یوجن رالجس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

یوجن ډي. رالجس (د ایسېک ډي سېګلرمعکوس لوستل؛ لومړی نوم یې هم ایوجینېو، ایوجېن یا ایوجین، کورنی نوم یې سېګلر یا سېګلر واچل؛ زوکړه د ۱۸۹۵ کال د مارچ ۲۲مه – مړینه د ۱۹۸۷ کال د مې ۲۴مه) یو رومانیايی لیکوال، سوله‌غوښتونکی فلیسوف او پوځي انارشست و، چې د بشردوستۍ د تیوریست/نظریه‌پوه په توګه پېژندل شوی. د یهودیت او یهودي اخلاقو له ښکاره انعکاس سره د نړیوالتوب اړوند د هغه باورونه د لومړي ځل لپاره د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال کله چې رالجس یو باوجدان معترض و رامنځته شول. په انارکوپاسفیزم (سولې غوښتنه) او سوسیالیزم کې اخته کېدلو له رالجس سره د نړیوال پروفایل په جوړولو کې مرسته وکړه او د رومن رولان، استفان تسوایګ او البرت انشتین په څېر سوله‌غوښتونکو ملاتړ یې ترلاسه کړ. د رالجس د فلسفې له بحث پاروونکو اړخونه څخه بل اړخ له توکمي‌سمونې څخه ملاتړ و، چې د «ماهیت بایلنې» پر جبري شنډوالي ممترکز و. وروستی وړاندیز د رالجس د څو مقالو او د ټولنپوهنې اړوند د رسالو په‌واسطه بیان شو. [۱]

رالجس د رومانیا له سمبولیست غورځنګ سره تر خپل لومړني کار وروسته نوي‌پال/مدرنیست ادبیات او د توډور ارګزي شاعري دود کړه، چې د هغه نوم یې په ادبي او سیاسي مجلو کې په پرلپسې توګه نښه کړ. د هغه اثار د شعر او کیسو په برخه کې د اکسپرسیونیزم او تعلیمي هنر د افراط بدیل دي، چې د هغه فعالیت، سوله‌غوښتونکي لیدلوري یا مبارزې ته د اورېدلو له کمزورۍ سره هنري رنګ ورکوي. هغه د سبورتورول، کانټیمپورانول یا سنټایر په څېر رومانیايي مجلو په شاوخوا کې د جوړو شویو څو نوي‌پاله کړیو غړی و، خو د ویاټا رومناسکا له اصلي مجلې سره هم نږدې پاتې شوی و. د رالجس سیاسي او ادبي ټاکنو هغه د فاشیزم او کمونیزم په دوښمن بدل کړ: چې له امله یې د دویمې نړوالې جګړې پر مهال وځورول شو او په پای کې یې په یوروګوای کې پناه واخیسته. رالجس له ۱۹۴۷ کال څخه د خپلې مړینې تر مهال د یو انارشیست مبصر او د نړیوالې سولې د حل‌لارې وړاندې کوونکي او همدارنګه د لاتینې امریکا فرهنګ د دودوونکي په توګه د سویلي امریکا  په سیاسي کړیو کې د درناوي‌وړ شخصیت و.

ژوندلیک[سمول]

د ژوند لومړي کلونه او لومړنۍ ادبي هڅې[سمول]

یوجین رالجس د مولداوي سیمې لرغونی اوسېدونکی و چې له سیمه‌ییزې یهودي ټولنې سره یې تړاو درلود. پلار یې ډیوېډ سېګلر پر یهودیت ښکاره باور درلود او د نیمټا کاونټۍ (تر ولایت وروسته کوچنی اداری واحد) له دباغانو څخه و.ایسېګ د ادلینا درویچي او یوجنیا سورو په نوم دوه خویندې لرلې چې دواړو د بیوشیمي په برخه کې کار کاوه. دوی هم د لاسي د پیاترا نیمټا په ښارګوټي کې زېږېدلې وې، ایسېګ په پیاترا نیمټا کې زده‌کړې وکړې او هلته يې د ناول لیکونکي او د صهیونیستانو د مشر اې.ال. زیسو له کورنۍ سره وپېژندل. په احتمالي توګه رالجس د لومړي ځل لپاره د زیسو په کړۍ کې د خپل لارښود نوي‌پال رومانیايي لیکوال تودورارګزی سره ولیدل؛ ارګزي هغه مهال د خپل عکاس الی لوټار له مور کنستانسا زیسو سره واده وکړ. دغه ځوان لیکوال وروسته یادونه وکړه چې هغه او زیسو دواړو د سیهلو ماسیف د غرونو او د شتتل ښار د وحشي منظرو له امله له یو بل سره تړاو موندلی و. رالجس په‌خپل یو بل متن کې داسې یادونه کړي چې هغه په ماشومتوب کې د رومانیايي یهودي څېړونکي موسی شوارتزفلد د انتخابي لوستلو او د هغه د مجلې انیورال پېنتي اېسرېلتي تر اغېز لاندې راغی (هغه وویل د وروستیو کلونو په بهیر کې هغه د انیورال ټولې ټولګې راټولې کړې وې).[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

