ګینا رینیهارټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګینا رینیهارټ
د ګینا رینیهارټ انځور
د ګینا رینیهارټ انځور
د ګینا رینیهارټ انځور

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Georgina Hope Hancock د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۹ فبروري ۱۹۵۴(1954-02-09) ‏(عمر: ۷۰ کاله)
پرټ، غربي اسټرالیا
هيواد غړيتوب آسټرالیایی
ميړه گرگ میلتون (۱۹۷۳-۱۹۸۱)
فرانک راینهارد (۱۹۸۳-۱۹۹۰)
مور او پلار لانگ هنکاک
هوپ مارگارټ نیکولاس
عملي ژوند
دنده سوداگر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه د کانونو استخراج  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کل دولت 29000000000 Australian dollar (۲۰۱۲)
15200000000 امريکايي ډالر (۲۰۱۹)[۱]
23600000000 امريکايي ډالر (۲۰۲۱)[۲]  د (P2218) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ګینا [۳] یوه اسټرالیایی ده .هغه داسې يوه ښځه ده، چې په هره ثانيه کې ٦٠٠ډالره ګټي او شنوونکي اټکل کوي چې ښايي ډېر ژر يې شتمنۍ له ١٠٠ميليارد ډالرو واوړي او د نړۍ تر ټولو شتمنه شي. دا داسې يوه مېرمن ده چې شپه او ورځ په خپل کار بوخته وي له همدې امله په خپل هېواد کې تر ټولو پر کاره ښځه بلل کېږي. نه له شخصي اړيکو سره کومه مينه لري او نه هم چاسره له ناستې خوند اخلي بلکه وايي چې غواړم هره ثانيه مې د پرمختګ ثانيه وي. يوه کوچنۍ شېبه مې هم بې ځايه نه وي تېره شوې. د فوربس د ۲۰۱۶ شمېرو له مخې ګینا د یولس ميليارد ډالرو په لرلو په اسټراليا کې لومړۍ او په نړۍ کې ۱۲۷ مه لويه شتمنه ده. نوموړې همدارنګه په ۲۰۱۶ م کال کې د نړۍ یو پنځوسمه پیاوړې ښځه بلل شوې ده . سيټي ګروپ هغه د نړۍ تر ټولو شتمنه ښځه ګڼي،ځکه وايي نورې ميلياردرانې ښځې چې له هغه ډېره شتمني لري هغوى په شريک کار کې ګټلې، خو ګيناراينهارت بيا شريک نه لري او پيسې يې په خپله ګټلې دي. د ګيناراينهارت د برياليتوب راز له دې هم ښکاري چې د نړۍ د نني اقتصادي بحران سره سره هغه په هره ثانيه کې په سلګونو ډالره ګټي. د ګینا اصلي کسب و کار د اوسپنو د کانونو په برخه دى يعنې د اوسپنې کانونه را باسي، تر څنګ يې د ١٠تلويزيوني چينل ونډه واله هم ده چې د اسټراليا د دريو سترو تلويزيوني شبکو څخه يوه ده. همدارنګه په فيرفکس ميډيا کې هم ونډه لري،فيرفکس په اسټراليا کې د ورځپاڼو د خپرولو دويمه لويه خپرونکې اداره ده،خو په وروستيو کې يې په دې ادارې کې ونډه کمه شوې ده. دا چې هغه ته کمپنۍ په ميراث پاتې شوې، خو هغه له دې خبرو سخته بده وړي وايي دا پيسې يې په خپل زيار پيداکړې ځکه د پلار له مرګه وروسته يې کمپنۍ ته خپله پراختيا ور کړې ده. هغه اوس په اسټراليا او نورو هيوادونو کې ښځو ته د نمونه مبتکرې او با استعداده ښځې په توګه مشهوره ده.

شخصی ژوند[سمول]

ګینا په ١٩٥٤کې د اسټراليا په پرت کې زيږيدلى، د فرانک راينهارت په نوم له يوه وکيل سره يې واده وکړ. اوس يې طلاق اخيستى او څلور بچيان لري. کمپنۍ يې ((هنکوک پراسپيکټينګ))نوميږي چې په ١٩٩٢کې د پلار له مرګه وروسته ورته پاتې شوې ده. شنونکي د پلار تر مرګ وروسته د کانونو په برخه کې د هغې پانګونې ته د يوې بريالۍ پانګونکي په سترګه ګوري وايي په رښتيا چې لور له پلاره تکړه وه.

سرچینی[سمول]

  1. https://www.forbes.com/billionaires/list/;5/#version:static — خپرونکی: فوربېز — د خپرولو نیټه: ۵ مې ۲۰۱۹
  2. https://www.forbes.com/billionaires/
  3. "ګینا رینیهارټ پوره مخ خپرونکی یاران انلاین". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]