Jump to content

یوستوس فون لیبیگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


یوستوس فون لیبیگ (په انګلیسي: Justus Freiherr von Liebig؛ پیدایښت: ۱۲-مې-۱۸۰۳؛ مړینه: ۱۸-اپرېل-۱۸۷۳ز) آلماني ساینس‌پوه ؤ چې په کرنیزې کېمیا او بیوکېمیا کې یې ګڼ‌شمېر فعالیتونه ترسره کړي دي او د عضوي کېمیا د اصلي بنسټګرو له ډلې ګڼل کېږي. د ګیسن پوهنتون (اوسنی رسمي نوم: د یوستوس لیبیګ پوهنتون) پروفیسور په توګه، هغه د لابراتواري تدریس نومهاله مېتود رامنځ‌ته کړ او د همدا شان نوښتونو له‌امله، په کېمیا کې د ټول تاریخ په اوږدو کې یو ستر ښوونکی پېژندل کېږي. د نباتاتو اړین مغذي موادو په توګه، هغه پر کوچني مقدار منرالونو او نایتروجن باندې ټینګار کاوه او «د حداقل قانون» (چې د یوستوس حداقل قانون په نامه یادېږي) یې فورمولیزه کړ، چې د نوموړي قانون له‌مخې د نباتاتو وده د خورا کم‌موندي مغذي موادو سرچینې پورې تړاو لري، نه د شته سرچینو مجموعي مقدار پورې؛ د دغو سترو خدمتونو هغه ته «د سرې (کود) صنعت پلار» لقب ورکړل شوی دی. د دې ترڅنګ، هغه د غویي غوښې د ځوښا (عصارې) لپاره یو تولیدي بهیر وپنځوه او له نوموړي بهیر څخه د ګټې‌اخېستنې په موخه، د هغه په خوښې سره په انګلستان کې د «Liebig Extract of Meat Company» په نامه د یوه شرکت بنسټ ډبره کېښودل شوه؛ وروسته بیا دغه شرکت د غویي غوښې مکعبي زومنې (پوډري ښوروا) له OXO سوداګریز نښان سره تولید کړې. یوستوس د بړاس متراکم کولو لپاره یوه مخکینۍ اختراع عامه کړه، چې وروسته د «لیبیګ کاندنسر» په نامه وپېژندل شوه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د ژوند لومړي کلونه او زده‌کړې[سمول]

یوستوس لیبیګ د ۱۸۰۳ز کال د مې میاشت په لومړیو کې، په دارمشتات کې د منځنۍ طبقې په یوې کورنۍ کې زېږېدلی ؤ؛ پلار یې یوهان جورج لیبیګ او مور یې ماریا کارولین موسر نومېدله. پلار یې د کېمیاوي موادو او فلزي لوښو او وسایلو کاروبار کاوه؛ په خپلې شخصي کارخونه کې به یې رنګونه او صیقلي مواد سره ترکیبول او خرڅول. له کوچنیوالي څخه د یوستوس له کېمیا سره مینه وه. [۸]

یوستوس ۱۳ کلن ؤ چې د ځمکې شمالي نیمایي کُره له «بې‌دوبي کال» سره مخ شوه؛ په دې کال کې د شمالي نیمایي کُرې د خوراکي محصولاتو ستره برخه د ولکانیکي ژمي له‌امله له‌منځه ولاړل. د نړۍ په کچه، له رامنځ‌ته شوي کړکېچ او قحطي څخه آلمان د خورا اغېزمنو هېوادونو له ډلې څخه ؤ او ویل کېږي چې د نوموړي کړکېچ تجربې د لیبیګ د راتلونکو کارونو او فعالیتونو لامل وګرځېدې. تر یو بریده، د سرې (کود) او کرنې په تړاو د لیبیګ نوښتونو له امله، د ۱۸۱۶ز کال لوږه «په لوېدیځې نړۍ کې وروستی ستر معېشتي کړکېچ» پېژندل کېږي.[۹][۱۰]

لیبیګ له ۸ کلنۍ څخه تر ۱۴ کلنۍ پورې په دارمشتات کې د لودویګ جورجس جمنازیوم په ګرامر ښوونځي کې شامل شو. د درس تر بشپړولو مخکې یې ښوونځی پرېښود او کور ته تر ستنېدلو مخکې یې د هېپنهایم په یوې عطاري کې له ګوتفرید پیرش (۱۷۹۲ تر ۱۸۷۰ز) سره د څو میاشتو لپاره شاګردي وکړه، ځکه چې پلار یې خپل پورونه تادیه کولای نه‌شول. هغه د دوو کلونو لپاره خپل پلار سره کار وکړ، وروسته په بُن پوهنتون کې شامل شو ترڅو د خپل پلار د سوداګرۍ همکار «کارل ویلهلم ګوتلاب کاستنر» تر نظر لاندې تحصیل وکړي. کله چې کاستنر د ارلانګن پوهنتون ته ولاړ، لیبیګ هم په تعقیب هلته ورغی. [۱۱]

