۲۰۱۶ز کال روداتو جومات چاودنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د مزینې قریې د حصارک په مرکزي جومات کې نن د غبرګولې په ۲۱مه نږدې دوه بجې د جمعې د لمانځه پر مهال د چاودنې له امله د ملام امام او یو ماشوم په ګډون درې تنه شهیدان شوي او ۷۲ نور لمونځ کوونکي ټپیان شوي دي د معلوماتو له مخې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې،کله چې پر لمونځ کوونکو مهراب ته څېرمه ځآی پر ځای شوو چاودیدونکو توکو چاودنه وکړه . د دې پېښې ټول قربانیان د ننګرهار والي په لارښوونه د عامې روغتیا مرکزي روغتون ته را لیږدول شوي،چې ۳۸ تنه یې د لومړۍ درملنې وروسته کورونه ته لیږل شوي او په پاتې ټپیانو کې د شپږو تنو روغتیایي حالات نازک ښودل شوی دی . په ټپیانو کې تر پنځلسو زیات تنکي ماشومان هم شامل دي . د حصارک سیمې په یاد مسجد کې هیڅ ملکي او نظامي کارکوونکو شتون نه درلود او د پېښې ټول قربانیان ملکیان دي . ننګرهار والي همدا راز د پېښې پر مهال د عامې روغتیا او روداتو ولسوالۍ مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د ټپيانو درملنې ته جدي پاملرنه وکړي . همدا راز د ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال د عامې روغتیا په روغتون کې د ټپیانو د روغتیایي وضعیت څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه،چې د عامې روغتیا رئیس ډاکټرنجیب کاموال هم شتون درلود. نوموړي د عامې روغتیا ډاکټرانو څخه مننه وکړه،چې د پېښې ټپیانو په درملنه کې ځآنګړې پاملرنه وکړه او همدا راز یې له هغو ټولو ځوانانو څخه مننه وکړه،چې د خپلې وینو په ورکړې سره یې د ګڼ شمېر ټپیانو ژوند وژغورو . هغه وویل: لوړ پوړو مشرانو ورسره د پرلپسې ټلیفوني اړېکو په ترڅ کې د ټپیانو د روغتیا پوښتنه کړې . د ولایت مرستیال همدا راز د شهیدانو کورنیو ته د ولایت مقام له لورې مرسته شوې نغدي او نور د خوراکي توکو مرسته هم وسپارله.

طالبانو له خوا غندنه[سمول]

ددې پېښې په اړه د طالبانو وسله والې ډلې خپل غندنلیک خپور کړی او دا ترهګریزه پېښه کې یې خپل لاس لرل رد کړي او پېښه یې غندلې ده.

یوناما په مسجد برید لوی جنایت وبللو[سمول]

نیکولاس هیسم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازي د يوي خپرپاڼي په خپرولو سره ویلي ،دجمعي په ورځ په ننګرهار کې په يوه مسجد کې چاودنه جنایت شمیرل کیږي او عاملان يي بیاد ځواب ووايي. تېره ورځ د ننګرهار ولایت د رواتو ولسوالۍ په حصارک سیمه کې په يوه مسجد کې چاودنه وشوه چې له امله يي ۳ تنه ووژل شول او ۷۲ نور ژوبل شو. د ننګرهار ولایت د سیمه یزه چارواکو په خبره چې په وژل شو کې د مسجد ملاامام هم شامل وه او په ژوبلو کسانو کې ۳۱ يي تنکې هلکان وه . که څه هم ولایتي اداره د یاد کار عاملین نه دي روښانه کړي او ویلي دي چې دا د هیواد او ولس د دښمنانو کار دي خو باید یادونه وشي چې په ننګرهار کې دمګړۍ دوه لوي ډلي داعش او طالبان فعالتونه کوي ، که څه هم داعش ډلي په دي تړاو څه نه دي ويلي خو طالبانو بیا د یوي خپرپاڼي په خپرولو سره د یادي پېښي غندنه کړي ده

تړلې لیکنې[سمول]

سرچینې[سمول]