یمحاض

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

یمحاض د سوریې په مرکز حلب (Aleppo) کې یو لرغونی سامي سلطنت و. دا پاچاهۍ له ميلاد څخه مخکې  د ۱۹مې پېړۍ په پای کې راڅرګنده شوه او د یمحاضي پاچاهانو د لړۍ په‌واسطه چې د خپلې خاورې د پراختيا لپاره يې هم پر پوځ او هم پر ديپلوماسۍ تکیه درلوده، اداره کېده. دا پاچاهي د خپل رامنځته کېدو له پیل راهیسې د خپلو ګاوندي یرغلګرو ماري، قطنا او اشور پر وړاندې ودرېده او د خپل پاچا لومړي یاریم‌-لېم له اقداماتو سره په سوریه کې د وخت په تر ټولو ځواکمنې پاچاهۍ بدله شوه. له ميلاد څخه مخکې د ۱۸مې پېړۍ په منځنۍ برخه کې یا د مستقیمې ولکې یا واکمنۍ د کنترول له لارې له سویل پرته د سوریې ډېرې برخې د یمحاض په واک کې وې او یمحاض نږدې نيمه پېړۍ د سوریې پر شمال، شمال لویدیځ او ختيځ واکمن و. په بین النهرین کې يې د اېلام په پولو کې پر کوچنیو واکمنیو نفوذ درلود. دا پاچاهي په پای کې د هيتي‌يانو له‌خوا ويجاړه شوه، وروسته له ميلاد څخه مخکې په ۱۶مه پېړۍ کې د میتاني په‌واسطه ضمیمه کړای شوه.  

د یمحاض د نفوس ډېره برخه اموریان و چې د برونزو د دور سوریې دودیز کلتور يې درلود. یمحاض همدارنګه د هوری‌يانو د پام‌وړ نفوس استوګنځی و چې په دې پاچاهۍ کې مېشت شوي و او د دوی په فرهنګي اغېز يې یو څه ورزیات کړل. یمحاض پراخه سوداګریزه شبکه کنترولوله چې ختيځه ایراني لوړه سطحه/اریانا او په لویديځ کې د اژنین سیمه وه. یمحاض د شمال لویديځ سامي دودیزو خدایانو ته عبادت کاوه او پلازمېنه حلب د خداد د عبادت د پلازمېنې په توګه چې د سوریې د شمال اصلي خدای و د سوریې د نورو ښارونو تر منځ سپېڅلی ښار ګڼل کېده.

تاريخچه[سمول]

حلب د لرغون‌پېژندونکو له‌خوا لږ څه کیندل شوی دی، ځکه حلب د خپل اوږدمهال تاريخ په بهیر کې کله هم په بشپړ ډول نه دی پرېښول شوی او مدرن ښار د لرغونې ښار پر ځای ورجوړ شوی. له دې امله د یمحاض په اړه ډېر معلومات په الالاخ او ماري کې له کشف شویو لوحو څخه ترلاسه کېږي.    [۱][۲]

رامنځته کېدل/تاسیس[سمول]

د یمحاض نوم په احتمالي توګه د یوې اموري قبیلې نوم دی او له حلب پاچاهۍ سره مترادفو پاچاهیو ته په اشاره کارېږي. د حلب ښار د سوریې په شمال کې یو مذهبي مرکز و او له ميلاد څخه مخکې د درېمې زریزې په منځنۍ برخه کې د هالم په نوم د ابلایت امپراتوري د تابع په توګه چې د سوریې ډېره برخه يې په واک کې وه، یادېده. د سپېڅلي ښار په توګه د حلب ښار شهرت د هغه په راتلونکي مخکښتوب کې مرسته وکړه. د سوریې په شمال کې د توپان د اصلي خدای حداد معبد په همدې ښار کې پروت و، چې د حداد د ښار په نوم پېژندل کېده. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د حلب نوم او همدارنګه د یمحاض نوم د لومړي ځل لپاره د پخواني بابل په وخت کې کله چې سومو-اپوح د لومړني یمحاضي پاچا په توګه د ماري په یو مهر کې د یمحاض خاورې د واکمن په توګه تصدیق شو راڅرګند شو، چې پر یمحاض سربېره د الاله او طوبی ښارونه هم په‌کې شامل وو. سومو-اپوه پاچاهي ټېنګه کړه او له یحدون لیم ماري سره مخامخ شو چې له اشور سره د مخالفت لپاره يې له یمحاض سره کورنی اتحاد درلود، خو په پای کې شمال ته لښکرلېږد ولېږه او پاچاهي يې وګواښله. یمحاضي پاچا له یمني قبایلو څخه ملاتړ وکړ او د سوریې له ګڼو نورو ایالتونو لکه اورشو، هاسوم او کارکمیش سره د ماریوتي پاچا پر وړاندې اتحاد کړ چې خپل دوښمنان يې مات کړي و، چې په پای کې د خپل زوی سومو-یمام له‌خوا ووژل شو.  [۹][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