لیبیګ له یوې خوا په بنسټپاله کورپس رنانیا (د ملتپالو محصلانو یو بنسټ) کې د ګډون له‌امله، او له بلې خوا په کېمیا کې د لا پرمختللو زده‌کړو په موخه، د ۱۸۲۲ز کال په مارچ میاشت کې د ارلانګن پوهنتون پرېښود. شرایط د یوې احتمالي رسوایي له‌امله خرابېدل. کاستنر د هسن له حکومت څخه مالي مرسته ترلاسه او د ۱۸۲۲ز کال د اکټوبر په وروستیو کې یې لیبیګ پاریس ته واستوه ترڅو زده‌کړو ته ادامه ورکړي. هغه د جوزف لویي ګې-لوساک په شخصي لابراتوار کې کار کاوه او همدا راز له الکساندر فون همبولت او جورج کوویه (۱۷۶۹ تر ۱۸۳۲ز) سره اشنا شو. که څه هم ډېره موده کېدله چې لیبیګ زده‌کړې پرېښې وې، خو په پایله کې د کاستنر په هلوځلو د ۱۸۲۳ز کال د جون پر ۲۳ یې د ډوکتورا سند ترلاسه کړ. کاستنر د یوه وړاندیز په لړ کې غوښتنه وکړه ترڅو د تیزس لرلو شرط لېرې او په غیاب کې د ډوکتورا سند ورکړل شي.[۱۲]

څېړنه او پرمختیا[سمول]

لیبیګ د ۱۸۲۴ز کال په اپرېل میاشت کې له پاریس څخه دارمشتات ته ستون شو. د ۱۸۲۴ز کال د مې پر ۲۶ نېټه او د هومبولت په سپارښتنې سره، ۲۱ کلن لیبیګ په ګیسن پوهنتون کې د فوق‌العاده استاد په توګه وګومارل شو (فوق‌العاده استاد یا professor extraordinarius د آلمان د پوهنتونونو یوه علمي رتبه ده چې نوموړی استاد رسمي بست نه‌لري یا له رسمي بست لرونکي استاد سره په همکارۍ کې فعالیت کوي). د لیبیګ په ګومارنې سره د ګیسن پوهنتون لا پرمختیا ومونده او د زده‌کړیالانو کلني جذب کچه لوړه شوه. لیبیګ ته نه د لابراتوار لپاره بودجه ورکړل شوه او نه هم نورو اسانتیاوو ته یې لاسرسی ؤ او په ټیټ معاش سره یې دنده ترسره کوله.[۱۳]

د برحال استادانو په شتون کې د هغه وظیفوي وضعیت لا کړکېچن شو: پروفیسور ویلهلم زیمرمن (۱۷۸۰ تر ۱۸۲۵ز) عمومي کېمیا د د فلسفې پوهنځي د یوې برخې په توګه ښودله او د طبي کېمیا او فارمسي د تدریس مسوولیت یې د طب پوهنځي پروفیسور فیلیپ فوګت ته پرېښود. فوګت خوشحاله ؤ او د نوي تشکیلاتو ملاتړ یې کاوه؛ په دغه تشکیلاتو کې فارمسي د طب له پوهنځي څخه جلا او د هنرونو په پوهنځي کې مدغم شوه او د تدریس مسوولیت یې لیبیګ ته وسپارل شو. د زده‌کړیالانو او د هغوی د زده‌کړې لګښتونو په تړاو، زیمرمن له لیبیګ سره په سیالۍ کې پاتې راغی. هغه اجازه ورنه‌کړه چې لیبیګ له چاپېریال او شته تجهیزاتو څخه استفاده وکړي؛ په پای کې، د ۱۸۲۵ز کال د جولای پر ۱۹ نېټه ځان‌وژنه وکړه. د زیمر او پروفیسور بلومهوف مړینه (چې بلومهوف تکنالوجي او کانونو درس یې ښوده)، لیبیګ ته لاره خلاصه کړه ترڅو د رسمي استاد په توګه د ګومارنې وړاندیز وکړي. د ۱۸۲۵ز کال د ډسمبر پر ۷ نېټه، لیبیګ په رسمي ډول د Ordentlicher په توګه (دغه استادان، له فوق‌العاده استادانو سره په توپیر کې، د آلمان په پوهنتونونو کې رسمي بست لري) په کېمیا برخه کې وګومارل شو، په معاش کې یې د پام‌وړ زیاتوالی راغی او د لابراتواري فعالیت لپاره یې هم بودجه ځانګړې شوه.[۱۴]

د ۱۸۲۶ز کال په مې میاشت کې، لیبیګ د یوه دولتي چارواکي له لور «هنریت ‹جتچن› مولدنهاویر» (۱۸۰۷ تر ۱۸۸۱ز) سره واده وکړ. د واده ثمره یې پنځه ماشومان وو: جورج (۱۸۲۷ تر ۱۹۰۳ز)، اګنس (۱۸۲۸ تر ۱۸۶۲ز)، هرمن (۱۸۳۱ تر ۱۸۹۴ز)، یوهانا (۱۸۳۶ تر ۱۹۲۵ز) او ماري (۱۸۴۵ تر ۱۹۲۰ز). که څه هم لیبیګ لوتري او جتچن کاتولیک مذهبه وه، خو داسې ښکاري چې زامن یې لوتري او لوڼې یې کاتولیکې وروزل شوې او په دې توګه یې د مذهبي اختلافاتو لپاره څه ناڅه د حل لاره موندلې وه.[۱۵]

