یونان د روم په دوره کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د روم په دوره کې یونان د رومیانو په لاس د نوموړي هیواد نیواک ته اشاره کوی. همدارنګه د یونان د تاریخ هغې برخې ته اشاره کوي، چې په ترڅ کې یې لومړی د روم جمهوریت او بیا د روم سترواکۍ تر واکمنۍ لاندې راغۍ. د یونان په تاریخ کې د روم دوره ۱۴۶ کاله مخکې له میلاد نه د کورنټ جګړه کې د کورنتیانو له ماتې سره پیل شوه. دغه راز د اچین جګړې نه دمخه، د روم جمهوریت په دوامداره توګه د مقدونیې د جګړو په لړۍ کې د مقدونیې سلطنت ته په ماتې ورکولو سره د یونان د اصلي ټاټوبي کنټرول ترلاسه کړ. د مقدونیې څلورمه جګړه ۱۴۸ کاله مخکې له میلاد نه د پیډنا په جګړه کې د مقدونیې د تخت دعوه کوونکي اندریسوس په ماتې سره پای ته ورسېده.[۱][۲][۳][۴]

په یوناني نړۍ کې د روم پرېکنده اشغال د اکتیوم (۳۱ کاله مخکې له میلاد) له جګړې وروسته رامنځته شو، په کوم کې چې اووم اګسټس کلیوپاترا، د مصر یوناني ملکه بطلمیوس او رومي جنرال مارک انتوني ته ماتې ورکړه او وروسته یې اسکندریه فتح کړه (۳۰ کاله مخکې له میلاد نه) چې له یونان نه وروسته لوی ښار بلل کېده. [۵]

د روم جمهوریت[سمول]

د یونان ټاپووزمه د کورنټ د جګړې په لړ کې د روم جمهوریت تر واک لاندې راغله. په ورته مهال، سویلي یونان هم د روم تر واکمنۍ لاندې راغی، خو ځینې کلیدي یوناني قطبونه یو څه خپلواکه پاتې شول او د مستقیم رومن مالیاتو نه یې ډډه کوله.

۸۸ کاله مخکې له میلاد نه اتن او نورو یوناني ښاري دولتونو د روم پر وړاندې پاڅون وکړ، خو د جنرال لوسیوس کورنیلیس سولا له خوا وځپل شول. د روم د کورنیو جګړو په اوږدو کې یونان په فزیکي او اقتصادي توګه ویجاړ شوی و تر هغه چې اګسټس مخکې له میلاد نه ۲۷ کال کې د اچیا ولایت په توګه ټاپووزمه تنظیم کړه. په پیل کې د روم له خوا د یونان فتحې اقتصاد ته زیان ورساوه، خو له جګړې وروسته د روم د ادارې لاندې اقتصاد په اسانۍ سره وده وکړه. برسېره پر دې، د کوچنۍ اسيا يوناني ښارونه د يونان د ټاپو وزمې د ښارونو په پرتله چې د سولا سره په جګړه کې ډېر زيانمن شوي وو، په چټکۍ سره د روم له فتحې نه روغ شول.

د یوې سترواکۍ په توګه روم د یونان د ښارونو پر بیا رغونې پانګونه وکړه، کورنټ یې د اچیا ولایت د پلازمینې په توګه ونوماوه او اتنس د فلسفې، تعلیم او زده کړې د کلتوري مرکز په توګه وپیژندل شو.

د روم سترواکۍ پیل[سمول]

په یونان کې د روم سترواکۍ تر واکمنۍ لاندې ژوند د پخوا په څېر دوام درلود. د روم کلتور د یونانیانو له خوا ډېر اغېزمن شوی و، پدې هکله د هورس هغه وینا چې ویل به يې (یونان خپل بې رحمه فاتح یرغمل کړی) د یادې ادعا ښه مصداق یادیدلی شي. همدارنګه ځینې لیکوالانو لکه ځوان سینیکا د یوناني سبک په کارولو سره لیکنې کولې، ځینو رومي پاچاهانو به یونانیان وروسته پاتي ګڼل خو ډېرو نورو یې بیا د یوناني ادب او فلسفې هرکلی کاوه. یوناني ژبه د روم د تعلیم یافته او اشرافو پام ځان ته راواړوه لکه د سکیپیو افریقایوس، چې د فلسفې مطالعې ته یې لیوالتیا درلوده او د یونان کلتور او ساینس یې د ځان لپاره الګو ګڼل او سپارښتنه یې کوله تر څو نور هم یاد کلتور وڅاري.[۶]

د روم سترواک، نیرو مخکې له میلاد نه په ۶۶ کال کې یونان ته سفر وکړ او د المپیک په لرغونو لوبو کې یې په داسې حال کې ګډون وکړ چې د قانون له مخې یونانیانو ته په یادو لوبو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېده. هغه په هره سیالۍ کې د بریا ویاړ تر لاسه کړ او راتلونکی کال یې د کورنټ په استمیان لوبو کې د یونانیانو د ازادۍ اعلان وکړ. دغه راز په یونان کې ډېری معبدونه او عامه ودانۍ د شتمنو رومن سترواکانو او اشرافو له خوا په ځانګړې توګه په اتن کې جوړ شوي.

Pax Romana د یونان په تاریخ کې د سولې تر ټولو اوږده دوره وه او یونان د روم او د یوناني ژبو سترواکۍ د ختیځې نیمایي ترمنځ د سمندري سوداګرۍ لویه لاره وه. یوناني په ختیځو ولایتونو او ایټالیا کې د ګډې ژبې (lingua franca) په توګه کارول کېده.

