یووالی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لیکوال: شهید علامه مرتضی مطهری

ژباړه: استاد اجرالدین اقبال

د وحدت عوامل[سمول]

که ټولو هغو دردونو ته وګورو،چې تر دې وخت پورې د ملتونو د یو ځای کېدو لامل ګرځېده او یو له بل سره یې مقایسه کړو؛نو یو مشترک عامل به پکې پیدا کړو: هغه وخت،چې فیلسوف فیخته په زور او تودوالي سره المانی نشنلیزم اعلاناوه ،یا ګاندي د هند او ګاریبالدی د ایټالیا د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوله یا د ویتنام او فلسطین خلکو،چې د خپل درد درملنې ته یې آزادي او خپلواکي غوښته او هغه وخت،چې د یو ملت یو ډلې او طبقې قیام او انقلاب کوي؛نو په دې ټولو کې دوه مشترک عناصر لیدل کېږي او هغه له ظلم، د انسانانو او د انساني موسساتو د واکمنۍ د نفی درد دی.

فیخته غوښتل، چې د المان ملت د فرانسې له فرهنګي او سیاسي نفوذ څخه آزاد کړي او ګاندي غوښتل،چې هند د انګلستان له سیاسي،فرهنګي او اقتصادي نفوذ څخه خلاص کړي او الجزایر غوښتل،چې د فرانسې له یرغل څخه ځان خلاص کړي. نو په دې ټولو دردونو او ملي ارمانونو کې،چې د نړۍ په ملتونه کې یې رامنځ ته کړی،همدا احساس او د ظلم د نفی اراده او د عدالت غوښتنه ده.

ولې د محرومیتونو ،د ظلم او تیري، استعمار او استثمار د خوند د څکنې په وخت کې ملیت رامنځ ته کېږي؟ ځکه د کړاوونو، محرومیتونو او د رحمتونو او عواطفو د نشتوالي په وخت کې او همداراز له دې وضع څخه د خلاصون لپاره په مبارزه او هڅه کې انسان، ځان،فطرت او خپل حقیقت کشفوي او ارزښتونه او انساني فضایل ورته مطرح کېږي. انسان ،چې کله د ظلم،جنایت ،کفر او فساد پر وړاندې ودرېد او کړخت یې ترې ولید؛نو د عدالت او حقیقت شوق به پکې راپیدا شي او همدا څیزونه دي،چې راټولوونکي دي او د راټولونې صفت لري. انسان داسې موجود دی،چې د خپل وجدان او ادراکاتو په ژورو کې د حق، عدالت او تقو عاشق دی او دې عشق په هر وخت او ځای کې په یو ډول رنګ او شکل سره ظهور کړی دی.

له دې مخې داسې احساس کېږي،چې له حاکمیت څخه د محرومیت اومحکومیت عامل د انسانانو د صف او د هغوی ترمنځ  د واقعي مرزونو مشخص کوونکی دی.

غربي محقق او لیکوال تیبورمند هم د جهان ننني ملتونه د محرومینو او بهره وارنو په دوو کمپونو او یا هم په صنعتي هېوادونو او وروسته پاتې هېوادونو ویشي. دا تفکیک او تمایز که څه هم د بشري جهان له ننني واقعیت سره تطابق لري؛خو په عین حال کې ټول واقعیت نه دی. که داسې وي،چې بني آدم په دوو حاکم او محکوم ملت تقسیم کړو؛نو ایا ټول محرومان واقعا په صف کې راځي؟

هغه عدم مسوولیت،چې فانون ورته توجه کړې له واقعیت څخه راولاړېږي،چې په افریقايي ټولنه کې مشترک درد او غوښتنه رامنځ ته شوې. د استعمار ضد جنبش،چې په توره قاره کې د سپین پوستو د ظلم پر خلاف را پاڅېدلی و ، تر هغه ځایه ،چې د ظلم، تبعیض او د انساني او ولسي حقوقو د احقاقو لپاره وي؛نو سپیڅلی دی او له فطري واقعیاتو او بشري وجدان سره منطبق دی؛خو که د انتقام اخستنې او ځان ستاینې او د حکومت کولو او ګټې خیالونه یې په سر کې وي، دا خپله د نوي ظلم مقدمه او بنسټ دی او هغه ظلم دی،چې لا تر اوسه یې د عمل جامه نه ده اغوستې.

