ګګر- هکره سيند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ګګر-هکره سيند په هندوستان او پاکستان کې په وقفه ييز ډول بهېدونکی سيند دی، چې یوازې د باراني موسم (مونسون/برسات) په موسم کې بهېږي. دا سيند د اوټو له بند مخکې د ګګر په نوم، او د تهر په دښته کې له بند څخه ښکته بهېدونکې د هکره په نوم پېژندل کېدو. له هړپا (هړپا د يو مدنيت نوم دی) څخه مخکې وختونو کې ګګر د سلتج د سيند يوه مرستياله وياله وه. دا اوس هم د ستلج له دې پاتې سيند، او په ممکنه ډول له يمنا (جمنا) سره تړلی دی، کوم چې په نارا سيند کې پای ته رسېږي، کوم چې اوسمهال د سند د سيند يو کانال دی او د «سر کريک» له لارې له سمندر سره يوځای کېږي.[۱][۲][۱][۳][۴]

ستلج شا او خوا 8000-10000 کاله مخکې د خپل جريان لاره بدله کړه، ګګر-هکر يې د تهر په دښته کې پای ته رسېدونکو د موسمي بارانونو د ويالو د نظام په توګه پرېښوده. د سند درې تمدن هغه مهال نېکمرغه او غوړېدلی و، کله چې سيندونو ته اوبه برابرونکي موسمي بارانونه شا اوخوا 5000 کاله مخکې کم شول، او د سند درې پوره رشد کړي مدنيت (1900-2600 مخزېږديز) يو زيات شمېر سيمې د پاکستان د هکره په منځنۍ لاره (وچه شوې) موندل کېږي. شا او خوا 4000 کاله مخکې، د سند درې مدنيت هغه مهال سقوط وکړ، کله چې موسمي بارانونه نور هم کم شول، او ګګر-هکره وچ شو، او په دې ډول يو کوچنی موسمي سیند وګرځېد.[۵][۶]

د نولسمې او د شلمې پېړۍ د لومړيو پوهان، او تر څنګ يې ځينې نور وروستي ليکوالان، وړانديز کوي چې شونې ده ګګر-هکره به د سرسوتي سيند بې ګټې پاتې شوني وي چې په رګويدا کې يې يادونه شوې ده، کوم چې له هماليه څخه خړوبېدونکو سيندونو څخه اوبه کېږي، خو دا حقيقت يې پام کې نه دی نيولی چې ګګر-هکره تر هغه وخته وچ شوی و.[۷]

د سيند جريان[سمول]

کاسه يې له دوه برخو جوړه ده، چې خدير او بنګر دي. بنګر يې هغه لوړې تړانګې دي، په کومو کې چې د باراني موسم پر مهال سيلاب نه راځي، په داسې حال کې چې خدير يې ښکته تر سيلاب لاندې سيمه ده.

ګګر سيند[سمول]

ګګر په هندوستان کې په مهاليز ډول (وقفه يي/نوبتي) بهېدونکی سيند دی، چې د موسمي بارانونو پر مهال بهېږي. دا سيند د هماچل پرديش د «شيوالک» په غرونو کې پروت دګشايي کلي څخه پيل کېږي، کوم چې د سمندر له سطحې 1927 متره (6322 فوټه) لوړ دی، او له پنجاب او هريانه څخه په تېرېدو؛ د هريانه د سرسا سويل لوېديځ ته، د راجستان  د تلواره جهيل په څنډه کې راجستان ايالت ته بهېږي.[۸][۹]

له سرسا سره نږدې په اوټا بند کې تړل شوی ګګر سيند د اوبه خور دوه کانالونه تغذيه کوي کوم چې تر راجستان پورې غزېدلي دي.

د ګګر سيند معاونې ويالې (مرستيال سيندونه)[سمول]

د ګګر سيند مهمې مرستيالې ويالې د کوشليا سيند، مارکنډا، سرسوتي، تانګري او چوټانګ دي. [۱۰]

د کوشليا سيند د ګګر-هکره په چپ اړخ کې د ګګر د سيند مرستندوی دی، دا د هندوستان د هريانه ايالت په پنچکوله ولسوالۍ کې بهېږي، اود کوشليا اوبو بند څخه بيخي ښکته لور ته د پنجوره سره نږدې له ګګر سیند سره يوځای کېږي.[۱۱]

هکره سيند[سمول]

