یار محمد خان الکوزی
ونگبڼه

یارمحمد خان الکوزی بن عبدالله خان [۱] له ۱۸۲۹ تر ۱۸۴۲ پوري د هرات د سلطنت وزیر او له ۱۸۴۲ تر ۱۸۵۱ پوري د همدغه ولایت واکمن وو. نوموړی په ۱۷۹۰ زیږدیز کال کي د الکوزي په ټبر کي زېږېدلی دی. یار محمد خان په 1829 کي د هرات وزیر وټاکل سو، او[۲] په 1842 کي یې د خپل امیر کامران شاه دراني له ګوښه کولو وروسته د هرات واکمني په لاس کي واخیستل. یار محمد په ۱۸۵۱ کال کي تر خپل مرګ مخکي د هېواد پولي د چهار ولایت او لشکر جنګوي سیمو پوري پراخه کړې. [۱]
یار محمد خان د ظهیرالدوله لقب له ناصرالدین شاه قاجار څخه ترلاسه کړ، ځکه چې هغه د حسن خان سالار پاڅون پر مهال په خراسان کې د ایران له حکومت سره مرسته کړې وه.[۳]
- 1 2
- ↑
- ↑ McChesney, R.D.; Khorrami, M.M., eds. (2013). "Ranjit Singh Seizes Peshawar and Its Environs". History of Afghanistan. pp. 207–209. doi:10.1163/9789004256064_hao_COM_000134. ISBN 978-90-04-23491-8. OCLC 824734225.