ګټور خواړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په خوړو کې لاندني تغیرات،تاسو د زړه له ناروغیو ساتلی شي

۱-فایبر:

د فایبر خوړل ستاسو د بدن د کولسترول د لږوالي سبب ګرځي.

فایبر لرونکي خواړه،د انسان په کولمو کې د ګټورو میکروبونو په ساتنه او تنظیم کې ستره برخه لري. َعلمي څیړنو په ډاګه کړي دي چې پدې توګه د کولمو سالم میکروبي چاپیریال،د زړه ه د ناروغیو د را منځ ته کیدو په مخنیوي کې ګټور تمامیږي.

۲. د مشبوع غوړ ( saturated fats ) نه پرهیز وکړئ:

د مشبوع غوړخوراک کوم چې حیواني منشه لري ستاسو کولسترول زیاتوي.ددې توکي زایتوالی د زړه د ناروغیو ( ischemic heart disease ) په رامنځ ته کولو کې ستره ونډه لري.

د مشبوع غوړ سترې منابع شیدې او د هغو مشتقات تشکیلوي.(تاسو کولی شئ چې بې غوړه شدې تر لاه کړئ).

دغه راز حیواني غوښه،کیک -کلچه،غوړ لرونکي شیرینیباب او د ناریال غوړي(coconut oil) هم د مشبوع غوړو منبع دي.

نباتي غوړي خاصتن دزیتون،شړشم او لمرګلي غوړ،تر حیواني غړو بهتر دي.

په اونې کې اقلن یو ځل ماهیان وخورې. خو ماهي په غوړو کې مه سره کوئ.

د چرګانو،فیلمرغ او الوتونکو غوښئ،د پوټکې نه بغیر نوشجان کړئ.

د چپس،بیسکیت او ورته خوړو پر ځای وچې او تازه میوئ وخورئ.

د مالګې او بورې سره خدای پاماني وکړئ.