۲۰۰۷ ز کال په افغانستان کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


لاندې پېښې په ۲۰۱۷ ز کال کې په افغانستان کې د میاشتو په ترتیب رامنځته شوې دي.

د دولت چارواکي[سمول]

  • ولسمشر: حامد کرزی
  • لومړی مرستیال: احمد ضیاء مسعود
  • دویم مرستیال: کریم خلیلي
  • قاضي‌القضات: عبدالسلام عظیمي

جنوري[سمول]

  • ۱۱ جنوري – د غره د خښم په عملیاتو کې، د ناټو ځواکونو په پکتیکا کې ۱۵۰ طالبان ووژل.[۱]
  • ۳۱ جنوري – په انګلستان کې د ترهګرۍ توطیه خنثی شوه، په بېرمنګهم کې ۹ کسان د یوه مسلمان انګریز سرتیري د تښتولو او اعدام د فلم اخیستلو د پلانولو په تور ونیول شول. له دغې توطیې څخه موخه د هېواد پر لومړي وزیر، ټوني بلیر باندې فشار راوړل و تر څو له افغانستان او عراق څخه خپل سرتیري وباسي.

فبروري[سمول]

  • ۱۴ فبروري – د امریکا متحده ایالاتو د ۱۷۳ مه هوايي لېوا بیا افغانستان ته ولېږله، تر څو د طالبانو له خوا د پسرلني بریدونو پر وړاندې چمتو واوسي.[۲]
  • ۱۴ فبروري – د چین، هند او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په دهند په پلازمېنه نوي ډيلي کې سره ولیدل. د دغې کتنې موخه د ترهګرۍ، د نشه يي توکو د قاچاق او افغانستان په اړه خبرې اترې وی.[۳]
  • ۱۶ فبروري – عبدالتواله ابن علي علیشتري په نیویارک ښار کې د ترهګرۍ د تمویل  او له ترهګرۍ څخه د مادي ملاتړ او همداشان افغانستان ته د یوه روزنیر کمپ لپاره د پیسو د لېږد په تړاو تورن وپېژندل شو.[۴][۵][۶][۷]

مارچ[سمول]

  • ۱ مارچ – پاکستاني چارواکو د طالبانو د وخت د حکومت د دفاع وزیر، ملا عبیدالله آخوند ونیو.[۸]
  • ۴ مارچ – د افغانستان جګړه (له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۴ ز کال پورې)
    • د طالبانو بغاوت: دوه بریتانوي سرتیري چې د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې یې دنده پر مخ وړه له طالبانو سره د هلمند په ولایت کې د یوې جګړې په مهال ووژل شول.[۹]
    • وروسته له هغه چې یوه ځانمرګي بریدګر پر پوځي کاروان باندې برید وکړ، نو امریکايي ځواکونو هم ۱۹ ملکي وګړي ووژل او ۳۵ نور یې د جلال اباد به عمومي لویه لاره کې ټپیان کړل. د سیمې خلکو د بهرنیو ځواکونو د دې عمل پر وړاندې لاریونونه وکړل. [۱۰]

اپریل[سمول]

  • ۳ اپریل – د اسیا د سیمه ییزو همکاریو د اتحادیې کلنۍ څوارلسمه غونډه (سارک) د هند په نوي ډیلي کې پیل شوه او افغانستان یې اتم غړی هېواد شو.[۱۱][۱۲][۱۳]
  • ۸ اپریل – په افغانستان کې جګړه (له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۴ ز کال پورې)[۱۴]

مې[سمول]

  • ۲ مې – وسله والو کسانو د مشرانو جرګې غړی او د هېواد پخوانی لومړی وزیر، عبدالصبور فرید وواژه.[۱۵]
  • ۶ مې – اته افغان پولیس په فراه کې له طالبانو سره د جګړې په مهال ووژل شول؛ په دغه جګړه کې کم تر کمه ۱۷ طالبان مړه او ژوبل شول.[۱۶]
  • ۱۲ مې – د ایسا (ISA) او د ځانګړو عملیاتو د ګډې قومندانۍ (JSOC) له خوا له تعقیب وروسته، د C سکاډران د سمندري خدماتو اپراتورانو چې د بریتانیا د سلطنتي هوايي ځواک شینوک چورلکو په مټ راوړل شوي وو، د طالبانو د ډلې یو قومندان، ملا دادالله یې په هلمند ولایت کې وواژه؛ نوموړی د برید پر مهال بهرامچې ته نږدې له خپلو ملګرو سره د لیدنې په حال کې و. په دغه برید کې د ځانګړو سمندري خدماتو ۴ غړي هم ټپیان شول.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

جون[سمول]

  • ۴ جون – یوه پوځي قاضي په ګوانتانامو زندان کې د یوه کاناډايي بندي پر وړاندې د ترهګرۍ هغه تور رد کړ چې ګواکې په افغانستان کې یې د امریکا د پوځ یو سرتیری وژلی دی.
  • ۱۰ جون – د افغانستان ولسمشر حامدکرزی له یوه برید نه ژوندی راووت.
  • ۱۲ جون – افغان چارواکو ادعا وکړه چې د افغانستان د ملي پولیسو اوه سرتیري د ایتلافي ځواکونو په یوه اشتباهي حمله کې وژل شوي دي.[۲۱]

