کارن:حمدالله فطرت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نوم حمدالله تخلص حلمیار "فطرت" زوکړه 1989 ځای سورغر زابل افغانستان.

حمدالله فطرت چي ادبي نوم يې حلميار فطرت دی د افغانستان د زابل ولايت د مرکز کلات د سره غره اوسيدونکی دی.

نوموړی د جنوبی پښتونخوا مسلم باغ پنډغالي کي نړۍ ته سترګي غړولې. د شاه جوی ولسوالي په بابا هوتک عالي ليسه کي يې ليسه لوستې او همدا راز د شاجوي او کوټې د ديني زده کړې په مدرسو کي صرف، نحو، منطق او فقه کتابونه لوستي.

دندې:

د ۲۰۲۱ عيسوي کال د اګست پر ۱۵مه د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د رئيس په توګه دنده ترسره کړه. له څلورو مياشتو وروسته د افغانستان اسلامي امارت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت اطلاعات او عامه اړيکو د رئيس په توګه وټاکل شو.

د ۲۰۲۴ کال په فبروري مياشت کې د افغانستان اسلامي امارت د عاليقدر اميرالمؤمنين د لارښوونې پر اساس د اسلامي امارت د مرستيال وياند په توګه وټاکل شو.