ایسېګ سیګلر په ادبي ژوند کې د خپل لومړي ګام له اوچتولو سره خپل نوی نوم له تورو سره د لوبې کولو په جوړښت کې وټاکه چې د مستعارو یهودي لیکوالانو (پل سلان- چې په انسیل کې زېږېدلی) تر منځ له ځانګړي شهرت څخه برخه‌من و. هغه د خپل کار له لومړي پيل څخه د سمبولیزم او نوي‌پالنې دودوونکی و، دا هغه موخه وه چې هغه خپل چپ‌پلوی لیدلوری ورسره یوځای کړ او د یهودیانو د خلاصون غوښتنه يې وکړه. په ۲۰۰۷ کال کې ادبي تاریخ‌لیکونکی پل سرنات ولیکل چې رالجس کار د یهودي روښانفکر او بشردوست ایساک لوډو په څېر د رومانیايي نوپالنې په لومړني خپراوي کې «بې‌ارزښته» و. د رالجس اصلي مشارکت په ۱۹۱۰مه لسیزه کې د فروندا («فروند») په سمبولیزم تربیون کې راڅرګند شو چې درې پرلپسې ګڼې یې د ۱۹۱۲ د اپرېل او جون تر منځ په ایاسي کې ایډټ/سمې کړې.  [۱۵][۱۶][۱۷]

د لوډو د ابسولوتیو د بیاکتنې په څېر (چې دوه کاله وروسته چاپ شوه)، فرونډا په لاسي کې د رومانیايي سمبولیست غورځنګ له بنسټ‌پالې څانګې سره د دواړو چپ-اړخې خو دودیزې مجلې وایټا او د ډېر دودیز سمبولیزم مجلې ورېسوروسي پروزا مجلې پر وړاندې ودرېد. چې کتنکپلاوې ډله یې د رالجس په ګډون ناپېژانده پاتې شوه، خو د هغوی نومونه د هغه وخت د ډېرو  چاپي خپرونو او وروستيو څېړونکو لپاره پېژندل شوي وو. د سرنات په وینا رالجس «تر ټولو اغېزناک فرونډېست و» چې د رومانیا د یهودي ژونالیزم په برخه کې دوو راتلونکې څېرو: البرت شرایبر او کارول اشتاینرګ له‌خوا دویم و. د فرونډا ډلې د لوډو او شاعر بنیامین فوندان په څېر په ایاسي کې د ارګزي سمبولیست نوي‌پال ښوونځی څاره او د رومانیا په شمال کې یې د ارګزي شاعرۍ ته وده ورکوله: د فرونډا لیکوالانو د اګزي د شعرونو د کوربه‌توب پر مهال وایټا رومانیسکا ته د درناوي له امله د نورو پام ځانته راګرځولی و.[۱۸][۱۹][۲۰]

تر هغه وروسته چې رالجس د ډېرو خپرېدونکو ورځپاڼو چې له ډلې يې رمپا (چې د ارګزي او سوسیالیست لانجه‌مار اېن.ډي کوسیا له‌خوا تاسیس شوې وه) او ويیاټا نووا (چې د سمبولیست کره‌کتونکي اوېډ ډېنسوسیانو له‌خوا پرمخ وړل کېده) یادولی شو، ضمني ګډونوال شو، فرونډا په ټوله کې درې موضوعات مطرح کړل. هغه په ۱۹۱۳ کال کې خپلې خپلواکې فلسفي مقالې یا «خیالونه» د ټرایمفوا نفینټې / Triumful neființei (د نه موجودیت - بریالیتوب) په ټوک کې راټولې کړې. هغه د خپل شعر دوه کتابونه د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د رومانیا د بې‌طرفۍ د دورې تر پای وروسته خپاره کړل. لومړۍ ټولګه یې د سونټېل نېبونیې/ Sonetele nebuniei («د لېونتوب غزلونه») په نوم د غزلونو/۱۴ بیته اشعارو ټولګه وه، چې په ۱۹۱۴ کال کې په لاسې کې خپره شوه؛ دویمه یې د نیبونیا/ («لېونتوب») په نوم په پلازمېنه بخاریست کې خپره شوه. له دې اشعارو څخه ځینې د رالجس د خپل لاس له انځورګرۍ سره کښل شوي وو.   [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

له یومنیټېډیا څخه تر مانتویریا[سمول]