جولای[سمول]

  • ۲ جولای- د نوي زیلنډ د ځانګړو هوايي خدماتو یو پرکمشر بیل هنري «ویلي» اپیاټا په ۲۰۰۴ ز کال کې د افغانستان د جګړې په درشل کې د خپلې مېړانې له امله د ویکټوریا د صلیب مېډال تر لاسه کړ.[۲۲]
  • ۴ جولای – د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د کاناډا شپږ سرتیري ووژل شول.[۲۳]
  • ۷ جولای – افغان دولت اعلان وکړ چې په فراه او کنړ ولایتونو کې پر ملکي وګړو باندې د امریکا او ناټو د هوايي ځواک بمبارۍ به وڅېړي.[۲۴]

اګسټ[سمول]

  • ۴ اګسټ – د طالبانو لس جنګیالي او د پاکستان د پوځ څلور سرتیري د ډیورنډ کرښې ته نږدې په شمالي وزیرستان کې د یوې نښتې په ترڅ کې ووژل شول. په یوه بله پېښه کې، د پاکستان د خیبر پښتونخوا په پاړه چنار کې د یوه موټر بم د چاودنې له امله شپږ کسه ووژل شول.[۲۵]
  • ۵ اګسټ – د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جورج ډبلیو بوش له خپل افغان سیال حامد کرزي سره په کېمټ ډیویډ کې وکتل تر څو د افغانستان د امنیت په اړه خبرې وکړي.[۲۶]
  • ۷ اګسټ – طالبانو په روزګان ولایت کې پر فایربیز اناکونډا (Firebase Anaconda) باندې برید وکړ، خو د افغان او امریکايي ځواکونو له خوا ډپ شوه او په پایله کې ۲۰ طالب جنګیالي هم ووژل شول. [۲۷]

سپټمبر[سمول]

  • ۲ سپټمبر – د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د سختو جګړو له امله ګڼ شمېر طالبان ووژل شول.[۲۸]
  • ۲ سپټمبر – هغه ۱۹ کوریايي وګړي چې تښتول شوي و، ازاد او خپل هېواد ته ستانه شول.[۲۹]
  • ۵ سپټمبر- ایتلافي ځواکونو د افغانستان او امریکا په مشرۍ هغه مهال ۲۰ طالبان ووژل چې دوو افغان پولیسو د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.[۳۰]
  • ۹ سپټمبر- افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ډزو د غږونو له اوریدو وروسته اړ شو چې خپلې خبرې پرې کړي.[۳۱]

اکټوبر[سمول]

  • ۲ اکټوبر – یوه ځانمرګي بریدګر په کابل کې د پولیسو د لېږدونکې یوه بس موټر څنګ ته ځان وچاودید، چې له امله یې ۱۱ کسه ووژل شول.[۳۲]
  • ۶ اکټوبر – یوه ځانمرګي بریدګر په کابل کې د امریکايي ځواکونو پر کاروان برید وکړ چې له امله یې یو امریکايي سرتیری او پنځه ملکي وګړي ووژل شول.[۳۳][۳۴]
  • ۷ اکټوبر – د ازبکستان جګړه مار طاهر یولداش تر مشرۍ لاندې د هغه ۱۶ جګړه ماران د افغانستان په ختیځ کې ووژل شول.[۳۵]

نومبر[سمول]

  • ۶ نومبر – د دولتي چارواکو په حواله، د افغانستان په شمال کې د یوې چاودنې له امله ۳۵ تنه مړه او په لسګونو نور ټپیان شول.[۳۶]
  • ۷ نومبر – د فرانسې ولسمشر نیکولا سرکوزي د امریکا او فرانسې تر منځ د ملګرتیا ژمنه او د افغان جګړې په اړه یو ځل بیا یووالی او د ایران د اټومي پروګرام په وړاندې د ګامونو اوچتول د امریکا په کانګریس کې د یوې ګډې وینا په ترڅ کې اعلان کړ.[۳۷][۳۸]

ډسمبر[سمول]

  • ۵ ډسمبر- یوه ځانمرګي بریدګر چې خپل موټر یې له بمونو ډک کړی و د کابل په سویلي لویه لاره کې یې له هغه میني بس سره وجنګاوه چې افغان سرتیري یې لېږدول. د دې برید له امله د ۶ افغان سرتیرو په ګډون ۱۳ کسه ووژل شول.
  • ۹ ډسبمر – طالب جګړه مارو له افغان ملي اردو او ایساف ځواکونو سره د جګړې په درشل کې په شا تګ وکړ، تر څو وکولای شي چې د موسی قلعه د ښار په دفاع کې نوی دریځ خپل کړي.[۳۹]

