یونان د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

یونان د ۱۹۱۴ کال په اګست کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې بې‌طرفه پاتې شو. که څه هم د ۱۹۱۴ کال په اکتوبر کې یوناني ځواکونو یو ځل بیا د اپیروس شمال اشغال کړ، دا هغه ځای و چې دوی د بالکان جګړو تر پای ته رسېدو وروسته ورڅخه په شا تګ کړی و. د بې طرفۍ پلوه پاچا کنستانتین او متحد پلوه لومړي وزیر الفتریوس ونیزلوس تر منځ اختلاف ملي جلاوالی رامنځته کړ، معنا دا چې د دوو سیالو دولتونو تر منځ وېش وشو. په پای کې یونان متحد شو او د ۱۹۱۷ کال په اوړي کې له متحدینو سره یوځای شو.

مخینه[سمول]

یونان له ۱۹۱۲ څخه تر ۱۹۱۳ کال پورې د بالکان په جګړو کې بریالی شوی و او خاوره یې تقریباً دوه چنده شوې وه، خو ځان یې په یو ستونزمن نړیوال وضعیت کې ولید. د ختيځ ایجین ټاپوګان چې یونان اشغال کړي وو په یو نامعلوم وضعیت کې پاتې شول او عثماني سترواکۍ د هغوی د خپلولو ادعا ته دوام ورکړ چې د سمندري وسلو د سیالیو او له اناتولي څخه د یوناني توکمونو د ډله‌ییز اخراج لامل شوه. په شمال کې بلغارستان چې د بالکان په دویمه جګړه کې یې ماته خوړلې وه له یونان او صربستان څخه د غچ اخیستلو پلان به سر کې درلود.

یونان او صربستان د اتحاد له یو تړون سره چې د ۱۹۱۳ کال د جون په لومړۍ نېټه لاسلیک شوه متحد شول د دغه تړون په ترڅ کې بلغاریا ته په اشاره د درېیمګړي هېواد د برید په حالت کې یو بل ته د متقابلې پوځي همکارۍ ژمنه وکړل شوه. په هر حال یونان د ۱۹۱۴ کال په پسرلي او دوبي کې د ختيځ ایجین ټاپوګانو د وضعیت پر سر ځان له عثمانۍ سترواکۍ سره په مخامختیا کې وموند چې د دواړو هېوادونو تر منځ له سمندري لوبې او په کوچنۍ اسیا کې د یونانیانو له ځورولو سره مل و. د یونان دولت د جون په ۱۱مه پورټ ته رسمي اعتراض وړاندې کړ او خبرداری يې ورکړ چې که د ځورونو مخنیوی ونه کړي  اړیکې به ماتې کړي او ان جګړه به وکړي. په ورپسې ورځ یونان له صربستان څخه د مرستې غوښتنه وکړه چې مسایل ورسره سرته ورسوي، خو د جون په ۱۶مه صربستان ځواب ورکړ چې د بالکان تر جګړو وروسته د هېواد د ستړیا او د بلغاریا او البانیا د دوښمنانه دريځ له امله صربستان د یونان سره د مرستې لپاره نه شي متحد کېدلی او سپارښتنه یې وکړه چې له جګړې څخه ډډه وکړي. د ۱۹۱۴ کال د جون په ۱۹مه د پوځ لوی دستریز ډګروال دویم یوانیس متاکساس یوه څېړنه چې د ترکیې پر وړاندې یې د احتمالي پوځي ټاکنو په اړه چمتو کړې وه وړاندې کړه. دا یې یواځینۍ ریښتیا تعینوونکې مانوره ومونده، د بلغاریا د دوښمنۍ له امله په کوچنۍ اسیا کې د یونان د ټول پوځ راټولېدل ناممکن وو. پرځای یې متاکساس د جګړې له مخکني اعلان پرته د ګالیپولي ټاپووزمې د ناڅاپي اشغال، د داردانل د پاکولو او د قسطنطیې د اشغال وړاندیز وکړ چې عثمانیان مذاکرې ته اړ کړي. که څه هم په تېره ورځ عثماني حکومت د مشترکو خبرو اترو وړاندیز کړی و او د یونان د لومړي وزیر الفترویوس ونیزلوس او د عثمانیانو ستر وزیر سعید حلیم پاچا لپاره ترېنګلتیاوې د پام‌ وړ راټيټې شوې تر څو په جون میاشت کې په بروکسیل کې سره وویني.   [۱][۲][۳][۴]

که څه هم تمه کېدونکې نښته له بېلې محلې څخه هغه مهال راڅرګنده شوه چې د جون په ۲۸مه د ارشیدوک فرانتس فردیناند ترور اتریش او هنګري د صربستان پر وړاندې د جګړې اعلان ته اړ کړ چې په پایله کې یې یوه میاشت وروسته لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه. [۵]

د جګړې او بې طرفۍ ترمنځ: د ۱۹۱۴ کال له اګست – د ۱۹۱۵ کال تر اګست[سمول]

سیاسي ملاحظات: ونیزلوس او پاچا کنستانتین[سمول]

