۴۳م لېږد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

۴۳م لېږد (Expedition 43) نړیوال تشیال تمځای ته ۴۳م سفر وو چې پر ۱۱/مارچ/۲۰۱۵ پیل؛ او ۱۱/جون/۲۰۱۵ پای ته ورسېد. له تمځای څخه یې درې ستورمزلي له ۱۹۹-ورځني ماموریت ترسره کولو وروسته بېرته ځمکې ته را ورسول. په دې موده کې، د ستورمزلو دې څېړنډلې گڼشمېر تشیالچکرونه (spacewalks) او د تخنیکپوهنې، ژوندپوهنې، وگړ-ژوندپوهنې، او نورو پوهنیزو ډگرونو اړوند په سلونو ازموینې ترسره کړې؛ چې پر ژونکو د ټیټ‌راښکون (microgravity) اغېز، د ځمکې کتنې، پنځپوهنې (فزیکپوهنې)، او مالیکولونو په اړه څېړنې یې د زیات ارزښت وړ دي.

د ناسا ټېري ورټس (Terry Virts)، د روسکوزموس آنتون شکاپلېروف (Anton Shkaplerov)، او د اروپايي تشیال ادارې سمنتا کریستوفوریتي (Samantha Cristoforetti) پر ۱۱/جون/۲۰۱۵ د قزاقستان په ږیزقازغان (Dzhezkazgan) نومي سویل-ختیزې سیمې کې د قزاقستان پر ۷:۴۴م ناسته وکړه.

د ۴۳م لېږد یو نړی اړخ دا وو چې په تشیال کې د اوږدې مودې لپاره پر اوسېدا او وگړیزې روغتیا باندې د څېړنو په موخه د مارچ په میاشت کې د روسکوزموس میخایل کورنینکو (Mikhail Kornienko) او د ناسا سکاټ کېلي (Scott Kelly) نړیوال تشیال تمځای ته د یوه کال لپاره ولېږل شول.

څېړنډله

دندې لومړۍ برخه

مارچ ۲۰۱۵

دوهمه برخه

مارچ ۲۰۱۵ - جون ۲۰۱۵

قومندان ټېري ورټس، ناسا

دوهمه الوتنه

د الوتنې چلوونکی ۱

(flight engineer 1)

انتون شکاپلېروف، روسکوزموس

دوهمه الوتنه

د الوتنې چلوونکی ۲

(flight engineer 2)

سمنتا کریستوفوریتي، اروپايي تشیال اداره

لومړۍ الوتنه

د الوتنې چلوونکی ۳

(flight engineer 3)

گېناډي پډلکا، روسکوزموس

پنځمه الوتنه

د الوتنې چلوونکی ۴

(flight engineer 4)

میخایل کورنینکو، روسکوزموس

دوهمه الوتنه

د الوتنې چلوونکی ۵

(flight engineer 5)

سکاټ کېلي، ناسا

څلورمه الوتنه

یوري لونچاکوف (Yury Lonchakov) له آره د الوتنې چلوونکی ۳ (Flight Engineer 3) په توگه ټاکل شوی وو--- خو نوموړی ۶/سپټمبر/۲۰۱۳ په روسکوزموس کې له خپلې دندې گوښه؛ او په گازپروم (Gazprom) کې پر دندې وگومارل شو. لونچاکوف د ۴۴م لېږد د الوتنې د قومندان په توگه هم نومول شوی وو.

تړلې لیکنې[سمول]

تشیال مصنوعي سپوږمکۍ یوري گاگارین عبدالاحد مومند