د ژوند وروستي کلونه[سمول]

لیبیګ په ۱۸۵۲ز کال کې د بایرن پاچا «دوه‌یم مکسي‌میلیان» له‌خوا د مونیخ لودویګ مکسي‌میلیان په پوهنتون کې وګومارل شو. د دې ترڅنګ، هغه د دوه‌یم مکسي‌میلیان علمي مشاور هم شو، چې ارمان یې درلود د مونیخ پوهنتون د علمي څېړنې او پرمختیا مرکز وګرځوي. تر یوه بریده، لیبیګ دغه موقف له‌دې امله ومنه چې په پنځوس کلنۍ کې د لابراتوار زده‌کړیالانو څارنه ورته ورځ په ورځ ستونزمنه کېده؛ په مونیخ کې د استوګنې نویو ځایونو غوره کول دغه څه په ډاګه کول. په استوګنځي کې یې د سرګرمۍ لپاره یو مناسب کور، یو کوچنی لابراتوار او د لکچر ورکولو لپاره یو نوی جوړ شوی تالار شامل وو چې په یوه وخت کې یې د ۳۰۰ کسانو ظرفیت او په مخکېنۍ برخه کې یې د نمایش یو لابراتوار درلود. هلته به یې د پوهنتون زده‌کړیالانو ته او په هرو دوو اوونیو کې یو ځل عام وګړو ته لکچر ورکاوه. لیبیګ په خپل موقف کې د ساینس بنسټ اېښودونکي په توګه، د بایرن د ساینس او بشري علومو اکاډمۍ رئیس او په ۱۸۵۸ز کال کې د بایرن د علومو شاهي اکاډمۍ دایمي رئیس په توګه وګومارل شو.[۱۶]

لیبیګ د دوه‌یم مکسي‌میلیان شخصي ملګرتیا ویاړ هم درلود. د ۱۸۶۴ز کال په مارچ میاشت کې د دوه‌یم مکسي‌میلیان له مړینې وروسته، لیبیګ او په بایرن کې نور لېبرال پروتستانت ساینس‌پوهان ورځ په ورځ د اولترامونتان کاتولیکو (د روم پاپ پلویان) له کلک مخالفت سره مخ شول. [۱۷]

لیبیګ په کال ۱۸۷۳ز، په مونیخ کې مړ او د مونیخ په آلتر سوفریدهوف هدیره کې خښ شو.

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:IPA-de. Liebig in southern Germany: [ˈliːbɪk].
  2. کينډۍ:NDB
  3. Royal Society of London (1 January 1875). "Obituary Notices of Fellows Deceased". Proceedings of the Royal Society of London. 24: xxvii–xxxvii. لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. کينډۍ:Cite Americana
  5. (UNIDO), International Fertilizer Development Center (IFDC), United Nations Industrial Development Organization (1998). Fertilizer manual (چاپ 3rd). Boston: Kluwer Academic. مخونه 46. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7923-5011-8. لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. Cansler, Clay (Fall 2013). "Where's the Beef?". Chemical Heritage Magazine. 31 (3). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ نومبر ۲۰۱۸ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Brock, William H. (1997). Justus von Liebig : the chemical gatekeeper (چاپ 1st). Cambridge, U.K.: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521562249. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Evans, Robert (July 2002). "Blast from the Past". Smithsonian Magazine. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archiveurl= و |archive-url= منځګړی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archivedate= و |archive-date= منځګړی (لارښود)
  10. Post, John D. (1977). The last great subsistence crisis in the Western World. Baltimore: Johns Hopkins University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780801818509. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Brock, William H. (1997). Justus von Liebig : the chemical gatekeeper (چاپ 1st). Cambridge, U.K.: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521562249. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Brock, William H. (1997). Justus von Liebig : the chemical gatekeeper (چاپ 1st). Cambridge, U.K.: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521562249. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Brock, William H. (1997). Justus von Liebig : the chemical gatekeeper (چاپ 1st). Cambridge, U.K.: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521562249. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Brock, William H. (1997). Justus von Liebig : the chemical gatekeeper (چاپ 1st). Cambridge, U.K.: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521562249. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Brock, William H. (1997). Justus von Liebig : the chemical gatekeeper (چاپ 1st). Cambridge, U.K.: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521562249. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Brock, William H. (1997). Justus von Liebig : the chemical gatekeeper (چاپ 1st). Cambridge, U.K.: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521562249. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Brock, William H. (1997). Justus von Liebig : the chemical gatekeeper (چاپ 1st). Cambridge, U.K.: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521562249. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)