گورجېس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

گورجېس د سسلي په ليونټني (Leontini) ښار كې په ۴۸۳مخزېږد كې زېږېدلې دى. د مړينې كال يې ۳۷۵مخزېږد ښودل كېږي. دې په ۴۲۷مخزېږد كال د يوه استازي په توگه آتن ته ولاړ. يو كتابگوټې چې (On not being or Nature) نومېږي. د ده په نظرياتو باندې د زينون ښكاره اغيزې ښكاري، او د همدې زينون جدلي نظرياتو دې تشكيك (Scepticism) خواته مائل كړ. د زينون د جدلياتو موخه د پارمنيډز د نظرياتو صحت زباتول ؤ. موږ دا ويلاى شو، چې هغه د يوې مثبتې موخې لپاره منفي لاره وكاروله. مگر گورجېس د گورجېس پر وړاندې هېڅ مثبت مقصد نه ؤ. نو پدې ډول دده نظريات خالص تشكيكي (Sceptical) نظريات جوړ شول.