بس چټک ترانزیټ (Amman Bus Rapid Transit) عمومي ترانسپورتي سېستمونه، دې ښار ته ترانسپورتي چوپړتیاوې برابروي. یو بل د چټک ترانسپورت سېستم (الباص السريع بين عمان والزرقاء) د جوړېدو په حال کې دی چې دا ښار به له ګاونډي زرقاء ښار سره ونښلوي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

رېښه

[سمول]

د عمان نوم د دغه ځای د لرغونو خلکو عمونیانو څخه مشتق شوی دی، چې دا ښار له ۱۳مې مخزېږدې پېړۍ راهیسې د نوموړو خلکو پلازمېنه وه. عمانیانو دا ښار ربّة عمان باله، چې د ربّة معنا پلازمېنه یا د ټولواک مقر و. په عبراني انجیل کې ربّة عمان د عمون زوی ربت ته اشاره ده (په انجیلي عبراني کې:  הַנִּקּוּד הַטְבֶרְיָנִי‎ ، په طبریه یي عبري کې: ربت بن عمون چې په اوسنۍ عبري کې د ربة عمون په توګه لنډیز شوی دی)، او په انکلیسي ژباړو کې "Rabbath Ammon" لیکل شوی دی. د وخت په تېرېدو سره د ربت کلیمه نوره ورسره نه ده کارېدلې او د هغو مدنیتونو د اغېزو له امله چې دا ښار یې فتح کړی دی، دا نوم په تدریج سره په عمان بدل شوی دی.[۱۴]

په هر حال، د بطلیموسي ټولواکۍ مقدوني واکمن دویم بطلیموس فېلادلفوس، څوک چې له ۲۸۳ تر ۲۴۶ مخزېد کال پورې واکمن و، د دې ښار له نیولو وروسته یې نوم "فېلادلفیا" ته واړاوه ( په لرغونې یوناني کې: Φιλαδέλφεια چې په لفظي ډول یې معنا "د ورورولۍ مینه" ده). دا نوم د هغه د خپل لقب فېلادلفوس د ستاینې په توګه ورکړل شو.[۱۵]

تاریخچه

[سمول]

د ډبرو نوې دوره

[سمول]

د ډبرو د نوې دورې عین غزال ساحه د عمان ښار په څنډو کې موندل شوې وه. دا ښار د ۷۰۰۰م.ز کال په شاوخوا کې د خپل عروج پر مهال له ۱۵ هکتاره (۳۷ اکره) مساحت سره د۳۰۰۰ په شاوخوا کې خلکو له خوا مېشت شوی و (د معاصر اریحا ښار د نفوس څلور تر پنځه چنده). په هغه وخت کې دا سیمه یو له کلالۍ پرته (aceramic) ځانګړی د ډبرو د نوې دورې کلی و. کورونه یې د خټو له خښتو څخه جوړ شوي مستطیلي تعمیرونه وو چې د اهک چونې په واسطه سپینو شوو دېوالونو سره یې یوه مربعي شکله د اوسېدو خونه یې لرله. دا ښار په ۱۹۷۴ز کال کې هغه وخت کشف شو چې ساختماني کارکوونکو له دغې ساحې څخه په تېرېدونکي یو سرک باندې کار کاوه. په ۱۹۸۲ز کال کې، کله چې کیندنې پیل شوې، د سرک ۶۰۰ متره (۲۰۰۰ فټه) برخه په دې ساحه کې تېره شوه. سره له دې چې د ښاري پراختیا له امله عین غزال ته زیانونه واوښتل، مګر پاتې شونو یې له ځان سره د معلوماتو یوه شتمني درلوده.[۱۶][۱۷]

عین غزال د انسانانو په بڼه کې د کوچینیو مجسمو د یوې مجموعې په درلودلو مشهوره ده، کومې چې په ۱۹۸۳ز کال کې هغه وخت وموندل شوې چې سیمه ییز لرغونپوهان د هغې ۲.۵ مترو (۸.۲ فټه) په ژوروالي کندې په څنډه ورپېښ شول چې یادې مجسمې پکې وې. دغه مجسمې له سپینې چونې نه جوړ شوي له نقاشي شوو جامو، وېښتانو او په ځینو مواردو کې له زینتي خالونو سره د انسانانو هیکلونه دي. په دوو انبارونو کې ۳۲ هیکلونه وموندل شول، چې ۱۵ یې پوره هیکلونه وو، ۱۵ نور یې د نیمې تنې هیکلونه وو، او دوه ټوټې ټوټې ناقص سرونه وو. له نیمې تنې درلودونکو مجسمو څخه درۍ یې دوه-سرې وې چې مفهوم یا اهمیت یې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.[۱۸][۱۹]

د اوسپنې دوره

[سمول]