نو د امتونو په محرومیت او محکومیت کې د " داعیه" قضیه هم مطرح کېږي. تورستاینې که تکامل وموند او حقیقت ستاینې او عدالت پالۍ ته ورسېد؛نو هغه وخت به یې ثمره غوړونکی او روښانه نهضت وي. نو له مشترک درد او غوښتنې څخه راولاړ شوي جنبشونو او حرکتونه له دې داعیې له مخې پېژنو:  د حق پرستۍ او عدالت غوښتنې او آزادګۍ داعیه او که د حکومت او نویو ګټو او تمو د لاس ته راوړنه.

دا هغه څه دي،چې ددې ملي جنبش پر مشرانو باندې له واکمن مذهب،مسلک او جهان بینۍ څخه راولاړېږي. غربی فرهنګ پورتني عوامل د مشترک وجدان له سازنده او د ملیت له جوړونکیو عناصرو څخه بهر شمېري. شرقي، اسلامي او افریقايي روشنفکر هم غواړي،چې په هماغه غربي معیارونو خپل ملیت او نشنلیزم ته رنګ ورکړي او نورو ته یې وروپېژني. یعنې هغه وسله ،چې دښمن پرې پلورلې ؛نو دا پرې خپل ملت جوړل غواړي او ترې دفاع وکړي. اتفاقا د نشنلیستي جنبشونو او طبقاتي مبارزو په متن کې د مشترک درد، غوښتنې او د پردیو پر ضد  یو عامل پیدا کېږي. بل ټکی هم پکې لیدل کېږي،چې هماغه له عدالت،حق ،آزادۍ او جدان سره عشق او مینه ده.

د ا دوه پورتني عناصر دي،چې په مشترک ډول د یو نهضت د حقانیت او مشروعیت معیار ګرځېدلای شي. د المان ملت ،چې د نژادپرستۍ او د هېواد د پراختیا داعیه یې درلوده،  له المانیانو څخه پرته یې د ځمکې پر مخ بل هیچا ته هم رڼا نه درلوده او نه یې لري.صهیونیسم چې په ابتدا کې ښکارېده،چې یهودان یې له اوارګۍ او بیچارګۍ او نړیوال سپکاوي څخه راویستل، اوس پر یوې یرغلګرې، نژاد پرسته او ستمکاره ایدیولوژۍ بدل شوی. دا جنبش په دې،چې په یهودانو کې مشترک درد او غوښته لري؛خو د دولس میلونو یهودانو په ګټه  نور خلک استعماروي، نو دا نه یوازې خریدار نه لري؛بلکې په ټوله نړۍ کې ترې خلک کرکه هم کوي. د فرانسې ملي مقاومت سره له دې،چې ټولې تاکتیکي قهرمانۍ یې درلودې ؛خو دا چې د فرانسوي ملت پرستۍ څخه یې منشا اخسته و، تر جګړې وروسته یې نه یوازې آزادي بخشه نهضت بنا نه کړ؛بلکې د الجزایر پر ملت یې یرغل وکړ هغه یې استعمار کړ او آزادي غوښتونکي نهضتونه یې هم وځپل. هغه جنبش او ملي حرکت،چې د عدالت غوښتنې، حق پرستۍ عوامل پکې ډېر وه؛نو نړیوال شول او  د نورو سترو تمدنونو او نړیوالو مکتبونو بنسټ یې هم کېښود.

لنډه دا چې د اجتماعي بشري واحدونو تر منځ د تشخیص او تمیز او د ملي واقعیت،حدودو او پولو د تعیین لپاره په ټولو هغو چارو کې،چې درد یا محرومیت پکې اګاهۍ ته رسېدلې وي؛نو لاس ته راوړنې او بلاخره دهغې داعیې يا پرسپکټیو ته ګورو او دا هماغه څه دي،چې د یوې ډله خلکو د ژوند او جنبش منشاء ګرځي.

څرګنده ده ، که یو ځل دا اساسي او جوهري عوامل یو ځل خلکو ته القاء شول او مشترک احساس او وجدان رامنځ ته شو؛نو د ملیت روح و زېربنا اماده کېږي او دا زیربنا او روح یو قالب ته اړمن دی،چې د یو ملت مادي او طبیعي او قراردادي حدود جوړوي او ددې جوهري او اساسي پاسوالي دې اړتیا لري،چې د دې قالب ساتنه وکړي ،چې پردي پکې لاسوهنه او نفوذ و نه کړي. هغه پردی،چې په جوهر کې له یو ملت سره اختلاف لري او دهغه درد او داعیه نه پېژني؛ نو ددې ملت دښمن دی.