له اشور سره سیالي او پراختیا[سمول]

د اشور لومړي اداد-شمشي راڅرګندېدل د یمحاض لپاره تر ماري خطرناک وو. د اشور اموري پاچا یو جاه‌طلب فاتح و چې پر بین النهرین او شام يې د واکمنۍ موخه لرله او ځان يې د نړۍ پاچا باله. شمشي اداد د چارچمېشله له اتحاد سره، له شمال څخه له هاسوم او اورشو په ختيځ کې د ماري له فتحې څخه یمحاض محاصره کړ او زیمري لیم د ماري وارث يې تېښتې ته اړ کړ. سومو اپو زیمري لیم ته هرکلی ووايه او دا چې هغه د ماري مشروع وارث و غوښتل يې د اشور خلاف له هغه څخه کار واخلي. [۱۱][۲۰]

د شمشي اداد تر ټولو خطرناک اتحاد له قطنا سره و، چې د هغه پاچا ایشي ادو د یمحاض په پولو کې مامور شو او لور يې یمساح‌اداد د اشوري پاچا له زوی سره چې د خپل پلار له‌خوا د ماري پاچا منصوب شوی و واده وکړ. سومواپوه ظاهراً له شمشي اداد سره په جګړه کې ومړ او زوی یې لومړی یاریم‌لیم د هغه ځای‌ناستی شو چې د خپل پلار پاچاهي يې ټېنګه کړه او هغه د بین النهرین د شمال او سوریې په تر ټولو ځواکمنې امپراتورۍ بدله کړه. یاریم-لیم له بابلي حمورابي دویم ایبال پي ال اشنونا سره د اتحاد له لارې شمشي – اداد محاصره کړ وروسته یې له ميلاد څخه مخکې په ۱۷۷۷ کال کې د ختيځ په لور وړاندې تګ وکړ او توتول يې فتحه کړ او زیمری-ليم يې د ښار د واکمن په توګه منصوب کړ. یو کال وروسته د اشور پاچا ومړ وروسته یاریم-لیم خپل پوځ له زيمري-لیم سره ولېږه تر څو د واسل د متحد په توګه د خپلو نیکونو تاج او تخت بېرته یمحاض ته راستون کړي او دا اړيکه يې د نوي پاچا ماریوتي او د یاریم-لیم د لور شیبتو تر منځ د خانداني واده له لارې ټيګه کړه. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۲][۲۱][۲۶][۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. Grabbe 2007، ص. 58.
  2. Pioske 2015، ص. 188.
  3. Bryce 2014، ص. 111.
  4. Oldenburg 1969، ص. 65.
  5. Feliu 2003، ص. 192.
  6. Hamblin 2006، ص. 242.
  7. Archi 1994، ص. 250.
  8. Pfälzner 2012، ص. 781.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Hawkins 2000، ص. 388.
  10. Astour 1981، ص. 7.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Pitard 2001، ص. 39.
  12. Frayne 1990، ص. 606.
  13. Wu 1994، ص. 131.
  14. Sasson 1969، ص. 45.
  15. Wossink 2009، ص. 128.
  16. Liverani 2013، صص. 225, 226.
  17. Schwartz 2010، ص. 376.
  18. Miller 1995، ص. 10.
  19. Frayne 1990، ص. 780.
  20. Schwartz 2013، ص. 9.
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Matthiae 2003، ص. 383.
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Pitard 2001، ص. 40.
  23. Charpin 2011، ص. 257.
  24. Hamblin 2006، ص. 259.
  25. Dalley 2002، ص. 44.
  26. Bryce 2009، ص. 773.
  27. Liverani 2013، ص. 234.