رالجس د معمارۍ په برخه کې تر زده‌کړې وروسته د بخاریست په پوهنتون کې نوم‌لیکنه وکړه او د فلسفې دورې یې هلته تېرې کړې. د دې دورې په ترڅ کې هغه له رومانیا څخه عثماني خلافت او د روم پاچاهۍ ته سفر وکړ. هغه په دوییمه نړیواله جګړه کې د رومانیا تر ښکلېلتیا څه موده وروسته د ۱۹۱۶ کال په دوییمه نیمايي برخه کې خپلې زده‌کړې پرېښوې. د رومانيا پر سویل د مرکزي پوځیانو تر یرغل وروسته ایاسي ته راستون شو، هغه د رومانیا ځمکني پوځ ته وروبلل شو، خو د یو باوجدانه معترض په توګه یې وسلې ته له لاس وروړلو څخه ډده وکړه؛ چې له امله یې د يوې لنډې مودې لپاره بندي شو په پایله کې د کوڼ‌والي یا د اورېدلو اختلال له امله خوشي شو.   [۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:In lang 22 mars. Eugen Relgis Archived 2015-04-02 at the Wayback Machine. Ephéméride Anarchiste Archived 2016-10-31 at the Wayback Machine. entry; retrieved 10 March 2011
  2. Dorian & Șerban, p.III-IV
  3. کينډۍ:In lang 22 mars. Eugen Relgis Archived 2015-04-02 at the Wayback Machine. Ephéméride Anarchiste Archived 2016-10-31 at the Wayback Machine. entry; retrieved 10 March 2011
  4. کينډۍ:In lang Boris Marian, "Iudaistul Eugen Relgis" Archived 2018-12-29 at the Wayback Machine., in Realitatea Evreiască, Nr. 227 (1027), March–April 2005, p.13
  5. کينډۍ:In lang Eugenio Relgis. 1895–1987, Proyecto filosofía en español entry; retrieved March 10, 2011
  6. کينډۍ:In lang, "Relgis, Eugen", Dictionaire international des militants anarchistes entry; retrieved March 10, 2011
  7. "Note on the Eugen Relgis Papers", at the International Institute of Social History; retrieved March 9, 2011
  8. کينډۍ:In lang Agustín Courtoisie, "Notas de Análisis. Eugen Relgis (1895–1987): un pensador rumano en Uruguay", in ORT Uruguay Letras Internacionales, Nr. 74
  9. Dorian & Șerban, p.II; Rose, p.12; Rotman, p.175
  10. Dorian & Șerban, p.IV
  11. کينډۍ:In lang Geo Șerban, Leon Volovici, "Prolog la suplimentul 'Eugen Relgis' " Archived 2018-12-29 at the Wayback Machine., in Realitatea Evreiască, Nr. 306-307 (1106–1107), October–November 2008, p.11
  12. Cernat, p.56
  13. Dorian & Șerban, p.V
  14. کينډۍ:In lang Boris Marian, "Iudaistul Eugen Relgis" Archived 2018-12-29 at the Wayback Machine., in Realitatea Evreiască, Nr. 227 (1027), March–April 2005, p.13
  15. Cernat, p.55-57
  16. Cernat, p.34
  17. کينډۍ:In lang Arnold Helman, Contribuția scriitorilor evrei la literatura română. Ilarie Voronca și Paul Celan – două destine tragice Archived 2011-07-27 at the Wayback Machine., at the Romanian Jewish Community site Archived 2011-06-13 at the Wayback Machine.; retrieved March 10, 2011
  18. Cernat, p.55-56
  19. Cernat, p.56
  20. Cernat, p.56, 57
  21. Cernat, p.56
  22. کينډۍ:In lang Carte de neuitare a evreilor pietreni Archived 2011-07-27 at the Wayback Machine., at the Romanian Jewish Community site Archived 2011-06-13 at the Wayback Machine.; retrieved March 10, 2011
  23. Lovinescu, p.100; Rose, p.12
  24. کينډۍ:In lang Boris Marian, "Iudaistul Eugen Relgis" Archived 2018-12-29 at the Wayback Machine., in Realitatea Evreiască, Nr. 227 (1027), March–April 2005, p.13
  25. Călinescu, p.1029
  26. کينډۍ:In lang Boris Marian, "Iudaistul Eugen Relgis" Archived 2018-12-29 at the Wayback Machine., in Realitatea Evreiască, Nr. 227 (1027), March–April 2005, p.13
  27. کينډۍ:In lang Carte de neuitare a evreilor pietreni Archived 2011-07-27 at the Wayback Machine., at the Romanian Jewish Community site Archived 2011-06-13 at the Wayback Machine.; retrieved March 10, 2011
  28. کينډۍ:In lang 22 mars. Eugen Relgis Archived 2015-04-02 at the Wayback Machine. Ephéméride Anarchiste Archived 2016-10-31 at the Wayback Machine. entry; retrieved 10 March 2011
  29. کينډۍ:In lang Boris Marian, "Iudaistul Eugen Relgis" Archived 2018-12-29 at the Wayback Machine., in Realitatea Evreiască, Nr. 227 (1027), March–April 2005, p.13
  30. کينډۍ:In lang, "Relgis, Eugen", Dictionaire international des militants anarchistes entry; retrieved March 10, 2011