گرده پاشل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

گرده پاشل د میوه تولیدوونکو بوټو او گلانو له خوا د خپل جنس د القاع لپاره ترسره کېږي.

د کدو گرده پاشنه:[سمول]

د کدو گرده بايد له نارينه الې څخه ((Monoecious ټول کدوان ښځينه الې ته انتقال شي.که دگردې انتقال واقع نه شي نوميوه نه توليديږي.دگردې غير کافي انتقال دحاصل دلږوالي اودميوې دبڼې دخرابوالي سبب کيږي.دشاتو مچۍ دگردې په انتقال کـې غوره برخه اخلي دلوړ حاصل دپاره ښايي چه دگلانو په وخت کې دشاتودمچيو شميرزيات وي.باغوان تل په تشويش کې وي چه دکدوانوډيرگلان ميوې نه تشکيلوي.دوې نه پوهيږي چه نارينه اوښځينه برخې په ځانگړوگلانوواقع دي او ځانله ښځينه گلان ميوه توليدوي.دځينوشرايطولاندې نارينه گـلان زيات وي او نوروشرايطو لاندې ښځينه گلان ډيروي. اټکل شويده چه محيطي شرايط خصوصا دتودوخې درجه دجنس په ډول کې دو (Table queen) نسبت تغيرورکوي دکدوانود ریخې اوږدوالي اوتودوخه د جنس په اندازه اغيزه کوي.لوړه تودوخه اواوږدې ورځې بوټي په نارينه حالت کې ساتي حال دا چه ټيټه تودوخه اولنډې ورځې ښځينه حالت چټکوي. دکدوانونورډولونه دتودوخې اوورځې داوږدوالي په مقابل کې (٩) مختلف عکس العملونه ښکاره کوي.

د بادرنگو گرده پاشنه[سمول]

بادرنگ د cucurbitaceae کورنۍ پوری اړه لری او ډیری مختلفی نوعی لری او بادرنگ مونږ په خپلو باغونو کی کرو تر څو مونږ ته د خپل ضرورت وړ غذا راکړی بادرنگ د مختلفو وټامنونو څخه غنی دی او تقریبا د ۹۰٪ څخه پورته اوبه لری، د بادرنگو څخه په مختلفو دواگانو کی استفاده کیږی او همدارنگه خوراک لپاره هم په شکل د سلاد استفاده کیږی او دسترخوان پری ښه رنگینه کیږی. د بادرنگو په بوټی کی نارینه او ښځینه دواړه موجودی په بادرنگ کی نسلگیری ډیره اسانه او په جداتوب سره کیږی د بادرنگو په گل کی یو ښکاره بچگی موجود وی چرته چی تاسو نشۍ کولاۍ چی پیدا یی کړۍ د ورځی په موده کی د بادرنگ گل خلاص وی او په دغه وخت کی مچۍ راځی او په گل کی گرده اچوی که چیری د کوم مشکل سره مخ شی نو په دغه وخت کی ستاسو کومک ته اړتیا پیښیږي په دغه وخت کی تاسو د گل برخه خلاصوۍ تر څو مچۍ پکی داخلی شی پدغه وخت کی مونږ او تاسو ته سوال پیدا کیږی چی څومره وخت به ښځینه گل خلاص وی جواب یی دغه ښځینه گل د یوی ورځی لپاره خلاص وی نو شاید دوه ورځی هم خلاص وی خو کله چی دا په ډیر کامیابۍ سره گرد افشانی شی نو په دغه وخت کی میوه په مکملیدو پیل کوي یوه خبره باید بله په پام کی ونیسو چی ښځینه او نارینه گل خپل خصوصیات لری دا یوه اساسی او څرگنده خبره ده چی د نارینه گل یو nub لری او ښځینه گل په بنیادی شکل سره سپین رنگ لری. مننه ستاسو د لارښوونی څخه چی په دغه شکل سره بادرنگو کښ په ډيره ښه توگه تر سره شو دغه کارونه چی مونږ سر ته ورسول په دوران د شپږو هفتو کی ډير ښه ترسره شول پدغه طریقه سره نبات ډیر صحت مند او تکی شنی پاڼی یی درلودی او پدی طریقی سره د گل شاته یو بچگی په ډیره ښه توگه ولیدل شو پدی طریقی سره مونږ کولای شو د بادرنگو نسل زیات کړو مونږ په خپل طرزالعمل باندی شروع وکړو او په یو کانتینر یا ظرف کی روزل شروع کړل نو یوه نیمه میاشت مخکی پدی کی دواړه ښځینه او نارینه گلان موجود ووه مونږ زده کړل چی څرنگه ښځینه گل گردآفشانی کیږی او پدغه دوران کی میوه نیول یی شروع کړل.