هکره په پاکستان کې د فورټ عباس ښار سره نږدې د يو سیند وچ شوی کانال دی، کوم چې په هندوستان کې د ګګر د سیند دوام دی. د هکره کانال د ستلج او يمنا له پاتې شوني سره نښتی دی، کوم چې د نارا په سمندر کې پای مومي، دا بيا خپله د سند د سيند يو ډيلټا کانال دی، چې د سرکريک له لارې له سمندر سره يوځای کېږي. ستلج شا او خوا 8000-10000 کاله مخکې خپله لاره بدله کړه، او په دې ډول يې ګګر-هکره د باراني موسم له باراني اوبو څخه تغذيه کېدونکی سمندري سيستم په توګه پرېښود، چې د تهر په دښته کې پای ته رسېږي.[۱][۳]

دا ستلج/يمنا پاتې شوني له سند څخه تېريږي، چې نښې يې د سند د خېرپور، نواب شاه، سانګړ او ترپارکر کې موندل شوي.

خپل اوج ته رسېدلې سند درې (2600-1900 مخزېږديز) مدنيت يو ستر شمېر سيمې په پاکستان کې (وچ شوي) هکره کې له منځنۍ لارې سره موندل شوي. د سند درې مدنيت اړوند سيمې، سويل لور ته د بهاولپور ولسوالۍ څخه ورهاخوا نه دي موندل شوي، او داسې اټکل شوی چې هکره دلته د ډنډ جهيلونو (چې اوبه يې نه بهېږي) په يوه لړۍ کې ختم شوی دی.

لرغوني تاريخ پوهنه[سمول]

عمومي اتفاق دی چې دا سیند د سند په حوزه کې بهېږي، څو ځلې يې خپل جريان بدل کړی، خو د دې بدلونونو سم ترتيب او د هغې نېټه ټاکنه د ستونزو ښکار دي.[۱۲]

پخوانيو خپرونو وړانديز کړی چې ستلج او يمنا د هړپه د رشد په زمانه کې د هکره په کوهي کې بهېدل، او په دې ډول يې د موسمي بارانونو څخه تغذيه شوي ګګر د مهيا کولو لپاره پوره اندازه اوبه ورکولې. له دې وروسته د 2500 او 1900 مخزېږديزو کلونو په منځ کې ستلج او يمنا خپل جريان (بهنګ) بدل کړ، د دې بدلون لامل يا ټيکټونيک پېښې يا ډېرو اوارو ميدانونو يو څه تبديل شوی رېونده والی و، چې له همدې امله د تهر په دښته کې هکره وچ شو. د ډېرو وروستيو خپرونو څخه روښانه شوې چې ستلج او يمنا د هړپه له وختونو څخه ډېر مخکې د خپل جريان مخه بدله کړې وه، او په دې ډول د موسمي بارانونو څخه تغذيه کېدونکی ګګر-هکره يې پرېښی و، کوم چې د هړپه په وروستيو وختونو کې وچ شوی و.[۱۳][۳][۱]v[۱۴]

له هوليسن مخکې پړاو (هوليسن د ځمکې د تاريخ يو پړاو دی)[سمول]

د ستلج پاتې شوی کانال شا اوخوا 1000-8000 کاله مخکې، د کنګلي پړاو تر پايه فعال و، کوم چې د نارا سیند له لارې د کچ په رن کې داخلېدو.[۳][۴][۱][۴]

کلفت او همکارانو يې(2012)، د زرقون ريګ د دانو د نېټې په استعمالولو سره، ښودلې چې په چولستان کې د سند درې د مدنيت له سیمو سره نږدې د وچ شوي ګګر-هکره بستر څخه جوخت د ځمکې لاندې سيند ويالې په لوېديځو برخو کې د بياس له سيند سره او په ختيځو سيمو کې د ستلج او يمنا سيند سره د رسوباتو د ورته والي ښودنه کوي، او دا ښيي چې خپله يمنا، يا د يمنا یو کانال، د ستلج د يو بل کانال سره يو ځای د 47000 مخزېږديز او 10000 مخزېږديز تر منځ په کوم وخت کې، د سند له مدنيت له پيل پوره مخکې، د لوېديځ پر لور بهېدلی وي.[۳]

