کارن:عبدالواسع رحیمی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الزیمر یوه خطرناکه ناروغۍ Thursday, 08.09.2012, 06:01am (GMT) ژباړه ع. رحیم هلال الزیمردعصبې ناروغیو له ډلي څخه یوه خطرناکه ناروغي ده چې د لومړې ځل لپاره په کال ۱۹۱۵ کې یوه المانې ډاکټرچې الوس الزیمرنومیده دروغتیايې څيړنو په پایله کې وپيژندله او وروسته د الزیمر په نوم باندي ونوموله شوه . په دغه ناروغې کې د انسان مغز ټولې هغې دندې چې پر مخ ېې وړې له لاسه ورکوې . روغتیا څیړونکې ښې چې په ټوله نړۍ کې په الزیمر داخته ناروغانو شمیر نژدې شپږویشت میلونو ته رسیږې چې دا شمیره کیدای شې په را تلونکې ۲۰۵۰ کال کې تر یادې شمیري څلور چنده زیاته شې. دوی د یادي ناروغۍ علتونه ارثي او اوږد عمر په ګوته کوې،دوی وایې هغه کسان چې په ارثي ډول یاده ناروغې ولري نښې نښانې يې په پنڅه دیرش کلنۍ کې پکې را څرګندیږي،خو دعمر په لحاظ يې نښې نښانې په پنځه شپيته کلنۍ کې پيژندلې شوې دي . پوهان وايې الزیمر دانسان ماغزه تر خپل تاثیر لاندي را ولې چې په نتیجه کې يې یو انسان ټولې هغې دندې چې دده ماغزه يې سرته رسوې له لاسه ورکوي . دماغزوسیستم د دوجود دنورو سیستمونو په څير له یو تعداد حجراتو څخه جوړ دی چې نیورون ورته وايې، د شکل له نظره د بدن د نورو حجراتو سره توپیر لري . که د اعصابو حجرې ته په ځير سره وګورو یوه برخه يې او ږده اوبله برخه يې ګرده په نظر راځي چې له هره طرفه واړه او نازک شاخونه د حجري په هره خوا کې پراته دي . دبدن د نورو حجرو په شان د اعصابو حجره هم لرونکې دیوې هستې، هستچې اواړوندوجوړښتونوده.ماغزه له همدې حجراتو څخه جوړ دی چې دوه طبقي لري سپينه طبقه او خاکسترې هغه يې چې خاکستري طبقه يي د مغزو څخه پورته موقیعت لري . د عصابو په حجرو کې د امیلوید په نوم یو پروټين موجود دی،دا پروتین په نورمال حالت کې له یوې حجرې څخه بلې ته وړل کیږي. خو په ځینو غیرنورمالو حالتونو کې امیلوید نه شې کولای چې د اعصابو حجرو ته ځان ورسوي چې په نتیجه کې يې پروټيني مواد په حجراتو کې پاته کیږي او دمغزوپه خاکسترې برخه کې رسوب کوې په دغې برخه کې چې کوم رسوب پيدا کیږي مغز سختوې او په نتیجه کې يې مغز خپله دنده له لاسه ورکوې. دلته یوه مثال ته فکر وکړئ. هغه مواد چې د اوبو په سر موجود وې د جوش په پایله کې د چای جوش په بیخ کې رسوب کوې،موږ وایو چې جای جوش مو منګه نیولې په کارده چې پاک شې،په دې شکل ماغزه هم منګه نیسې چې له امله يې ماغزه د خپلې دندې د سر ته رسولوتوان له لارسه ورکوې . دالزیمر ناروغۍ په ځینو هیوادونو کې زیاته او په ځينو کې له سره شتون نه لري .په جاپان کې يې سره لدې چې یوه پرمختللی هیواد نښې نښانې زیاتې تر سترګوشوې،خو په چین هیواد کې يې بیا بیخې پیښې نه دي ثبت شوې

ځينې پوهان المونیم او سیماب هم چې ډیر کله ترې د غاښ په ډکولو کې استفاده کیږي د الزیمر د ناروغۍ عامل بولې خو په دې اړه لا تر اوسه پورې کره مالومات نه دې ور کړل شوې . ددغې ناروغۍ د له منځه وړلواو تداوې لپاره تر اوسه پور ې دری ډوله درمل جوړ شوې خو له بده مرغه کومه د پام وړ نتیجه يې نه ده ورکړې

الزیمر یوه خطرناکه ناروغۍ