مړي شوي کسان[سمول]

  • ۳ مې – د مشرانو جرګې غړی او د پخوانی لومړی وزیر (۱۹۹۲) عبدالصبور فرید کوهستاني چې د ۵۴ یا ۵۵ کلونو په عمر و، د وسله والو کسانو په برید کې ووژل شو.
  • ۱۲ مې – ملادادالله چې ۴۱ کاله عمر یې درلود او د طالبانو یو پوځي قومندان و، د وسله والو کسانو په برید کې ووژل شو.
  • ۶ جون – د سولې راډیو مسؤله مدیره، ذکیه ذکي چې ۳۵ کاله عمر یې درلود د وسله والو کسانو په برید کې ووژل شوه.
  • ۲۳ جولای – د افغانستان وروستی پاچا، محمد ظاهرشاه د ۹۲ کلونو په عمر مړ شو.
  • ۶ نومبر- حاجي محمد عارف ظریف چې یو سیاستوال او سوداګر و په یوه چاودنه کې مړ شو.
  • ۶ نومبر – ۴۵ کلن سید مصطفی کاظمي چې یو سیاستوال او د سوداګرۍ پخوانی وزیر و په یوه چاودنه کې مړ شو.
  • ۳۰ ډسمبر – په ګوانتانامو کې بندي عبدالرزاق د سرطان ناروغۍ له امله په ۶۸ کلنۍ کې مړ شو.

سرچینې[سمول]

  1. (په January 11, 2007 باندې). Nato 'kills 150 Taleban fighters'. BBC
  2. . U.S. sending more troops to thwart Taliban offensive. CNN
  3. (په February 14, 2007 باندې). 'Big three' hold key Delhi talks. BBC
  4. . Businessman accused of trying to help fund terror training camps in Afghanistan. IHT.
  5. (په February 16, 2007 باندې). Afghan leader in key Rome talks. BBC
  6. (په February 18, 2007 باندې). US troops killed in chopper crash. BBC
  7. (په February 22, 2007 باندې). Cheney visit prompts protests. Sydney Morning Herald.
  8. . Pakistan Arrests Senior Taleban Leader. Voice of America
  9. (په March 4, 2007 باندې). UK soldiers killed in Afghanistan. BBC
  10. (په March 4, 2007 باندې). US troops kill Afghan civilians. BBC
  11. . South Asian leaders gather in New Delhi for summit. IHT.
  12. . South Asia Summit Opens With Self-Criticism. VOA
  13. (په April 4, 2007 باندې). SAARC has a bright future through cooperation, says Li. The Hindu.
  14. (په April 8, 2007 باندې). Taleban kill Afghanistan reporter. BBC
  15. (په May 3, 2007 باندې). Ex-Afghan prime minister killed. BBC
  16. . Eight Afghan police killed in Taliban clash. Reuters Alertnet
  17. Neville, Leigh, Special Forces in the War on Terror (General Military), Osprey Publishing, 2015 کينډۍ:ISBN, p.241-242
  18. (په 25 June 2007 باندې). Long haul fight to defeat the Taliban. BBC News.
  19. . Bush Taps New 'War Czar'. ABC News.
  20. . German soldiers killed in bombing in Afghanistan. Malaysian Star
  21. (په June 12, 2007 باندې). Afghans say 7 police killed in U.S.-led strike. Reuters
  22. . NZ SAS man awarded Victoria Cross. ABC News Australia
  23. . Six soldiers killed by massive roadside bomb. CTV
  24. (په July 7, 2007 باندې). Afghans check reports of heavy civilian casualties. Reuters
  25. (په August 4, 2007 باندې). 'Troops killed' in Pakistan clash. BBC
  26. . Bush, Karzai Meet at Camp David. Voice of America
  27. . Taliban stages brazen attack on U.S. base. CNN[مړه لينکونه]
  28. . Scores of Taliban claimed dead in Kandahar battles. ABC News Australia
  29. (په September 2, 2007 باندې). Apologetic South Korean hostages return home. Reuters
  30. (په September 9, 2007 باندې). Afghanistan's Karzai urges Taliban talks after scare. Reuters
  31. . Canadian PM rules out Afghan deployment boost. ABC News Australia
  32. (په October 2, 2007 باندې). Kabul hit by another suicide bomb. BBC
  33. (په October 6, 2007 باندې). Kabul suicide bomb kills U.S. soldier. Reuters
  34. (په October 6, 2007 باندې). Convoy bombed in Afghan capital. BBC
  35. . US Supreme Court Denies El-Masri Appeal on CIA Rendition. Deutsche Welle
  36. (په November 6, 2007 باندې). Afghan suicide blast 'kills 40. BBC
  37. (په November 7, 2007 باندې). Bush, Sarkozy to Musharraf: Hold elections, step down from military. CNN
  38. (په November 10, 2007 باندې). 6 U.S. troops die in Afghan ambush. CNN
  39. (په December 9, 2007 باندې). Soldiers 'seize Taleban leaders'. BBC