په 2017ز کال کې د اجيت سینګ او نورو له خوا، د بصري محرکې روښنايې (optically stimulated luminescence) په استعمال سره، د رېګ د دانو له تحليل څخه روښانه شوه چې د ګګر-هکره وړانديز شوی پاتې شوی کانال په حقيقت کې د ستلج پخوانی جريان دی، کوم چې د هړپه مدنيت له منځ ته راتګ او پرمختګ څخه مخکې خپل جريان اوسني لور ته بدل کړی و. د ستلج له خوا د دې پخواني جريان پرېښودل 15000 کاله مخکې پيل شول، او 8000 کاله مخکې بشپړ شول. اجيت سنګ او نورو دا پايله تر لاسه کړې چې ښاري ابادي د يو دايمي سيند سره نه، بلکې د موسمي بارانونو څخه تغذيه کېدونکي يو موسمي سیند سره وه، کوم چې د ويجاړونکو سيلابونو ښکار نه ګرځېدو.[۱]

(Khonde) او همکارانو يې (2017)  تاييد کړې چې د کچ عظيم Rann د سند پر ځای له کومې بلې سرچينې څخه رسوبات تر لاسه کړي وو، خو دې سرچينې له شا اوخوا 10000 کلونو څخه مخکې د رسوباتو چمتو کول بند کړي وو. په همدې ډول، (Dave) او همکارانو يې (2019) ويلي؛ "زموږ پايلې د لرغونو کليو او له هماليه څخه راتلونکو سترو سيندونو تر منځ وړانديز شوې اړيکه ناسمه ثابتوي، او د دې ښودنه کوي چې له دې سيمې څخه تېرېدونکی ستر د پخوانیو اوبو سيستم سیند، د هړپه مدنيت له منځ ته راتګ څخه ډېر مخکې پای ته رسېدلی و".[۴][۱۵]

د سند درې مدنيت[سمول]

پوره رشد ته رسېدلی د سند درې مدنيت[سمول]

د سند درې مدنيت پر مهال، ګګر-هکره د سيندونو سيستم د يو ستر کنګل څخه تغذيه کېدونکی همالیايي سیند نه و، بلکې د موسمي بارانونو څخه تغذېه کېدونکی سيند و. د سند درې مدنيت هغه مهال خپل بشپړ بلوغ ته ورسېد، کله چې سيندونو ته اوبه ورکونکې موسمي بارانونه شا او خوا 5000 کاله مخکې کم شول، او د سند درې بالغ مدنيت (2600-1900 مخزېږديز) ډېرې زيات شمېر سيمې په پاکستان کې د (وچ شوي) هکره سيند د منځني جريان په اوږدو کې موندل شوي دي. د 4000 په شا اوخوا کې، د سند درې مدنيت هغه مهال سقوط وکړ، کله چې موسمي بارانونه نور هم کم شول، ګګر-هکره وچ شو، او په يو کوچني موسمي سيند بدل شو.[۵][۶]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ ۱٫۵ Singh et al. 2017.
  2. Britannica, Dale Hoiberg, Indu Ramchandani (2000). Students' Britannica India, Volumes 1-5 (په انګلیسي ژبه کي). Popular Prakashan, 2000. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85229-760-5. The Ghaggar River rises in the Shiwalik Range, northwestern Himachal Pradesh State, and flows about 320 km southwest through Haryana State, where it receives the Saraswati River. Beyond the Ottu Barrage, the Ghaggar River is known as the Hakra River which loses itself in the Thar Desert. Just southwest of Sirsa it feeds two irrigation canals that extend into Rajasthan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ Clift et al. 2012.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ Khonde et al. 2017.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Giosan et al. 2012.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Maemoku او نور 2013.
  7. Sanyal, Sanjeev (10 July 2013). Land of the seven rivers : a brief history of India's geography (په انګلیسي ژبه کي). OCLC 855957425. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-342093-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Shanker Sharma, Hari; Kalwar, S. C. (2005). Geomorphology and Environmental Sustainability: Felicitation Volume in Honour of Professor H.S. Sharma. Concept Publishing Company. د کتاب پاڼې 61. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-8069-028-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Sarasvati: Tracing the death of a river". 2010-06-11. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Shanker Sharma, Hari; Kalwar, S. C. (2005). Geomorphology and Environmental Sustainability: Felicitation Volume in Honour of Professor H.S. Sharma. Concept Publishing Company. د کتاب پاڼې 61. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-8069-028-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Hillsofmorni.com - Kaushalya dam". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ نومبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Schuldenrein et al. 2004.
  13. McIntosh 2008، ص. 20-21.
  14. Jain، Agarwal او Singh 2007، ص. 312.
  15. Dave et al. 2019.