ګوګل کروم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ګوګل کروم ویب براوزر دی چې د ګوګل لخوا جوړ شوی دی. دا براوزر په لومړی ځل د ۲۰۰۸ کال په سپتمبر میاشت کې د مایکروسافټ وینډوز لپاره خپور شو او د خلګو لپاره د دسمبر په ۱۱ تاریخ خپور شو.

د ۲۰۱۰ کال تر دسمبر پورې کروم د نړۍ په کچه د ویب براوزرونو ۱۳.۳۵٪ فیصدې سره دریم ډیر کارول شوی براوزر و.