Jump to content

ګېلبېرټ ډو موټیر، مارکیوس ډي لفایټي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګېلبېرټ ډو موټیر، مارکیوس ډي لفایټي
ګېلبېرټ ډو موټیر، مارکیوس ډي لفایټي
ګېلبېرټ ډو موټیر، مارکیوس ډي لفایټي

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل سینه بغل   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه

د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

عملي ژوند
تعلیم پاریس پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
پوځي خدمت
وفاداري د امریکا متحده ایالات   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقام تورن جنرال

ډگر جنرال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جګړه/جګړې د امريکا انقلابي جګړه ،  د فرانسې انقلاب   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ګېلبېرټ ډو موټیر، مارکیوس ډي لفایټي
ګېلبېرټ ډو موټیر، مارکیوس ډي لفایټي

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ماري جوزف پاول یویس روچ ګېلبېرټ ډو موټیر، مارکیوس ډي لا فایټ (د ۱۷۵۷ کال د سپټمبر ۶مه – د ۱۸۳۴ کال د مې ۲۰مه) چې په متحدو ایالتونو کې د لافایټ په نامه پېژندل کېږي، د فرانسې له یوې اشرافي کورنۍ څخه و. دی پوځي افسر و چې د امریکا په انقلابي جګړه کې وجنګېد او د «یارک ټاون» د محاصرې په ګډون یې په ډېرو جګړو کې د امریکايي ځواکونو قومانده پر غاړه لرله. فرانسې ته تر ستنېدو وروسته د ۱۷۸۹ کال د فرانسې په انقلاب او بیا وروسته د ۱۸۳۰ کال د جولای په انقلاب کې کې مهمه څېره وه. دی په دواړو هېوادونو کې یو ملي اتل بلل شوی دی.[۲]

لافایټ د مرکزي فرانسې په سوېل کې د «اورګین» ایالت په «چاوانیک» سیمه کې په یوه بډایه کورنۍ کې وزیږېد. ښاغلي لافایټ د خپلې کورنۍ پوځي دود وپاله او په ۱۳ کلنۍ کې افسر شو. دی په دې باوري و چې د امریکا د انقلاب ارمان سپېڅلی دی او له همدې امله یې د ویاړ په لټه دا سفر پیل کړ. په ۱۹ کلنۍ کې لوی جنرال شو، خو په پیل کې د امریکايي ځواکونو قومنداني ور نه کړل شوه. د برانډي واین په جګړه کې ټپي شو، خو یو منظم شاتګ یې تنظیم کړای شو او د روډ ایسلنډ په جګړه کې یې سرلوړی خدمت وکړ. د جګړې په منځ کې د کښتۍ په مرسته خپل کور ته لاړ تر څو د فرانسې د ملاتړ ډېرولو لپاره لابي وکړي. په ۱۷۸۰ کال کې بېرته امریکا ته وګرځېد او په قاره‌يي پوځ کې لوړ منصبونه ورکړل شول. په ۱۷۸۱ کال کې په «ویرجنیا» کې د ده تر قوماندې لاندې سرتېرو د کارنوالس په مشرۍ ځواکونه تر هغه پورې بند کړل چې نور امریکايي او فرانسوي ځواکونه وکولای شي د «یارک ټاون» د مهمې محاصرې لپاره ځانونه ځای پر ځای کړي.

لافایټ فرانسې ته ستون شو او په ۱۷۸۷ کال کې د هغې سلطنتي شورا غړی وټاکل شو چې د مالي کړکېچ د حل لپاره جوړه شوې وه. په ۱۷۸۹ کال کې د املاکو عمومي غړی وټاکل شو چې دلته یې د فرانسوي ټولنې د درېیو دودیزو ډلو له استازو سره وکتل: پادریان (کشیشان) اشراف او عام خلک. د اساسي قانون د ملي شورا له جوړېدو وروسته يې د «توماس جېفرسن» په مرسته د بشري حقونو او خلکو د اعلامیې په لیکلو کې ونډه واخیسته. دغه سند د متحدو ایالتونو د خپلواکۍ له اعلامیې څخه په الهام او د طبیعي قانون پر استناد جوړ شوی و تر څو د ډيموکراټيک ملي دولت بنسټيز اصول رامنځته کړي. ښاغلي لافایټ د طبیعي حقونو فلسفې ته په پام سره د غلامۍ د پای ته رسولو غوښتنه هم وکړه. د باسټیل تر یرغل وروسته د فرانسې د ملي ګارډ قومندان وټاکل شو او هڅه یې وکړه چې د انقلاب د کلونو په لړ کې منځنۍ لاره خپله کړي. د ۱۷۹۲ کال په اګست میاشت کې یې تندلارو ډلو د نیولو امر وکړ او دی اتریشي هالنډ ته وتښتېد. هلته اتریشي ځواکونو ونیو او څه باندې پنځه کاله بند یې تېر کړ.