په دې وخت کې یونان او د روم  ختیځ ډېری برخه عیسویت له خوا اغېزمنه شوې وه. ترسوس رسول پاول په فیلیپي، کورنټ او اتن کې د عیسویت لپاره پراخ تبلیغ کاوو،چې له امله یې یونان ډیر ژرد عیسويانو په ګڼ مېشته سیمه بدل شو.

د روم سترواکۍ وروستۍ تاریخ[سمول]

د دویمې او درېیمې پېړۍ په اوږدو کې یونان په ځینو ولایتونو لکه اچیا، مقدونیه، ایپیروس او تریس ووېشل شو. یونان د قسطنطین په وخت کې (چې د مسیحیت ادعا یې کوله) د مقدونیې او تریس ولایتونو برخه وه، چې وروسته تیوډوسیوس د مقدونیې ولایت په کریټ، اچایا، تیسالي، ایپیرس ویتوس، ایپیروس نووا او مقدونیه باندې ووېشه.

یونان د روم له سقوط نږدې زر کاله وروسته د ختیځ روم سترواکۍ (اوس په تاریخي ډول د بیزانس سترواکۍ په نوم یادیږي) د روم سترواکۍ د پاتې نسبي او قوي ختیځ نیمې برخې مرکز شو. . یو ښار چې یو ځل یې فتح کړ.

د وروستي لرغونې زمانې د مفکورو برخلاف د یونان ټاپو وزمه احتمالا د روم سترواکۍ یو له خورا سوکاله سیمو نه وه. د بې وزلۍ، د نفوس کمېدو، د بربرانو ویجاړي او د مدني تخریب پخوانۍ سناریوګانې د وروستیو لرغون پېژندنې کشفونو په رڼا کې بیاکتنه شوې. معاصر متنونه لکه د هایروکلس سنډیکموس دا تاییدوي، چې یونان د لرغوني زمانې خورا ډېره ښاري سیمه وه، چې شاوخوا اتیا ښارونه په کې شامل وو. د خورا سوکالۍ دا نظر نن ورځ په پراخه کچه منل شوی او داسې انګېرل کېږي، چې د ۴مې او ۷مې پېړۍ ترمنځ یونان ممکن په ختیځه مدیترانې کې یو له خورا اقتصادي پلوه فعالو سیمو نه و.[۷]

د روم سترواک هیراکلیوس د اوومې پېړۍ په لومړیو کې د سترواکۍ رسمي ژبه له لاتیني نه یوناني ته بدله کړه. د راتلونکو پیړیو په اوږدو کې د یونان پر اصلي خاوره زیاتره د روم سترواکۍ او بلغاریا ترمنځ سیالي روانه وه.همدارنګه د سلاویک قومونو او نورمنانو له خوا د بریدونو سره مخ وه  او پر کریټ او قبرص باندې د رومیانو او عربانو تر منځ سیالي روانه وه، چې وروسته د صلیبیانو له خوا ونیول شول او په ۱۲۰۴ز کال کې د قسطنطنیه له سقوط وروسته په توریس او یونان کې یې لاتیني سترواکۍ جوړه کړه. رومیانو قسطنطنیه بېرته ونیوله او د یونان په ډېری ټاپوګانو باندې یې بیا کنټرول ترلاسه کړ، خو ایپیرس د ۱۴مې پېړۍ تر پیل پورې یو خپلواک دولت پاتې شو که څه هم د روم کنټرول بیا ترلاسه شوی وه. لکه څنګه چې په سترواکۍ کې کورنۍ جګړه پیل شوه، د سربیا سترواکۍ فرصت ترلاسه کړ چې د یونان ډېره برخه فتح کړي، پداسې حال کې چې د بلغاریا سترواکۍ له شمال نه برید وکړ. په راتلونکې پېړۍ کې عثماني سترواکۍ په سیمه کې خپله واکمني رامنځته کړه او ټولې درې سترواکۍ یې سره یوځای کړې او په ۱۴۶۰ز کال کې د موریا له سقوط سره یې د یونان فتح پای ته ورسوله.

سرچينې[سمول]

  1. M., Austin, M. (2011). The Hellenistic world from Alexander to the Roman conquest : a selection of ancient sources in translation. Cambridge University Press. OCLC 813628501. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-82860-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Waterfield, Robin (2014). Taken at the flood: the Roman conquest of Greece. OCLC 972308960. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-876747-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Until the Roman Conquest, 272–146", A Short History of Ancient Greece, I.B.Tauris, 2014, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78076-593-8, د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جولای ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Verfasser, Finlay, George. A history of Greece, from its conquest by the Romans to the present time B.C. 146 to A.D. 1864. OCLC 1189729109. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-337-11847-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hellenistic Age. Encyclopædia Britannica, 2013. Retrieved 27 May 2013. Archived here.
  6. "Horace – Wikiquote". en.wikiquote.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Rothaus, p. 10. "The question of the continuity of civic institutions and the nature of the polis in the late antique and early Byzantine world have become a vexed question, for a variety of reasons. Students of this subject continue to contend with scholars of earlier periods who adhere to a much-outdated vision of late antiquity as a decadent decline into impoverished fragmentation. The cities of late-antique Greece displayed a marked degree of continuity. Scenarios of barbarian destruction, civic decay, and manorialization simply do not fit. In fact, the city as an institution appears to have prospered in Greece during this period. It was not until the end of the 6th century (and maybe not even then) that the dissolution of the city became a problem in Greece. If the early 6th century Syndekmos of Hierocles is taken at face value, late-antique Greece was highly urbanized and contained approximately eighty cities. This extreme prosperity is born out by recent archaeological surveys in the Aegean. For late-antique Greece, a paradigm of prosperity and transformation is more accurate and useful than a paradigm of decline and fall."