کارن:حمدالله فطرت
نوم حمدالله تخلص حلمیار "فطرت" زوکړه 1989 ځای سورغر زابل افغانستان.
حمدالله فطرت چي ادبي نوم يې حلميار فطرت دی د افغانستان د زابل ولايت د مرکز کلات د سره غره اوسيدونکی دی.
نوموړی د جنوبی پښتونخوا مسلم باغ پنډغالي کي نړۍ ته سترګي غړولې. د شاه جوی ولسوالي په بابا هوتک عالي ليسه کي يې ليسه لوستې او همدا راز د شاجوي او کوټې د ديني زده کړې په مدرسو کي صرف، نحو، منطق او فقه کتابونه لوستي.
دندې:
د ۲۰۲۱ عيسوي کال د اګست پر ۱۵مه د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د رئيس په توګه دنده ترسره کړه. له څلورو مياشتو وروسته د افغانستان اسلامي امارت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت اطلاعات او عامه اړيکو د رئيس په توګه وټاکل شو.
د ۲۰۲۴ کال په فبروري مياشت کې د افغانستان اسلامي امارت د عاليقدر اميرالمؤمنين
د لارښوونې پر اساس د اسلامي امارت د مرستيال وياند په توګه وټاکل شو.
حمدالله حلميار فطرت د پښتو ژبې تکړه شاعر او لیکوال هم دی چې تر دې دمه یې د لیکنو یا شعر ټولګه نه ده چاپ شوې
د شعر بیلګه یې:
درومه تکل وکړه په دې لاره لارويه
ويښ اوسه خطر ته لاره څاره لارويه
تللی تر هدف په څومره ستړو ولاتونو يم
پلونه تر منزل راپسې شماره لارويه
پام د تورو شپو د انحراف کندې ته سیخ نشې
بلې ډیوې ساته تر سهاره لارویه
څوکو د سور غر، د شاهي کوټ او تورې بورې ته
توغ د بري راوړه تر مزاره لارویه
زما پر قبر هم د ازادۍ غاټول نڅا کوي
راشه د شهید تر لاله زاره لارویه
د وطن بزګره ستا قيمتي لاس دی
ستا تڼاکه په ورغوي کې الماس دی
د هيواد د ابادۍ مهندسانو!
ستاسو ګوتو کې جادو دي او ښه خاص دی
د رفاه او پرمختګ ذمامدارانو
اچولی مو اغيارو ته وسواس دی
شيطانانو پسې څار نجم الثاقب دی
پاس ختلی پر مرۍ د هر خناس دی
د حريت لمر راختلی پر افق دی
د توحيد بيرغ رپاند تر ټولو پاس دی
حلميار فطرت له ټولو څخه کړی
دې نظام ته د دعاوو التماس دی
حمدالله حلميار (فطرت)