له اتریش او صربستان سره د یوې سیمه‌ییزې جګړې له لرلید سره په مخامختیا کې د یونان مشران په دې متفق و چې له صربستان سره د متقابل اتحاد د مرستې له شرایطو سره سره به دا هېواد بې طرفه پاتې شي. یونان یوازې د بلغارستان د لاسوهنې په حالت کې نښتې ته دننه کېدو ته تیار و چې په دې حالت کې په بالکان کې د واک ټول توازن له خطر سره مخ شو. پر دې سربېره، کله چې دا څرګنده شوه چې نښته سیمه‌ییزه نه پاتې کېږي، بلکې یوه عمومي اروپایي جګړه پراختیا مومي، بالکان هېواد هر ډول پخواني ملاحظات لغوه کړل. دې چارې په ځانګړي ډول د یونان او رومانیا په اړه صدق کاوه: په دې توګه کله چې رومانیا خپله بې طرفي اعلان کړه او پر صربستان د بلغاریا د برید په حالت کې یې له هر ډول ژمنې څخه ډډه وکړه، یونان نه شوی کولی د بلغاریا پر وړاندې د رومانیا په مرسته حساب وکړي او د ونیزلوس له نظره په عملي ډول په سیمه کې له دیپلوماتیکي پلوه په انزوا کې پاتې شوی و. [۶][۷]

پر دې سربېره د یونان سیاسي مشرتوب د جګړې د احتمالي پایلو په اړه او له دې امله د یونان د تر ټولو مناسب سیاست اړوند د جګړې د ائتلافونو په اړه په خپلو نظریو کې سره وېشل شوی و. لومړی وزیر ونیزلوس باوري و چې ان که المان او متحدین یې په مرکزي اروپا کې بریالي شي، بریتانیا به له خپل سمندري ځواک سره په نږدې ختيځ کې چې د یونان منافع په کې موقعیت لري بریالۍ شي. ونیزلوس هم باوري و چې د یونان دوه اصلي سیالان بلغاریا او عثماني سترواکي به په احتمالي ډول له مرکزي قدرتونو سره یوځای شي ځکه د هغوی ګټې د المان له ګټو سره یوځای وې. د ختيځ ایجین ټاپوګانو پر سر له عثمانیانو سره نښته یا په ځانګړي ډول په عثماني سترواکۍ کې د یونانیانو تالان د هغه په ذهن کې تازه و. برسېره پر دې چې عثمانیان په څرګند ډول د المان د کمپ په لور روان وو، د دوی پر وړاندې له متحدو ځواکونو سره د مشترک اقدام فرصت نباید له لاسه ورکړل شوی وی. په داسې حال کې چې د اوس لپاره وینزیلوس بې طرفه پاتې کیدل غوره اقدام بللی و، د هغه نهايي موخه دا وه چې پر صربستان د بلغاریا د برید او یا داسې وړاندیزونو په حالت کې به د متحدو ځواکونو په طرف کې جګړې ته دننه شي چې متحدین د یونان ادعاوې ومني. [۸]

له بل پلوه پاچا لومړي کنستانتین د بهرنیو چارو د وزیر جورجیوس سټرېټ او لوی درستیز په ملاتړ د المان په نهايي بریا قانع شوی و او پر دې سربېره یې د المان له میلیتاریستي سیاسي نظام سره خواخوږي کوله. دا چې یونان د متحدینو د سمندري ځواکونو پر وړاندې زیان منونکی و او له دې امله په څرګند ډول د مرکزي قدرتونو تر څنګ نه شوی درېدلی، کنستانتین او ملاتړو یې د پیاوړې او «تل پاتې» بې طرفۍ لپاره استدلال کاوه. په دې برخه کې د پاچا د اصلي سیاسي سلاکار سټرېټ فکر له پان – اسلاویزم (چې په لومړیو کې بلغاریا خو په پای کې یې روسیې استازولي کوله) څخه د هغه له وېرې اغېزمن و چې المان یې ظاهراً پر وړاندې جګړه کوله او همدارنګه د هغه د دغې باور له مخې چې د اروپا د دودیز ځواک انډول له جګړې سره نه ګډوډیږي او په نښته کې د یونان د مشارکت په حالت کې د یونان ارضي لاسته راوړنو ته لږه فضا پاتې کېږي. سټرېټ په ځانګړې توګه او د ونیزلوس د باور خلاف باوري و چې ان د بریا په حالت کې به متحدین د اتریش – هنګري او عثماني سترواکۍ د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی وکړي.  [۹][۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Επίτομη ιστορία συμμετοχής στον Α′ Π.Π.، صص. 8–9.
  2. Επίτομη ιστορία συμμετοχής στον Α′ Π.Π.، ص. 8.
  3. Επίτομη ιστορία συμμετοχής στον Α′ Π.Π.، صص. 6–8.
  4. Επίτομη ιστορία συμμετοχής στον Α′ Π.Π.، ص. 6.
  5. Επίτομη ιστορία συμμετοχής στον Α′ Π.Π.، صص. 9–10.
  6. Leontaritis، Oikonomou او Despotopoulos 1978، صص. 15–16.
  7. Leontaritis، Oikonomou او Despotopoulos 1978، ص. 15.
  8. Leontaritis، Oikonomou او Despotopoulos 1978، صص. 16, 18.
  9. Leontaritis، Oikonomou او Despotopoulos 1978، ص. 18.
  10. Leontaritis، Oikonomou او Despotopoulos 1978، ص. 16.