ابن اثیر
ابوالحسن عزالدین علي بن محمد چي مشهوره په ابن اثیر سره دی داسلامي نړۍ یوله سترو تاریخ پوهانوڅخه ګڼل کیږي، نوموړی په ۱۱۶۰زیږدیزکال کي په اوسنی ترکیه کي وزېږېدی.
| زېږونځای | |
|---|---|
| زېږون نېټه | |
| مړينې نېټه | |
| مړينې ځای | |
| استوګنځی | |
| ژبې | |
| دنده | |
| نامتو زدهکوونکی | |
| بلننوم |
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| وروڼه او خويندې | |
| قومي ډلې | |
| دین |
| برخه د |
|---|
دابن اثیر په نسل کي تاریخ پوهان اختلاف لري ځکه یوشمېر تاریخ پوهان ادعاء کوي چي ابن اثیر له ذاته کرد دی خوځیني نوربیا وايي چي عرب دی .
دابن اثیر ژوند
[سمول]دابن اثیر پلار چي محمد نومېدی پخپله زمانه کی دشام اومنځني ختیځ له مشهوره تجارانوڅخه ګڼل کېدی اوپه هغه وخت کي یې سوداګرې کول کله چي پراسلامي نړۍ دصلیبانو تاړاک روان وو اوسلطان صلاح الدین ایوبي له هغوی سره په جګړه بوخت وو . دصلیبیانو ددغه تاړاک له کبله څوځله دعزالدین پلار هم دهغوی له لوري لوټ اوقافلي یې تباه سوې . دمحمد درې زامن وه چي په هغوی کي منځنئ همدغه عزالدین وو اوپه وړوکوالي یې دقرآن کریم په زکړه پیل وکړ، تردې وروسته نوموړئ په ۵۷۹هجري ق کي له خپل پلار او وروڼو سره موصل ته کډه سو . څرنګه چي موصل دهغه زمانې ترټولو علم پاله اوله پوهي ډک ښار ګڼل کېدی عزالدین سمدستي دغه ځای له علماوو اوپوهانوسره ناستي او زدکړې پيل کړې چي په دې ترڅ کي یې ترټولو لمړی ناسته له مکي بن ریان سره وسوه اوله هغه وروسته یې له مشهورو علماوو څخه خپلي زدکړي پوره او لاسته راوړې . تر زدکړو وروسته دعزالدین نوم ورځ تربلي په علوموکي پراخېدی اوپه تاریخ، سیرت، حدیث، قرائت اوبېلابیلو علوموکي یې ځانګړئ ځای خپل کړ څوچي اخریې دموصل دواکمن نورالدین پام ځان ته واړاوه اودئ یې خپل دربارته وغوښت ترڅو یوشمېر لیکونه دبغداد دخلیفه لپاره ورته وسپاري .
دنورالدین څخه ترلیکونو اخیستلو وروسته عزالدین مخ دبغداد په لوري ولاړی اودهغه ځای له علماوو اوپوهانوڅخه یې نوري زدکړې هم لاسته راوړې . تردې ځای وروسته عزالدین دشام او عراق نورو ښارونوته هم سفرونه وکړه اوپه بېلابیلو ځایونوکي یې دهغه سیمي له نوموتو پوهانوسره لیدني وسوې چې دې کار دعزالدین علم اوپوهه نوره هم زیاته کړه . عزالدین له علماوو څخه دپوهي لاسته راوړلو په پایله کي دومره مخته ولاړی چي په اخرکي یې داسلامي نړۍ ټول تاریخ ترخپلي زمانې پوري ولیکی او نوم یې ورته (الکامل فی التاریخ) کښېښود . دغه کتاب چی اوس هم داسلامي تاریخ یوه مهمه سرچینه ګڼل کیږي عزالدین یې دسترو تاریخ پوهانو په قطارکي راوستلی دی . همدرانګه بل کتاب چي د (اسدالغابة فی معرفة الصحابة) په نامه دی هم په اسلامي نړۍ کي ځان ته ځانګړی مقام لري .
وفات
[سمول]عزالدین ابن اثیر په ۱۲۳۳ز کال کي د۷۳کلونو په عمر دشام په حلب ښارکي وفات سو .
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ويل شوي په: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 15085637q. بياځلي سمون: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
- ↑ ويل شوي په: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Ibn-al-Athir. Subject named as: Ibn al-Athir. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
- ↑ ويل شوي په: SNAC. SNAC ARK ID: w6qr917w. Subject named as: Ali ibn al-Athir. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
- ↑ ويل شوي په: Chuvash encyclopedia. خپروونکی: Chuvash publishing company. اثر ژبه: روسي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۶.
- ↑ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 118863835. بياځلي سمون: ۱۴ اگست ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ويل شوي په: Open Library. Open Library ID: OL5373159A. Subject named as: Izz al-Din Ibn al-Athir. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. ليکوال: Aaron Swartz. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 118863835. بياځلي سمون: ۱۹ سېپتمبر ۲۰۲۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ زېږونځای: Cizre.
- هغه پاڼې چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P551 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P802 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1449 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P3373 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P172 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي انځور نلري