ښاغلی لافایټ د ناپلیون بناپارت له‌خوا تر ازادېدو وروسته په ۱۷۹۷ کال کې فرانسې ته ستون شو، که څه هم د ناپلیون په دولت کې برخه اخیستل یې رد کړل. په ۱۸۱۴ کال کې د بورین تر بیا رغونې وروسته د استازو د جرګې لېبرال غړی شو او دا هغه موقف و چې د ژوند تر پایه په کې پاتې شو. په ۱۸۲۴ کال کې د وخت ولسمشر «جېمز مونرو» د ملت د مېلمه په توګه متحدو ایالتونو ته وباله، هلته یې تود هرکلی وشو او د اتحادیې ټول ۲۴ ایالتونه یې وکتل. د ۱۸۳۰ کال د فرانسې د جولای په انقلاب کې یې د فرانسې د دیکتاتور کېدو وړاندیز رد کړ او پر ځای یې د پاچا په توګه د «لویس فیلیپ» ملاتړ وکړ، خو کله چې پاچا مطلق خپلواک شو، د ده مخالفت یې وکړ. ښاغلی لافایټ د ۱۸۳۴ کال د مې میاشتې په ۲۰مه نېټه مړ شو او د پاریس ښار په «پیکوس» هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. نوموړی کله ناکله فرانسې او متحدو ایالتونو ته د خدمت له امله د «د دوو نړیو اتل» بلل کېږي.

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

لافایټ د ۱۷۵۷ کال د سپټمبر میاشتې په ۶مه نېټه د «مېشل لویس کرېسټوف روچ ګېلبرېټ پولټ ډو موټیر» چې د لاسي بمونو غورځوونکی عسکر و، او «ماري ډي لا فایټ» په کور کې زیږېدلی دی چې دا ځای په «اوورن» ایالت کې «لوی پوی ان ولي» ته نږدې په «چاوانیاک لافایټ» سیمه کې دی.[۳]

په ډېر احتمال سره د لافایټ اصل او نسب په «اوورن» ایالت او ټوله فرانسه کې تر ټولو پخوانی او برجسته نسب و. د لافایټ د کورنۍ نرینه غړي په زړورتیا او ځوانمردۍ مشهور وو. د لافایټ له لومړیو نیکونو څخه د فرانسې مارشال «ژېلبر ډي درېیم لافایټ» و چې په ۱۴۲۹ کال کې د «اورلينز» د محاصرې پر مهال د «جان اف ارک» د پوځ ملګری و. د یوې افسانې له مخې ویل کېږي چې د ده بل نیکه د شپږمې صلیبي جګړې په جریان کې اغزن تاج ترلاسه کړ.[۴][۵]

د ښاغلي لافایټ غیر لافایټي نیکونه هم د پام وړ دي؛ د ده نیکه (د مور مورنی نیکه یې) په ۱۷۷۰ کال کې د مړینې تر وخته د «موسکوټر ډي روی» یا «بلک موسکېټرس» قومندان و او د «پنځلسم پاچا لویس» د شخصي اس ساتونکی و. د لافایټ پلرنی تره «ژاک روچ» د ۱۷۳۴ کال د جنورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه د پولنډ په جګړه کې په میلان سیمه کې له اتریش سره د جګړې پر مهال مړ شو، د هغه له مړینې وروسته د «مارکیس» لقب د هغه ورور مېشل ته ورکړل شو.[۶][۷]

د لافایټ پلار هم د جګړې په میدان کې مړ شو. د ۱۷۵۹ کال د اګسټ میاشتې په لومړۍ نېټه «مېشل ډي لافایټ» په «وېسټفالیا» کې د بریتانیا په مشرۍ له جوړ شوي اېتلاف سره د مبارزې پر مهال د «منډین» په جګړه کې د توپ په مرمۍ ولګېد. لافایټ د اشرافي کورنۍ سردار شو، خو ملکیت یې د مور شو. مور یې چې د خاوند د بایللو له امله غمجنه شوې وه، له پلار او نیکه سره یې په پاریس کې ژوند پیل کړ او لافایټ یې پرېښود تر څو یې پلرنۍ نیا را لوی کړي.[۸][۹][۱۰]

په ۱۷۶۸ کال کې چې کله لافایټ ۱۱ کلن و، پاریس ته وغوښتل شو تر څو له خپلې مور او نیکه سره د لوګزامبورګ په ماڼۍ کې د کامټ په اپارتمانونو کې ژوند وکړي. لافایټ د پاریس پوهنتون یوې برخې «ډو پلیسېس کالج» ته ولېږل شو او پرېکړه وشوه چې دی به د کورنۍ جنګي دود ته دوام ورکوي. د ده نیکه «کامټ» د راتلونکي لپاره د نښې ویشتنې د روزنې په پروګرام کې شامل کړ. مور او نیکه یې په یو بل پسې د ۱۷۷۰ کال د اپرېل میاشتې په درېیمه او ۲۴مه نېټه مړه شول او لافایټ ته یې د ۲۵۰۰۰ لیورونو [د وخت پیسې] میراث پرېښود. ۱۲ کلن لافایټ ته د یوه تره تر مړینې وروسته د هغه ۱۲۰۰۰۰ کلنی عاید په میراث پاتې شو.[۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 118725920  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Pronunciation respelling: LAH-FEE-ET or LAF-EE-ET
  3. Clary, pp. 7, 8
  4. Gaines, p. 33
  5. Officer, p. 171
  6. Unger, loc. 383
  7. Clary, pp. 11–13
  8. Gottschlk, pp. 3–5
  9. Clary, pp. 11–13
  10. Unger, loc. 383
  11. Unger, loc. 425
  12. Leepson, pp. 8–9
  13. Gottschlk, pp. 3–5