په۱۳مه مخزېږده پېړۍ کې عمان د عمونیانو پلازمېنه وه او د "ربة" یا "ربة عمون" په نوم وپېژندل شوه، عمون د سیمې لپاره زیات شمېر طبیعي سرچینې برابرولې؛ په یادو سرچینو کې رېګي تېږې، چونه، او ورسره یو حاصل خېزه زراعتي سکتور و چې عمان یې د پاچا د لویې لارې (King's Highway) په اوږدو کې کومې چې مصر له بِینُ الْنَهرِین، سوریې او اناتولیې (کوچینۍ اسیا) سره نښلول، خورا مهم موقعیت ګرځولی و. لکه څنګه چې د دغې لارې په اوږدو کې له اودومیانو او موأبیانو سره له سوداګرۍ، عمانیانو د پام وړ عاید په لاس راوړ. په عبري انجیل کې مېلکوم د عمون ملي اِله یا خدای په توګه یاد شوی دی. یو بل لرغونی معبود مولوخ یا مولک هم چې معمولاً د ماشومانو د قرباني کولو سره یې تړاو درلود په انجیل کې د عمون د خدای په توګه ذکر شوی دی، خو دا کېدای شي د مېلکوم لپاره کومه اشتباه وي. په هر ترتیب، د عمان ملکي هوایي ډګر ته نږدې د لرغونپوهانو په کیندنو کې، یو معبد رالوڅ شوی دی چې داسې یو محراب پکې دی چې د انسانانو د هډوکو ډېرې زیاتې ټوټې پکې دي. نوموړي هډوکي د سوځولو لپاره شواهد دي، او هغې فرضیې ته لاره هواروي چې یاد محراب د انسانانو د قرباني کولو لپاره د نغري حیثیت درلود.[۲۰][۲۱]

تاریخ

[سمول]

جغرافیه

[سمول]

کلتور

[سمول]

مشهوره منظري

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. پیوستون : 250441  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  2. http://legislacao.prefeitura.sp.gov.br/leis/lei-14471-de-10-de-julho-de-2007
  3. Lipiński, Edward (2006). On the Skirts of Canaan in the Iron Age: Historical and Topographical Researches. Peeters Publishers. p. 295. ISBN 978-9042917989.
  4. Parpola, Simo (1970). Neo-Assyrian Toponyms. Kevaeler: Butzon & Bercker. p. 76.
  5. "Revealed: the 20 cities UAE residents visit most". Arabian Business Publishing Ltd. 2015-05-01. Archived from the original on 26 September 2015. نه اخيستل شوی 2015-09-21.
  6. "Population Estimates for The End of 2021" (PDF). Department of Statistics (DoS). January 2022. Archived from the original (PDF) on 2019-06-05. نه اخيستل شوی 2022-07-12.
  7. Michael Dumper; Bruce E. Stanley (2007). Cities of the Middle East and North Africa: A Historical Encyclopedia. ABC-CLIO. p. 35. ISBN 978-1-57607-919-5. Archived from the original on 18 May 2020. نه اخيستل شوی 23 September 2015.
  8. "Aqel Biltaji appointed as Amman mayor". The Jordan Times. The Jordan News. 2013-09-08. Archived from the original on 2015-09-30. نه اخيستل شوی 2015-09-21.
  9. "West Amman furnished apartments cashing in on tour". The Jordan Times. The Jordan News. 2014-08-12. Archived from the original on 4 March 2016. نه اخيستل شوی 2015-09-21.
  10. "How a Startup from the Arab World Grabs 1B Views on YouTube". Forbes. 2014-12-31. Archived from the original on 29 July 2017. نه اخيستل شوی 2015-09-29.
  11. "The World According to GaWC 2020". GaWC – Research Network. Globalization and World Cities. Archived from the original on 24 August 2020. نه اخيستل شوی 31 August 2020.
  12. IANS/WAM (2010-11-26). "Abu Dhab duke City' in MENA region". sify news. Archived from the original on 2010-11-30. نه اخيستل شوی 2015-09-22.
  13. "Amman Favored by MNCs as New Regional Hub". Dunia Frontier Consultants, Doha. 2012-01-25. Archived from the original on 11 March 2013. نه اخيستل شوی 2012-11-28.
  14. "About GAM => History". Greater Amman Municipality. Archived from the original on 2015-10-02. نه اخيستل شوی 2015-09-22.
  15. "MISDAR". mansaf.org. Archived from the original on 23 September 2015. نه اخيستل شوی 2015-09-22.
  16. "Prehistoric Settlements of the Middle East". bhavika1990. 2014-11-08. Archived from the original on 25 September 2015. نه اخيستل شوی 2015-09-22.
  17. Kleiner, Fred S.; Mamiya, Christin J. (2006). Gardner's Art Through the Ages: The Western Perspective: Volume 1 (Twelfth ed.). Belmont, California: Wadsworth Publishing. pp. 11–2. ISBN 0-495-00479-0.
  18. Scarre, Chris, ed. (2005). The Human Past. Thames & Hudson. p. 222.
  19. Kleiner, Fred S.; Mamiya, Christin J. (2006). Gardner's Art Through the Ages: The Western Perspective: Volume 1 (Twelfth ed.). Belmont, California: Wadsworth Publishing. pp. 11–2. ISBN 0-495-00479-0.
  20. "The Old Testament Kingdoms of Jordan". kinghussein.gov.jo. kinghussein.gov.jo. Archived from the original on 6 May 2009. نه اخيستل شوی 2015-10-10.
  21. "Temple of Human Sacrifice: Amman Jordan". Randy McCracken. 2014-08-22. Archived from the original on 1 October 2015. نه اخيستل شوی 2015-09-22.